Home+د ستورو باران کې د ازاد شعر د ژباړې تخنیکونه

د ستورو باران کې د ازاد شعر د ژباړې تخنیکونه

لیکوال: طالب منګل

یوه ورځ مې د ښاغلي همیش خلیل د غزل یوه ژباړه چې له اردو ژبې یې پښتو ته کړې وه ولوسته. د غزل ژباړه خوږه او روانه وه، خو د اردو متن په پرتله یې په ځینو ځایونو کې د پښتو د لفظونو نازکو ماناوو ته پام نه و شوی. د بېلګې په توګه د مومن خان مومن د مشهور غزل په مطلع کې راغلي و.

وہ جو ہم میں تم میں قرار تھا تمہیں یاد ہو کہ نہ یاد ہو
وہی یعنی وعدہ نباہ کا تمہیں یاد ہو کہ نہ یاد ہو

ښاغلي همیش خلیل دا بیت داسې ژباړلی و.

هغه قول زما او ستا، تا ته یاد دي او که نه
هغه لوظ دې د وفا، تا ته یاد دي او که نه

که د شعر له نورو بیتونو تېر شو، همدا یو بیت د ژباړې په بهیر کې د یوه مهم بدلون بېلګه ده. په اردو متن کې(قرار) لفظ راغلی، خو خلیل صاحب هغه په(قول) ژباړلی دی.

په پښتو ژباړه کې قول د سیاق له مخې د وعدې، پرېکړې، ژمنې او د دوو کسانو ترمنځ د شوې موافقې مفهوم رسولی شي٬ نو د بیت عمومي مانا تر ډېره ساتل شوې ده. خو د قرار هغه نازک معنایي سیوری، چې د دوو کسانو ترمنځ د شوې موافقې، پټې ژمنې او د اړیکې د یوه ځانګړي تړون احساس پکې نغښتی دی، په قول کې یو څه ساده شوی دی.

البته خلیل صاحب به د دې بدلون لپاره خپل ادبي او ژباړنیز دلایل لري٬ خو بلې ژبې ته د انتقال په دې بهیر کې وزن، موسیقي، قافیه، ردیف٬ خجونه او د ژبې شاعرانه طبیعت هم باید په پام کې ونیول شي.

د همدې ژباړل شوي شعر د لوستلو پر مهال مې ذهن کې راوګرځیدل چې د شعر ژباړه کوم هنري جوړښت ته اړتیا لري او ژباړن کوم ټکي په پام کې ونیسي.

خو نن مې د شعرونو د ژباړې نوی چاپ شوی کتاب (د ستورو باران) تر لوستلو راورسېده او ماته یې د همدې یوښتنې د ځواب لپاره د کتلو او پوهیدلو فرصت راکړ.

د دې کتاب ځانګړنه دا ده چې د فارسي ژبې د وتلي شاعر پرتو نادري ازاد شعرونه، له اصلي فارسي متنونو سره یوځای، شاعر او کره کتونکي طایر ځلاند پښتو ته ژباړلی دی.

پرتو نادري او ځلاند صیب کوم نااشنا نومونه نه دي٬ نادري د فارسي ادب وتلی شاعر دی چې بېلابېلو ژبو ته یې شعرونه ژباړل شوي دي او د افغان فرهنګي ادب مهشوره څېره ده.

ځلاند صیب له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د پرتو نادري د شعرونو په ژباړه کار کوي٬ او ددې کار لپاره ډېر مناسب کس دی ځکه په همدې یو کس کې لیکوال٬ شاعر٬ کره کتونکی او ژورنالېست سره یو ځای شوي دی او تر ټولو مهمه دا چې د فارسي له چاپېرېال خبر او تقریبا د همدې چاپېریال یو استوګن دی.

د هغه دا مهم ادبي کار که هر څومره وستایل شي کم دی٬ زه یې په نورو ګټو او هڅو نه غږیږم بلکې په دې غږیږم چې د ستورو باران د ژباړې نمونه او په عموم کې د یوې بلې ژبې شعر څنګه په هدف ژبه کې وصل کولی شو. نو همدا ده چې د شعر د ژباړونکي او نقاد په ذهن کې تل دا ګرځي چې کله یو شاعر د بلې ژبې ازاد شعر پښتو ته راژباړي، نو د اصلي شعر استعارې، سمبولونه، کنایې، تصویرونه، پاراډوکسونه، تکرارونه، عاطفي فضا او د شعر جوړښتي اړیکې څنګه ساتل کیږي.

یا دا چې کله ژباړن د پښتو د شاعرانه ژبې د طبیعي کولو لپاره په متن کې تصرف کوي، نو دغه تصرف د اصلي شعر شاعرانه قوت کموي، که په پښتو کې یې د بیاپنځونې زمینه برابروي.

خو مخکې له دې چې دا بحث نور اوږد کړم تاسو لومړی د پرتو نادري یو شعر او بیا د ځلاند پښتو ژباړه ولولئ.

پرتو نادري شعر: چگونه به سویت بر گردم
دختری را گلو برید
مادرش را تیر باران کرد
آب به روی تشنه گان بست
پرسیدند چرا
گفت برای رضای خدا
آه خدای من
چگونه کوله بار سنگین گناهانم را
بر دوش کشم
و به سوی تو آیم
من که برای رضای تو
نه دختری را گلو بریده ام
نه مادری را تیر باران کرده ام
نه هم آب به روی تشنه گان بسته ام
خدای من
چگونه به سوی تو بر گردم.
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۱۵۱ )

طایر ځلاند ژباړه: څنگه در وگرځم؟
د يوې نجلۍ ستونی يې پرې کړ
مور يې
په مرمیو سورۍ کړه
د تږو پر مخ يې
اوبه وتړلې
ترې وپوښتل شول
ولې؟
وې ويل:
د خدای د رضا لپاره
آه، زما خدایه!
زه به
د خپلو گناهونو دا دروند بار څنگه پر اوږو یوسم
او
ستا پر لور
څنگه در وگرځم؟
زه
چې ستا رضا لپاره
نه مې د يوې نجلۍ ستونی پرې کړی
نه مې کومه مور
په مرميو ويشتلې
او نه مې د تږو پر مخ
اوبه تړلي
زما خدایه!
نو زه څنگه ستا پر لور
درو ګرځم؟
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۱۵۲-۱۵۳ )

پورته دواړه متنونه ازاد شعرونه دي او د جوړښت له مخې پیاوړي دي خو د فارسي او د پښتو شعر د کرښو وېش توپیر لري٬ دا وېش که وګورو د شعر ژباړه یې د وزن او موسیقۍ تر څنګ د احساس او تصویر جوړونې له مخې پیاوړې کړې ده.

ځلاند صیب د شعر په عنوان کې(سویت) په (در) کې لنډ کړی دی لکه( چگونه به سویت برگردم-څنګه در وگرځم؟). که وګورو ژباړه هم لنډه٬ پښتو طبیعي بیان سره برابره او هم عاطفي احساس لري٬ نه دا چې( به سوی تو) یا( ستا په لوري) راوړل شوی دی٬ که څه هم دا معنایي انتقال لري.

په اصلي شعر کې درې سخت او دردناک تصویرونه پرله‌ پسې راځي او د ازاد شعر له مخې دې ته چاودیدونکي تصویرونه وایي٬ ژباړن درې واړه تصویرونه په مستقیمه توګه را انتقال کړي لکه:

د يوې نجلۍ ستونی يې پرې کړ
مور يې
په مرمیو سورۍ کړه
د تږو پر مخ يې
اوبه وتړلې

په همدې شعر کې یو ځای راغلي:

نه دختری را گلو بریده‌ام
نه مادری را تیر باران کرده‌ام

دا دوې کرښې ځلاند صیب داسې ژباړلي:

نه مې د يوې نجلۍ ستونی پرې کړی
نه مې کومه مور
په مرميو ويشتلې

د شعر په دې کرښو کې( تیر باران کردن) په( په مرمیو ویشتلې) ژباړل شوی، چې مفهومي انتقال یې ډېر روښانه دی. خو( کومه مور) د( مادری را) په نسبت لږ عمومي شوی البته د شعر پر مانا منفي اغېز نه کوي.
ځلاند صیب یو کمال دا دی چې په استعاره٬ سمبول او ایجاز ډېر ښه پوهیږي او د شعر په ژباړه کې یې دې ته ډېر پام کړی چې ژباړه د پښتو شعر په ژبه برابر کړي او هم دې تخنیکونو ته پام وکړي.
د بېلګې په توګه نادري صیب وایي:

چگونه کوله بار سنگین گناهانم را

د شعر دا کرښه استعاره ده او ګناهونه د یوه درانه بار په توګه انځور شوي دي. ژباړن هم همدا استعاره ساتلې ده خو ژباړن د همدې استعارې لپاره یو فزیکي تصویر ورزیات کړی دی لکه:

د خپلو گناهونو دا دروند بار څنگه پر اوږو یوسم

نادري صیب په خپله شاعرۍ کې کوله بار بیخي ډېر کارولی دی چې ډېر ځایه یو پراخه مانا او ان کله کله په ځینو ځاینو کې په سمبول بدلیږي خو ځلاند صیب کوله بار په ځینو ځاینو کې په صندوکچه هم ژباړلی دی٬ خو په پورته استعاري کرښه کې په دروند بار ژباړل شوی دی.

همداشان په دې ژباړه کې د شعر  کنایي جوړښت هم پر خپل ځای دی لکه:

آب به روی تشنه‌گان بست

خو په پښتو ژباړه کې  متحرک لفظ دا کنایه نوره هم په خپل ځای ساتلي لکه دا کرښه:

د تږو پر مخ یې اوبه وتړلې

د داسې یو ژباړلې له امله ددې کنایې پښتو تعبیر  طبیعي دی.
په ازاد شعر کې د متحرکو کلمو تر څنګ د تال ساتل او راوړل د شاعر کمال دی او شعر ته د هر ځل د تال راتلل هم احساس پیاوړی کوي او هم د شعر وزن ښکلی کوي٬ نادري صیب په خپل شعر کې د تال له امله پوخ بنسټ لري خو ځلاند صیب په خپله ژباړه کې همدې تال ته متوجې شوی دی د بېلګې په توګه د نادري صیب په شعر کې( چگونه) هم تکرار دی او هم د شعر تال جوړه وي مهمه دا ده چې همدا تال او تکرار د شعر عاطفي چورلیځ هم دی لکه:

چگونه کوله بار…
چگونه به سوی تو آیم
خدای من
چگونه به سوی تو برگردم

په پښتو ژباړه کې دا تال او تکرار داسې ساتل شوی دی:

څنگه پر اوږو یوسم
څنگه در وگرځم؟
زما خدایه!
زه به څنګه
ستا پر لور
در وگرځم؟

که وګورو په ژباړه کې عاطفي فشار په بشپړه توګه انتقال شوی دی.
په ازاد شعر کې د عاطفي فشار موضوع ډېره مهمه ده٬ ځکه دا مستقیم د شعر له جوړښت سره هم کار لري.
که وګورو پرتو نادري د کرښو او جملو له لارې یو تدریجي روایت جوړوي٬ ځلاند هم د کرښو ماتول کارولي، خو په ځینو ځایونو کې یې د پښتو د شاعرانه موسیقۍ لپاره جوړښت بدل کړی دی. بېلګه:

مور يې
په مرمیو سورۍ کړه

یا:

زه
چې ستا رضا لپاره

په لومړې او دویمه بېلګه کې مور او زه کلمې د کرښې له امله ماتې شوې چې ځانته تصویر او عاطفي ټنګار رامنځته کوي. په ازاد شعر کې د کرښو ماتول نوی احساس او ټنګار رامنځته کولی شي او لوستونکي ته د تصویر او مانا پیدا کولو فرصت ورکوي.

نو زه او مور جلا راوړل د متکلم او غایب حضور پیاوړی کوي چې دا بدلون تر ډېره شاعرانه او د ژبې له طبیعت سره برابر دی او ژباړې ته یې قوت ورکړی دی.

خو د شعر د ژباړې پر مهال د نقاد کار دلته پای ته نه رسیږي چې یوازې دا وڅیړي چې ایا کنایه٬ استعاره٬ سمبول او نورې هغه بیاني دستګاوې چې په اصلي شعر کې دي په ژباړل شوي شعر کې خوندي شوي دي او کنه.

د پرتو نادري بل شعر چې ځلاند ژباړلی دی( دو دریای تشنه) د معاصر فارسي ازاد شعر یوه داسې بېلګه ده چې د دودیز وزن  پر ځای یې شاعرانه موسیقي٬ د تصویرونو راوړل او عاطفه ډېره پیاوړې ده.

د داسې شعر د ژباړلو لپاره د شعر د تخنیکونو تر څنګ د ژباړونکي تخیل هم ډېر رول لري. بېلګه:

دو دریای تشنه
زیبایی تندیسی ست
که تو آن را جان بخشیده ای
و مهربانی دستانت
حتا سرکشی های خورشید را رام میسازد
دیروز بامدادان تمام پرنده گان عاشق
به خانه تو آمده بودند
تا زیباترین گلهای عشق را بر گیسوان تو آویزند دیروز بامدادان
نخستین بار دلم میخواست تا تمام پرنده گان عاشق را در
دیروز بامدادان
حس کردم که سپیده دمان خواهر خوانده تست
و خورشید با سرزمین نورانی پستانهای تو پیوند دیرینه یی
و اما این منم که هنوز در دهکده ساده گی های خویش
تنهایی تنفس میکنم
دلم میخواهد ذره ذره مرمر عشق میبودم
تا تندیس زیبایی تو قامت می افراشت
و شعرهای من در نفسهای اهورایی تو جاری میشدند
تو خود میدانی اگر شعرهایم آیینه زیبایی تو نمی بودند
من حتا واژه یی را هم
روی دستان الهه عشق نمی گذاشتم
وقتی به تو می اندیشم
دو دریای دیوانه در ذهنم جاری میشوند
دو دریای دیوانه
دو دریای دیوانه
دو دریای دیوانه که حتا در آغوش هم
تشنه گی را فریاد می زنند
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۵۳٬۵۴ )

د طایر ځلاند ژباړه:

ښكلا
هغه مجسمه ده
چې تا ورته ساه ورکړې ده
او د ستا د لاسونو نرمي
د لمر سركشي هم اراموي
پرون سهار
ټول مین مرغان
ستا د کور پر بلی ناست وو
چې د مينې تر ټولو ښکلي گلان
ستا په وېښتو کې وټومبي
پرون سهار
لومړی ځل و
چې زړه مې غوښتل
ټول مین مرغان
پنجره کې بند کړم
پرون سهار
ما داسې احساس کاوه
لكه لمر څيره
وي ستا خورلنه
او لمر
ستا د سپينې سينې د نړۍ له رڼا سره
پخوانی تړاو ولري
او زه
لا هم د خپل ساده ژوند
په وړو کوڅو کې
تنهایی ساه باسمه
زړه مې غواړي
د عشق د مرمرو په ذرو بدل شم
چې ستا د ښکلا مجسمه
زما له وجوده جوړه شي
او زما شعرونه
ستا د اسماني ساه په لړزه کې روان شي
ته ښه پوهېږې
که زما شعرونه
ستا د ښکلا هنداره نه وای
ما به د الهي عشق
پر لاسونو
يو ټکی هم نه وای ایښی
کله چې زه ستا په فکر کې ډوب شم
زما په ذهن کې
دوه ليوني سمندرونه په غورځنگونو شي
دوه ليوني سمندرونه
دوه ليوني سمندرونه
دوه ليوني سمندرونه
چې حتی په غېږ کې سره
د تندې چيغې وهي
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۵۵٬۵۶٬۵۷)

د پورته شعر د ژباړلو پر مهال ځلاند صیب هڅه کړي چې د شعر لفظي مانا تر څنګ د ازاد شعر د بیان، کرښې، تصویر او تکرار شاعرانه ځانګړنې په پښتو کې هم فعاله وساتي
دا په عنوان ولاړ شعر دی چې له پیل څخه تر پایه په همدې تصویر راڅرخي خو ژباړن په پیل کې د دریا لپاره دریاب او په پای کې بیا سمندر لفظ راوړي لکه:

دو دریای دیوانه در ذهنم جاری میشوند
دو دریای دیوانه
دو دریای دیوانه
دو دریای دیوانه که حتا در آغوش هم
تشنه گی را فریاد می زنند

ژباړه:

زما په ذهن کې
دوه ليوني سمندرونه په غورځنگونو شي
دوه ليوني سمندرونه
دوه ليوني سمندرونه
دوه ليوني سمندرونه
چې حتی په غېږ کې سره
د تندې چيغې وهي

په ژباړه کې( دوه لیوني سمندرونه) درې جلا کرښې دي خو په اصلي شعر کې بیا دوې جلا کرښې دي او دریاب په ځای سمندر لیکل شوی دی چې د پښتو ژباړل شوي عنوان د کلمې برعکس بله کلمه انتخاب شوې٬ خو د ژباړې دا درې ځله تکرار ډېر مهم دی ځکه دا رېتم جوړه وي.
بل د شعر کرښې له مانا او موسیقۍ سره مستقیمه اړیکه لري خو د فارسي متن کرښې یو ډول اوږدوالی نه لري٬ ځینې ډېرې اوږدې دي او ځینې لنډې دي٬ د بېلګې په توګه:

زیبایی تندیسی ست
که تو آن را جان بخشیده ای

ژباړه یې:

ښكلا
هغه مجسمه ده
چې تا ورته ساه ورکړې ده

دلته ژباړونکي ښکلا په یوه مستقلې کرښې کې راوستې ده. په دې کار سره د ښکلا کلمه د شعر په پیل کې ځانګړی تاکید پیدا کوي. وروسته مجسمه او ساه راځي او یو تدریجي تصویري حرکت جوړوي.

په دې ډول د کرښو ماتول د اصلي متن د بڼې تقلید له منځه وړي او  په پښتو کې د تصویر د جوړېدو لپاره نوی ریتمي نظم رامنځته کوي.
همداشان د نادري د شعر په پښتو ژباړه کې د مانا شاعرانه بدلون هم لیدل کیږي لکه:

و مهربانی دستانت
حتا سرکشی های خورشید را رام میسازد

ژباړه:

او د ستا د لاسونو نرمي
د لمر سركشي هم اراموي

دلته مهرباني په نرمي ژباړل شوې ده٬ دواړه کلمې نږدې معنایي ساحه لري، خو یو شان نه دي ځکه مهرباني عاطفي او اخلاقي کیفیت لري او نرمي بیا حسي او لمسي کیفیت هم پیدا کوي.

دا ډول بدلون د ژباړې یو مهم اړخ را په ګوته کوي٬ ژباړونکی کله کله د اصلي کلمې پر ځای داسې شاعرانه معادل ټاکي چې په پښتو کې تصویر ته حسي کیفیت ورکړي.

په (دلتنگی) شعر کې ادبي تصرف ځان شکاره کوي چې دا تصرف په یو جلا استعاره کې هم. موجود دی لکه:.

بر خطوط قرمز دستانت
سرنوشت آفتاب را نوشته اند
بر خیز
و دستی بر افشان
که حضور شب نفسم را
تنگ ساخته است
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۸۰ )

دا شعر ژباړونکي داسې ژباړلی:

ستا د لاسونو پر سرو کرښو
د لمر برخلیک لیکل شوی
پاڅه
لاسونه پورته کړه
چې د شپې درندې خپسې
زما ساه تنگه کړې ده
(ځلاند٬۱۴۴۵٬ص. ۸۱ )

په دې شعر کې عاطفه او ډېری تصویري شیان په ښه توګه ساتل شوي دي٬ په ځانګړي ډول (دلتنگی _ زړه تنګون٬ خطوط قرمز دستانت _ د ستا د لاسونو پر سرو کرښو او سرنوشت آفتاب _ د لمر برخلیک) اصلي متن سره نږدې دي٬ خو په وروستۍ برخه کې توپیر شته شاعر وايي:

که حضور شب نفسم را
تنگ ساخته است

ددې برخې لفظي مانا (د شپې حضور زما ساه تنګه کړې ده) راتلی شي خو پښتو ژباړه کې داسې راغلي:

چې د شپې درندې خپسې
زما ساه تنګه کړې ده

دا د ژباړن لخوا د نوې استعارې ګمارنه ده ٬ دا بدلون د ژباړې ډول ټاکي او موږ پوهیږو چې دا یوه ازاده او ادبي ژباړه ده چې د شعر اصلي احساس او فضا ساتي خو د ژباړونکي شاعرانه ذهن. هم په کې فعال رول لري.

ددې تر څنګ د نادري د شعرونو په ژباړه کې د ژباړونکي نوښت هم ډېر واضح دی او څو ځایه له همدې نوښت څخه کار اخلي.

دیروز بامدادان تمام پرنده گان عاشق
به خانه تو آمده بودند
تا زیباترین گلهای عشق را بر گیسوان تو آویزند دیروز بامدادان

ژباړه:

پرون سهار
ټول مین مرغان
ستا د کور پر بلی ناست وو
چې د مينې تر ټولو ښکلي گلان
ستا په وېښتو کې وټومبي

ځلاند صیب (به خانه تو آمده بودند) په (ستا د کور پر بلی ناست وو) بدل شوی دی٬ دا په هم هغه بڼه نه دی راغلی او د صحنې لپاره مشخص مکاني تصویر پیدا شوی دی نه دا چې بې خونده کړی یې نه دی بلکې نور یې هم ښکلی کړی دی او تصویر او مفهم یې پراخ شوی.

دې ته موږ د شعر د لفظي ژباړې پر ځای د صحنې شاعرانه بیاجوړونه هم ویلی شو.
ددې تر څنګ ژباړونکي تصویرونه هم بدل کړي دي لکه:

دیروز بامدادان
حس کردم که سپیده دمان خواهر خوانده تست

ژباړه:

پرون سهار
ما داسې احساس کاوه
لكه لمر څيره
وي ستا خورلڼه

که وګورو دلته یو مهم ژباړنیز بدلون رامنځته شوی دی. سپیده‌دم په اصلي متن کې د سهار د رڼا او پیل ځانګړی تصویر دی، خو په ژباړه کې (لمرڅېره) راغلې ده.

ژباړونکی په دې ځای کې د لفظ پر ځای تصویر ته لومړیتوب ورکوي چې دا د شعري ژباړې د تخلیقي مداخلې یوه مهمه بېلګه ده.

یا لکه:

و شعرهای من در نفسهای اهورایی تو جاری میشدند

ژباړه:
او زما شعرونه
ستا د اسماني ساه په لړزه کې روان شي

د شعر په دې کرښو کې اهورايي په اسماني بدل شوی دی. اهورايي فرهنګي او اسطوري ځانګړنه لري، خو ژباړونکی دلته د کلمې قاموسي برابرۍ پسې نه دی تللی او بدیل انتخاب یې کړی دی٬ که کټ مټ راوړل شوې وای ښه به وای. ځکه د اصلي متن د ځانګړي فرهنګي سمبول یوه برخه کمېږي. په بدل کې یې پښتو ژباړه عمومي روحاني فضا پیدا کوي. یا لکه:

روی دستان الهه عشق نمی گذاشتم
ما به د الهي عشق

پر لاسونو
يو ټکی هم نه وای ایښی

په اصلي متن کې ( الهه عشق) د مینې له اسطوري تصور سره تړاو لري خو په ژباړه کې الهي عشق راوړل شوی چې دا بیا د مینې معنوي او روحاني مفهوم وړاندې کوي. که کټ مټ الهه راوړل شوې وای نو فرهنګي او اسطوري ساحه به په خپل ځای پاتې وای.

د ستورو باران د شعر ژباړه په عموم کې یو څو ځانګړنې لري لکه د شعر د کرښو له ماتولو څخه د پښتو د داخلي ریتم لپاره استفاده شوې ده او دویم دا چې د اصلي تصویرونو د معنايي اړیکې تر ډېره ساتل شوې او ځینې تصویرونه یې بیا شاعرانه جوړ کړي لکه سپیده‌دم څخه لمرڅېره.

همداشان د فارسي شاعرانه تصویرونو ته د پښتو د طبیعي شاعرانه بیان زمینه برابره شوي او په ځینو ځایونو کې یې صحنه مشخصه کړي لکه ستا د کور پر بلي ناست وو.

د ځلاند صیب د شعرونو ژباړې موږ ته دا څرګندوي او ترې زده کوو چې ژباړه باید د ازاد شعر ازادي وساتي٬ تکرار باید د شعر د داخلي ریتم په توګه وساتل شي او استعاره کې باید د هغې تصویري اړیکه هم وساتل شي.

په دې هم پوه شو چې فرهنګي او اسطوري تصویرونه د ژباړونکي له تخلیقي انتخاب سره هم مخ کېږي او ځینې وخت د لفظ پر ځای شاعرانه رواني هم ورزیاتیږي.

د شعرونو ژباړه کوم عادي کار نه دی٬ د شعر د تخنیکونو تر څنګ باید ژباړونکی تخیل هم ولري ځکه ژباړونکی د دوو ژبو د شاعرانه امکاناتو ترمنځ منځګړیتوب کوي٬ ځکه ژباړل شوی شعر باید په هدف ژبه کې د ژباړې متن پر ځای د شاعرانه متن په توګه د لوستلو وړتیا پیدا کړي چې ځلاند صیب د شاعرانه متن وړتیا کرولې ده.

د ستور باران د پښتو ادب په ځولۍ کې یوه غوره زیاتونه ده چې نوې تجربې به له ځان سره ولري.

که ددې ټولګه شعرونه ولولئ نو یو نوی احساس درسره پیدا کیږي٬ نوي څه وینې٬ لولئ او زده کوئ.

په دې کتاب ځلاند صیب او پرتو نادري صیب خپل نظرونه هم څرګند کړي دي٬ خو هر کتاب د تجربو یوه ټولګه ده او موږ ته د ستورو باران کتاب د ازاد شعر د ژباړې نوې تجربې وړاندې کوي٬ نوی فکر٬ احساس او عاطفه راپېژني او د یو شاعر د شعر له تخنیکونو او جوړښت مو خبروي.

په پای کې یوه بله خبر هم د یادولو وړ بولم٬ هغه دا چې ځلاند صیب چې کله د نادري صیب شعر را ژباړي نو په پای کې هغه نېټه چې نادري صیب پرې شعر لیکلی دی کټ مټ په ځینو شعرونو کې راوړي٬ ښه دا ده چې د پښتو متن سره یې هغه نېټه ولیکل شي چې شعر پرې ژباړل شوی دی.

په پای کې دومره ویل بس دي چې د شعر ژباړه دا نه ده چې د یوې ژبې خبرې بلې ژبې ته را واړو٬ په ژباړه کې باید د شعر روح، تصویر، عاطفه او شاعرانه چاپېریال هم را انتقال کړو. په ځانګړي ډول د ازاد شعر په ژباړه کې ژباړونکی باید د دواړو ژبو د شاعرانه امکاناتو ترمنځ داسې لاره پیدا کړي چې هم د اصلي شعر اړیکې وساتل شي او هم په پښتو کې شعر خپل طبیعي ژوند پیدا کړي.

د ستورو باران اثر کوم عادي اثر نه دی٬ د داسې کار لپاره پرلاپسې هڅې او وړتیا ته ضرورت وي چې ځلاند صیب په کې ډېر بریالی دی.
دې مهمې ژباړې د بحث او تجربې لپاره ښه زمینه برابره کړي او داسې مهم فرصتونه په کې شته چې د دواړو ژبو شاعران او هم ژباړونکي ترې زده کړه کولی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...