Homeخبرونهد هلند د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدو له امله...

د هلند د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدو له امله نهه تنه ژوبل شوي دي

د هلمند د امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یوې نقلیه وسیلې ته د تېلو اچولو په ترڅ کې اور لګېدلی او له امله یې لږ تر لږه نهه کسان سخت سوځئېدلي دي.

دې قوماندانۍ نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د پنجشنبې په ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې د سنګین ولسوالۍ په دوهم تولۍ سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، اور د اسکواټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ او د تېلو اچولو پر مهال د سګرېټ څکولو له امله لګېدلی دی.

ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د پنځو تنو روغتیايي حالت یې نازک بلل شوی دی. د اور وژنې ځواکونو اور هم مړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...