تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د هندي رسنیو د پروني (دوشنبې) راپور له مخې، د افغانستان پر وړاندې د هند د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو نړیوالو لوبو له لړۍ مخکې د لوبغاړو د چمتووالي په اړه تازه معلومات خپاره شوي، خو د هند د تېز توپاچوونکي جسپریت بومرا د لوبېدو په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د «آوټلوک انډیا» د راپور له مخې، بومرا د زنګون له ستونزې وروسته د بنګلور په «BCCI Centre of Excellence» کې د رغېدو تمرینونه ترسره کوي او د هغه د رغېدو بهیر په ښه توګه روان دی. خو لا هم څرګنده نه ده چې نوموړی به د افغانستان پر وړاندې په شل اوریزو لوبو کې ولوبېږي که نه.
د راپور له مخې، بومرا د انګلستان په سفر کې له یوې ستونزې وروسته د زنګون له داسې حالت سره مخ شو چې د زنګون له دننه د مایع ایستل او د غوړولو درملو پېچکاري ته اړتیا پیدا شوه. له همدې امله د نوموړي د بېرته لوبېدو لپاره تر اوسه کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.
یومرا د هند خورا تېز توپ اچونکی دی او د افغانستان توپ وهونکي عموماً د تېزو توپونو په وړاندې زیات نه ټینګېږي.
له افغانستان سره د هند د شل اوریزو لوبو لړۍ
د هند او افغانستان ترمنځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د سپټمبر له ۱۳مې پیلېږي. ټاکل شوې چې د لوبو ټوله لړۍ په نوي ډیلي کې د ارون جیټلي په لوبغالي کې ترسره شي. د هند د لوبډلې ټاکونکي کمېټه به په همدې اوونۍ کې د لوبډلې د نوملړ په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
راپور وايي، ښايي د افغانستان لړۍ د بومرا لپاره یو څه ژر وي او د هند د لوبډلې مسوولان غواړي نوموړی په تدریجي ډول بېرته نړیوالو لوبو ته راوګرځوي. که د هغه د رغېدو بهیر له کومې ستونزې پرته دوام وکړي، ممکن نوموړی اسیايي لوبو ته چکنږ شي او دا به د هند د لوبډلې لپاره لا مناسبه وي چې له افغانستان سره په سیالیو کې تر ګډون په اسیايي جام کې برخه واخلي.
بومرا د هند لپاره د ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې مهم رول درلود او د اتو لوبو په ترڅ کې یې ۱۴ وېکټې واخیستې. د هغه نشتوالی کولی شي د افغانستان پر وړاندې د هند د توپاچونې پر جوړښت اغېز وکړي.
پانډیا او نیتیش کومار ریډي د لوبېدو لپاره چمتو دي
له بلې خوا، هند ته د هارډیک پانډیا او نیتیش کومار ریډي د چمتووالي له امله ښه خبر ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، دواړه لوبغاړي اوس د لوبېدو لپاره چمتو بلل کېږي. نیتیش کومار ریډي د هند د کرکټ بورډ د غورهوالي په مرکز کې په بشپړ توان تمرینونه کوي، په داسې حال کې چې پانډیا هم په بنګلور کې خپل تمرینونه روان ساتلي دي. د دوی بېرته راتګ کولی شي د هند د لوبډلې منځنۍ برخه او د توپاچونې او توپوهنې دواړه برخې پیاوړې کړي.
واشنګټن سندر هم بېرته لوبډلې ته نژدې دی
د هند بل الراونډر واشنګټن سندر هم د بېرته لوبېدو لپاره د چمتووالي په وروستیو پړاوونو کې دی.
د راپور له مخې، د نوموړي د تمرین کچه په وروستیو اوونیو کې په تدریجي ډول لوړه شوې او تمه ده چې د افغانستان پر وړاندې لړۍ د هغه د بېرته راتګ لپاره مناسب فرصت وي. سندر به د فټنس له نورو ارزونو وروسته د لوبېدو لپاره وروستی اجازه ترلاسه کړي.
افغانستان هم پیاوړې لوبډله لري
افغانستان لا له وړاندې د دې لړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده. ابراهیم ځدراڼ د شل اوریزو لوبو دایمي لوبډلمشر ټاکل شوی او تېز توپاچوونکی نوینالحق هم له اوږې مودې وروسته، جې ټپي و، تر رغېدو وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شوی دی.
د نوینالحق بېرته راتګ او د افغانستان د لوبډلمشرۍ بدلون کولی شي د هند پر وړاندې د دې لړۍ سیالۍ لا سختې کړي.
کرونال پانډیا هم د هند د لوبډلې په پام کې دی
د هند د ټاکونکو لپاره یو بل انتخاب کرونال پانډیا هم دی. هغه د ۲۰۲۶ کال په آیپياېل کې د «رایل چېلنجرز بنګلور» لپاره ۱۴ وېکټې اخیستې وې او د هغه دې کار د هند د ټاکونکو پام بېرته ځان ته اړولی دی.
که بومرا د افغانستان پر وړاندې د لړۍ لپاره چمتو نه شي، د هند لوبډله ښايي د توپاچونې په برخه کې له نورو انتخابونو کار واخلي.
هندي رسنۍ وايي، په مجموع کې، د هند لپاره د افغانستان پر وړاندې د لړۍ تر پیل مخکې وضعیت تر ډېره مثبت ښکاري؛ پانډیا او نیتیش کومار ریډي د لوبېدو لپاره چمتو دي، واشنګټن سندر بېرته راتګ ته نژدې دی، خو د هند د تېز توپاچونې تر ټولو مهم لوبغاړي جسپریت بومرا په اړه وروستۍ پرېکړه لا هم پاتې ده.
بس كه استعفا كي كنه
ماتول يي هيس نه دي افغان اتلانو ته ان شأالله
اتلانو ته برياوي