“کوتره” د ډاکټر صاحب شریفې شریف د یوې لنډې کیسې نوم دی. یاد مې شي چې یو وخت مې کوچني ورور کور ته سپینه کوتره راوړې وه، وزرونه یې ور تړلي وو او کوټې ته یې راننه ایسته. ټولو ورته ویل چې کوتره بې ازاره ده، خوشي یې کړه، خو د ورور مې رحم نه پرې کېده، ویل یې چې “ملاقي” ده، اموخته کوم یې.
د کوترې معصومو، وارخطا سترګو مې زړه سوری کاوه، د تړلو وزرونو تر شا یې بلها کیسې پرتې وې. زړه مې طاقت ونشو کړای، ورور مې دلاسه کړ او کوتره مې خوشي کړه. کله مې چې په ازاده هوا کې د دې د وزرونو ټپ ټپ واورېده، زړه مې ورسره سکون شو، لکه یوه لویه بریا مې چې نصیب شوې وي.
د آغلې شریفې په دې کیسه کې هم یوه ګمنامه او بې ازاره کوتره (ښځه) ده چې په یوازیتوب کې د ژوند د ترخو شیبو مزه څکي.
دا کیسه سمبولیکه ده او زما په نظر دوه لوی اړخونه انځوروي، یو اړخ یې چې ښایي یوازې ماته به داسې ښکاري د افغان نجونو او مېرمنو په وړاندې هغه بدمرغه او خطرناک زنګ دی چې له دوی یې هر څه واخیستل. په کیسه یا داستان کې د ډېرو داسې پېښو اټکل شونی وي چې ښایي ځینې کسان یې دروغ وګڼي خو یو وخت هغه ریښتیا شي. د دې کیسې په پیل کې د یوې ښځې یا نجلۍ خبرې او خیال داسې انځور شوی دی چې دا اسمان ویني او ځان داسې ګڼي لکه کوتره، چې هرې خوا ته وغواړي الوتلی شي: “زما او د لوړ اسمان تر منځ هېڅ شی نشته، هېڅ خنډ. یو ذره ګرد هم نه ښکاري. په اسانه اسمان ته ختلای شم. یو وارې مې په یاد شي چې زه خو الوتی شم. لاسونه مې دواړو خواوو ته وغځوم او ویې ښوروم. لکه کوتره پښې مې له ځمکې پورته کیږي او الوځم، دغه دی اسمان ته ور نږدې کېږم. رسېږم…. ” دا خیال په همدې ځای قطع کیږي او ناڅاپه یو زنګ وهل کیږي، ښکاره نه ده چې زنګ د څه شي دی؟ دا لاندې ګوري چې نه پولیس شته، نه موټر او نه امبولانس خو غږ لا پسې اوچتېږي. د دې زنګ سره د دې وزرې سپکیږي، نور پاس نشي الوتی او فکر کوي چې کښته راځي: “زنګونه وهل کیږي. د پولیسو د موټر غږ دی، که د امبولانس خو همداسې غږیږي. لاندې ګورم. د پولیسو او امبولانس نښې نشته خو غږ لا اوچتیږي. لاندې ګورم، دا وارې مې وزرې سپکیږي او زه نوره پاس نشم الوتی، ښکته راځم.”
په کیسه کې په داسې هنري بڼه د کرکټر د حالت بدلون د عالي کیسو بېلګه ده چې فکر کوم په پښتو کیسو کې دا اړخ یو څه کمزوری دی. تخنيکي برخه که بیخي پریږدو، دا کیسه زموږ لپاره ډېر څه بیانوي: که د خپل وطن حالاتو ته فکر وکړو له سیاسي تحول وړاندې، هرې نجلۍ بې شمېره هیلې درلودې. طبعا هیلې هغه وخت ډېرې پیدا کیږي چې کله یې د پوره کېدلو تمه وي. هغه وخت که هر څنګه و، د ښځو ازادۍ او څه ناڅه د دوی حقوقو ته پاملرنه کېدله. تقریبا د نوي فیصده کورنیو ارزو دا وه چې د نارینه وو تر څنګ یې ښځينه هم د علم په ډیوو سمبال شي خو دا هرڅه یوه بدلون له منځه یوړل او افغانې مېرمنې یوه داسې کړنګ ته ولوېدې چې راپورته کېدل به یې یو خیال او خوب ته ورته وي.
د ډاکترې شریفې شریف اکثریت کیسې د افغان ښځو په اړه لیکل شوې دي. که څه هم دا په بهر کې ژوند کوي خو په وطن کې د خپلو لوېدلو خویندو او ملالو درد په خپلو کیسو کې تر ډېرو ښه انځوروي.
دا کیسه “کوتره” به نه پوهېږم څه وخت لیکل شوي وي خو فکر کوم د جمهوريت له راپرځیدو وړاندې لیکل شوې ده. په تاریخي لحاظ په دې کیسه کې په سمبولیکه بڼه دومره لویه وړاندوینه د لیکوالې لوی فکر او پوهه راښیي.
دا کیسه یو بل وخت هم انځوروي، یعني د کورنا خونړی او بدمرغه دوران چې انسانان یې په سخته ویره کې اچولي وو او له یو بل یې د جلاتوب ژوند پرې تجربه کاوه. د کیسې په وروستۍ برخه کې راغلي: “د راډیو او تلویزیون غږونه — کله د یو او کله د بل جنګ وي. ټول پخواني او زاړه خبرونه دي، شمېرې یې او نومونه یې بدلیږي: څو تنه نوي په کویډ ١٩ اخته شوي؟ څو تنه مړه شوي او څو به مري… ماښام شي. د مخامخ ودانۍ د خونو څراغونه لګول کیږي. زه هم څراغ لګوم. پردې کشوم. اول د وړې کړکۍ پرده بیا د لویې. ودانۍ، جهیل او اسمان ټول پټ شي. زما خونه هم د مخامخ ودانۍ د خلکو له نظره پټیږي”
کلونه وروسته ښایي نوی نسل د کورنا یا کویډ ١٩ په اړه دومره ونه پوهیږي خو دا کیسه به د هغه وخت یو نه هیریدونکی تصویر ورته انځورکړي.
که خپلې خبرې په دې جملو راونغاړم، مبالغه به نه وي چې د اغلې شریفې شریف کیسې هم د تخنیک او هم د هنر په لحاظ تر ډیرو پښتو کیسو عالي او بې جوړي دي.
2023/ اکتوبر/ 5
کابل
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.