ژباړه: پروین ملال
ماته ووایه!
چې د یادونو
د دغه دروند میراث د پیټي سره
چې زما پراوږو دي ایښی
څه وکړم؟
****
کله چې ستا سره
د نڅا دپاره ولاړیږم
پښې مې
د غنمو د وږو په شان شي
او، وریښتان مې
د نړۍ تر ټولو اوږد سیند
***
راته ويې ویل،
لیکل لویه ګناه ده
مه لیکه
د لفظونو عبادت حرام دی
مه ورنیژدې کیږه چې مسمومه کیږې
شونډې مه څکه
خو ما ډیرې وچيښلې
پر میز باندي توی شوو جوهرو
مسمومه نه کړم
ما ډیر لیکل وکړه
او په هر ستوری کې مې اور بل کړ
خوخدای راڅخه ناراضه نه شو
او نه راباندې په قهر شو
را ته ويې ویل،
یوازي نارینه لیکل کولای شي
دا زه وم
چي په قهر لړولو لاسونو مې
د هرې څپې مقابله وکړه ولمبیدم، خو ډوبه نه شوم
را ته ويې ویل،
تا په شعر د ناپوهۍ دیوال نړولی
شاعران نارینه وي
څنګه کیدای شي؟ زموږ په قوم کې
شاعره ښځه نړۍ ته راشي
د دوی پر بیهودهګۍ مې وخندل
دوی غواړي د ستورو د جګړې په دور کې
ښځه ژوندۍ ښخه کړي
د خپل ځان څخه پوښتنه کوم
چې ولي؟ د نارینو ږغ مباح دی
د دوی ږغ ولي لوړ دی
چې تر ونو، باران، ریښو
او، اوریځو پوري رسیږي
او چاویلي؟
چې د لیکلو دپاره جنسیت شرط دی
چاویلي؟
طبیعت د ښکلو الوتونکو سره مخالف دی
وایې تا خپل د قبر ډبره ماته کړې
دا رښتیا دي
ما د وخت شبپرکان وژلي
دا هم رښتیا دي
چې ما په شعر کې منافقت نه دی کړی
او که ما زخمې کړي
د هوسۍ د بدن تر ټولو ښایسته
برخه د هغې زخم دی
او که مې په دار کړي
د مسیح سره به یې په یوه کتار کې درولی یم
وایې، شاعره ښځه
هغه پردۍ شنه ګیاه ده
چې دښت یې هم نه قبلوي
داسي روایت هم شته؟
چې کومه ښځه چې شعر لیکي هیڅ هم نه ده
څه ترانهخواني خونه ده
ماته پر دې ټولو خندا راځي
دا د بیهودګۍ د دور افکار ردوم
زه بیا هم د هسکو څوکو څخه لوست کوم
پوهیږم چې تالنده او بریښنا تیریدونکې ده
شب پرکان تیریږي
پوهیږم چې هغوی تلونکي دي
دا زه یم
چې دلته به پاته یم
******
موسیقي
زړه مې غواړي
ساعتونه، ساعتونه
ستا سره
د باران ترموسیقۍ لاندي
قدم ووهم
کله چې درد په ما کې شین شي
او د ډیرې بې تابۍ څخه وژاړم
ستا ږغ په ټلفون کې واورم
*******
ما د عربي ژبي په ډول
د ښي لور څخه ګیڼ لور ته
مه لوله
د لاتیني ژبي په څیر مې
د کیڼ لور څخه ښي لور ته مه لوله
د چینايي ژبې په شان مې
د پورته څخه کښته مه لوله
ډیره ساده مې ولوله
لکه لمر چې چمن لولي
او بلبلکه د ګل کتاب
ته لومړی روښان فکر یې
چې عشق قومي نه ګڼي
او د خوب د تخت څخه دي
د بیانیې ستیژ نه دی جوړ کړی
پوهيږم چې ستاپه ژوند کې
لومړۍ ښځه یم
خو زما هغه شیطان چې هره ورځ
زما و ستا سره قهوه چیښي
ما هرځل دې ته لمسوي
چې ستا څخه پوښتنه وکړم
دوه یمه څوک ده؟
*************
چیغې وهم
چې ته راباندې ګران یې
د کلیسا ګانو د بامونو څخه
ټولې کوترې را الوزي
چې زما په ویښتانو کې
ځالې جوړې کړي
*********
ناڅاپه مې ولیدل
چې زما د زلفو د وږو څخه
غنم غلا کوي
او د ښوونځي په بکس کې ږدي
د دې لوبي څخه مې منعه کړي
خولاس دې وانه خیست
پر لاس مې ووهلې
چې نور غنم غلا نه کړې
خو بیا دې هم لاس وانه خیست
کوښښ مې وکړ،
ښوونځي ته دې ستون کړم
دا دې هم ونه منل
او زما د ویښتانو په غنم زار کې
بیده شوې