سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهوېلسن: د تاوتریخوالي له کمښت پرته سوله کې پرمختګ ناممکن دی

وېلسن: د تاوتریخوالي له کمښت پرته سوله کې پرمختګ ناممکن دی

تاند ( دوشنبه، د میزان ۲۸) په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن د امریکایي ځواکونو د وروستۍ څرګندونې په تائید سره ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په فراه او هلمند کې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

وېلس زیاته کړې امریکایي ځواکونو د دوحې هوکړه نه ده نقض کړې بلکې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې په خبره یې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

نوموړي ویلي که تاوتریخوالی کمېږي، نو د سولې په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، چې دا د هر افغان هیله ده.

وېلسن یوځل بیا  له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d9%88%d9%84%d9%87-%db%8c%db%8c%d8%b2-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%aa%da%93-%da%a9%d9%88%d9%88/

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان پر یو بل تور پورې کوي چې د دوحې له هوکړې سرغړونې کړې دي.

خو تازه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې بلکې طالبانو په فراه او هلمند کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې دوی یې دفاع ته ورغلي دي.

د لګېت په خبره د طالبانو پر وړاندې به د امریکایي ځواکونو دغه ډول هوایي بریدونه دوام کوي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%b3%d8%b1%d8%ba%da%93%d9%88%d9%86%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب