Homeخبرونهد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قرغېزستان ته ولاړه

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قرغېزستان ته ولاړه

تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د وزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د قبیله‌یي نړۍ‌والو سیالیو په شپږم پړاو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړه.

یاد ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې، په دې لوبډله کې ۱۰ چاپ‌اندازان او یو روزونکی شامل دي.

خبرپاڼه کاږي چې د وزلوبې فدراسیون رییس حاجي سرور جلال د لوبډلې مشري کوي.

سرچينه زیاتوي، یادې سیالۍ د قرغېزستان په کوربه‌توب په بشکیک ښار کې د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ په ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...