Home+شعر د بهرنۍ نړۍ په اړه د درون عمیقه کتنه

شعر د بهرنۍ نړۍ په اړه د درون عمیقه کتنه

انورالله حمیدزوی

تاسو به د شعر په هکله ډېر او بېلابېل تعریفونه یا هم نظریات لوستي وي. هر چا شعر له خپل لیدلوري لېدلی او نظر یې پرې شریک کړی دی. په دې بحث کې زه د شعر په هکله په دې عنوان او ځینو نورو نظریاتو غږېږم او د شعر داخلي موسیقي، اړیکې، او پټ تصویرونه واضح کوم.

شعر د انسان د هنري ادراک له تر ټولو پخوانیو او ژورو بڼو څخه دی. انسان له نړۍ سره یوازې د حواسو له لارې اړیکه نه ټینگوي؛ بلکې هغه څه چې ویني، اوري او احساسوي یې، په ذهن او درون کې یې بیا تجربه کوي او وروسته یې د ژبې په وسیله د مانا په بڼه څرگندوي. له همدې امله شعر یوازې د کلمو هنري ترتیب نه دی، بلکې د انسان او نړۍ ترمنځ د اړیکې یو ځانگړی ډول دی. شاعر له نړۍ څخه اغېز اخلي، هغه په خپل درون کې بیا تجربه کوي او په شعر کې یې په نوې مانا بېرته وړاندې کوي.

له همدې لیدلوري ویلی شو چې “شعر د بهرنۍ نړۍ په اړه په درون کې یوه عمیقه کتنه ده”. د شعر د زېږېدو لومړنی محرک له بهر څخه راځي؛ یو منظر، یوه پېښه، یو انسان، د طبیعت یوه پدیده، یوه خاطره، یو غږ او یا د ژوند کومه عادي شېبه د شاعر ذهن ته ننوځي. خو شاعر هغه واقعیت هماغسې نه راوباسي لکه څنگه چې یې لیدلی وي. بهرنی واقعیت د شاعر له ذهن، فکر، تخیل او عاطفې تېرېږي او بیا په شاعرانه بڼه راڅرگندېږي.

په دې مانا، شعر د واقعیت ساده نقل نه دی؛ “د واقعیت بیا لېدل او بیا مانا کول دي”.

شاعر له نورو انسانانو څخه په دې نه بېلېږي چې گواکې یوازې هغه شیان ویني چې نور یې نه ویني؛ بلکې په دې بېلېږي چې هغه څه په بل ډول ویني چې نور یې هم ویني. باران د هر چا پر سترگو باران دی، خو د شاعر په درون کې کېدای شي د فراق، مینې، امید، مرگ، ماشومتوب یا د تېر وخت نښه شي. یو زوړ کور په عادي کتو کې یوازې یو ودانیز جوړښت دی، خو شاعر پکې د یوې کورنۍ د تېر ژوند، د زمانې د تېرېدو یا د ورکې شوې مینې یادونه موندلای شي.

همدا شاعرانه لید د شعر د ماهیت یوه اساسي برخه ده.

اپلاطون چې د هنر او شعر په اړه بحث کوي، شعر تر ډېره د تقلید یا محاکات له مفهوم سره تړي او د شاعر پر نقش نیوکه کوي؛ وایي چې هر هغه څه چې شاعر تصویروي، په طبیعت کې له مخکې قرار لري. نو شاعر له کاپي، کاپي کوي چې دا کار سپک کار دی. خو ارسطو په «بوطیقا» کې د محاکات مفهوم ته بل رنگ ورکوي. د ارسطو لپاره شاعر یوازې هغه څه نه بیانوي چې واقعاً پېښ شوي دي؛ شاعر د هغه څه امکان هم انځوروي چې پېښېدای شي. دی په خپل کتاب کې د اپلاطون د نظریې پر وړاندې لیکي چې شاعر له طبیعت کاپي نه کوي، بلکې شته تصورات سره یو ځای کوي او نوې بڼه ورڅخه تشکیلوي. له همدې امله شعر د ظاهري واقعیت تر نقل پراخ دی. شاعر د واقعیت له موادو څخه د انساني تجربې عمومي او ممکنه ماناوې راباسي.

دا خبره زموږ د بحث له بنسټ سره نږدې اړیکه لري. که شاعر یوازې د پېښې عکاسي وکړي، نو شعر به د خبر له بیان سره چندان توپیر ونه لري. شعر هغه وخت خپل هنري هویت پیدا کوي چې د پېښې تر شا مانا، امکان او انساني تجربه کشف کړي. شاعر د نړۍ په لېدلو کې له نړۍ څخه نه جلا کېږي؛ بلکې د نړۍ په دننه کې هغه څه لټوي چې د عادي لید له سطحې لاندې پټ دي، خو د شعر په دې بهیر کې تخیل ځانگړی اهمیت لري.

تخیل په حافظه کې د پراتو تصوراتو ترمنځ اړیکې کشفوي او بیا د همدې اړیکو پر بنسټ پراته تصورات سره یو ځای کوي او یو نوی داسې شکل ترې جوړوي چې په طبیعت کې نه موندل کېږي، هوبهو لکه: هایدروجن چې په اکسیجن کې محوه کېږي.

تخیل شاعر ته اجازه ورکوي چې د موجودو شیانو ترمنځ نوې اړیکې و ویني. شاعر د یوه شي له ظاهري بڼې څخه بلې مانا ته سفر کوي. په دې توگه تخیل له واقعیت تېښته نه ده؛ بلکې د واقعیت د ژور درک وسیله ده.

له همدې امله د شاعر او نړۍ اړیکه یو اړخیزه نه ده. نړۍ پر شاعر اغېز کوي، خو شاعر هم نړۍ د خپل ادراک له لارې بېرته مانا کوي. دلته یو عاطفي تړون د شاعر لید ژوندی او محسوس کوي، لکه: «مرگ د ژوند پای دی.»

دا یو فکر دی، خو که و وایو چې «مرگ راغئ، د کور له دروازې یې زما د پلار د قدمونو اواز یووړ.»

دلته له فکر سره تخیل او عاطفه یو ځای شوي او د مرگ پټ ظلم یې د درک وړ گرځولی. د فکر مسئله داسې خلاصه کوو چې شعر یوازې خیال نه دی، فکر هم دی. تخیل چې له فکر څخه بېل شي، ممکن په ښکلو خو تشو تصویرونو بدل شي. شاعرانه فکر د ژوند او نړۍ په اړه هغه ژور درک دی چې شاعر یې د تصویر، استعارې، سمبول او ژبې له لارې څرگندوي. له همدې امله شعر کولای شي فلسفي وي، خو فلسفه په شاعرانه بڼه وړاندې کړي؛ کولای شي ټولنیز وي، خو ټولنیزه خبره په هنري تجربه بدله کړي.

که د فکر په هکله خاص دا واوروو چې (شاعر په شعر کې څه وایي؟) د فکر خبره ختمېږي.

په شلمه پېړۍ کې ټي. اېس. ایلیوټ د شاعرۍ په اړه د «objective correlative» یا عیني معادل نظریه وړاندې کوي. د دې نظریې اساسي مفهوم دا دی چې د یوه احساس د هنري بیان لپاره باید داسې شیان، حالتونه یا پېښې وموندل شي چې هغه احساس په لوستونکي کې راویښ کړي. یعنې شاعر باید یوازې ونه وایي چې «زه ډېر غمجن یم»؛ بلکې داسې صحنه سازي وکړي چې لوستونکی پخپله هغه غم تجربه کړي.

دا نظر زموږ د عاطفې له بحث سره ژوره اړیکه لري. عاطفه په شعر کې یوازې د شاعر فردي احساس نه دی؛ هغه باید په هنري جوړښت کې داسې څرگنده شي چې د لوستوونکي په درون کې هم بیا راژوندۍ شي. عاطفه د ظلم پر وړاندې کرکه ده، د غم په وخت ژړا ده، د ناکامۍ پر وړاندې مایوسي ده، د حسن پر وړاندې مینه ده او … په دې توگه شعر شخصي تجربه له شخصي حدودو څخه وباسي او گډه انساني تجربه یې گرځوي.

له همدې ځایه د شعر د عاطفي اړخ اهمیت څرگندېږي.

فکر شعر ته معنا ورکوي، تخیل ورته صحنه سازي کوي، خو عاطفه فکر او تخیل سره نښلوي او تجربه ژوندۍ کوي. که شاعر د نړۍ په اړه په ډېر څه پوهېږي، خو له هغې سره عاطفي اړیکه ونه لري، د هغه شعر ممکن مالوماتي او ذهني شي. او که یوازې عاطفه وي، خو فکر او هنري جوړښت نه وي، شعر ښايي په ساده احساساتي بیان بدل شي. شعر هغه وخت بشپړ کېږي چې فکر، تخیل او عاطفه په یوه هنري وحدت کې سره یوځای شي.

همدا خبره د شعر د ژبې مسئلې ته رسېږي. شعر له ژبې پرته وجود نه شي لرلای؛ خو شاعرانه ژبه له عادي ژبې سره توپیر لري. شاعر د ژبې له امکاناتو څخه داسې استفاده کوي چې کلمه یوازې د یوه مفهوم د انتقال وسیله نه پاتې کېږي، بلکې غږ، تصویر، عاطفه او بېلابېلې ماناوې هم پیدا کوي.

د شعر اهنگ هم دلته خپل ځانگړی اهمیت لري. اهنگ یوازې وزن او قافیه نه ده. وزن، قافیه، تکرار، د کلمو غږ، د جملو حرکت، سکوت او د مانا داخلي ریتم ټول د شعر په موسیقیت کې ونډه لري.

له همدې امله زموږ د شعر په تعریف کې «اهنگینه ژبه» یو فرعي صفت نه، بلکې بنسټیز عنصر دی. فکر، تخیل او عاطفه باید په داسې ژبه کې سره راټول شي چې خپله هنري موسیقي ولري. که دا تجربه په عادي او بې‌روحه ژبه وړاندې شي، د شعر د اغېز یوه مهمه برخه له منځه ځي.

خو د شعر ټول عناصر یوازې هغه وخت خپل حقیقي ارزښت پیدا کوي چې په یوه عضوي وحدت کې سره یوځای شي. فکر، تخیل، عاطفه او اهنگینه ژبه د شعر څلور جلا ټوټې نه دي؛ دوی د یوه واحد هنري موجود بېلابېل اړخونه دي. فکر بې له تخیله وچېږي، تخیل بې له فکره تشېږي، عاطفه بې له هنري جوړښته خپرېږی او ژبه بې له معنوي او عاطفي محتوا څخه یوازې د کلمو موسیقي پاتې کېږي.

له همدې امله ویلی شو چې “شعر د دغو عناصرو مجموعه نه، بلکې د دوی هنري وحدت دی”.

د شعر د رامنځته کېدو بهیر هم له همدې ځایه روښانه کېږي: بهرنی جهان د شاعر حواسو ته ننوځي؛ شاعر هغه ویني، احساس او تجربه کوي؛ بیا یې ذهن هغه د فکر او تخیل له لارې تحلیل او بیا جوړوي؛ عاطفه د فکر او تخیل ترمنځ اړیکه ټینگوي؛ او په پای کې دا ټوله تجربه د اهنگینې ژبې په وسیله هنري شکل اخلي.

نو د شعر حرکت داسې تصور کېدای شي:

شعر، اهنگینه ژبه، عاطفي تړون، فکر او تخیل، ننۍ تجربې، درک او بهرنۍ نړۍ.

دا بهیر ښيي چې شعر نه یوازې له درونه رازېږي او نه یوازې له بهر څخه؛ بلکې د بهر او درون د اړیکې په نقطه کې رامنځته کېږي. سرچینه یې بهرنی جهان کېدای شي، خو شاعرانه حقیقت یې په درون کې جوړېږي.

په همدې اساس، شعر کولای شي یوه عادي شېبه په تلپاتې انساني تجربه بدله کړي. یوه کتنه، یوه کوڅه، د ماښام یوه شېبه، د مور لاس، د پلار غږ، د یوه مسافر تلل، د باران لومړی څاڅک او یا د یوې ونې سیوری په واقعي ژوند کې یوازې یوه شېبه وي؛ خو کله چې د شاعر له درون څخه تېر شي، د شعر په نړۍ کې د مانا دوام پیدا کوي.

دلته د شعر لویه ځانگړتیا دا ده چې شخصي تجربه په گډه انساني تجربه بدلوي. شاعر له خپل «زه» څخه پیل کوي، خو که شعر یې ژور وي، د لوستونکي «زه» هم پکې پیدا کېږي. شاعر خپل درد بیانوي، خو لوستونکی خپل درد پکې ویني؛ شاعر خپله مینه انځوروي، خو لوستونکی خپله مینه پکې احساسوي.

په همدې ځای کې شخصي شعر عمومي انساني ارزښت پیدا کوي. نو شعر د نړۍ له سطحې څخه د هغې د ژورې مانا پر لور حرکت دی. شاعر له بهر څخه پیل کوي، خو په بهر کې نه درېږي؛ هغه بهرنی واقعیت خپل درون ته وړي، له فکر، تخیل او عاطفې سره یې تړي او بیا یې د اهنگینې ژبې په وسیله په هنري بڼه راوباسي. له همدې امله شعر نه یوازې د نړۍ بیان دی او نه یوازې ننئ بیان؛ بلکې “د نړۍ او درون ترمنځ هغه هنري اړیکه ده چې واقعیت پکې په تجربه، تجربه په مانا او مانا په شعر بدلېږي”.

په دې مانا، د شعر د تعریف لپاره دا جمله یو نسبتاً بشپړ چوکاټ وړاندې کوي چې ایراني شاعر محمد رضا شفیعي کدکني ویلې ده.

«شعر په اهنگینه ژبه کې د فکر او تخیل له عاطفي تړونه رغېدلی هنري شکل دی.»

انورالله حمیدزوی. د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې برحاله زده کوونکی.

درمل، ډاکټر احسان الله. ( ۱۴۰۱ ل). شعرستان. کابل: سروش کتاب پلورنځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...