شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهاستاد منلی د ليک په شېبه کې | عبدالحق سلامزوی

استاد منلی د ليک په شېبه کې | عبدالحق سلامزوی

“د لېک شېبې” د استاد نجيب منلي د ژبنيو، ادبي او کلتوري ليکنو ټولګه ده. د نوې ژبپوهنې پر مسألو غږېږي؛ په ژبه کې پر شته ستونزو خبرې کوي او په ژبه کې د نويو څېړنو ور راته پرانيزي.
د ګشتالت په ژبپوهنه کې يې د “ادراک” پر مسأله ليکنه؛ همدارنګه د “وينا” په ژبپوهنه کې د ژبې له پښوييز جوړښت ورهاخوا وينايي منطق ته د لوستونکي ورپام کوي؛ چې هورې يوازې پر مانا خبرې نه کېږي بلکې د ويناوال او نغوږونکي (مخاطب) پر ذهني هوکړې بحث کېږي. په بله وينا پر هغه ټولنيز تړوني کوډ عمل کوي، چې د دوی دواړو ترمنځ دی.
دا کوډ هم ټولنيز کېدای شي، هم علمي او آفاقي او هم د دوی ترمنځ د پېړيو پېړيو ژبنی تړون. نو د دې ليکنو پر لوست د ژبې څېړونکی دا انګېزه مومي چې څرنګه پر خپله ژبه د پښوييزې او مانايي پانګې سربېره نوې څېړنې ته لاس واچوي او ژبه له يوې نوې څوکې وځيري. په دې چم به د پښویي او مانايي څېړنو د مزل نوی رو په مخه ورشي. د دې ترڅنګ حساس او ځيرک لوستونکي/څېړونکي ته پر ژبه د کره کتنيز غور چل هم ور زده کوي. همدارنګه په “پښتو لهجو ته يوه سرسري کتنه” کې د معياري ليکدود لپاره ښه تيوري په ګوتو راکوي او هم په “معياري ژبه” کې د معيارې ژبې د نشت خطر او ربړې راته سپړي.
منلی صاحب مو که څه هم چې د نوې سمڅې تر خولې ورولي او د سمڅې ځانګړتياوې راته په ګوته کوي، خو راسره ننوځي نه؛ وایي: زما توضيحات به د ډېرو لپاره د قناعت وړ نه وي او زه هم نه غواړم چې لوستونکي يې راسره ومني؛ خو د پوښتنې مطرح کول خورا مهم دي. يعنې د کومې خبرې سر اچول چې په کار وو، هغه مې درواچاوه، نور تاسې پوه شه او مسلماني/کار مو.
د “ر” ګانو ستونزه، ليکنه کې پر “ی” توري د پښتو پينځو بېلابېلو غږونو د لانجې په اړه منطقي او علمي بحث سره دا ستونزه په ښه ډول سپينوي.
“سخته ژبه” د داسې ليکنې نوم دی، چې د پښتو زده کړې په اړه د پوچو نظریاتو په اړه جالب بحث پکې شوی؛ راته ښيي چې له ژبې سره لوی ظلم پخپله پښتانه کوي؛ خو تل پړه پر نورو اچوي؛ يا په لوی لاس ځانونه کمزوري ښيي او د خپلې لټۍ د پټولو لپاره پلمې لټوي.
په “ناشولته اختراعات” کې د ختيز او لوېديز ادب او کره کتنې په اړه ويښې خبرې کوي او راښيي، چې د خپلو ادبياتو د پېژندلو لپاره بايد لومړی پر نړيوالو مکتبونو، چې ډېر وخت يې تش په نامه پېښې کوو، ځان ښه پوه کړو، هضم يې کړو او بيا يې په خپلو ادبياتو کې بېلګو او څېړنې ته مټې بډوهو او همدارنګه د خپلو ادبياتو لپاره خپل زرکاڼی ومومو.
نوموړی چې پر فلسفي او يا پېچلو نومونو/ اصطلاحو او يا موضوعګانو غږېږي، هڅه کوي، چې په ساده بېلګو کې يې وسپړي او لوستونکی/ نغوږونکی پرې پوه کړي. د ده ساده ژبه د موضوعاتو په هوسا پوهېدنه کې لوی لاس لري.
استاد منلي ته په همدې شېبو کې بريا غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب