ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی
خدای دې سړی له هغې ورځي ساتې چې د ژوند ورځي ورته په بل مخ شي.او په بدو ورته واوړي! ما چې د داسې ورځو د زغملو وس نه درلود. نو ډاډه یم چې هیڅوک هم نه شي کولای دا سختي ورځي وزغمي، او یا دې ورسره مقاومت وکړي…
ما خو دا میړانه درلوده چې ځانوژنه وکړم، ځان د ژوند له ستونزو څخه بې غمه کړم. خو ځینې شته چې د ورځي زر وارې مري او بیا را ژوندي کېږي!! زه دا خاطرې دهغوو له پاره لیکم. دوه ورځي او دوه شپې مې ښځه او اولادونه وږي ول. د خوړلو له پاره مې هیڅ څه پیدا نه کړل. چې دښځي او ماشومانو ګیډې ورډکې کړم…. خپله خو په هر ډول چې کېده صبر مې کولای شوای. خو د ښځي او ماشومانو ځواب مې نه شوای ویلای. هر چاته چې مې تمه کېده ورغلم. خو بیرته تر نهیلی را ستنیدم… ټول ورونه مې په مخ تړل شوي وو… یوازنۍ لاره چې راته اسانه ښکاره شوه. نوهغه ځان وژنه وه!… خو له دې بیا ناخبره وم چې ځان وژنه تر ژوند کولو سخته ده!… تر ټولو اسانه لاره دا وه چې زه باید ځان په سیند کې غرق کړم… دا استانبول ټول ساحلونه مې ولټول، داسې ځای مې ونه موند چې ځان سیند ته ورغوځوم، ځکه چې د سیند ټولې غاړې شتمنو او په ګیډه مړو خلکو په خپله ولکه کې راوستي وي، هالته يي ښکلي باغونه او ماڼۍ جوړې کړي وي… یوه ورځ په څه خواریو پرته له ټکټ څخه په یوه کښتۍ کې سپور شوم…غوښتل مې کله چې کښتۍ د سیند نیمايي ته رسیدونکې شي نو بیا به ځان سیند ته غورځوم. خو په کښتۍ کې دومره ګڼه ګوڼه وه. چې خلک د یوه او بل په سرونو ختل. په ډیر زحمت او کړاو سره وتوانیدم چې ځاند کښتۍ یوې اورسۍ ته ورسوم… نو بیا مې پریکړه وکړه. چې ږیرې په تیره چاړه باندې د غاړې یو رګ غوڅ کړم…هغه هم و نشوو. ځکه په دې ورځو کې دا چړې هم داسې پڅي شوي چې د چا د ږیرې ویښته نه شي خریلی. دا خو پریږده چې رګ غوڅ کړي.!…
له ځانه سره مې وویل: ـ خامخا مې د مرګ شیبه مې نه ده را رسیدلي. ښايي که یوڅو ورځي نور هم ژوندی پاته شم نو کېدای شي چې حال او کاروبار به مې ښه شي.!!…
زما د ښوونځي د دورې ملګري احسان ان لا په هغه وخت کې د خپل پلار په باد راوړي شتمنۍ باندې سوداګري پیل کړه. د ښوونځی درسونه يي هم نیمګړي پریښودل. زه پوهیدمه چې په نس موړ او ښه شتمن و… نو مې له ځانه سره وویل:
ـ ښه به دا وي چې دا یو هم په خپل حال خبر کړم. که يي راته د یوه کار غوټه په لاس راکړه او خلاصه يي کړم. د احسان تر کوره پورې مې دوه درې کوڅې مزل وکړ… د هغه خدمتګار دروازه زما په مخ خلاصه کړه، د خپل نوم د یادولو تر خوا مې ورته ویل:
ـ ښاغلي احسان صاحب ته ووایه، چې څو شیبې در سره کار لرم. خدمتګار څو شیبې وروسته راغی او راته يي وویل:
ـ بادار له میلمنو سره ناست دی او وايي تاسو دننه راشئ!…
زړه مې نه و. چې د میلمنو په مخکې يي ورسره ووینم، ځکه حال مې خراب و. خو خدمتګار په ټینګار راته وویل: راځئ تاسو بادار غوښتي یاست… زه يي هالته وروستم. میلمانه په شور او زوږ په خوړلو او څیښلو بوخت ول… د وره خواته کېناستم ترڅو په یوه مناسب وخت کې احسان ته خپل حال ووایم…
احسان له خپلو ملګرو اومیلمنو سره ناست و… له ما يي وغوښتل چې خپل حال ورته ووایم… لومړی مې هڅه وکړه چې اصلی خبره ورته ونکړم. ځکه نه مې غوښتل چې دده ملیمانه زما خبرې واورې. خو دا چې وخت تیریده او احسان هم ټینګار کاوه، نو مې د خپل ژوند داستان او شته ستونزې او بیا مې د ځان وژنې په اړه هم ورته وویل:میلمنو په پوره لیوالتیا زما خبرې اوریدې… زما ستونی را ډک ډک کېده. غریو نیولی وم، په ډیر زحمت مې د ژړا مخه ونیوله، خو میلمنو په کړس، کړس خندل… ان یوې میرمنې چې د څښلو ډک ګیلاس يي په لاس کې وه د خندا له زوره ځان تکېه نشوای کړای.او په یوه نارینه باندې ور لویده ! یو بل میلمه هم دومره وخندل چې له سترګو يې اوښکې تویدې! د مخه ښې په وخت کې احسان په ورغوي کې پینځه لیرې را کېښودې ا و راته يي وویل: که هر وخت دې زړه وغوښتل دلته راځه. نه پوهیدم په دې پینځو لیرو څه وکړم ځکه د ماشومانو او ښځي له پاره مې یوازې ډوډۍ هم نه شوای اخیستی. په یوه بیړنې پریکړه کې مې تصمیم ونیو چې د موږکانو دوا (مرګ موش) واخلم او په دې توګه ژوند ته د پای ټکې کېږدم. ولاړم د مږکانو د دوا یو پاکټ مې واخیست. بیا پارک ته ننوتم. هالته د اوبو د نل ته کېناستم، د مږکانو دوا مې په ستونې کې کېښوده. د اوبو نل ته مې خوله ونیوه او راخوشی مې کړ. وروسته په ډاډه زړه په یوه اوږده څوکۍ و غځیدم. ډیر وخت لا نه و تیر شوی چې سترګي مې درنې شوې… سر مې دروند او پښې مې هم را پسې مړې شوې. بیا په ابدي خوب ویده شوم!!! ډیر وخت لا نه و تیر شوی چې د پارک د ساتونکې سترګې را باندې ولګیدې، خواته مې راغی او داسې يي انګیرله چې زه ویده یم. دوه درې ځلې يي وښورولم…بیا را ټیټ شو. غوږ يي زما ټټر او بیا خولې ته ونیو، دا چې وپوهیده زه ساه نه باسم… دی هم پوه شو چې مړ یم… وارخطا او رنګ يې ژیړ شو… لاسونه او پښې يي ولړزیدل، ژبه يي بنده، بنده کېده! زړه يې کېده چې چېغه کړي. خو ستونې يي نیولی او تنګ شوی و. غږ ترې نه وت… ما کابو خندلي و. خو بیا هم وتوانیدم د خندا مخه مې ونیوله، ځکه ډاریدم چې بیا به را ژوندی او بیا له هماغو ستونزو او بدبختیو سره مخ شم! د پارک ساتونکې په ویرې د پارک د دروازې په لورې ولاړ. یوڅو لاروي يي له ځانه سره راوستل… لارویانو زه د ککړو شیانو په لوی بیرل وزمه ظرف کې وغورځولم…هن…هن..چک څک يي کاوه، وروسته بیا تر روغتونه ورسول شوم. بیا یی عدلی طب ته په یوه شیبه کې یوړم… بیا يي هالته هم لکه یوه زړه بړستن په تخنو کې تاوو کړم… او په یوه سړه جعبه کې کېښودم. ور يي را پسي وتاړه!… خوا ته مې د یوې بوډۍ مړی هم اوږد پروت و. په لړزیدونکې غږ يي راته وویل:
ـ په خیر راغلي ځوانه… ته ولي په دې عمر کې مړ شوي؟
ځواب مې ورکړ:
ـ زه مړ نه یم! … ځان وژنه مې کړي!…
په حیرانۍ يي راته وویل:
ـ نو ځان وژنه دې ولي وکړه؟
ـ بس نو په هغې دنیا کې مې ښه ژوند و!… خو زه ورڅخه ستړی شوی وم! زړه بوډۍ پوه شوه چې زه ورسره ټوکې کوم… تندی يي تریو او ګونځي ګونځي شو. بیا يي وویل:
ـ چټیات مه وایه… په دې ورځو کې په دنیا کې هیڅوک هم ښه ژوند نه لري!…
ځواب مې ورکړ:
ـ ته به ډیر وخت کېږي مړه شوي يي له دنیا به نه يي خبره؟
زړې ښځي وویل:
ـ کابو دوه میاشتي کېږي چې مړه شوي یم.
اوس نو زما وار و. چې حیران شم. ترې ومې پوښتل:
ـ حیران یم، دوه میاشتی کېږی مړه شوي يي لا يي تر عدلي طب پورې نه يي رسولي؟
ـ دا خو نو څه د حیرانتیا خبره نه ده… لا مې وار نه دی را رسیدلی!…
دواړه یوه شیبه غلي وو… بوډۍ بیا را رانه وپوښتل:
ـ ته څومره وخت کېږي چې مړ شوی يي؟
ـ دوه ساعته وړاندې.
زړې ښځي باور نه کاوه بیا يي وویل:
ـ څرنګه دې دومره ژر کارونه سم شول او بیا تر قانوني ډاکتر پوري هم راورسیدي.؟
ـ کارونه مې کم و!…
ـ نو بیا خو بختور يي طالع دې ښې دي!
و مې پوښتل:
ـ څنګه مړی هم ښې او بدې طالع لري؟!
ـ خود نو…؟ لس، پینځلس ورځي چې دلته پاته شي بیا به وپوهیږي!…
ـ نو ولي يي تاسو دلته دومره وځنډولۍ؟
ـ یو څه خو زما زامن هم ښه نه کوي… نه غواړې چې دولت زما له مړینې خبر شي!
ـ ولي؟!
ـ له دې امله چې کوپون زما په نوم دی… که چېرته دولت وپوهیږي چې زه مړه یم نو بیا مې کوپون له کاره لویږي! زامن مې حاضر نه دي چې زما له میراثه سترګي پټي کړي. خو دې ته بیا تیار نه دي چې کوپون له کاره ووزی!
له زړې ښځې مې بیا وپوښتل:
ـ دا خو به دا ټول مړي همداسې مشکلات او ستونزې لري؟
ـ هو نو… دځینو خو حال لا له ما هم خراب دی… هاغه ښځه ویني… چې د دیوال خواته پرته ده… تر اوسه پوره شپږ اوه وارې مړه او ژوندۍ شوي ده… هر وارې چې وغواړې هدیرې ته يي یوسي او ښخه يي کړې، بیا را ژوندي شي. بیرته يي کور ته یوسي. خو هالته چې د ژوند ستونزې وویني بیا مړه شي!!
په دغه وخت کې مې د یوه بل مړ ډډ غږ واویده:
ـ ددې ډاکترانو له لاسه خو ترپوزې پورې را ورسیدم!
کېڼ لورې ته مې را وکتل، یو بل مړی هم اوږد غځیدلی و. ترې ومې پوښتل:
ـ ته هم مړ شوی يي؟!…
په ډډ غږ يي راته وویل: زه مړ نه یم وفات شوی یم!… تاسو لکه چې ورځپاڼې نه لولۍ؟
ټولو مهمو خپرونو زما په مړینه خواشېنې ښودلې او ډیرو زما په اړه لیکنې کړي دي!
ترې ومې پوښتل:
ـ تاسو ته يي مقالې لیکلي دي؟
ـ يه یه… د خواشینۍ او ډاډګیرنې خبرونه يي چاپ کړی دي. زما کورنۍ، ټولو دوستانو، اشنایانو او د موسسو ملګرو مې اونیزو، ورځپانو او نورو خپرونو ته زما د مرګ په اړه په تفصیل لیکنې او اعلانونه لیږلي وو… کڼو، ړندو او بیسوادو وګړو هم دا لیکنې لوستي… تا څنګه نه دې لوستي؟!
ــ خواشینی یم چې ما دا اعلانونه، نه و لیدلی او لوستلی…
ـ دا اعلانونه او لیکنې دومره ښکلي او ښایسته وي چې زه له خپل مرګ څخه خوشاله شوم. یوه لیکلي و. (یوه ترخه ضایعه) بل لیکلي و.(دردناکه نشتون) هغه بل لیکلي و. زما پلار… خاوند مې… د ښځي پلار مې… زوم مې… د فلاني شرکت ریس… زموږ دمملکت پیژندل شوي څیره… د سلیمان پاشا صدراعظم زوی، د قاسم لمسی، د بایرام پاشا زوم…دې مشهور مړي پرله پسې خبرې کولي. او دده د مړینې په اړه د خپرو شویو ډاډګیرنو او تسلیت پیغامونو په اړه غږیده… ما دهغه خبرې ور پرې کړي. ورته ومې ویل:
ـ ما هم جنابعالي وپیژاند… نور نو زحمت مه باسه… زه وپوهیدم چې ته یو مهم شخصیت يي ، یوازې خو دا راته ووایه نو دلته ولی راغلی يي؟
مشهور سړي راته وویل:
ـ هدیره نه پیدا کېږي… کورنۍ مې نه غواړي چې ما په عمومي او عادې هدیره کې ښخ کړي، بلکې غواړي چې زهباید یو لوکس او مجلل قبر ولرم!! په دې ورځو کې خو هدیرو هم تور بازار پیدا کړی. نو د لوکس قبر پیدا کول هم ستونزمن کار دی!
ـ نو مړي ته څه فرق کوي چې په څه ډول قبر کې ښخ شي؟!
راته يي وویل: دا به ښايي د مړه له پاره کوم فرق ونه لري. خو د ژوندیو له پاره بیا ډیر تاثیر لري. په تیره بیا زموږ د کورنۍ له پاره چې یوه با شرفه کورنۍ ده. ځکه زموږ د موسسو، د فترونو، سوداګریزو شرکتونو او مقاماتو تر منځ خو بیا سیالي تاته نه ده معلومه، باید زما قبر د هغه شرکت د ریس د پلار تر قبر لوکس وي، کوم چې دوه اونۍ وړاندې مړ شوی. او شرکت يي له موږ سره سیالي لري. کنه بیا زموږ د شرکت اعتبار ته تاوان رسیږي.!… زه باید په یوه غونډۍ ښخ شم!… چې هر څوک مې له لیري وویني…لکه هاغه نور مشهور مړي!…
بیا مې ورته وویل: ښه نو چې پیسې يي شته نو ولي بیا ځنډ کوي.
ـ مشهور مړي په خواشینۍ سره ځواب راکړ:
ـ اریزه( اصلي) خبره خو داده چې د هدیرو ټولې ځمکې زموږ شرکت اخیستي دي! کورنۍ مې ددې ځمکو د بیو لوړیدو ته انتظار باسي. څو زما د قبر له پاره زیاتې پیسې تر ګوتو کړي! ددغه مشهور مړي خبرو داسې په تنګ کړم چې دا مې هیر شول چې زه مړ یم! ناڅاپه مې لاس پورته کړ او دهغه په غوږ مې یو سوک ور ختا کړ… لاس مې سخت درد وکړ. له ډیره درد را په سد شوم! سترګې مې وغړولي. څوکسه مې سر ته ولاړ و، لومړي سوچ یوړم چې دا به پرښتي راته ولاړي وی. پوښتنې او ځوابونو ته به راغلی وي. خو ژر پوه شوم. چې یو ساتونکې و. درۍ نور هم لارویان او څو نور هم د پارک مامورین، د بوټ په نوک يي په اوږه ووهلم بیا يي وویل:
ـ پورته شه په خپل کار پسي روان شه! د پارک دروازې تړلې کېږي!
له خپله ځایه راپورته شوم او لاهم ګنګس وم. ومې پوښتل:
ـ زه لکه چې نه یم مړ؟!
ټولو په زوره، زوره وخندل او ساتونکې وویل:
ـ دومره په اساني به مړ کېږي؟
بیا مي د موږکانو د دوا کڅوړه ور وښوده ورته ومې ویل:
ـ دا د موږکانو د مرګ دوا مې وخوړله، زه لا هم ژوندی یم؟ْ !
بیا ټولو وخندل او ساتونکې راته وویل:
ـ ناپوه سړیه… ته نه پوهیږي چې اوس ټولې دواوې له وخته تیرې یا هم کلپي(تقلبي) دي؟ !
پورته شه مخ دې ورک کړه. بیا يې تر بغل ونیولم او په څکېدو، څکېدو يي تر پارک راویستم. د پنجرو خواته يي وغورځولم، زه هم د تقلبي دوا پلورنکو د کار له برکته اوکه به مې ښايي دعمر کاسه نه وه ډکه، مړ نه شوم. په دنیا کې پاته شوم. ځکه چې یو څو ورځي باید نور هم ځور ووینم، وروسته د ځان وژنې له پيښې دا ستونزه هم راته پیدا شوه. چې د موږکانو ددوا له خوړلو سره مې معده پاکه او چېنجې هم ولویدل. اشتها مې څو برابره زیاته شوي اوپه ډوډۍ نه مړیږم.
ژباړه اسدالله بلهار جلالزی