Home+د امیر کروړ د یاړنې سبکي خواوې/ حضرت نبي شېرزی

د امیر کروړ د یاړنې سبکي خواوې/ حضرت نبي شېرزی

د پښتو ژبې او ادب په چاپېریال کې حماسه هغه مهال ډېره د یاد وړ شي، چې د یو فرد یا شخصیت، قوم، ټبر او یو ملت د ژوند په بهیر کې داسې پېښې رامنځ ته شي، چې هلته د مېړانې، شجاعت، اتلولۍ، جګړییز … مسایل مطرحه وي.

حماسه د مېړانې په مانا دی، چې تر ډېره د اتلانو، پاچاهانو او د جګیز ډګر د رېښتني سالارانو او سر سپارلو ستاینه کوي، په پښتو ژبه او ادب کې یې ښه بېلګه د احمد شاهي شهنامه ده، دغه شهنامه په (۱۱۷۶ ) هـ.ق کال کې حافظ ګل محمد مرغزي لیکلې ده او په دري ژبه کې یې شاهنامه فردوسي دی، چې فارسي ژبې پېژندل شوي شاعر فردوسي تخلیق کړې ده.

حماسي اثار نه یوازې دا چې، د پښتو ادبیاتو او یا فارسي ادبیاتو کې یې بېلګې لرو؛ بلکې د نړۍ نورو قومونه هم له حماسي سبک سره اشنا وو او دي؛ لکه په لرغوني یونان کې د هومر اثار ایلیاد او اودیسې؛ په غربي ټولنو او قومونو کې پر غنایي اثارو سربېره حماسي مضمون او سبک دود و؛ ډېری سبک پېژندونکی په دې فکر دي، چې حماسي ادبیات او حماسي سبک د اسلام د سپېڅلي ظهور څخه وړاندې په افغانستان او سیمه کې دود و؛ امیر کروړ به هم د خپل دور څخه وړاندې، چې لا به په افغانستان کې اسلام ظهور نه و کړی حماسي اثار لوستلي او لېدلي وي؛ ځکه د خپل ځان په اړه یو حماسي شعر پنځوي.

حماسه د هغه چا په ستاینه کې ویل کېږي، چې د ژوند او په لویه کچه پېښو ته د ځان، ملت او هېواد په ګټه بدلون ور کوي او خپل هېواد او سیمه د دښمنانو له منګولو ژغوري او په ټوله کې په حماسي اثر کې د هغه مشرانو او یا پاچاهان د وصف سندرې ویل کېږي، چې په لویو جګړیزو ډګرونو او سوبو کې پر غلیم برلاسي شوي وي.

حماسي اثر د لرغونې زمانې څخه را په دې خوا ویل شوي دي؛ شاید په افغانستان کې په شته حماسي اثارو سربېره به داسې ډېر اثارو نور اثار هم لیکل شوي وي او یا به یې شتون درلو؛ خو له بدمرغه د زمانې تاړاکونو او د هېواد د غلیمانو له خوا له منځ وړل شوي دي؛ ځېنې حماسې یې موږ ته د متن په بڼه رارسېدلي دي او ځېنې حماسي سېنه په سېنه له یو نسل څخه بل نسل ته را انتقال شوي دي او تر نننۍ زمانې پورې ژوندۍ پاتې دي.

حماسي اثار او یا حماسي سبک په ټولو ملتونو کې ورته مضامین رانغاړ، دغه سبک د یو زړور شخص په اتلولۍ، مېړانه راڅرخېږي او د هغه چا په اړه او د هغه چا ستاینه کوي، چې د اتلولۍ، مېړانې او د تاریخي داستانو خلق کوونکی وي او یا په شعري یا په نثري متن کې یې د غښتلتیا، قوت، مېړانې او اتلولۍ تصویر وړاندې کېږي؛ په عین حال کې معصوم او سپېڅلی وي.

حماسه په ټوله کې ملي بڼه لري او په یو ځانګړي ملت او قوم پورې مختص وي، په حماسه کې هغه څه رامنځ ته کېږي، چې له باور څخه لېرې وي یا د معمول خلاف وي واقعې کېږي؛ همدا د حماسې د ایجاد سبب کېږي.

یو څه چې په حماسه کې د پام وړ دي، په شعري یا نثري داستان (کېسه) د حیواناتو شتون دی، چې ډېري وخت د مشبه به په توګه په شعر کې راوړل کېږي او اغېز یې هم د پام وړ دی؛ د امیرکروړ په ویاړنه کې لولو :

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

بل په زابل نسته          له ما اتل نسته

د پښتو ژبې د حماسي سبک ستر سر لاري خوشال خان خټک په شعرونو کې هم د زمریو کېسې اورو او دا هم ګورو چې ډېری وخت ځان د زمری په څېر بولی؛ خان بابا فرمایي :

زه که غره په غره جار وزمه کوم عیب دی

تل مزري ګرځي په لوړه په ژوره

همدارنګه په حماسي سبک کې اتل له ښامار سره جګړې کول هم لوستل کېږي یا لېدل شوي دي؛ د زمري سره جګړه او په پایله کې د زمري وژل په حماسي اثارو کې خورا ډېر لوستل شوي دي، چې دا ډېری وخت حیالي بڼه لري او کله داسې شوي وي؛ وایي فرید خان هغه مهال په شېر شاه ملقب شو، چې زمری یې وواژه.

په حماسي سبک کې تل د کېسې اتل د مبارزې په حال کې وي او دغه ډول صحنې حماسي اثر ته ښکلا ور کوي؛ په نړیوال حماسي سبک کې د جادو اړخ هم د استفادې وړ ګڼل کېږي، د مینې، عشق صحنې یې هم د پام وړ دي، چې ډېری وخت اتل خپله مینه قرباني کوي؛ ځکه چې د اصلي موضوع او موخې څخه یې پام وا نه وړي او ملي موضوع ته اولیت ورکړي او له بله اړخه یې معشوقه د انتظار ورځې حسابوي او دې خپلې وفا عهد پالي.

په نړیواله کچه حماسي سبک یو منل شوی سبک ګڼل کېږي؛ په ځانګړي ډول د افغانانو لپاره یو غوره سبک ګڼل کېږي؛ ځکه چې افغانان ډېری وخت د غلیمانو د تاړاکونو لاندې او په دې سبک سره به د ځوانانو روحیه پیاوړې وي.

د ادبیاتو په چوکاټ کې حماسي سبک هغه دی، چې په هغه کې د پهلوانانو ستاینه کېږي، ملي او قومي ویاړونه بیانوي او د جګړیزو اتلانو جګړیزې پېښې په تفصل سره وړاندې کوي؛ په ټوله کې دغه سبک جنګي مضامین، ملي اتلانو زوړورتیا او د هغوي لوې جنګي پېښې د کرونولوژي دود په بڼه وړاندې کوي؛ پښتو ژبې او ادب په لرغوني دورې حماسي اثار ډېری د نظم یا د شعر په شکل ویل شوي او لیکل شوي دي.

په دغه برخه کې دا هم ویل شو، چې د حماسي سبک د بحث موضوع د اتلانو د اعمالو ستایل، د ملت، قوم او ټبر د اتلانو د جګړیزو ویاړونو او تاریخي پېښو په اړه بیان دی.

د حماسي اثر شخصیت او اتل معمولاً د یوه هېواد او ټولنې فوق العاده اشخاص وي، چې د وړتیا، قدرت، جسم، مېړانې، ژبورتیا ….کې د هېواد او ټولنې د نورو غړو په پرتله بېل او ځانګړي وي.

د حماسي اثارو ژبه تر ډېره لوړه، ستانیزه، تشبیهاتو، استعارو، تصویرونو … څخه ډکه وي؛ په دې سربېره د شخصیت یا اتل قوم، ملت د ژوند پښې او سرګذشت وړاندې کوي او د اتل کړنې د ملت استازیتوب کوي؛ دلته به موږ د امیر کروړ  شعر چې په پښتو ادبیاتو کې  لرغونې او قېمتي ویاړنه او حماسه ده په سبکي خواوو به یې لږې او ډېرې خبرې وکړو.

د شعر ژبنۍ خواوې :

د امیر کروړ شعر یا ویاړنه، چې پورته یادې شوې ځانګړنې پکې موجودې دي؛ د امیر کروړ دغه شعر د پښتو دابیاتو تر ټولو لرغونی شعر ګڼل کېږي، له ظاهري بڼې او د کلماتو د کارونې له پلوه یو ځانګړی شعر دی، چې د لرغونې دورې د نورو شاعرانو د شعرونو سره که پرتلې په تله کې واچول شي، د خورا توپیر څخه برخمن دی، په شعر کې یې هغه کلمات کارولي چې اوس مهال متروک دي او په نثر، شعر او حتی په عادي محاوره او ویلو کې هم نه کارول کېږي.

د امیر کروړ په شعر کې د پردۍ او یا د نورو ژبو کلمات نه لېدل کېږي؛ په دې هکله استاد حبیبي وایي “ تاسو دا شعر تر پایه وګوری یو عربي یا د پارسي لغت پکې نشته؛ ځېنې لغات که یې له پخوانو اریایي ژبو سره مشترک وي، وي به” له دې ښکاري چې د امیر کروړ شعر د پشتو ژبې په سوچه کلماتو لیکل شوی شعر دی، چې د نورو ژبو له اغېزې په بشپړ ډول پاک او مبرا دی.

دا د هر شاعر سبکي ځانګړنې دي، چې د شعر د لیکلو لپاره څه ډول کلمات وټاکي، د کومو کلماتو له ټاکلو څخه ډډه وکړي؛ که چېرته د معاصر شاعر پیرمحمد کاروان شعر په ځېر وګورو، دده په شاعرۍ کې ځانګړي کلمات لېدل کېږي؛ لکه چنار، ګلاب … که د شیدا شعر ته ځېر شو، د حباب او رخسار … له کلمو سره به زیات مخ شو، د حمزه شېنواري په دیوان کې په لسو غزلو کې مې لس ځله د سترګو کلمه ولوستله او په همدې لسو غزلو کې مې لس ځله د عشق له کلمې سره مخ شوم؛ دا ډول د کلماتو کارول سبکي ارزښت ښیي

په بېلابېلو بڼو د افکارو وړاندې کول، د سبک استازیتوب کوي؛ په نثري او شعري کلامونو کې ځانګړو کلماتو کارول هم د یو ځانګړي سبک استازولي کوي؛ د امیر کروړ په شعر کې د پښتو ژبې سوچه کلمات کارول د امیر کروړ د سبکي څانګړنو څخه یوه ځانګړنه ده.

د امیر کروړ په شعر کې ځېنو داسې کلماتو ته هم پام وراوړي، چې د مصدرونو سټې او رېښې دي، چې مصدرونه ورڅخه اشتقاق شي؛ لکه : رپي ــ رېېدل ــ رپل، یونم ــ یونل، یرغالم ــ پرغلل؛ په دې اړه پوهاند حبیبي وایي “ خو په دغه شعر کې یونم (ځم) یرغالم (هجوم کوم ) رپي (رپېدل) په ډول شته؛ نو چې مشتق افعال یې مستعمل و، باید دغو مادو ته په ژبه کې د ( نونل، پرغلل، رپل مصادرو ته هم قایل شو چې اوس مستعمل نه دي”

غشي د من مې ځي برېښنا په میرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدنو باندې          له ما اتل نسته

بل ځای وایي :

پرمرو زما غشي لوني ډاری دښن را څخه

د هریوا رود پر ځنډو ځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن را څخه          له ما اتل نسته

داسې ښکاري چې د امیر کروړ په ویاړنه کې د زړن د دلاور په مانا دی، چې د زړور د کلمې سټه دی او د زړور کلمه د همدې زړن کلمې څخه مشتق شوی دی، دښن کلمه چې په لرغونو شعرونو کې زیاته لېدل کېږي، د زښت (زشت) کلمه له دښن له کلمې راوتلې دی او پلن چې د پلي او پیاده په مانا دی، د پلي کلمه ور څخه راوتلی ښکاري.

د امیر کروړ شعر په یو بند کې د (من) کلمه کارولې چې شاید د سانسګریت ژبې سره تړاو ولري، چې د زړه او روح په مانا دی؛ استاد حبیبي د ابو ریحان البېروني له قوله وایي “ من اصلاً زړه ته وایي، اما ځکه چې د ارادې محل او ځای زړه دی؛ نو خپله اراده من بولي” د امیر کروړ د ویاړنې په بند کې لولو :

غشي د من مې ځي برېښنا په میرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدنو باندې            له ما اتل نسته

له پورته بند څخه څرګندېږي، چې امیر د خپلې ادارې غشی د خپل میرڅي یا دښمن ته ور مخامخ کړي او په هغوی یې د برېښنا په دود وروي.

که د امیر کروړ شعر د کلماتو د کارونې له مخې د پټې خزانې له نورو شعرونو سره پرتله کړل شي، دا به راته څرګنده شي، چې امیر کروړ په خپل شعر کې داسې کلمات کارولي چې پوهاوی پرې اسانه کار نه دی؛ هغه کلمات چې د امیر په شعر کې کارولي د نننۍ زمانه کې متروک دی؛ ځېنې داسې کلمات هم لري چې د پخوانیو اریایي ژبو سره تړاو لري، چې په دې اړه مو مخکې د استاد عبدالحی حبیبي نظر ولوستو.

لکه څنګه چې په ننني عصر کې شاعران  په خپلو شعرونو کې د وطن مینه، د وطن درې، سیمې او ولایاتو ستاینې او ارزښت بیانوي او د وطن هرې سیمې سره لېونۍ مینه او لېوالتیا ښیي؛ همدغه راز امیر کروړ د سیمو نومونه یادوي؛ داسې ښکارۍ چې د ې ټولو سیمو کې څوک د ځان سیال نه مومي؛ په لاندې بندونو کې لولو :

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

یل په زابل نسته          له ما اتل نسته

او بل ځای لولو :

زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات و جروم

غرج و بامیان و تخار بولی نوم زمان په اودوم

زه پېژندو یم په روم             له ما اتل نسته

د سبک تشخیص او پېژندنه کله، کله ځېنې کیفیتونه دومره باریک شي، نه شي کېدلای چې د شاعر او لیکوال شخصیت ور څخه په سمه توګه څرګند شي؛ خو هره ځانګړنه د یو ځانګړی سبک را ښیي.

د شعر هنري خواوې:

د یوې ټولنې پنځونې او تخلیقات د وخت او چاپیریال د شرایطو سره سم ټاکل کېږي، وخت او شرایط بدلون مومي، د لرغونې ټولنې او یا خلکو غوښتنې یوازې یو راز وې، دا چې نن وخت او شرایطو بدلون موندلی، د ټولنې او خلکو غوښتنې نورې دي او تقاضاوې یې نوې شوي دي، دا غوښتنې همېشه په یوه بڼه نه وي، د یوې زمانې تخلیق د بلې زمانې له تخلیق سره ورته نه وي یا دې یوې زمانې هنر په بله زمانه کې توپیر مومي؛ که د منځنۍ دورې شاعرانو شعري جوړښتونو ته پام وکړو ډېری شاعران لفظي او معنوي صنعتونه پالي او دې لفظي او معنوي جوړښتونو یا صنعتونو ته د زیات ارزښت په سترګه ګوري او شاعران په دې فکر دي، چې د شعر یوازینۍ ښکلا د لفظي او معنوي صنعتونو کې نغښتې ده؛ د بېلګې په توګه شاعرانو به هڅه کوله چې داسې شعري جوړښت را منځ ته کړي، چې په لوستلو یې لوستونکی په تعجب کې واچوي؛ لاندې مربع ګورو چې په داسې ډول لیکل شوې چې افقي او عمومي یو ډول لوستل کېږي :

د چا ـــ په زړه کې ــ د مینې  ـــ اور دی

په زړه کې ـــ غم دی ــ جام یې ــ نسکور دی

د مینې ــ جام یې ـــ تش دی ــ پېغور دی

اور دی ـــ نسکور دی ـــ پېغور دی ــ نور دی

د وخت او زمان شرایط داسې بېل دي، دا چې شرایط بېل دي د شاعرانو او لوستونکو تقاضاوې هم بېلې دي؛ حتی تر دې چې د هرې سیمې شرایط هم توپیر کوي، په ټوله کې د انسانانو غوښتنې بېلې دي، احساسات بېل دي؛ بله مهمه خبره دا ده؛ لکه څنګه چې پخوانیو انسانانو وزګار وخت درلود د اوس زمانې انسانان دومره وخت نه لري، چې د لفظي او معنوي صنعتونو د جوړښت په اړه فکر وکړي او یا دغې برخې ته زیات وخت ورکړي؛ دا جمله ډېره ویل شوې او اورېدل شوې ده، چې سبک یانې په خپله شخصیت دی.

موږ د امیر کروړ سره په نږدې چاپیریال او نږدې شرایطو کې د بابا هوتک غوښتنه او احساسات داسې ولوستل او د هغه د فکري تقاضا څخه واکف وشو، چې خپل احساسات یې په داسې ډول اظهار کړي وو :

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دی       مغل راغلی په تلوار دی

په پښتونخوا کې یې ناتار دی           پر کلي کور باندې مغل راغی

له هغه را وروسته ملکیار بابا دی، چې د خیال په نېلي سپور دی او د ترنک په غاړه ناست او د خپل زړګي سود د ترنک سین په وچېدو کې لټوي؛ بابا وایي :

که روده روده !     د ترنک روده       خاوند دې وچ کا

چه زړګی مومي        زما، خپله سوده

اوس که د بابا هوتک، ملکیار او د امیر کروړ د اشعارو په محتوا، تقاضا، فکري حد او احساساتو پسې د پرتلې تله را واخلو دا په ډاګه کېږي چې دې هر یوه غوښتنه بېله ده، چې لامل یې بېل شرایط او د وخت بېله تقاضا ده، چې د دوی په سبکي ځانګړنو یې هم ژوره اغیزه کړې ده.

معمولاً شعر ویل او لیکل د هنر او هنریت برخه ده، له بله پلو د تلپاتې هنري ژبې کارول د شاعر د سبکي ځانګړنه ده، چې همدا ځانګړنه ښیي چې د شاعر کلام د نورو شاعرانو د شعر ویلو او لیکلو څخه بېل کړي، دا هر څه د شاعر شعري جملو، تګلارې، د مضمون انتخاب، شعري فورم، رنګ او له بیان څخه یې ښه په ډاګه کېږي.

د امیر کروړ د شعر هنریت په ملي اوزانو لیکل او په شعر کې موسیقیت ایجادول دي، د شعر هر بند ته یې یو ډول موسیقیت ورکړی دی؛ په ځانګړي توګه نسته ــ نسته د ده دې شعر هغه برخه ده، چې د ده په شعر کې یې موسیقیت را منځ ته کړی دی.

په شعر کې موسیقي هغه توکی او تکتیکونه را ښیي، چې د موسیقیت او رېتم سره شعر ته ښکلا ور کوي او شعر ته لا تاثېر ور بښي؛ د شعر په موسیقیت کې وزن، قافیه، د کلمو تکرار، موزون اوازونه یې بې تاثېره نه دي.

د امیر کروړ د شعر د هر بند په پای کې (له ما اتل نسته) هغه برخه ده، چې د هر بند په پای کې تکرار راځي، چې همدې برخې د شعر په موسیقیت کې لا ډېره مرسته کړې ده. د امیر کروړ د شعر په لومړي بند کې لولو :

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

یل په زابل نسته             له ما اتل نسته

بل ځای وایي :

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه          له ما اتل نسته

د امیر کروړ په شعر کې که څه هم د پښتو ژبې خپل ملي اوزان پالل شوي دي؛ خو د شعر هر بند یې په څلور برخو وېشل شوی دی؛ د بند په لومړیو دوو مسرو کې مات او ځنډنی وزن تکرار شوي دی؛ په لاندې بند کې لولو :

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

یل په زابل نسته           له ما اتل نسته

د امیر په شعر کې د (تېښتېدونو او ماتېدونو کلمو کارول یو  ځانګړی خوند او رنګ ایجادوي؛ امیر خپل دښمن له مخکې نه مات او تېښېدلی بولي، چې په پوځي قاموس کې دا کړنه خپل لښکر او ډلې ته یو ډول د بریالیتوب روحیه ورکوي.

غشي د من مې ځي برېښنا په میرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدنو باندې         له ما اتل نسته

د یو شاعر د فردي یا منحصر بفرد سبک کې یو څه چې ډېر د پام وړ دي، هغه په شعر کې د تصویر جوړونه ده، په شعر کې تصویر د شاعر او یا شاعرانو د سبکي ځانګړنو څخه ګڼل کېږي، د شعر اغېزمتیا سره په څنګ کې شعر ته ښکلا ور کوي؛ د امیر کروړ په شعر کې یو عمومي جګړیز یا حماسي تصویر پورت دی، دا جګړیز یا حماسي تصویر د شعر په هر بند کې ظاهرېږي چې له همدې سره یې د شعر حماسي اړخ پیاوړی کړی دی؛ د شعر په یو بند کې لولو :

زما د بریو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم ایوادونه اوجاړ           له ما اتل نسته

تشبیه په خبرو، شعري کلام کې د ښکلا، خوند، رنګ او کیف د زیاتېدو لامل کېږي، که موږ د یوه شي لپاره مناسب وصف یا په یو شي کې صفت ثابتول غواړو چې په ښه شان سره څرګند شي او ذهنونو ته د منلو شي او لا ډېر د پېژتدنې وړ وګرځي؛ نو یو داسې توکی مومو چې دغه وصف او صفت پکې لا ښه څرګند شي؛ نوله هغه سره یې ورته کوو، چې همدې چارې ته د بیان د علم په چاپېریال کې تشبیه وایي؛ امیر کروړ هم په شعر په یو بند کې د ځان لپاره داسې تشبیه مومي؛ امیر کروړ وایي :

زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

یل په زابل نسته        له ما اتل نسته

د شعر په یو بل بند کې لولو، چې امیر د خپل یا د خپلې ارادې ګوزار د غشي تېز ګوزار د برېښنا له چتکتیا سره ورته بولي؛ د شعر په بند کې لولو :

غشي د من مې ځي برېښنا په میرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدنو باندې         له ما اتل نسته

ځېنې سبک پېژندونکي په دې باور دي، چې د انسان عمر هم  په شعر کې په فرد پورې اړوند یا منحصربفرد د سبکي ځانګړنو د ایجاد سبب کېږي؛ په کلام کې یې پوخوالی، غور زیاتېږي، کلام یې مدلل او ثابت وي؛ امیر کروړ په شعر کې هم همدغه ځانګړنې مالومېږي.

د شعر فکري خواوې :

د امیر کروړ دغه شعر چې په ویاړنې سره شهرت موندلی دی، د حماسي شاعرۍ په کتار کې د لوړ ارزښت او بې ساري مقام لري، شعر کې د تورې ځل ښه څرګندېږي او د بریا تصویر را ته په مخ کې ږدي او د شاعر د غښتلې ارادې استازیتو کوي؛ ځکه چې امیر خپله ستاینه په داسې ډول کوي چې پیاوړتیا یې ور څخه په ډاګه کېږي؛ امیر کروړ له دغه شعره څرګندېږي چې امیر کروړ د ملي افکارو څخه برخمن بنیادم و، د خپل قوم او ټبر سره یې د زړه له کومې مینه لرله، چې همدغه مینه او احساسات یې په شعر کې په ښه توګه څرګند کړي دي.

د امیر کروړ له شعره د لرغونو پښتنو ملي دریځ، اخلاق او روحیه په غوره توګه په ډاګه کېږي او همدارنګه د لرغونو پښتنو د ژوند ، ژواک او د ژوند چاپیریال له بېلابېلو اړخونو زموږ مخې ته ږدي.

څرنګه چې د امیر کروړ د شعرونو ډېرې بېلګې زموږ په اختیار کې نشته، د افکارو څرنګوالی او د هغه د شخصیت په اړه ډېر څه نه شو ویلای؛ خو بیا هم د ده له دغه شعره چې د افکارو ځېنې اړخونه یې ور څخه روښانه کېږي.

امیر کروړ په خپل شعر کې دا ښیي چې په غشي وېشتلو کې د نورو په پرتله ښه مهارت لري، امیر ځان ته د پهلوان خطاب کوي، چې په تېر او اوس کې د قوت، غښتلتیا او د بریا لپاره غوره معیار دی.

غشي د من مې ځي برېښنا په میرڅمنو باندې

په ژوبله یونم یرغالم پر تښتېدونو باندې

په ماتېدنو باندې      له ما اتل نسته

که امیر کروړ د تلې په یوه  او خوشال خان خټک د تلې په یوه او بله پله کې واچوو، دا ویلی شو، چې دواړه د خپل قوم مشران وو، دواړه د جګړې د ډګر غښتلي اتلان وو، دواړو غوښتل چې د پښتنو د تاریخ برم ژوندی وساتي، دواړو غوښتل په فکري او عقیدتي توګه د نورو د واک جغ له خپلو اوږو ښکته کړي او د افغانانو د خپلواکۍ څلی ودان وساتي؛ هلته امیر کرړو فرمایي :

زما د بریو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم ایوادونه اوجاړ         له ما اتل نسته

امیر کروړ له مخکې خپل دښمن مات بولي او د دښمن تېښته لازمي ګڼي، دا هم د لوړ مرام او لوړې روحیې استازولي کوي.

خوشال خان خټک د خپل وخت یو هوښیار، زړور او جرأتمن پښتون په توګه همدغه خبره په ځانګړو الفاظو کې په دا ډول رانغاړي :

لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په څنګ دی

لا په خوب کې په لړزه پریوزي له کټه

چې د چا تر غوږو زما د تورې شړنګ دی

خوشال خان خټک غواړي چې د شعر په وسیله د خپلو پښتنو روحیه پیاوړې کړي، پښتانه را وېښ کړي، سیاسي شعور یې لوړ کړي او په ټوله کې د اسیا د لوې جغرافیې مالکان شي؛ خو د قوم له نفاق او بې ننګۍ د دغې لوې دعوې د لارې خنډونه جوړېږي.

ځېنې څه لوې دعوې لرم په زړه کې

ولې څه کړم چې پښتون واړه بې ننګ دی

بل ځای فرمایي:

اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو

کنه ما به د مغول ګریوان پاره کړ

په بل ځای بیا د همدې هیلې د پوره کولو لپاره مهلت په لټه دی؛ وایي :

خدایه ! هومره مهلت راکړه په دنیا کې

چې کاږه کارونه سم کاندي خوشال

امیر کروړ بیا د همدغه دعوې د ګټلو لپاره د جګړې په ډګر کې ښکاري، د هغه څه چې خوشال خان ارمان کوي، امیر د هغه ارمان لپاره تورې وهي؛ که خوشال د مغلو د ګریوان د څېرې کولو هیله لري؛ خو هلته امیر څخه دښمن په تېښته دی.

پر مرو زما غشي لوني ډاری دښن را څخه

د هریو رود پر څنډو تېښتي پلن را څخه

رپي زړن را څخه          له ما اتل نسته

امیر کروړ اعلان کړی یا یې دا ی په ډاګه ویلي دي، چې ( زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته ) د خوشال خان خټک د لاندې بیت سره هېڅ توپیر نه لري؛ خوشال بابا فرمایي :

چې په غوښو یې روزګار هغه زمری یم

نه چې ولۍ د ونو خوري هغه مږک یم

د یو ننګیالي سپه سالار سره، د ډګر له اتل سره ښایي چې ځان د زمري سره تشبیې کړي؛ امیر کروړ همدغه ډول ورته والي د ځپل خوی له مخې د ځان لپاره خوښ کړی دی؛ وایي ( زه یم زمری ) دا چې؛ امیر کروړ او خوشال خان خټک د ورته سبک، د ورته شخصیت او د ورته فکري مزیاوو څخه برخمن دي؛ نو ځکه یې په اشعارو کې ورته سبکي ځانګړنې لېدل کېږي.

د امیر کروړ له شعر څخه څرګندېږي، چې ده تل د خپلو خلکو خېر ښېګڼه غواړي او هغوی روزنه خپل ویاړ بولی؛ دا هم ور څخه په ډاګه کېږي، چې د یو پښتون واکمن په توګه عدل، نیاو د ولس سره خواخوږي د خپلې واکمنۍ بنسټيزه ځانګړنه بولي او د سیمې ودانول هم د ځان مسوولیت بولي؛ امیر فرمایي :

خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم

دوی په ډاډینه ښه بامم ښه یې روزنه کوم

تل یې ودنه کوم             له ما اتل نسته

سره د دې چې امیر د جګړې د ډګر اتل دی؛ له بله پلو یې پر خپلو وګړو لورېنه او پېرزوینه نه ده هېره کړې؛ داسې ښکاري چې امیر د سیاست په رښتنې مانا پوه دی؛ ځکه چې د سیاست لغوي مفهوم هم د اصلاح او سمون دی، امیر کروړ د خپلو وګړو د غوره روزنې ډاډ ور کوي.

په ټوله کې د امیر کرړو فکري فلسفه دا ښیي چې امیر د خپلې ځانګړې عقیدې ته ژمن و، پښتو او همدارنګه  د ټیر لپاره یې تل غشي تر ملا وو او د دښمن په تعقیب و او نه یې غوښتل چې د دښمن پل یې په پاکه خاوره پاتې شي؛ نو دې همدې موخې لپاره یې د زرنج سوبه د تورې په زور او په مخسورۍ کوي؛ فرمایي :

د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه

په باداری مې لوړاوی د کول د سور وکړه

ستر مې تربور وکړه         له ما اتل نسته

د امیر کروړ دغه ویاړنه که د دري ژبې د بې ساري حماسي اثر شاهنامه فردوسي د څو بیتون سره پرتله کړو، د فردوسي په حماسه کې اخلاقي خواوې هم لېدل کېږي؛ د فردوسي په دو بیتونو کې لولو :

و ګر نیک دل باشی و راه جوی

بود نزد هر کس تو را آبروی

و ګر بد کنش باشی و بد تنه

به دوزخ فرستاده باشی بنه

د پښتو ژبې او ادب کې د امیرکروړ حماسه د لوړو احساساتو او په رزم باندې ولاړ شعر لومړنۍ بېلګه ده، چې په شعر کې یې بشپړه حماسي ولولې پاللي دي.

زما د تورې تر شپول لاندې دي هرات و جرم

غرج و بامیان و تخار بول نوم زما په اودوم

زه پیژندو یم په روم          له ما اتل نسته

ماخذونه:

۱ ــ حبیبي، پوهاند عبدالحی، ۱۳۲۰، پښتانه شعرآ لمړی ټوک.

۲ــ حبیبي، پوهاند عبدالحی، ۱۳۸۲ ل / ۲۰۰۵ ز کال، د پښتو ادبیاتو تاریخ ( لومړی او دویم ټوک )، دانش خپرندیې ټولنې تخنیکي څانګه ــ پېښور.

۳ ــ  خټک، خوشال خان، ۱۳۸۷ل/ ۲۰۰۸ ز کلیات، دانش خپرندویه ټولنه.

۴ــ هوتک محمد ۱۳۳۹ هـ . ش کال دویم چاپ، پټه خزانه، مؤسسه نشرات آریانا ډهکی نعلبندی قصه خوانی بازار پشاور.

۵ ــ مسلم دوست، عبدالرحیم، ۱۳۸۶ کال، خوږه ژبه عنایت خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...