Homeخبرونهپه کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري...

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د ارزونې او معیاري کولو لپاره پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل کړی دی.

دغه ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنرونو د مرستیالۍ د ژبو د عالي شورا کمېسیون له لوري د افغانستان په ملي موزیم کې جوړ شوی دی.

د وزارت چارواکي وايي، د دې نوښت هدف د دواړو ژبو د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د لیکدودونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د ادبي او فرهنګي معیارونو ښه کول دي.

د کلتور او هنرونو مرستیال شیخ عبدالرحمن طیبي د ورکشاپ په پرانیستغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو له استازو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتون له استازو، ژبپوهانو، څېړونکو، لیکوالانو، استادانو او د رسنیو له استازو سره ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کلتور رئیس حافظ سیف‌الرحمن محمدي وویل، د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو د ملاتړ او د ملي او نورو ژبو لپاره د معیاري لیکدودونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

شیخ عبدالرحمن طیبي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولو ژبو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د ژبې، قوم، سیمې او دین پر بنسټ باید له هېچا سره توپیر ونه شي.

د ورکشاپ په ترڅ کې د پوهنتون استادانو، د پوهنې چارواکو او د علومو اکاډمۍ یوه استازي د پښتو او دري ژبو د اوسنیو لیکدودونو د توپیرونو په اړه بحث وکړ.

د پوهنې وزارت د ژبې او ادبیاتو ارشد متخصص سید عنایت‌الله همدرد وویل: «د بېلګې په توګه د مساله، تالیف او مسوول په څېر کلمې په بېلابېلو بڼو لیکل کېږي؛ په دغو پنځو ورځو کې به د دې کلمو پر یو شان کولو کار وشي.»

د هلمند پوهنتون استاد نوراحمد ایمل وویل: «د شورا له لوري یوه لومړنۍ طرحه چمتو شوې او په دغو پنځو ورځو کې به استادان، پوهان او ژبپوهان پرې بحث وکړي، څو د دواړو ژبو په لیکدود کې اختلافي ټکي مشخص او پر یوه واحد لیکدود هوکړه وشي.»

ګډونوالو ویلي، په دې ورکشاپ کې به د دواړو ژبو د لیکدود اوسني توپیرونه وڅېړل شي او هڅه به وشي چې د پښتو او دري لپاره معیاري او همغږي شوي املايي اصول رامنځته شي، څو په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کې د دغو ژبو کارونه لا منظمه او یو شان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...