جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهکور ته راغلی جهاد (لنډه کیسه) اکبر بری

کور ته راغلی جهاد (لنډه کیسه) اکبر بری

  شیریندل مخامخ ونې ته لاس ونیو وې ویل:

 ـ هه قه (هغه) مخامخ سنځله وینې ؟

 ګل علم اوه ـ اته ګامه وړاندي د بیالې پر غاړه ولاړي وني ته وکتل وې پوښتل:

 کومه؟… هاغه چي یوه څانګه یې په بیاله کي چوکه ده ؟  

 شیریندل ورجوخته کړه :

 ـ هه خیر ویسې (یوسې)…بیلکول (بالکل) همدقه (همدغه) ده.

 او له لنډي ساه نیولو وروسته وړاندي پسي لاړ :

 ـ بس د همدقي سنځلي بیخ ته مي په همدقه بیاله کي اودس تازه کاوه چي دا ځوان راغی.

 له دې سره یې څنګ ته ناست ځوان ته اشاره وکړه، چي ویاړلي يې په سنتو کي

 موسل او سر یې د تائید په علامه خوځاوه . ګل علم لا دغسي د ځوان ژیړ بخون مخ او 

 خړو وړو سترګو ته کتل ، چي شیریندل زیاته کړه :

 ـ مامنور (محمد نور) له هغه لرۍ نه راږغ کړه :«شیریندله !…وه شیریندله ! ». چي ما

 وویل «ها» ویل یې « زیری می درباندي ، مالیم مادومر(معلم محمد عمر) راغلی ! » 

 دمادومرپه اوریدو مي خدای شته زړه راته په درزاشو، بې اختیاره مي له خولې ووتل :

 « څه وواایې !…مالیم مادومر ؟» ، ده ویل :«هو » ماویل: «څه وخت ؟» ده ویل : 

 « همدا یو سات مخکي » .

 ـ زما بیا هم زړه ته نه لویده ،ناباوره مي وویل «نه !…». ده ویل:« خدای که به دروغ

 وایم ، ما په خپلو سترګو ولید،.د پاچامیرپه شودیاره کي…دخپلې ادې کاله ته رهي و ،

 ما ته یې سلام لا راواچاوه.»

 زما چي ورو ورو د مامنور خبر زړه ته لویده، د زړه درزاهم زور واخیست . په بیړه

 مي وپوښتل :«بل څوک ورسره و؟ » او چي ده وویل : « هیڅوک .مازي د جامو وړه 

 غوټه یې په لاس کي وه .» ماهم نورڅه و نه ویل ، ژر مي اودس تمام کړ، پاڅیدم .

 مامنور چي زما بیړه ولیده حیران یې وپوښتل :« چیرته ځې ؟ » ماویل :« څنګه چیرته

 ځم  سړیه ؟ ځه چي اول…»

 خو مخګي له دی چي خپله خبر تمامه کړي ، محمد نورپکي ورولوید :

 ـ ماسکه ویل چي همدسي مخامخ پې ورځې .

 شیریندل سر وڅانډه :

 ـ نه بابا…په ما دي د کوم شوده ګومان کړی ، که څه بلا؟

 او د غاړي له تازه کولو وروسته وړاندي پسي لاړ :

 ـ نو هماغه و ګل الم خانه وروره چي دواړه سیخ جومات ته وخوځیدو. په لار کي مي 

 زړه له خوښیه راته باغ باغ کیده.  خوشاله مي ځانته وویل: « د کونډي زویه، ما په 

 اسمانو کي غوښتې، خدای په مځکه په لاس راکړې…» او ګام مي لا پسي چابک کړ. 

خوڅوګامه وړاندي خدازده ولي یودم داچورت راپیدا شوچي هسي نه چي ددې سرکوزي

 خون را له غاړي شي . زه به جهاد پې کوم او دا د کاپِر(کافر) بچی به مي بتره شهید 

 کړی وي. هماغه و چي ځانته مي وویل :« نه سړیه ،   خام ګام به نه اوچتوې …اول

 ملاصیب ته ورشه ، سمه دمه پیتوا(فتوا) ترې واخله، بیانوته پوه شه او کار دي…» او

 همداسي مي هم وکړل. چي لمونځ خلاص شواوکلیوال یو یو خپلو کورونو ته په ستنیدو 

 شول، له ملاصیب سره لږ ګوښه شوم ترې ومي پوښتل :« ملا صیب، نو تا ویل چي 

 د کمونیس (کمونیست) مرګ روا دی ؟» . ملاصیب وویل :« بیلقتن( بالقطعاً ) ،روا څه 

 چي جهاد پرې پرز(فرض) دی ». ما ویل:«یاني بیخي روا د ی؟» ده ویل :«هو کنه ، 

 ولي؟». ما ویل « هیڅ…مانا په دې کي هیڅ شک و شوبه (شبهه) نه شته ؟ ». ملا 

 صیب وویل: « نه کنه …په دې کي نه شک ته ځای شته نه شبهې ته ، بلکي په دی کي

 شک کول ګونا ده…پوئیږې ؟ ، داکمونیستان چي دي، دا ټول ملحدین دي، او ملحدین 

 ټول د کتاب په حکم واجب القتل دي، مانا باید ووژل شي، پوه شوې؟».  د ملا صیب

 خبري مي یقین لږ پوخ کړ، خوزړه مي بیا هم نه و په کراره، په زغرده مي وپوښتل:

« یاني که دچازړه له پخوا نه لا ورته ډک وي؟ ». ملا صیب وویل :«بالکل همداسي

 ده». پرې ورزیاته یې کړه :« دې ملعونانو ته خو باید هم د هر مسلمان زړه ډک وي 

 کنه…ته ګوره، په دې ارازیلو (رذیلانو)باندې خو آن هغه ددوي لیلن(لینن) ابلیس لا د

 کمونیست نوم ایښی،…«کم»ـ وـ«نیست»!. پوئیږې چي کم ـ وـ نیست څه مانا؟…مانا دا

 چي دې خنازیرو،ناعوذبِاللهِ مِنها، د خدای د دین په کم اونیست کولوپسي رااخیستې ده،

 توبه خدایه توبه…چي خبرداسي ده، نو مخکي له دې چي دوي د خدای دین کم او نیست

 کړي د هر مسلمان دیني وزیپه (وظیفه) ده چي دا سرکوزي نیست او نابود کړي !…»

زیاتي نوماکي هم کوم شک نه وپاتې. خوشاله مي رسخت ترې واخیست، له مامنور

 سره یوځای له جوماته ووتو. څوګامه وړاندي مي بې اختیاره ځانته وویل :«شیریندلیه

 بچو، بخت دي بیداره دی…نور خلک دیخوا ایخوا منډي پسي وهي، تاته خپله کاله ته

 جهاد راغی. »او ګام مي لا پسي چابک کړ. په لار کي مي مامنور ته هم د کار د تابیا

 ضروري لارښووني وکړې. تیاره ماښام هریو پرخپله لاره لاړو.

         شیریندل دا وخت بیا محمد نور ته وروکتل، چي هماغسي ویاړلې موسکا پرشونډو 

 یې دده خبرو ته غوږ نیولی و؛ اوهرڅوشیبې پس یې سر د تائید په علامه ورته خوځولی

 و. وروسته له هغه یې بیرته ګل علم ته مخ ورواړاوه، چي خدازده په کومو چورتونو کي

ډوب وازه خوله ورته ناست و، وې ویل :

 ـ نو بس ګل الم خانه وروره خپله تیاري مي ونیوه. چي شپه ښه پخه شوه، ټول ضروري

 شیان مي راسره راواخیستل له کاله ووتم. د کورمخي ته په همدقي برنډې چي اوس موږ

 او تاسي پې ناست یو، د مامنور راتلو ته کیناستم. شیبه پس مامنورهم راغی. ده خپل 

 کله شینکوپ«کلا شینکوف»هم ورسره رااخیستی و. چي راورسید ترې ومي پوښتل 

 « په لار کي خوچا ونه لیدې ؟» وې ویل«نه  »، بیا مي وپوښته« په کاله کي هم څوک 

 در ونه پوهیدل ؟»، چي ده بیا هم راته«نه» کړه، ما هم وویل«نوځه چي ځو له خیره.»

 بس هماغه و ګل الم خانه وروره چي دواړه وخوځیدو. دکلي له کورونو لږ ګوښي مو 

 د کروندو لار په مخ کي واچوله. پرکلي چوپتیا خوره وه. مازي د دغه یا هغه سپي دغپا

 ږغ به کله ناکله پکي واوریدل شو. دخدای حکمت ته ګوره، دغه شپه سپوږمۍ هم نه وه 

 راختلې. هر شی په تیاره کي ډوب و. موږدواړوهم په ایتیات«احتیاط» لاروهله. په 

 لارکي مي مامنور ته وویل :« وارخطا خو به نه یې؟»،وې ویل :« نه بابا…د کوم تیزن

 خیال دي را باندي کړی که څه بلا؟…چورت هم نه کې وهم.» و مي ویل :« ډیر ښه…

 اوس به ستازړه هم ،که خدای کول، پې سوړ شي.» ده مازي راته «هو» کړه څه یې

 ونه ویل. زه هم دغسي غلی دکلي څنګ ته په کروندوکي وړاندي ورسره لاړم. تراوسه

 شوکور«شکر»هیچا نه وولیدلي. چي د مالیم مادومر د ادې کاله ته ورسیدو، خدای شته

 یودم وارخطا غوندي شوم. خدازده ولي مي دا زوی مړي لینګي راته په ریږدیدو شول.

 خو ژرمي ځان بیرته سره راټینګ کړ، مامنورته مي وویل:« ځه دننه». مامنوردسرای

 ورلږسره پوري واهه، وې ویل :«تمبه ده». ماشاوخواوکتل ومي ویل: «پروانه لري، 

 په دیواله وراوړو». اوهمداسي موهم وکړل. چي سرای ته ورواووښتو، دواړو تیمبوزک

 وواهه؛ بیامامنوروپسنېده:«په کومه کوټه کي دی؟»، ماویل:«زه څه خبر یم، باید وې

 لټوو…» . هماغه و چي دواړه دغسي په ایتیات او د ګوتو په سر د مخامخ کوټو خواته

 ورغلو. په دالان کي د ښي لاس کوټې وره ته ودریدو . مامنور وچ حلق وپسنیده :«چي

 ادې یې راویښه نه شي» .ماهم په پسنهاري ورغبرګه کړه:«هغه کڼه ؟…ولاکه یې دډول

 په ږغ راویښه کې، ځه چي ځو دننه» او غلي کوټې ته ننوتو. د خدای کارونه ګوره، 

 بس په هغه اوله کوټه کي په مالیم مادومر ورپیښ شوو. ستوني ستغ د کوټې په ګوټ کي

 خرېده. وروړاندي شوم، غلی مي د چړې په څوکه چوکه که . دی څه وګوڼید سترګي یې

 رارڼې کړې؛ او چي موږ یې ولیدو ژبون وهلي یې وویل:«څ څ…څو…څوک یې؟ ». 

 ما ویل:« چپ د خنزیربچیه، چي اوس به دي سوری سوری کم » . ده لا لږ ځان سره

 وخوځاوه، خوچي مامنور کله شینکوپ ورته ماشه کړ، زیاتي نوپه ده کي هم د څه کولو

 شیمه پاتي نه شوه. دغسي کرخت او ژبون وهلی پر خپل ځای پروت پاتي شو. ما د لاس

 په اشاره ترې وغوښتل چي پاڅي .دی هم پاڅید. بس دی مخکي موږله شا دکوټې وره ته

 وخوځیدو . چي شیریندل وویل :

 ـ هلته یې د وره په خوله کي…

 محمد نوربیا په خبر کي ورولوید :

 ـ …خپله کُرتۍ واغوسته، ان بوټونه یې لا په پښو کړل…لکه کوم واده ته چي یې بیایو.

 شیریندل هم موسکي شونډي سر د تائید په علامه وخوځاوه، پسې وې ویل :

 ـ بس نو ګل الم خانه چي تاته دي وویل شي، د سړي لاسونه مو هماقلته«هماغلته» په

 کوټه کي له شا وروتړل، راسره رهي مو که«کړ». په ایتیات له کوره ووتو، د ازرت

 باز«حضرت باز»په کرونده کي موله کلي دوتولارپه مخ کي واچوله. تراوسه هرڅه په

 خیرتېرشوي و.څوګامه پس، لکه چي په ده کي هم ساه وچلېده؛ له ډاره یومخ پړکیدونکي

 یې وویل :

 ـ چیرته مي بیایئ؟

 خو موږ لا څه نه وه ویلي چي سړي تیندک وخوړ«درب!» په مځکه ولوېد. مامنور پې

 ور وغورید:

 ـ د لیلن «لینن» بچیه!…ړانده خو دي موږ بیسوادانوته ویل، اواوس ته خپله لار هم سمه 

 نه وینې ؟…پاڅه… پاڅه، چي اوس به مي بتره جاغور همدلته درباندي تش کړی وي!

 مالیم څه ونه ویل. په زحمت پاڅید، دغسي لاس تړلي چوپه خوله بیرته وخوځید. ښائسته

 لار وړاندي لاړو. ما ویل چي سړی له کلي وباسو، بیا به یې چاره ورکوو؛ خو 

 چي له کلي لږبهرمي دنازک میر دوی دکاله په کنډوالوسترګي ولګېدې، خدای شته یودم

 مي پِکر«فکر»بدل شو. بس، مالیم مي دکنډوالوپه خواورمات که. مامنورحیران وپوښتل:

 ـ دلته؟

ماویل:

 ـ هو. 

 ده ویل:

 ـ دلته خو کلیوال د ډزوږغ اوري

 ما ویل:

 ـ نه. ډزوته حاجت نشته…دغسي یې چاره ورکوو.

 دې خبرودمالیم واڼې نوري هم وتښتولې، په زاریو جګیو سرشو، ژړغوني یې وویل:

 ـ د خدای روی ته وګورئ…د رسول روی مي دروړی…ماولي وژنئ؟…څه ګونا مي

 کړې ؟…آخر لږخومي په داخپله ګونا پوی کړئ کنه…چاته مي څه ضرروررسولی چي

 وژنئ مي ؟…

 خوموږزیاتي ډیروخلوپلوته پرې نه ښود، په لغتولغتومو کنډوالې ته ورننویست. دکنډوالې

 په غولي کي مي اول دمالیم جیبونه ولټول، هرڅه چي پکې وه ترې راوامي خیستل، 

 بیا مي خپل پړی دده له لاسونو راخلاص کړ، دده په خپله کُرتۍ مي یې لاسونه له شا

 ور وتړل، بیا مي د یوې وراني کوټې کنډوالې ته ورټېل واهه . غوښتل مي چي هلته یې

 په همدې راسره اخیستي پړي زیندۍ کړو، خو مامنور دسرای په منځ کي څاه ته اشاره 

 وکړه :«نه نه…دلته…دې څاه ته به یې ورواچوو، څو یې خلک د مړي او ژوندي پته 

 لګوي سړی به د وخته لا خوسا شوی وي.» . ښه پِکر و. زما هم خوښ شو. چي موږ 

 پرې وروړاندي شوو، سرکوزي خدازده ولي، یو دم په زوره چیغي سر کړې. خو موږ

 ډیرمجال ورنه کړ، پرې ورټوپ مو کړه، ټینګ مو له ستوني راونیو. بیا مودغسي له

 ستوني نیولی په دواړو د  څاه خولې ته ورکش کړ، لاندي مو وروغورځاوه. مالیم د

 یوې لنډي چیغي په ویستلو«درب»څاه ته ولوېد. په اول سرکي یې لالږزګیروی راخوت،

 خو چي موږ څو غټي سنګړي څاه ته پسي ورواچولې، زیاتي نو دی هم چپ شو. 

     شیریندل دا وخت لنډه ساه ونیوه؛ بیا یې لږ چورتي غوندي پسي وویل :

 ـ په دا سبا یې مور ډېري جزې پزې وکړې…ډیر یې دیخواایخوا منډي ووهلې…خو بې

 پایدې«فایدې»…

 محمدنور داوخت مضره موسکا پر شونډو، په ساختګي ګیله منه لهجه خبر ورپرې کړه:

 ـ …تا خو ښه اپسوز«افسوس» لا ورسره وکه…

 شیریندل تریو تندی وغُرید :

 ـ نو ستا زړه و چي رښتیا مي ورته ویلي وای ؟…

 او ګل علم، چي داټوله موده دغسي منګ پرخپل ځای ناست و، حیران دواړو ته وکتل، 

 بې اختیاره یې له خولې ووتل :

 ـ نو تاسي څه خبر وئ چي مالِم مادومر کمونیست دی؟.

 دګل علم دې پوښتني شیریندل اومحمد نوردواړه لږپه قارغوندي کړل؛ لکه هیڅ چي یې له 

 ده څخه دداسي خبري داورېدوتمه نه لرله. هک پک یې یوبل ته وکتل، په اعتراض یې 

 وویل:

 ـ څنګه څه خبر یو سړیه؟…دا مالیمان سرکوزي خو هرچاته مالوم دي کنه،.چي ټول له

 یوه لبه کمونیسان دي…که نه دي؟…داټول پسات«فساد»خو اول له دوي راپیل شو کنه…

 داټولي د«مورده باد او زینده باد» خبري چا دخلکوبچوته ورزده کړې، ها؟…

 او چي دګل علم په سترګوکي یې بیاهم دخپلوخبروپه وړاندي یوډول ناباوري ولیده، 

 شیریندل هم خپل ږغ لاپسي اوچت کړ، هماغسي په اعتراض یې پرې ورزیاته کړه:

 ـ او د مالیم مادومر له جیبه خو همدا ما ایزبي«حزبي»کتابچه راووېسته.

 دې خبري یې ګل علم ته هم ټکان ورکړ، په تعجب یې وویل:

 ـ «حزبي؟!»کتابچه؟…د معلم مادومرله جیبه ؟…

 شیریندل مغروره وموسل، ورغبرګه یې کړه :

 ـ هو کنه… همدا اوس هم راسره ده.

 له دې سره ګړندی پاڅید؛ بې له څه ویلو چټک په کاله ننووت. له هغې خوا رښتیا هم له

 یوې وړې کتابچې سره راوووت. تریو تندی یې کتابچه ګل علم ته ونیوله وې ویل:

 ـ دا… ته خو یې لوستی شې… چي زموږخبرنه منې، واخله خپله یې ولوله .

 ګل علم غلې کتابچه ګۍ ترې راواخیسته، زړه نا زړه یې سترګوته ونیوله، چي پرې 

 لیکلي وو:

                     دافغانستان دموکراتیک جمهوریت

                       دښووني او روزني وزارت

           د دولتې مامورینو او اجیرانو دخوراکي موادو کوپون

2 COMMENTS

  1. د اکبر بري صیب کیسه مې ولوسته ډیره ښکلې وه .د هغه وخت یو ډیر تریخ واقعت چې مونږه څنګه یو بل په یوه نوم او په یل نوم سره قتل کړل .
    د ناپوهي انتها ته پکې ښه اشاره شوې .
    کیسه په شروغ کې ښه ندې پیل شوي ، لوستونکی چې ډیر ورته دقیق نشي نه پوهیږي چې څوک چاته خبرې کوي . اوبل لیکوال د کوم ځای انځور چې وړاندې کوي، لوستونکی خسته کوي .کومه تلوسه پکې نشته چې لوستونکی له ځان سره کیسې ته داخیل کړي .نو همدا ځای ده چې لوستونکی له راتلونکې ښکلې کیسې بې برخې شي .
    بل تلوسه پکې له سره نشته هر څوک پوهیږي چې دا ښونکی غریب مري .ملا یې لا دمخې دبوراق په شان د په حلالولو کې یې جنټ ته پرې سپور روان دی .
    که چیرته پدې کیسه کې تلوسه ساتل شوې وای . نو د کیسې خوند به لا نور زیات وای .
    اکبر بری صیب ښکلې کیسې لیکې . د لا بریا په هیله .
    تور غر لندن

  2. ډېره ښکلې کيسه!
    بری صاحب پر ګوتو دې برکتونه.
    ستا کیسې مې ډېرې خوښېږي. نه پوهېږم (د سپوږمۍ سترګه) له ټولګې دې وروسته ولې نوره کیسه ییزي ټولګې نه چاپ کېږي؟
    خدای دې وکړي چې له دې کیسې وروسته د کیسو پر نوې ټولګې هم فکر وکړې.
    تورغره ورورکه! څنګه په کیسه کې درته تلوسه نه ښکاري، دا کیسه خو له سره تر پایه تلوسه وه او مکالمه یې هم خوندوره او واضحه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب