یو وخت مې د افغان ادبي بهیر په غونډه کې ویلي وو چې په داستان باندې د داستان د کرکټر د نوم ایښودل، اسان او ناکام انتخاب دی خو د نصیراحمد احمدي د نوي کتاب نوم یعنې جوجو به اسان انتخاب وي ولې ناکامه نه دی. جُوجوُ د یوه بل ستوري اوسېدونکی دی، هورې په ښوونځي کې سبق وایي او د تحقیق لپاره د ځمکې کرې ته او دلته بیا د پښتنو یوې سیمې ته راغلی دی. دی چې د پیري غوندې نااشنا شی دی، نااشنا نوم ورسره خوند کوي.
ښاغلی احمدي د صحنو ( ځایزمان) د جوړولو استاد دی او دغه استادي یې په دې کتاب کې هم وینو.
هره کیسه د صحنو ټولګه ده. که یوه کیسه له دېوال سره تشبیه کړو نو صحنې له هغو خښتو سره تشبیه کولای شو چې همدا دېوال ورنه رغېدلی دی. په تیاتر کې د هر هغه عمل ننداره د ډرامې یوه صحنه بولو چې په واحد زمان او مکان کې وي. کله چې د پېښو زمان او مکان بدلېږي، صحنه هم ورسره بدلېږي. په تیاتر کې معمولا د پردې د راکوزېدو، له سټېج څخه د څو شېبو په مخه د ممثلانو د وتلو او یا چوپتیا په وسیله له یوې صحنې څخه بلې ته اوړو. همدا د صحنې اصطلاح د کیسې بحث ته هم راغلې ده. په کیسو کې هغه څه ته صحنه وایو چې په واحد زمان او مکان کې پېښېږي او لوستونکي ته په مسقیم ډول وړاندې کېږي.
د ښاغلي احمدي د کیسو صحنې معمولا واضحې او محسوسې وي او د اجزاوو ترتیب یې منطقي وي. په جوجو کې لولو چې د هلکانو د لوبو توپ باغ ته لوېدلی دی. تواب چې د داستان اصلي کرکټر دی، غواړي په توپ پسې باغ ته واوړي. لیکوال لیکي: « یو هلک په بیړه ولاړ شو، د دواړو لاسونو ګوتې یې سره وروستې، تواب پښه پرې کېښوده، غبرګ لاسونه یې د پخڅې سر ته ورسېدل. پښې ته یې زور ورکړ، له پورته مړې لوټې راولوېدې، درب شو، تواب په باغ کې و.»
دلته په پېښو کې دقیق زماني او منطقي ترتیب وینو. د دیوال له سره لوټې طبعا هغه وخت راخطا کېږي چې لاسونه ورپورې ولګوو او اول به درب اورو بیا به دا ګڼو چې تواب باغ ته کوز شوی دی. مونږ دلته د صحنې هر جز احساسولای شو، ځکه سترګو ته مو درېږي او یا یې اورو ( درب شو).
د یوې ښې صحنې جملې په یو بل پسې په منطقي ډول راغلې وي، حسي کلمو ته پکې تمایل موجود وي او کلیشه شوي ترکیبونه، عبارتونه او تصویرونه پکې نه وي. د جوجو اکثره صحنې همدا ځانګړنې لري.
تواب چې په لومړي ځل جوجو ویني، له وېرې چېغه کوي چې : ادې! احمدي صاحب لیکي: « په کلا کې زوروره ناره راوګرځېده.» دا جمله نوې ده او نارې ته د فاعل د نقش ورکولو د هغې قوت او هیبت زیات کړی دی. د جوجو په نثر کې دغسې ظرافتونه زیات دي.
د ناول او کیسې لیکوال که چاپېریال بېل معرفي کوي او پېښې بېلې بیانوي، د روایت وحدت او انسجام یې ممکن کمزوری شي، د داستان حرکت شاید غیر متعادل شي او زموږ پام تیت و پرک شي. احمدي صاحب هڅه کړې ده چې د کرکټرونو اعمال او د چاپیریال په باره کې معلومات سره یو ځای کړي. د ده د دې هڅې ځینې مثالونه د هر هغه چا پکارېدلای شي چې غواړي ښې کیسې ولیکي.
تواب چې په اوله کې جوجو ولید او بېهوشه شو، ملا ورته راوړل شو چې علاج یې وکړي. د تواب دوی کور ته د ملا د راتګ صحنه داسې بیانېږي:« په دهلېز کې ډډ نارینه غږ واورېدل شو: یاالله ، ملا صاحب راغی.
ښځو منډه واخیسته، یوې تفدانۍ په پښه ووهله، د بلې د ټکري پیڅکه د بدنۍ په څوښکه کې بنده شوه، ټولې له کوټې ووتې.» دلته د کرکټرونو اعمال او د چاپیریال بیان سره اخښل شوي دي.
یو بل ځای لولو: « یو پتنوس ورېږدېد، یوې پېغلې پیالې پرغولي کېښودې، بلې توره چایجوشه راوړه.» که بې تجربې کیسه لیکوال وای، نو شاید لیکل به یې: یوې پېغلې پتنوس راوړ. وارخطا وه او وېرې اخیستې وه نو لاس یې ورېږدېد… خو احمدي صاحب پتنوس رېږدولی دی چې هم نثر تازه شي، هم د پېغلې د روحي حالت په باره کې یو تصور راپیدا شي او هم دغه روحي حالت د چاپېریال له یو جز سره ( پتنوس ) د یو ځای کولو له لارې زموږ سترګو ته ودرېږي.
جوجو د پیغامونو په لحاظ غني اثر دی. دلته په پښتني ټولنې باندې سختې نیوکې کېږي. ځینې نیوکې په جګړه مارو باندې دي چې مثلا پول ړنګوي یا د شمسیو بېټرۍ پټوي او وطن ته تاوان رسوي. ځینې نورې نیوکې د ټولنې په کلتور باندې دي چې مثلا نجونو او ښځو ته په درنه سترګه نه ګوري. په دغه اثر کې داسې نیوکې هم شته چې له ټول بشر سره تعلق لري. یو ځای جوجو وایي: « زما په فکر انسان تر هر څه مضر او خطرناکه دی، یوازې خپل ځان ته اهمیت ورکوي، دا نه وایي چې د ځمکې نور موجودات هم د ژوند کولو حق لري او کنه.» په دې کتاب کې له نورو ژویو سره د انسان بې انصافي څو ځایه نوره هم یاده شوې ده. مهاتما ګاندي ویلي وو چې د یو قام د اخلاقو اندازه له هغه سلوکه لګولی شو چې دوی یې له حیواناتو سره کوي.
څرنګه چې جوجو د حیواناتو په ژبه پوهېږي نو په دې کتاب کې د نورو ژویو ذکر ډېر کېږي. یو ځای لولو چې موږک د خپلې لور د ژوند په برخه کې ډېر حساس دی خو زموږ د ټولنې پلرونه په بدۍ کې خپلې لوڼې ورکوي او همداسې یوه نجلۍ ځان وژني.
زما په نظر د ښاغلي احمدي په دې اثر کې کرکټرایزېشن ته خاصه توجه نه ده شوې. جوجو او تواب د دې داستان دوه اصلي کرکټرونه دي. ګومان کوم لیکوال په دې پوره غور نه دی کړی چې د جوجو د ځانګړنو حدود وټاکي. جوجو چې ډېر پرمختللی موجود دی او د خورا مهذبو انسانانو غوندې اخلاقي نظریات لري، یو ځای وایي:« لومړی ایران ته لاړم، د مکتب یوه زده کوونکي ته مې ځان وروښود، زړه یې ودرېد. بیا مې ستاسو وطن ته مخه کړه، دا کلی مې وموند، خو که ته هم مرسته راسره ونه کړې …» بهتره دا وه چې جوجو د خپلې پرمختللې ټکنالوژي په مرسته او د خپلې اخلاقي روحیې په حکم داسې څه نه وای کړي چې د یوه هلک زړه ودرېږي. دغه راز جوجو یو ځای د یوه سړي د وېرولو له لارې له هغه څخه پنځه لکه افغانۍ اخلي او هغې بېوزلې کونډې ته یې ورکوي چې دغه سړی یې له مجبورۍ څخه استفاده کوي او د پیسو په بدل کې جنسي رابطه ورسره ساتي. د جوجو دا کار به یو وخت کاکه ګانو، عیارانو او پایلوچانو کاوه. د هغوی دغه ډول چلند چې له ځانونو یې قاضیان او د عدالت مجریان جوړول، د انصاف په پرمختللي سستم کې د منلو نه دی. جوجو چې د لوړو ایډیالونو او فکرونو سیمبول دی، دغسې څه ورسره نه ښایي.
که کرکټرونه پېښې وزېږوي او پېښې کرکټرونه بدل کړي، دا د داستان لپاره ډېره مناسبه لړۍ ده خو د جوجو او تواب کرکټرونه له پېښو سره دغسې رابطه نه لري یا دا رابطه ډېره محسوسه نه ده.
جوجو یو ځای وايي: « … د خندا له لاسه په هماغه خوا مرغۍ نه ورتلې ، پر اخوره ولاړ خره هم خندل خو د هغه خندا منطقي وه، خره د انسانانو په ساده توب پورې خندل.»
د کیسو غیر انسان کرکټرونه چې خبرې کوي یا عمل کوي، بهتره ده دغه خبرې او عمل په دوی پورې له منسوبو ځانګړنو ډېر لرې نه وي. خر او منطق زموږ په کلتور کې له یو بل سره نه پیوند کېږي. دغه راز ا لانسان حیوان ضاحک زموږ د منطق د کتابونو مشهوره جمله ده ، مانا دا چې خندا یوازې د انسان ځانګړنه ګڼل کېږي.
د دې کتاب لویه برخه له مکالمو جوړه ده. مکالمه هغه وخت ډېره ژوندۍ وي چې ټکر پکې وي. دلته د ټکر خاصیت کم دی.
د احمدي صاحب نثر د پښتو کیسو په بهترینو نثرونو کې حساب دی خو په یوه نیم ټکي یې نیوکه کېدای شي. مثلا په ۲۹ مخ کې لولو: « دا خبره په لیکلو ارزي، په دې وطن کې پوه سړی ناپوه دی او ناپوه هم عاقل.» دلته ( هم ) اضافي ښکاري او د عاقل په ځای ( پوه) لا ښه و. لیکوال یو دوه ځایه لیکلي دي چې پلاني « د هو په بڼه سر وخوځاوه.» څرنګه چې ( هو) بڼه نه لري، نو داسې بهتره وه: هلک سر وخوځاوه، مانا هو. یا: هلک د هو سر خوځاوه.
نصیر احمد احمدي د افغانستان د ځوان کهول کمساری لیکوال دی. پکار ده چې په کتابونو باندې یې په پوهنتونونو کې خبرې وشي او محصلان ورنه د هنري نثر باریکۍ زده کړي.