عبدالوحید وحید
د اسلاماباد او کابل ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د افغان ولس په نفسياتي اړخونو باندې ژورې اغېزې وکړې، په بيساري ډول يې د پاکستان ضد احساسات راوپارول او د سیمې امنیتي جوړښت یې د خطرناک پړاو تر څنډې پورې ورساوه . د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوایي بریدونو، د ډیورند کرښې په اوږدو کې متقابلو توپچي نښتو، د دواړو هېوادونو لخوا په يو بل باندې د کرښې دواړو غاړو ته د وسلهوالو د تګ راتګ تورونه ، او په ډيورند کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته رامنځته شوېو اقتصادي ستونځو دغه بحران له عادي ډیپلوماتیک اختلاف څخه تلپاتې او خطرناک حالت ته رسولی دی.
د دغې ترینګلتیا تر شا دوه اساسي موضوعات په ټولنيزو مباحثو کې مرکزي رول لري. لومړی دا چې آیا پاکستان په عمدي ډول د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د فشار او بېثباتۍ فضا رامنځته کول غواړي، او که دغه هېواد د افغانستان په اړه د خپلو ناکامو پالیسیو د ارزونې او پکې د سمون رامنځته کولو د هڅو د نشتوالي پایله ده. دوهمه موضوع د اسلاماباد پرلهپسې غوښتنه ده چې کابل دې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد “د تایید وړ اقدامات” ترسره کړي.
د پاکستان له نظره، او د ډېرو څارونکو په باور، حل لاره ظاهراً ساده ښکاري: افغانستان باید د TTP پر ضد پرېکنده او پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ترینګلتیا له اصلي سرچینه له منځه لاړه شي. خو دا غوښتنه یو مهم تاریخي تضاد لري. هغه داسې چې پاکستان له کابل څخه داسې ستراتیژي غواړي چې خپله پاکستان د ورته وسلهوالو ډلو په وړاندې د افغانستان لخوا ورته غوښتنې په همدغه الفاظو ردولې چې نن يې افغانستان کاروي. په ځينو ځانګړو ناستو کې پاکستان د افغانستان ورته غوښتنې د ستراتېژیکو محاسبو او دغه هیواد ته په ممکنه ډول د رامنځته کيدونکو امنیتي ګواښونو او بي ثباتي له امله ناکامه بللې او په خبرو اترو يې ټينګار کاوه.
په دې پس منظر کې، د پاکستان پوځي او امنیتي جوړښت داسې ښکاري چې د کابل پر وړاندې یې د فشار یوه محاسبه شوې او څو اړخیزه ستراتیژي غوره کړې ده. په دې کې هوایي بریدونه، د کړکېچ د زیاتېدو ګواښونه، د تورخم او چمن د مهمو سرحدي دروازو پرلهپسې تړل، او له پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ ایستل شامل دي. وخت او رامنځته شويو شرائطو وښوده چې د پاکستان دغه تګلاره، په ځانګړې ډول اقتصادي فشار د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر زيانونه واړول.
د پاکستان لخوا له ديپلوماسي او ښه ګاونډيتوب له پرنسيپونو سره په تقابل کې د ترتیب شوې تګلارې تر شا اساسي موخه شايد داوي چې له TTP سره د کابل د اړیکو سیاسي، اقتصادي او امنیتي لګښتونه دومره لوړ کړي او په دغه هېواد کې د بې ثباتي رامنځته کولو ته لاره پرانیزي او د پاکستان هر ډول غوښتنو ته غاړه کېږدي
اسلاماباد داسې انګیري چې تلپاتې فشار کولای شي کابل دې ته اړ کړي چې د خپل کورني ثبات د ساتنې او له خپلو ايديالوژيکو تاریخي شریکانو سره د اړیکو ترمنځ یوه خوا غوره کړي، هغه غوښتنه چې پاکستان په خپل وخت کې نه ده منلې او حتی د شدید فشار لاندې هم د TTP پر ضد بشپړ پوځي اقدام د کابل له نظره هم ايديالوژيکي او نظرياتي خيانت ګڼل کېږي. همدغه شان له ستراتیژیکي پلوه د پاکستان غوښتنه نه عملي او نه ګټور ګڼي.
د افغان طالبانو او TTP ترمنځ اړیکي یوازې د وروستیو تحولاتو له امله رامنځته شوې موقتي همکاري نه ده، بلکې د لسیزو ګډو جګړو، فکري نږدېوالي او په افغانستان کې د ګډو اوږدمهاله همکاريو محصول ده. په زړه پورې دا ده چې د دغو شبکو ترمنځ نښلوونکې جوړښتونه په هغه سیمهییز چاپېریال کې وده کړې چې یوه برخه یې د پاکستان د ستراتېژیک ژوروالي په نوم امنیتي پالیسیو له امله رامنځته شوې وه. خو د وخت په تېرېدو سره دغه نظرياتي اړیکې د پاکستان له مديريت څخه وتلې او د ګډو قربانیو، ګډو روایتونو او مشترک فکري لید له امله ژورې شوې دي.
له جهادي ډلو سره په اړيکو جوړولو ساتلو او پاللو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ توپير دادى چې پاکستان له يادو ډلو سره اړيکو د ستراتېژي ګټو پربنسټ ساتي پالي او د اړتیا ختميدو پرمهال يې شلوي خو بالعکس افغانستان د پاکستان په نوښت رامنځته شويو دغو اړيکو ته له نظرياتي او ايديالوژيکي ادرسونو څخه د مکلفيت په سترګه ګوري او ورسره د دښمن په څير چلن ورته نظرياتي خيانت ښکاري. له همدې امله، له TTP سره مستقیمه جګړه د کابل لپاره یوازې یو نظامي ټکر نه، بلکې د داخلي یووالي او د حاکم نظام د مشروعیت لپاره یو جدي خطر ګڼل کېدای شي.
په پایله کې، د زيات فشار ستراتیژي غوڅه او تلپاتې حل لاره نشي رامنځته کولای. برعکس، د ځواک کارول د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د اوږدې او خونړۍ بېثباتي له امله رامنځته شوى بنبست لا ژوروي. د دغه کړکېچ د ماتولو لپاره اړینه ده چې کابل او اسلاماباد دواړه د متقابلو تورونو لګولو او له نورو غیر واقعي ستراتیژیکو غوښتنو څخه د بحران عملي مدیریت، تدریجي کمښت، او اوږدمهاله کنټرول ته مخه کړي.
عملاً د دغه پېچلي بنبست حل هغه وخت ممکن دی چې د زور او فشار پر ځای د دوه اړخيز درنښت پربنسټ ولاړې څو اړخيزې خبرې اترې، اقتصادي راکړه ورکړه، خوندي سوداګریز میکانیزمونه، او سیمهییزه همغږي رامنځته شي، ترڅو د وسلهوالو ډلو لپاره د ایډیالوژیکي جذب ګراف راښکته شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ګډو هڅو پربنسټ د افراطیت په وړاندې د اعتدال لاره غوره وګڼل شي او ددغې لارې د لارويانو ملاتړ وشي. که داسې بدلون رامنځته نشي، د فشار پر بنسټ تګلارې به ستونځو ته د حل موندلو پرځاى په دواړو هېوادونو او سيمه کې بېثباتي نوره هم زیاته کړي