Homeخبرونهد افغانستان او زیمبابوې دوهمه ټیستلوبه

د افغانستان او زیمبابوې دوهمه ټیستلوبه

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ دوهمه ټیستلوبه نن د متحده عربي اماراتو په شارجې کې پیل شي.

تر دې وړاندې دوو لوبډلو خپله لومړۍ ټیستلوبه بې نتیجې پای ته ورسوله او افغان لوبډلې فرصت ونه موند چې دوهمه پاڼۍ یا ایننګز ولوبوي خو دا سیالي د زیمبابوې لپاره ډېره ګټوره تمامه شوه ځکه څو لوبغاړو یې ریکارډونه جوړ کړل.

د افغانستان او زیمبابوې په لومړۍ ټیستلوبه کې زیمبابوې تر ۱۰۰۰ ډېرې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره هم دا ټیستلوبه بې خاصله نه وه، د افغان لوبډلې کیپتان رحمت شاه د ټیستل لوبغاړو په درجه بندۍ کې د نړۍ یو له لسو تکړه لوبغاړو څخه وګڼل شو. دا لومړی ځل دی چې په ټیستلوبو په لسو ټاپ لوبغاړو کې یو افغان شاملېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان لوبډلې له بنګله دېش سره ټیستلوبه مساوي کړې وه.

په دواړو ټیستلوبو کې پچه د بنګله دېش او زیمبابوې لوبډلو ګټلې وې او دواړو د افغانستان په وړاندې لومړی د بیټنګ کولو یا توپ وهنې پرېکړې کړې وې.

که نن (جمعه) پچه افغانستان وګټي او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړي، ښايي د سیالۍ نتیجه هم د تېرې هغې پرتله متفاوته وي.

دا هم لا څرګنده نه ده چې افغانستان یا زیمبابوې په خپلو لوبډلو کې څه بدلون راولي. د افغانستان په ټیم کې د تکړه باولرانو کموالی له ورایه څرګند و. سره له دې چې توپ وهونکو ښه لوبه وکړه خو داسي ایسېده چې افغانستان د توپ اچونکو په برخه کې ستونزې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...