جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد امنه فنا درې غزل

د امنه فنا درې غزل

چا وې؟ چې ما مینه، او د مینې نغمې پرېښودې

زهر به شي ژوند، که مې دا لارې خوږې پرېښودې

عشق زما د روح، روح دی، او ته زما د زړه، زړه یې

مرمه، که مې دغه د حیات بهانې پرېښودې

جار د سوزېدو له کیفه، ته مې وې رڼا ته ناست

خیر دی که یاد ګار مې، آخر لپه ایرې پرېښودې

ما له مرګه وروسته هم، اميد لاره دیدن ته ستا

سترګې مې دا ستا له پاره، یاره رڼې پرېښودې

لاړمه  پر آس د درد، خورې زلفې او وریت زړګی

ما د ښکلا ګانو ښار، او بلې ډېوې پرېښودې

ستا فنا به ستا له مینې، هېڅ کله په شا نه شي

نور یې د ژوند ټولې چارې، ټولې کیسې پرېښودې

*******

خبرې د زړه وکړم، که کراره غلې کښېنم

شور جوړ کړمه، یاغي شم، که له ډاره غلې کښېنم؟

ژوندون شیرین مزل دی، چې دې عشق وي همسفر

نو زه ولې؟ تنها پر دغې لاره غلې کښېنم

زما او د ها پورې هديرې نو څه توپیر

چې هیلې زړه کې خښې کړم، او یاره غلې کښېنم

قاتله یم قاتله یم د خپلو احساساتو

تر څو پورې چې زه د چا له پاره غلې کښېنم

مجبوره یم چې خپل دردونه پټ کړم آن ځانه

که مرمه که رغېږم یم ناچاره غلې کښېنم

پر ذات دې فنا هر ستم روا په چوپه خوله

تر داره غلې درومم، او سنګساره غلې کښېنم

******

جامې د چړو واغوندي په زړه کې مې خښيږي

یادونه دې د غشو بارانونه دې وريږي

رنځور مازديګري مې که د ژوند له غرو فنا کړي

د سترګو په آسمان کې به دې ستوري وځليږي

خالق به مې د مرګ په بدل ژوند داسې ژوند نصیب کړي

منصورې افسانې به مې تر حشره نه هېریږي

ذره ذره په تا پسې خوره په ټول جهان یم

مهین د وړانګو لاس به دې له ما کله تاويږي

میین زړګی مې نه مري که پرې څومره خاورې بار کړې

جنډه به مې پر قبر شي په یاد به دې رپيږي

یو زه نه یم چې تاپسې شوم ماته ماته ماته

هندارې زمانې دې په تصویر پسې ماتيږي

غمګینې نغمه ګۍ یې که بیا اورې نو لاس ورکړه

میبنه دې د خپلو اوښکو بهر کې ډوبيږي

هغه چې زه وژلې یم هغه ته دې ډالۍ وي

غمي غمي غزلې به مې خاورونه ټوکېږي

بارو دې په فنا باندې معشوقه دومره وکړه

که زر ځل هم مېنه شي په تا به مېنېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب