Home+د بادرنګو له ګټو ځان خبر کړئ

د بادرنګو له ګټو ځان خبر کړئ

لیکنه: ډاکټر ش. میره‌کی

پخوا به خلکو ویل چې بادرنګ یوه بې‌ګټې ترکاري ده؛ خو زه تاسو دوستانو ته سپارښتنه کوم چې لاندې مطلب ولولئ او د بادرنګو له ګټو ځان خبر کړئ.

۱: بادرنګ هغه ویټامینونه او معدني مواد لري چې زموږ بدن ورته اړتیا لري، لکه ویټامینونه B1، B2، B5، B6، فولیک اسید، اوسپنه، مګنیزیم، فاسفورس، پوتاشیم او نور.

۲: که تاسو کله ستړي یاست او ستړیا مو په یوه پیاله قهوه اراموي، نو وړاندیز کوم چې د قهوې پر ځای یو بادرنګ وخورئ؛ ځکه بادرنګ د بي ویټامینونو او کاربوهایډرېټونو غني سرچینه ده او کېدای شي ستړیا مو د اوږدې مودې لپاره کمه کړي.

۳: که ستاسو د حمام هنداره تل بخار نیسي، کولی شئ بادرنګ دوه ټوټې کړئ او پر هنداره یې وموښئ؛ په دې توګه به بخار له منځه ولاړ شي.

۴: که ستاسو باغ یا باغچه د مېږیانو او نورو حشراتو له ګواښ سره مخ وي، کولی شئ یو بادرنګ ټوټې ټوټې کړئ او په یوه المونیمي لوښي کې یې کېږدئ. ویل کېږي چې د بادرنګ ځینې مواد له المونیم سره کیمیاوي تعامل کوي او داسې بوی رامنځته کوي چې انسان یې نه احساسوي، خو مېږیان او ځینې حشرات ترې بد وړي او له سیمې تښتي.

۵: که ستاسو د پوستکي پر مخ داغونه یا نورې ستونزې وي، یو بادرنګ قاش کړئ او پر هغه ځای یې وموښئ، بیا له نیم ساعت وروسته حمام وکړئ. بادرنګ ځینې فوتوکیمیاوي مواد لري چې د پوستکي په پاملرنه کې مرسته کوي او د پوستکي د غونجېدو لپاره هم ګټور بلل کېږي.

۶: که غواړئ خپل وزن کم کړئ او له زیات خوراک څخه مخنیوی وکړئ، نو د لوږې پر مهال یو بادرنګ وخورئ؛ نس به مو تر یوه وخته موړ وساتي.

۷: که له کوم مهم کس سره لیدنه لرئ او وخت هم نه لرئ چې خپل بوټان رنګ کړئ، بادرنګ قاش کړئ او پر بوټانو یې وموښئ؛ ویل کېږي چې بوټان به مو ځلا پیدا کړي.

۸: که کومه ورځ عصبي فشار یا سټرس لرئ، کولی شئ یو بادرنګ قاش قاش کړئ او په جوش اوبو کې یې واچوئ، بیا یې بوی تنفس کړئ. د دې کار له امله به د ارامۍ احساس وکړئ.

۹: که له کوم مهم کس سره لیدنه لرئ او کله ناکله مو د خولې بوی بد وي، خو ژاوله هم درسره نه وي، نو د بادرنګ یوه کوچنۍ ټوټه پر تالو کېږدئ او شاوخوا یوه دقیقه یې پرېږدئ. ویل کېږي چې د خولې بد بوی به کم کړي.

۱۰: که په قلم لیکنه کوئ او کومه تېروتنه وکړئ، خو د پاکولو لپاره مو کومه وسیله نه وي، کولی شئ د بادرنګ په وسیله د لیکنې د پاکولو هڅه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...