Homeمقالېد جګړو تر شا ګټې پرتې دي| !

د جګړو تر شا ګټې پرتې دي| !

انجنیر نورقاسم هالند – امستردام

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زلینسکي وغوښتل چې د روسیې د تېلو او ډیزلو پر زېرمو او سرچینو بریدونه ونه کړي، ځکه امریکا هم ډیزلو ته اړتیا لري ، اوس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې روسیه به سمدستي د امریکا او نړیوال بازار لپاره ۳۰۰ زره ټنه ډیزل برابر کړي.

د ټرمپ په وینا، روسیې منلې چې د نومبر په میاشت کې به ۵۰۰ زره ټنه نور ډیزل هم صادر کړي. وروسته ښايي د یو میلیون او درې میلیونه ټنو ډیزل د صادراتو ژمنې هم عملي شي؛ خو وروستۍ اندازه د روسیې د ډیزلو د تصفیې د فابریکو پر وضعیت پورې تړلې ده.

دا وضعیت یو ځل بیا څرګندوي چې د نړیوال سیاست په ډګر کې د شعارونو تر شا ډېر ځله اقتصادي ګټې، ستراتیژیکې اړتیاوې او سیاسي معاملې پرتې وي. هغه مشران چې په ښکاره توګه یو د بل پر وړاندې درېږي، کله ناکله د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د معاملې مېز ته هم کښېني.

له بده مرغه، په اسلامي نړۍ کې لا هم ځینې خلک نړیوالې جګړې یوازې د دین، مذهب او عقیدې له زاویې ارزوي؛ حال دا چې د ډېرو جګړو تر شا د واک، شتمنۍ، طبیعي منابع، جغرافیایي موقعیت او ستراتیژیک نفوذ د ترلاسه کولو سیالي پرته وي.

تاریخ موږ ته ښيي چې دولتونه د خپلو ګټو لپاره له خپلو سیالانو سره جګړه هم کوي او د اړتیا پر مهال ورسره تړونونه او معاملې هم کوي. دښمنۍ او دوستۍ یې ډېر ځله د دایمي عقیدوي دریځ پر ځای د سیاسي او اقتصادي محاسبو تابع وي.

له همدې امله، اسلامي نړۍ باید نړیوال سیاست د احساساتو، تبلیغاتو او مذهبي شعارونو پر ځای د واقعیتونو، تاریخي تجربو او سیاسي ګټو له مخې وڅېړي. د نورو د سیاسي موخو لپاره باید خپل ولسونه قرباني نه کړو او هره جګړه د دین او عقیدې د دفاع په نوم توجیه نه کړو.

په نړیوال سیاست کې شعارونه یو څه وي، خو د پرېکړو تر شا ګټې ډېر ځله بل څه وي. هوښیار ملتونه هغه دي چې د نورو د جګړو په ماهیت پوه شي، خپلې ملي ګټې وپېژني او د خپلو ولسونو د وینې تویېدو پر ځای د سولې، ثبات او خپلواک تصمیم نیولو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...