Home+لمر د شعور وخوت، پل یې بختور شه | لعل پاچا ازمون

لمر د شعور وخوت، پل یې بختور شه | لعل پاچا ازمون

درنو لوستونکیو! دا د هغې وینا متن دی چې د (دبستان) ادبي مرکز له خوا د حمزه بابا  ۳۳تلین یاد غونډې ته په انلاین بڼه شوې وه. وروسته مې د ځینو دوستانو په سپارښتنه دغه وینا ولیکله. دا یاد غونډه د کابل په انټرکانټېنېننټل هوټل کې  د ۲۰۲۶ فبروۍ په ۱۷ ماښام جوړه شوې وه.

———————————–

زه تر هر څه وړاندې د دبستان پل په دې بختور بولم چې د یو لوی ادیب، مفکر او هنرمن انسان په یادغونډه پورته شو. دغه هنرمن انسان د انسانیت په ګاڼه ښایسته، نابغه، د ژور تفکر او لوړ تخیل خاوند حضرت ابو المراد امیر حمزه شینواری رحمة الله علیه دی. د دې غونډې مبارکي د غونډې ټولو ګډونوالو ته ورکوم چې د حمزه د شعور په لمر یې تیارې وشړلې او اوږد سکوت یې مات کړ، پل یې بختور شه. پل یې په دې فال هم بختور بولم چې د بابا د شعور په پلوشو به د ناپوهۍ دروازې وتړل شي.

د دبستان لومړنی پل د بابا د وینا پر مصداق د شعور د لمر د وړانګو رنګ او انګازې دي. د شعور لمر هغه رڼا ده چې د انسان ذهن او په ټوله کې کائنیات رڼوي، دغه روڼتیا ژوره پوهه، احساس او فکر دی.

بختور قامونه او ملتونه هغه وي چې د خوشحال بابا په وینا “د دستار سړي په کې پیدا شي” او هغه درته ذهنونه د شعور د لمر په پلوشو پرمینځي. د شعور لمر او  د دستار داسې سړي چې هغه لا بیا د هنرونو ټولګه وي، خپل قام او ملت ته د تخیل او تفکر پر ژبه د عبرت، فکر او احساس درس ورکړي. حمزه د خوشحال بابا د دستار سړی دی، د هغه د دستار هنرونه او خصلتونه پکې راټول دي.

پرونی تاریخ او پرونی نسل د نن په تجربو له سبا سره وصل کړي. راتلونکې یوازې د قسمت خبره و نه ګڼي، بلکې د پوهې، هنر، فن، مهارت او زحمت پایله یې وګڼي. حمزه د پروني نسل تجربې د خپل تفکر او تخیل په واسطه ننني او سباني نسل ته د پوهې، هنر او مهارت لپاره تفکیر او تخییل کړې دي.

د ننني تهذیب پر آئینه یې پرونی جوهر غوښته او بیا یې شکر وویست چې “مستقل یې د زلمو دی:

آیینه د ننني تهذیب دې ښه ده

خو جوهر پرې د ساده پرون په کار دی

او په دې شکر ایست چې

… په دا شکر مستقبل مې د زلمو دی

قام او عصر بختور دی چې حمزه غوندې نابغه په کې پیدا شو. د هنرونو یوه لویه ټولګه په کې وزېږېده، د هنرونو ټولګه په دې چې حمزه یوازې د غزل بابا نه و، حمزه د پښتو فلم او ډرامې په دنیا کې یو بنسټ و. فلمونو ته یې سناریو لیکله، په فلم کې یې د لوبغاړي تلوسه لرله، خو غږ ورسره یاري نه کوله.

د پښتو د لومړني فلم بنسټ یې په (لیلی او مجنون) کېښود، له لواړګي نه د هندوستان تر ځمکې د ده د سینمایي هنر پلوشې خورې شوې. بل کیفیت چې حمزه لاره، هغه دا چې موسیقي پوه و، په سندریز شور او موسیقۍ کې یې د پښتني نغمو رنګ رانغاړه. د فلسفې او تصوف یو استاد و.

حمزه ته د پوهې، هنر او فن له هرې ډډې که وګورئ، دده پخپلې وینا:

ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي.

نو: دی یوازې د غزل بابا نه و، حمزه د هنر او فن او د نورو بېلابېلو برخو بنسټګر و، ده د خپل فن او نوښتګر ذهن له لارې د ژبې، وطن، قام او ملت  پرمختګ ته کار کاوه.  له خپلې چرګۍ یې ادبي مبارزه راپیل کړه او له نورو هم مهالو سره په جرګه ورګډ شو. د لوړاګي د کاڼو ګټو لمنه یې هم پرېنښوده، د خپلې چرګۍ له خلکو نهیلی نه شو، ګنې:

 لواړګیني د شاعرانو قدر نه کا

اچولي یې لعلونه په ډېران دي

خو بېرته یې خپلې همدې خبرې ته په دې بیت تسلي ورکړې چې:

حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه وي

د عربو خلک کم دي چې حاجیان دي

دی په دې راز پوه و چې همدا یې خلک او همدا شډله ژبه یې د ژوند اساس دی، نو د نهیلۍ په شپېلۍ کې یې د هیله مندۍ سا پو کړه.

 لوی انسانان لوی فکرونه او لوړ ارمانونه لري، د حمزه ارمان د یوې ژمنې ټولنې جوړښت او ملت جوړونه وه، هدف یې خپل خلک په یوې چرګۍ راټولول، ژمنتیا، پوهې او هنر په ګاڼه ښایسته کول وو.

ملتپالنه، قامپالنه په ټوله کې افغاني نشنلېزم او یو خپلواک ژوند و، د همدغه ژوند د رنګینۍ لپاره یې خپله فکري مبارزه مخکې یوړه. ده پخپل فن او هنر کې همدغه مفکوره پو کړه.

ده د ملتپالنې او افغاني نشنلېزم فکر د ژوند او مبارزې لپاره یو اساس باله. همدغه فکر یې د خپلو کولتوري ارزښتونو او ژمنتیاوو په جامه کې رانغاړه:

ما ټیټ ورته لېمه کړه، زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

دلته د لېمو ټیټول د تفکر حالت او سر نه ټیټول د افغاني کولتوري ارزښتونو له مخې د افغان د خوی، خصلت پېژندنه او خاصیت بیانول دي. دغه بیان د عبرت په توګه نننی نسل له سباني نسل سره په پرونیو تجربو او ارزښتونو تړي.

دا سرکوزي پښتونه عشقه ولې

ستا د زلمو هغه پګړۍ څه شوې؟

دلته هم سرکوزی او پګړۍ هغه څه دي چې د پښتون مزاج، پښتني احساسات او فکر راښیي.

پښتونه ننګ چې درنه پاتې شي پګړۍ مه وهه

دلته د پګړۍ لپاره ننګ اساس دی، پګړۍ د ننګ او عزت سېمبول ګڼل شوې ده، ننګ په پښتني ټولنه کې هغه لوړ ارزښت او توکی دی چې خپلواکۍ، خاورې، وطن، قام او ارزښتونو ته د پښتانه ژمنتیا ښيي. د خوشحال بابا په څېر دی هم  د دستار یا پګړۍ سر هغه سر بولي چې هغه د ننګ خاوند، په پښتني اخلاقو او ځانګړنو باندې ښایسته وي.

ما حمزه ته یثربي باده خاونده

په ښاغلې پیمانه کې د افغان را

او یا

چې بې تا چاته ټیټ نه شي ننګیالی زما ژوندون کړه

زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه

+++

که باده مې د اسلام، پښتو مې ظرف دی

مزه کاندي په خپل ظرف کې مشروبات

دینپالنه او ملتپالنه دواړه یې د خپلې هنري مبارزې سرټکي ګرځولي دي. زړه سپېڅلی او د مینې ځای دی، دین یې له زړه سره تشبه کړی دی، سپېڅلتیا او ارزښت یې وجه شبه ده، مسلمان یې د زړه په څېر سپېڅلې او معصوم ګڼلی دی، تفکر یې چې ژوند سمبالوي، پښتون غوښتی دی، پښتون تفکر یې ژمن، خپلواک او په ارزښتونو ولاړ ګڼلی دی. دین یې پخپله ژبه غوښت، ددین خواږه یې پخپل لوښی کې خوښ وو،   دا داسې زمانې غږ دی چې پکې د افغاني نشنلېزم پر وړاندې دریځ نیول شوی و، حمزه نشنلېزم د ملتپالنې او دینپالنې یو اصل وباله. دینپالنه او ملتپالنه دواړه یې د نشنلېزم یو ګډ تصویر او اساس وګڼل. ځکه خو یې د حجاز سفر هم پخپلو پڼو کې له خپلو خلکو سره په ګډه وکړ:

حمزه سفر که د حجاز وي نو هم

زه د پښتون د قافلو سره ځم

ددغه ارمان او هدف لپاره یې هنر او ادب وسیله کړل، ده خپل قام لیده چې د تورو تیارو په سمندر کې ډوب دی. د لاس ورکولو، راپورته کولو او ژغورلو ته اړتیا لري. د یوه ماهر لامبوزن په توګه یې هره خوا لاسونه غورځول چې د سمندر له تله ملغلرې راوباسي او په رڼا یې تورې تیارې رڼې کړي.

دغه غږ د لوړاګي له شډلو غرونو را پورته شو او د مدینې د یار تر غېږې ورسېد:

څه به کړې حاصل په تورو ګټو کې د لواړګي

ځه حمزه دېره شه د خپل یار په مدینه کې

د یار مدینه د محبوب پیغمبره روضه ده. د لواړګي له تورو ګټو نه د تمدن ښار ته خپل خوبونه وړي.

ده له کلمو او لفظونو نه شعر او ادب وپنځاوه، د بدن د غړو له حرکتونو یې منظومه ډرامه او فلم، له رنګونو او خطونو یې انځورونه جوړ کړل. دی د فلم انالوګ او ډیالوګ لیکونکی و، د خیبر غرونه یې په خپلو شاعرانه وږمو سندریز کړل. تر ده وړاندې په دې سیمه کې د پښتنو د نورو سیمو په څېر یوازې ولسي شاعري وه خو د معنا د دغه کوه طور وړانګې چې خورې شوې، نو د خیبر وچو کاڼو، غرونو او رغونو سیمه یې زرخېزه کړه. ډېر ستوري یې په ځان راټول کړل او د خیبر د ادبي مکتب بنسټ یې کېښود، نو حمزه دلته د یوه بل فوقیت څښتن شو. د ګڼو ځانګړنو، هنري او فني مبارزې له مخې دی د یو مکتب څښتن شو.

د حمزه ادبي مکتب د ادب پر فضا د شعور لمر راختل

سبک د یوه لیکوال په لفظونو او کلمو کې د ځانګړې مفکورې، خیال، احساس او عاطفې څرګندول، د لفظونو، کلمو او انځورونو بار بار یادول، لاره ټاکل او د مفاهیمو وړاندې کول وي، کله چې سبک پوخ شي او پیروان یې پیدا شي، نو هغه په مکتب اوړي.

په شلمه مېلادي او څوارلسمه هجري پېړۍ کې یوازینی ادبي مکتب چې رامنځته شوی، هغه د حمزه ادبي مکتب یا د خیبر ادبي مکتب دی.

زما له انده شلمه مېلادي او څوارلسمه هجري پېړۍ د پښتنو د نوابغو د ظهور پېړۍ ده،  په دغو نوابغو کې یو هم حمزه دی چې د ځانګړي سبک او مکتب خاوند دی. تر روښان، خوشحال، رحمان، حمید را وروسته حمزه د ځانګړي مکتب څښتن شوی دی. په دا منځ کې څو پېړۍ تېرې شوې دي چې د پښتو د شعر او ادب میدان یوازې ولسي شاعرۍ او یو څو تنو دېواني شاعرانو پخپلو نغمو ځنګاوه، خو حمزه دغه ډګر ته نوی رنګ ورکړ. د تمثیل، طنز، فلسفې، تصوف او شعر پر بنسټونو یې نوې نوې پسخې ووهلې. غزل یې په نوي تغزل او غزلیت پښتون کړ، د مکتبونو په برخه کې که خبره کېږي، نو پېړۍ وروسته حمزه و چې د مکتب څښتن شو.

حمزه د خوشحال بابا په وینا:

شعر مشتق دی له شعوره

شعر د شعور غږ وباله، نو: په همدې وینا د ده د فن، هنر او فکر له انګازو پښتني چاپېریال اغېزمن شو، ددغه فکر او شعور  پلوشې د هندوستان تر ځمکې خورې شوې.

دده سبک دومره خپور شو او تقلید یې وشو چې څوارلسمه هجري پېړۍ د یوه ادبي مکتب څښتنه شوه.

د حمزه سبک دومره مقبول شو چې د خپل مقبولیت او ښایست له مخې پر مکتب واووښت. دغه برخه یو څه څېړنه غواړي، زه دلته له خپلو درنو څېړونکو نه غوښتنه کوم چې دحمزه سبک او مکتب موضوع وڅېړي او ځانګړنې یې د خپلو ځیرونو او څېړنو له لارې په ګوته کړي.

درنو حاضرینو! زه دلته (د حمزه  مکتب) خبره یوازې د یوې یادونې په توګه کوم، له څېړونکو غوښتنه او هیله کوم چې دوی پرې کار وکړي.

 حمزه د کلاسیک ادب د لړ یوه کړۍ ده. د حمزه ترکیبونه، انځورونه، کلمې او موتیفونه هغه څه دي چې غزل ته یې نوی رنګ ورکړ، غزل یې پښتون او په پښتني توکو ښایسته کړ. د فکر او خیال موزانه یې په کې وساتله. د خیال، احساس او عاطفې پر جوهر یې ومینځه. په خلکو کې یې دومره عام او مقبول کړ چې نورو ترې لاسنیوی وکړ.

دغه لاسنیوی په پښتو ادبي سبکونو او مکتبونو کې د خیبر د ادبي مکتب رامنځته کول او پالل وو، حمزه یوازې تر خیبره پورې محدود پاتې نه شو، د ده د فن او هنر پلوشې د هندوستان پر سیمه هم خپرې شوې.

د خیبر له غرونو لمر د شعور وخوت

چې خپرې یې پلوشې تر هندوستان دي

په دغه تشبیهي اضافي ترکیب او شعر کې د خیبر د لمر او شعور رابطه سره پیوند شوي دي. یعنې لمر او شعور دواړه سره تشبیه شوي دي،  لمر د  رڼا، پرمختګ او سوکالۍ سېمبول دی. لمر رڼا ده، رڼا د ژوند ساه ده، رڼا هغه رنګ دی چې کائینات په خوځښت او خبرو راولي.

کله چې لمر د ذهن پر پرده پرېوځي، نو هغه د نوي ژوند، رڼا، پرمختګ، تعلیم او  هوساینې ډاډ ورکوي. د حمزه پر ذهن لا له وړاندې  د خوشحال بابا خبره تیاره نقش او سیوری شوې وه چې : شعر مشتق دی له شعوره، دلته شعر چې د زړه غږ دی، د ایجاد ګر د ذهني او نفسي تجربې تخيیل او تصویر دی، دده د شعور د لمر چې موخه ترې شعر دی، پلوشې یې په استعاري ژبه بیتونه دي، رنګیني او رڼا یې وجه جامع ده. حمزه دلته شعر نه دی یاد کړی، د خوشحال بابا په ژبه شعور یې یاد کړی دی، شعور په عامه ژبه کې پوهه هم بلل شوی دی، ددغو مفاهیمو ترمنځ نژدیوالی شته، خو توپیر هم لري، د پوهې او شعور تر منځ توپیر دا دی چې پوهه یوازې او یوازې د معلوماتو راټولول، مغزو یا حافظې ته سپارل او بیا یې بیانول دي. په لنډه توګه پوهه په حافظه کې پراته معلومات بیانول دي.

شعور هغه حالت چې انسان پرې ځان او خپل چاپېریال خبروي. یعنې پوهېږي چې زه څوک یم، څه کوم، څه احساس لرم او څه راته پېښېږي. مثال کله چې دی وږی شي، نو د ولږې احساس کوي. پوهه یوازې معلومات وړاندې کوي، خو شعور احساس او درک دی، د درد درک احساس راپاروي، شعور د درک او د احساس پارونې له لارې د ددرد بیان کوي.  نو شعور خبرتیا، احساس او درد دی، پوهه معلومات او زده کړه ده. یا هغه څه چې تا زده کړې وي او نورو ته یې وړاندې کړې.

د حمزه د شعور لمر تشبیهي ترکیب د لمر او شعور احساس بیانوي، دلته د شعور او لمر تر منځ اړیکه یا د تشبه وجه روښنایي ده. روښنایي تعلیم او زده کړه ده، لکه څنګه چې لمر تیاره ختموي، لاره رڼوي او انسان ته د لیدلو توان ورکوي، همداسې شعور ناپوهي ختموي، سړی له غلطو کارونو خبروي او انسان ته سمه لاره ښيي.

د شعور لمر هغه پوهه او بیداري چې انسان له جهالت، تعصب او ناپوهۍ ژغوري. د وخت واکمنان باید د حمزه دغه خبره او ځیرنه یو اساس وبولي، د جهالت تیارې د شعور په لمر چې هغه د علم او زده کړې لمر دی، وتړي، هیله ده چې د دبستان دغه بختور پل د بابا د وینا په مصداق او ارمان د  زورېدلي، کړېدلي او یرغلځپلي ولس لپاره د زده کړې د پرانستلو دروازه او ټغر شي.

حمزه چې د شعور خبره کوي او وایي “د خیبر له غرونو لمر د شعور وخوت” د خیبر جغرافیوي ارزښت بیانوي، د خپل فن او هنر چاپېریال د یوه داسې ارزښت په توګه را پېژني چې دی پکې زوکړی دی او د ده د فن انګازې پکې اوچتې شوې دي. له غره سره انګازې ملګري وي، دده د غږ مقبولیت او منښته په دې کې هم ده چې دده د فن او هنر سیمه زرخیزه ده، دغه غرونه له ژوند، مانا او مادي شتو ډک دي.

ددغو ښکلايي او مادي پټو شتمنیو له منځه یو داسې لمر راخېژي چې هغه په ځان بسیا دی، پلوشې یې نورې سیمې رڼوي، د حمزه افغان او له شعوره ډک غږ له خپلو شتمنیو نه د ننګ او غرور غږ دی، هغه غږ دی چې د پلوشو په رڼایي یې سیمه رڼېږي.

دغومره لویه ارزښمنه خبره هر څوک نه شي کولای. دا یوازې د حمزه په څېر یو مفکر، پخپلو ارزښتونو پوه او شعوري انسان کولای شي. د شعر د پلوشو اغېز یې په سیمه کې نور شاعران وزېږول او دده د شعر له نغري نه یې د خپل شعور او هنر د بیدارۍ لپاره سپرغۍ وېوړې، ځکه دی د یوه ادبي مکتب څښتن شو. د خیبر د شاعرانو ذهنونه او زړونه یې نېغ په نېغه د شعور د لمر له پلوشو نه برخمن شوي دي، دده لاسنیوی یې کړی او پر چرګۍ یې را ټول شوي دي. هغه له ناظره را واخله، همداسې خاطر، زاکر، خیبر اپرېدي، اتحاد اپرېدي، کلیم شینواري، اوتر او… پورې تر ده راوروسته غزل پښتون شو او د ده لاسنوی نه یوازې په خیبر کې وشو بلکې په ټوله کې په پښتو شعر دده اغېز او د ده د شعر پلوشې خپرې شوې، غزل له لرغونی چوکاټي دریځه راووت چې په یوه موضوعي تسلسل به پالل کېده، د عشق خبرې یې اساس وې، حمزه په خپل تغزل او غزلیت له دغه تنګه چوکاټه راوایست،  په پښتني عناصرو او پښتني تجربو یې ښکلی کړ. خپل ژوند او ځواني یې ترې ځار کړه:

حمزه ځواني زما غزل وخوړه

خامي مې داده چې غزل نه شومه

ځواني د هنر او ژوند د پیدايښت لپاره یو استعاري مفهوم دی.

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان، زه دې بابا کړم

غزل ته یې د محبوبا له لیده کتلي دي، د اننګو سره یې د خپلو وینو له سرو، معشوقه یې له غزل او ځان یې له بوډا سره تشبیه کړی دی. په لومړۍ تشبیه کې یې سور رنګ د هوس پارونې، قربانۍ، مینې، د ژوند د ګرمې فضا او غرور رنګ بللی او د ژوند ښایست یې پکې بیان کړی دی. وینه د ژوند نښه ده، دلته وینه مینه او قرباني ده، دغه مینه د یار په اننګو کې ځلا، ښایست او ژوند دی. په همدې قربانۍ یې خپله مینه د پښتو غزله کړه، غزل  له غزال یا هوسۍ له ښکلا او ژوند سره تړلی دی، هوسۍ د معصومیت او مینې نښه ده، حمزه خپله مینه په خپله وینه ځوانوي، له ځوانولو نه موخه رڼول او څرګندول دی، خپل ځان د خپل ارمان او موخې لپاره زهیروي، زهیري یې بوډاتوب دی. مانا ده د خپل ژوند خواږه د خپل ارمان ترسره کولو ته ورکړه، کله چې د انسان په وجود کې وینه کمېږي، له مستۍ او د ځوانۍ له غروره لوېږي، بوډا کېږي.

دده ارمان او موخه  د خپل قام او ملت سر لوړي او پرمختګ دی.

ده د حسي او افغاني تجربو په رنګ کې خبرې رنګینې کړې:

مه چېړه تڼاکه چې زما پر زخمي ده

هسې نه چې ورانه د لیلی ښکلې کیږدۍ شي

د پښتانه ژوند له کیږدۍ سره تړلی دی. دلته کیږدۍ د پښتانه د ژوند یوه برخه جوړوي. د کیږدۍ ژوند کوچیانی ژوند دی. د کیږدۍ او تڼاکې تر منځ مشابهت او هغه په داسې انداز بیانول د حمزه د تخیل کار دی چې د کیږدۍ او تڼاکې تر منځ اړیکه پیدا کوي، د ژوند کړامې او پرمختګونه را ته د لیلی او مجنون په کیسه کې په ګوته کوي. دی پخپلو هنري تجربو کې د تېر ژوند تجربې د نن او سبا لپاره د عبرت درس بولي او پښتني توکیو کې یې وړاندې کوي.

زه د ده د غزل په رنګینۍ نه غږېږم، ځکه د حمزه هره کلمه، ترکیب، انځور، موضوع، خیال او فکر شننه او څېړنه غواړي.

په اخر کې زه د ګرانو حاضرینو توجه دې ته را اړوم چې ارواښاد خیبر اپرېدي د حمزه صاحب د څلوېښتۍ په مراسمو کې د ده یو غزل ولوست او د خیبر اپرېدي په وینا چې دا د ده وروستی غزل و. اوس مې هغه غزل پوره نه دی په یاد خو یوه مسره یې لږه لږه رایادېږي چې:

“ته څه خبر یې باد سبا”

زما دلچسپي د باد په انځورولو او یادولو  کې ده، باد هغه سېمبولي او استعاري مفهوم دی چې شاعران یې زیاتره د عمر په وروستۍ برخه کې یادوي. د زاړه دنیايي ژوند پای او نوی اخروي ژوند پیل یې ګڼي.

باد یې پلو واخیست، باد یې له مخه پلو ټول کړ، دغه مفاهیم زیاتره په ژوند کې د یوه بدلون لپاره کاروو، دا د وروستي ژوند او د نوي ژوند پیل دی. په باد باندې تاکید کول، باد یې پلو واخیست، یا باد یې له مخه زلفې لیرې کړې، د یوه نوي ژوند او د نوي ژوند د آغاز خبرې دي. له روحاني او مذهبي لیده د یوې داسې رڼا لیدل دي چې هغه اخروي ژوند دی.

شاعران دغه خبرې د ژوند په داسې یوه پړاو یا دریځ کې کوي چې د نوي اخروي ژوند ته  ښه راغلاست وایي. د باد خبره زموږ نورو شاعرانو هم د دنیاوي ژوند په وروستیو کې کړې ده، باد پخپلې ښکالو په یو ډول دوی د نوي اخروي ژوند له پیله خبروي.

مامنور (محمد نور) د لغمان ولسي شاعر و، د هغه د خولې وینا وه چې:

باد سبا یار ته مې ورشه

سلام پرې وایه چې له حاله مې خبر شه

شاعر دلته یار له خپله حاله په باد خبروي ، دا هغه حالت بیانوي چې شاعر پکې  د نوي ژوند د راتلو خوبونه ګوري. باد سره خبرې کول او باد باندې پیغامونه وړل په ادب کې شخصیت جوړونه ده، یا د تشخیص صنعت دی چې بې سا شي ته انساني شخصیت یا سا ورکوي او په هغه باندې  خپل پیغام لېږي.

معاصر شاعر ارواښاد اسحق ننګیال هم یو بیت لري چې:

یو باد را لګېدلی ما له ځانه سره وړي

دلته د باد رالګېدل او له ځانه سره وړل یو ښکاره حقیقت دی چې له دغه مادي ژونده د نوی ژوند مکان ته کډه وړل دي. نو دلته د باد د څېړنې لپاره اړینه ده چې نوره هم دا برخه راوسپړل شي.

په پای کې یو دوه وړاندیزونه لرم:

لکه څنګه چې موږ د نابغه خوشحال څلور ورځني سمینار ته د نابغه خوشحال تر نامه لاندې د خوشحال پېژندنې لړۍ پیل کړه، هغه لیکنې مو راټولې کړې چې د خوشحال د ځاني، فني او هنري شخصیت په بېلابېلو اړخونو شوې وې، هغه لیکنې په دوه ټوکونو کې خپرې شوې، درېیم ټوک یې هم د چاپ انتظار باسي، زما وړاندیز دادی چې د حمزه پوهنې لپاره دې هم همداسې یوه لړۍ پیل شي.

دویم: په درسي نصاب کې دې د حمزه پوهنې مضمون ور زیات شي.  د حمزه بابا د فن، پوهې او هنر له تحلیل او شننې پرته زموږ د پښتو ادبیاتو څیړنیزه برخه خواره او نیمګړې ده.

درېم: اکاډمۍ او پوهنتونونه دې د حمزه پوهنې په برخه کې سمینارونه، ورکشاپونه او بحثونه جوړ کړي. د ده  د فن، پوهې او هنر شننه دې پکې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...