Homeخبرونهپه ایټالیا کې د شرابو ستره غلا؛ مول وهونکو غلو د میلیونونو...

په ایټالیا کې د شرابو ستره غلا؛ مول وهونکو غلو د میلیونونو یورو ۳۰ زره بوتلونه وړي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د ایټالیا د شرابو په مشهور شرکت «مارکېزي انتینوري» کې غلو د کابو ۵ میلیون یورو په ارزښت ۳۰ زره بوتلونه شراب غلا کړي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د توسکاني سیمې په یوه ګودام کې شوې، هغه مهال چې د بهرنیو پېرودونکو لپاره د شرابو د یوې لویې جوپې د لېږلو چمتووالی روان و.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه اوو مول وهونکو لومړی د خطر زنګ سیستم له کاره غورځولی او د څارنې کمرې یې بندې کړې دي. وروسته یې د شرکت د فورک‌لېفټ ماشینونو په مرسته د ټیګنانیلو، سولایا او ګوادو ال تاسّو برانډونو د قیمتي سرو شرابو بوتلونه په دوو لویو ټرکونو کې بار کړي او له سیمې تښتېدلي دي.

د شرکت اجرايي ريیس، رینزو کوتاریلا، ایټالیايي ورځپاڼې «کوریېرې دلا سېرا» ته ویلي چې په دغه هېواد کې تر دې مخکې په دومره لویه کچه د شرابو غلا نه وه شوې. هغه هیله څرګنده کړې چې چارواکي به د غلا شویو شرابو په موندلو کې بریالي شي، ځکه د ده په وینا، له مالونو ډک دوه ټرکونه په اسانۍ نه شي ورکېدای او د توسکاني پر سړکونو ګڼې څارنیزې کمرې نصب دي.

کوتاریلا له «فایننشل ټایمز» سره په خبرو کې ویلي چې د دغو شرابو ارزښت ډېر لوړ دی او نه پوهېږي چې دومره لویه اندازه شراب به څنګه په نړیوال بازار کې د خلکو له پام پرته وپلورل شي. د شرکت په باور، غلو هغه بوتلونه په نښه کړي چې د هر یوه بیه یې عموماً له ۱۵۰ تر ۵۰۰ یورو پورې ده. دا موضوع ښيي چې غله ښايي د شرابو په اړه بشپړ معلومات لرل او احتمالاً یې له دننه معلومات هم ترلاسه کړي وو.

شرکت د دوشنبې په سهار، کله چې کارکوونکي د معمول په څېر کار ته ورغلل، له غلا خبر شو. تر اوسه د کوم شکمن کس د نیول کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

«مارکېزي انتینوري» په ۱۳۸۵ کال کې تاسیس شوی او د نړۍ ۱۷۰ هېوادونو ته شراب صادروي. د شرکت عواید تېر کال ۲۶۳ میلیون یورو وو. سږ کال په ایټالیا کې د شرابو د غلا څو نورې پېښې هم ثبت شوې دي، چې د هېواد په شمال کې د پیمونت سیمې دوه پېښې هم پکې شاملې دي؛ په دغو پېښو کې هم د میلیونونو یورو په ارزښت د شرابو د بوتلونو د غلا راپورونه ورکړل شوي وو.

څوک چې الکول پرېږدي، په بدن کې څه اغېز احساسوي؟ – تاند

یوې نوې څېړنې د الکولو حتی د لږ څښاک زیانونه هم تایید کړل – تاند

د الکولو (الکولي مشروباتو) د څښلو زیانونه  – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...