لیکنه: طالب منګل
په پخوانۍ شاعرۍ کې شاعرانو نومونه او تخلصونه ددې لپاره د غزل په وروستي بیت(مقطع )کې راوړل چې شاعر د شعر ملکیت ثابت کړي او لوستونکی وپوهیږي چې دا د چا شعر دی.
دا ډول راوړل به کله د ځان ستاینه وه او یا به یې نصیحت، لارښونه، شکایت، پېژندنې او ویاړنې په توګه راتلل.
کلاسیک شاعرۍ شاعرانو د نوم په راوړلو کې لوی مهارت درلود ان په ابجدو کې یې خبرې کړي دي، خو په اوسنۍ شاعرۍ کې د نوم او تخلص راوړل ډېرې زاویې او تخنیکونه لري.
دا مې په دې وویل چې په غزل کې د تخلص راوړل یوازې د نوم ښودل نه دي، بلکې یوه مهمه هنري وسیله هم ګرځیدلې ده٬ څوک یې د د ځان پېژندنې، د احساس ژورتیا،د مکالمې جوړولو لپاره راوړي او څوک یې د فلسفې وړاندې کولو، د سمبول او تمثیل کارولو او ځینې یې د ژبني لوبې ښکلا لپاره کاروي.
بلې خوا داسې شاعران هم شته چې خپل تخلص او نوم هیڅ نه راوړي، یا نه غواړي چې رایې وړي او یا هغه مفهومونه چې دده نوم او تخلص ته نیږدې دي، نه شي راخیستی، ځینې خو بیا دومر بې خونده دي، چې له راوړلو یې نه راوړل ښه دي، دا خبره مې په دې وکړه، چې د نوم او تخلص راوړل یو ځانګړی تخنیک غواړي چې دلته پرې خبرې کوو خو له دې مخکې د ویلو ده چې زه یوازې هغه موضوعات د بیتونو په منځ کې تشریح کوم چې د شاعر له نوم او تخلص سره تړاو ولري٬ کنه انتخاب شوي بیتونه نور تخنیکونه او مفهومونه هم لري چې تشریح یې ددې لیکنې موضوع نه ده.
خو له دې مخکې چې د موضوع په اړه بحث اوږد کړو ښه ده چې یو څو نومونه چې دلیکنې پر مهال ورسره مخامخ کیږو لنډ تشریح کړم.
بیت او مصراع یو نوم دی چې بیت د شعر اساسي واحد دی چې له دوو مصراعو (صدر او عجز) څخه جوړ شوی دی چې صدر ته د بیت لومړنی نیم بتتی او عجز ته دویم نیم بیتی ویلی شو٬ مقطع د غزل یا شعر وروستی بیت دی چې اکثره تخلص په کې راځي او تخلص بیا هغه ادبي نوم ته وایي چې شاعر یې په وروستي بیت کې کاروي.
په هر صورت راځئ دا بحث د لیکنې د موضوع په چوکاټ کې وغځوو او دا تخنیکونه یو په بل پسې تشریح کړم. اجمل اټک یوسفزی وایي:
هم وینه هم اوبه دي تر اټکه زموږ ګډې
هر ویاړ او هر سرور زموږه یو دی لکه وروڼه
دا بیت په ظاهره ساده ښکاري، خو په ژوره کچه د وحدت، قومیتي یووالي او تاریخي پیوستون یو قوي بیت دی ځکه اټک صیب وایي چې زموږ اړیکه یوازې جغرافیه نه ده، بلکې وینه اوبه دي چې دواړه شریک دي.
په دې بیت کې تخلص په جلا ډول نه دی، بلکې د بیت د مانا برخه ګرځېدلی او تر څنګ د یوې سیمې نوم دی، یعنې اجمل اټک یوسفزي په دې بیت کې تخلص یوازې د نوم په توګه نه دی راوړی، بلکې د هویت نښه یې ګرځولې ده، ځکه دا بیت د تخلص د سمبولیک او ایډیالوژیک کارونې یوه ښکلې بېلګه ده.
عبدالهادي هادي صیب وايي:
هادي سره تبه کې پروت دی غزل لیکي
دا شیبه سمه محشر ده درنه مرمه
دا بیت یو سخت حالت یو دردونکی انځور وړاندې کوي، ځکه شاعر ځان داسې انځوروي چې په تبه کې پروت دی خو بیا هم غزل لیکي.
په دې بیت کې شاعر حتی په بدترین حالت کې هم تخلیق کوي چې دا د مقاومت هنر دی، خو خپل تخلص یې ډراماتیک کارولی دی، دا ځکه ډراماتیک دی چې خپل تخلص یې داسې کارولی لکه یو بل کس چې ځان ته له بهر څخه ګوري، چې دا په خپله صحنه جوړه وي.
دا بیت لکه یو وړوکی داستان داسې دی ځکه ځان یې د یو کرکټر په توګه وړاندې کړی، د درد صحنه یې ژوندۍ کړې ده او خپل تخلص د همدې داستان برخه ګرځوي٬ بل شاعر د خپل تخلص له لارې هم د ځان حالت تشریح کوي او هم خپل ځان ته ارزښت ورکوي.
درویشي تر خرقې لاندې پاچاهي ده
زه د ګنج له خرمن یمه بې باکه
حبیب الله درویش د غزل په پای کې د خپل مکمل نوم او تخلص پر ځای (درویشي) کارولي، چې دا یوه ځېرکه نکته ده، دا ځکه چې درویش او درویشي د بیت مانا او فضا دواړه بدلوي، نو د مانا او د فضا د بدلولو لپاره یې له دروېش درویشي غوره ګڼلې. یعنې په بیت کې شاعر خپل نوم مستقیم نه راوړي بلکې درویشي کاروي.
کله چې شاعر دا کار کوي، نو هغه ځان له شخص څخه پورته وړي، ځان د یو مکتب او فلسفې استازی بولي او تصوفي ژبه کاروي.
ددې مطلب دا دی چې شاعر نه وايي چې زه دروېش یم بلکې وايي چې زه د درویشۍ خاوند یم، نو دلته تخلص په مفهومي بڼه راغلی دی.
يوسف شاه سپېلنی وايي:
لوی به وي په دښته کې او سوځي به په ښار کې
دا د سپيلني دلته انجام دی ورته ګوره
دا بیت سمبولیک او لږ تراژیک رنګ لرونکي بیت دی، شاعر وايي یو څه یا څوک چې په دښته کې لوی او ازاد وي خو کله چې ښار ته راشي، سوځي، له منځه ځي او بیا دا ټول د خپل تخلص سپېلني سره تړي او دا د سپېلني انجام بولي.
په دې بیت کې شاعر خپل تخلص یوازې نوم نه، بلکې یو ژوندی سمبول ګرځولی دی، ددې بیت تخنیک دا دی چې سپېلنی یو بوټی دی او تخلص هم یو بوټی دی، چې سمبول د شاعر د شخصیت استازیتوب کوي او شاعر ځان ته لکه یو بل موجود ګوري.
درویش درانی وايي:
دروېش وایي ښه به دا وي چې په سر يې سره پرېږدو
ای د سرو لمبو طوفانه زه هم ستړی ته هم ستړی
دا بیت ما د ښوونځي پر مهال اوریدلی و، خو هغه وخت نه پوهیدم چې دروېش د شخص نوم دی او دا شعر یې لیکلی دی، بلکې پښتو مضمون کې مې د دروېش لفظ مانا لوستې وه، چې ملنګ او صوفي ته وايي، ځکه هغه وخت ما یوازې همدومره فکر کوه، چې ملنګ ګرځي او ستړی شوی دی نو باید ونه ګرځي.
خو دا بیت یو عجیبه حالت انځوري وي چې د مقاومت، مبارزې، تسلیمۍ او ستړیا تر منځ یو انساني حالت کیدلای شي، که وګورو شاعر یو غیرحاضر یا غیرانساني شیي ته غږ کوي. په بیت کې تخلص مستقیم خو هنري کاریدلی دی.
کله چې وايي ښه به دا وي چې په سر يې سره پرېږدو ، دلته ځان د یو حکیم او تجربه کار شخصیت په توګه وړاندې کوي،دلته یې د تخلص له لارې د فکر وزن زیات کړی،زه فکر کوم دلته تخلص د حکیمانه کارونې یوه عالي بېلګه ده.
پیر محمد کاروان صیب وايي:
شنو ترانو ته یې لږ صبر وکړئ
کاروان پهٔ اور کې لټ پهٔ لټ تیریږي
کاروان صیب وايي چې لا وخت د سندرو نه دی او درد پای ته نه دی رسیدلی، شاید په بیت کې کاروان د اوښانو کاروان، شنې ترانې د هغو اوښانو نغارې او اوازونه چې نښر پرې بار دي او اور جګړه کیدلای شي.
په دې بیت کې که وګورو نو کاروان هم حقیقي کېدی شي، هم سمبولیک او ترانې هم طبیعي غږوونه او هم هنري شعرونو. تخلص شاید ژوند، انسانان، مهاجرت یا خپله شاعر راوړل شوی وي.
کاروان صیب دا هم وایي:
د زوړوالي غم به نه کوې کاروانه
محبت به دې په دو ورځو کې ځوان کړي
دا د کاروان صیب د تخلص کاروانې یو بل اړخ دی خو کاروان صیب خپل تخلص د مخاطبې تر څنګ په اصلي مانا ډېر کارولی دی لکه:
را چې شي لېمو ته دوه د اوښکو لاروي
وخاندې د سرو ګلو کاروان شې راته ته
صديق الله مين وايي:
دغزل غوندي مئينه ! ټول خوند خوند وم
تکرار ستا په داد ، بيا بيا ومه مئينه
دا یو نازک او هنري بیت دی، چې له ژبني موسیقیت هم ډک دی، شاعر ادعا کوي چې مینه یوازې یو ځل نه، بلکې په تکرار ډول خوند لري خو بیت کې مئينه هم حالت دی، هم خطاب کېدی شي، دلته تخلص څو مانیزه والی لري. دې ته د تخلص مانیز ادغام ویلی شو ځکه مین شاید عاشق وي او یا په خپله شاعر.
په دې بیت کې له همدې وجې ابهام هم رامنځته شوی دی، دا میینه لفظ شاید ځان ته خطاب وي او یا محبوب ته خطاب وي، خو دې ابهام شعر ته ښکلا ورکړي.
که په لنډ ډول ووایو دلته تخلص د شعر موضوع ګرځیدلی ده، ځکه خو دا تخلص د مانیز او هنري ادغام یوه ډېره ښکلې بېلګه کیدلای شي.
محمد داور خان خاورین وايي:
په زړه د خاورين لوبې کوي بيا دَ جانان سترګې
که شوخو ماشومانو کچکول يوړ له ملنګه
د خاورین صیب دا بیت د معصومانه شرارت یو ډېر ژور ترکیب دی، ځکه د جانان سترګې د خاورین په زړه داسې لوبې کوي، لکه شوخ ماشومان چې له یو ملنګ څخه کچکول وتښتوي.
په دې بیت کې یې ځان ملنګ ښودلی چې د ضعف او عاجز لپاره سمبول دی، خو په تخلص کې هنري ادغام شته ځکه خاورین مانا عاجز، بې کبره او خاورو ته نیږدې مانا لري، کله چې هغه ځان د ملنګ په څیر ښکاره کوي، دې ته تمثلي تصویر ویلی شو،ځکه هغه یو صحنه وړاندې کوي.
یو ملنګ دی ماشومان یې کچکول وړي او ملنګ بې وسه دی خو شاعر مستقیم نه وايي چې زه بې وسه یم بلکې یو تصویر جوړه وي او بیا خپل تخلص ورننباسي چې دا د لوړې شاعرۍ نښه ده.
بهار عیار وايي:
چیغه مې د ده له غیږې لویه وه عیاره
غږ مې دوباره ځکه له غره راپسې راغی
په دې بیت کې عیار یوازې تخلص نه دی، بلکې څو پوړیزه کلمه ده چې هم لغوي مانا لري ځکه شاعر خپل ځان د سنجوونکي او دقیق انسان په توګه معرفي کوي، بل دلته مخاطبه هم کیدلای شي،ځکه شاعر خپل تخلص ته غږ کوي، چې ډارماتیک رنګ خپلوي.بل شاعر ځان د عیار په مفهم کې ځایوي، یعنې شاعر وايي چې زه هغه څوک یم چې وزن، غږ او احساس نسنجولی شم.
مصطفی سالک وايي:
زه ماهره د ټپو ومه سالکه
ستا په شونډو به کیسې وې ماته یاد شي
یا:
بلې، جینۍ سترګې درواړولې
له زړه مې ووته ګولۍ سالکه
په اوسنۍ شاعر کې د تخلص راوړلو تخنیک د سالک صیب له نورو یو څه بېل دی، ځکه دلته سالک یوازې تخلص نه دی بلکې د جنسیت بدلون، مخاطبه، او د تخلص هنري لوبه هم په ډېر مهارت کارول شوې ده. په دې مې یو ځانګړې لیکنه کړي چې تاسو یې لوستلی شئ.
د سالک صیب دا دواړه بیتونه د دې ښکارندويي کوي چې تخلص یوازې د پېژندنې لپاره نه وي بلکې مخاطبه، احساس او روایت هم جوړوي.
کړاو منګل وايي:
کړاو خو بار بار د لوېدلو ذایقه لېدلې
کړاو به څنګه نه پوهیږي د ابشار په غوغا
په دې بیت کې کړاو دوه ځلې راغلی دی، چې یوازې تخلص نه دی بلکې د بیت د جوړښت چورلیځ هم جوړه وي.
کړاو چې درد ته وايي دوه ځلې راغلی دی، یو د شعر د فاعل په توګه لکه کړاو به څنګه نه پوهیږي، مطلب دا چې تخلص کردار دی خو بل ځل کړاو داسې شوی چې پوهیږي، تجربه لري او ذایقه حس کوي. دې ته موږ د تخلص شخصيسازي یوه بلګه ویلی شو.
عبدالباري جهاني وايي:
چې شمير دجهاني دګناهونو باندې کيږي
ذاهده ړندوم دې خپلومه خو دې نه
دا جهاني صیب دا بیت کلاسیک رنګ لري، شاعر وايي که د جهاني شخص او نړۍ ګناهونه شمېرل کېږي نو زه به یې ړندوم خو ظلم ته به یې پرنږدم.
په دې بیت کې جهاني لفظ یوازې تخلص نه دی بلکې د فکر استازیتوب کوي، چې همدا په بیت کې اخلاقي بحث ژوند کوي.
ممتاز اورکزی وايي:
یوزیتوب ممتازه
څه مزیدار غذاب دی
دا په لنډ بحر کې د تخلص راوړلو یوه نمونه ده، په لنډو بحرونو کې د تخلص راوړل یو سخت کار ګڼل کیږي، ځکه ځای او لفظونه کم وي.
په دې بیت کې شاعر خپل تخلص ته غږ کوي، چې تخلص یې مخاطب کړی او هم یې شخصیت کړی دی. نو ممتاز صیب په لږو الفاظو، ډېر احساس او ژوره مانا سره بیت رغولی دی.
په اوږدو ردیفونو کې بیا خبره بله ده، سید شاه سعود وايي:
(بې له وحشته څوک په بله ژبه نه پوهېږي
انسانیته ! څوک په بله ژبه نه پوهېږي )
قلندرۍ درله سعوده سترګې ښکته کړلې
ځه ملامته څوک په بله ژبه نه پوهيږي
که وګورو په لومړي بیت کې وايي چې انسانان پرته له وحشته یو بل نه شي درک کولای خو په پای کې ځان هم ملامت کوي.
په بیت کې اوږد ردیف (څوک په بله ژبه نه پوهېږي) دې ته لار هواره کړې چې شاعر تخلص په فلسفي توګه وکاروي، ځکه سعود یوازې نوم نه دی، ځکه شاعر ځان مخاطب کړی او ځان ملامتوي چې دا په خپله د مسلې برخه ګرځي.
په اوږد بحر او اوږدو ردیفونو کې د شاعر تخلص راوړل ډېر کار ته اړتیا نه لري، خو ډېر وخت د بیت چورلیځ یا مرکز نه ګرځي خو په لنډ بحر کې ددې امکان ډېر دی، چې تخلص د بیت مرکز وګرځي.
ممتاز اورکزی په یو بل بیت کې خپل تخلص دوه ځلې راوړی چې همدا بیت ډېر مشهور شوی هم دی چې یو علت یې د ممتاز لفظ دی:
ممتازه ما ګلاب وه ورلېږلی چې يې خوښ وه
ممتازه رالېږلی يې واپس دی زما خوښ دی
په دې بیت کې ممتاز د شاعر د داخلي مکالمې برخه ده او مخاطب ګرځي خو دا چې دوه ځلې راغلی دې کار په بیت کې ډراماتیکه مکالمه هم جوړه کړي چې تخلص په یو کردار بدل شوی دی خو اصلي خبره دا ده چې په بیت کې د تخلص تکرار بیت ته موسیقي٬ ریتم او احساستي فشار ورکړی دی٬ چې دا د تخلص کارونې یوه بله هنري او خوندوره نمونه ده.
په غزل یا د غزل په بیتونو کې د نوم او تخلص راوړلو لپاره موقعیت هم ډېر رول لري٬ که د اجمل اند لاندې دوه بیتونه ولولو نو پوهیږو چې اند صیب په لومړي بیت کې خپل تخلص د بیت په لومړي نیم بیتي صدر په سر کې راغلی او د دویم بیت په دویم نیم بیتي عجز په سر کې راغلی لکه:
انده! راغه سږ کال غاټول ګلان ونه ټوکول
د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و
یا:
دې غرمه غرمه حالاتو مې د زړه زور را نه واخيست
اند( په نه څه) لمبه کيږم وچ سرګړی يم جانانه
د نوم او تخلص موقعیت ډېر مهم دی ځکه د تخلص او نوم لپاره په بیت کې ځای ټاکل د هر شاعر د وس کار نه دی خو ځینې دا کار په هنري توګه کوي چې دا کار د احساس د تشریح او یا بند پاتې کیدو وسیله ګرځي.
که د نظیف تکل بیت ولولو نو تکل تخلص د صدر په منځ کې راغلی دی لکه:
چاودی زړه پرې د تکل کوشېره ومه
که شمال د خپل هېواد راباندې تېر شو
په دا ډول بیتونو کې تخلص جلا نه وي بلکې د احساس برخه ګرځي نو زه فکر کوم چې د تخلص د موقعیت بدلون درې مهمې پایلې لري یو د ریتم او موسیقیت بدلون لکه مخکې بیت کې چې ممتاز اورکزي صیب همدا هنر کارولی و٬ دویم دا چې نوم او تخلص د بیت په پیل کې راوړل ټینګ، ناڅاپي او جلبوونکی وي لکه د اند صیب بیتونه او دریم په منځ کې نرم، روان او د فکر برخه ګرځي لکه د تکل صیب بیت خو که شاعر د تخلص او نوم موقعیت بدلوي دا کار شاعر د احساس د کنټرول او تنوع لپاره تر سره کوي.
یو بل څه هم مهم دي هغه دا چې اکثره بیتونو کې د تخلص راوړل د ندا په توګه یا د بل چا له خولې غږ کوي خو کله کله دا ندا له دریو هم زیاته شي او شعر د تخنیک له پلوه لوړ مقام ته رسوي لکه د بختیار تلاش دا بیت:
زما تلاشه! زما بخته! یاره!
چوپ، بې زبانه تا ته ودرېدم
د تلاش صیب په دې بیت کې د خطاب ځواک ډېر پیاوړی دی ځکه شاعر څلور ځله مخاطب بدلوي.
یو تلاش هڅه او لټون٬ دویم تلاش تخلص شخص٬ دریم بخت قسمت او څلورم یار محبوب.
بل په دې بیت کې درې نداوې چې یوه ندا یې دوې ماناوې لري عاطفه پیاوړي کوي ځکه لکه یو څوک چې شکایت هم کوي او مینه هم ورسره لري. خو د بیت عاطفه د( چوپ) یعنې د صدر له لومړۍ برخې پیلیږي.
نو په بیت کې تخلص د خطاب په بڼه راغلی خو د ځان دننه مکالمه یې جوړه کړې ده او بل دا چې لغوي مانا یې هم ورسره یوځای شوې٬ نو همدې ته د تخلص مانیز او رواني ادغام ویلی شو چې دا کار د تخلص د کارولو یو هنري تخنیک دی.
بل دا چې د صدر په منځ کې تخلص د صدر جوړښت ته رواني ورکوي لکه د رحیم سکندر دا بیت:
ته به خوشال وې سکندره خو ما نیم زړه وخوړ
فکر دې غټ شولو ؛ خو ورو ، ورو دې صورت کمیږي
کله چې تخلص په صدر کې طبيعي او نرم راشي نو رواني ساتي٬ ځکه که د صدر طبيعي جوړښت ته وګورو او تخلص ترې لرې کړو نو داسې به وي( ته به خوشال وې خو ما نیم زړه وخوړ) دا جمله بشپړه٬ روانه او مانا لري خو که همدې ته تخلص ورزیات کړو( ته به خوشال وې سکندره خو ما نیم زړه وخوړ) وینو چې جمله لا هم طبيعي ده٬ کوم ټکر٬ دریدنه او ماتونه په کې نه شته٬ بل د( سکندره) د صدر د وزن برخه ده که سکندره لفظ لرې شي وزن ماتیږي نو شاعر تخلص داسې ځای پر ځای کړی چې هم وزن وساتي، هم مانا ولري او هم د فکر ځای وګرځي.
یوه بله خبره هم له پام مه باسئ او هغه دا چې په بیت کې د نوم او تخلص انتخاب مهم تخنیکي انتخاب دی که تخلص راوړل شي نو دا غیر مستقیم٬ سمبولیک او هنري رنګ لري او که نوم راوړل شي نو مستقیم٬ حقیقي او شخصي کیږي.
ځینې نومونه یو څه سخت٬ مانا یې هم سخته او لفظي جوړښت یې له وزن سره نه جوړیږي نو دې وخت کې تخلص راوړل ښه دي خو که نوم راوړل شي نو په شعر کې صداقت هم رامنځته کوي مطلب هر څه مه کاروئ باید وګورو چې کوم یو سم او طبیعي دی.
خوشال خان خټک بابا او عبدالرحمن بابا خپل نومونه کارولي خو دا نومونه بشبړ نه وو بلکې د نومونو نیمه برخه یې کارولي لکه خوشال خان خټک(خوشال ) عبدالرحمن(رحمان ) عبدالقادر خان خټک(قادر )حمید مومند( حمید)افضل خان خټک( افضل)علي خان خټک( علي)دولت لواڼی(دولت ) خو د دوی په منځ کې کاظیم خان شیدا خپل تخلص د شعر برخه ګرځوه.
په اوسنۍ شاعرۍ کې خو د تخلص کارول زیات دي او ډېرو کمو شاعرانو خپل نوم کارولی او لا هم دوام ورکوي.
دا هر څه موږ ته دا څرګندوي چې په شعر کې نوم او تخلص یوازې د پېژندنې لپاره نه دی٬ دا یو مهم عنصر او تخنیک دی چې شاعران ترې ګټه اخلي.
اوسنۍ شاعرۍ کې دا دود پراخ شوی او بېلابېل هنري بڼې یې غوره کړې دي ځکه اوسني شاعران خپل نوم او تخلص کله د احساس د ژورتیا، کله د سمبول، کله د مکالمې٬ ریتم او کله د فلسفي ماناوو د وړاندې کولو لپاره کاروي. همدارنګه ځینې شاعران خپل تخلص د یوې کیسې، صحنې یا کرکټر په توګه وړاندې کوي، چې شعر ته ځانګړې ښکلا او ژورتیا وربښي.
ددې بحث له مخې موږ ته ښه پایله په لاس راځي او هغه دا چې د تخلص کارونه په اوسنۍ شاعرۍ کې له ساده پېژندنې څخه وتلې او د یو بشپړ هنري وسیلې بڼه یې غوره کړې ده، چې د شاعر د فکر، احساس او تخیل څرګندونه په نوې او ژوره توګه کوي چې باید نوره هم وڅیړل شي او شاعران له همدې تخنیکونو ګټه واخلي٬ دا ځکه که نوم او تخلص په سمه توګه ونه کارول شي ټول بیت پیکه کوي٬ د بیت په ریتم٬ مانا او احساس کې هم ګډوډي راولي.