پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو ژبې د (څ) توري اړیکې د دري ژبې له (چ)...

د پښتو ژبې د (څ) توري اړیکې د دري ژبې له (چ) توري سره

حبیب الرحمن رحیمی –

د پښتو او دري ژبو ترمنځ ډیرې اړیکې شته چې له دې یو هم دا دي چې ځینې توري یې مشترک مګر له  دري څخه د پښتو ځينې توري زیات دي لکه ټ، څ، ځ، ږ، ړ، ښ او ڼ دي  چې همدغه  حروف  بیا د دې لامل شوي هم دي چې د پښتو او دري شریکې کلیمې یې په لږ تو پير بیلې کړي  د بیلګې په ډول  چې موږ دلته یوازې د څ توري څو نمونې را اخستې دي چې د دري ژبې د توریو د کموالي له مخې په چ  اوړي  :

پښتو          دري

څراغ           چراغ

څپلۍ            چپلي

څاه              چاه  

څیله             چله

څلوېښت       چل

څادر            چادر

څرم             چرم

د څرم یا چرم کلیمه د پښتو ژبې له څرمن کلیمې څخه را اخستل شوې ده کوم چې د څارویو د پوستکي مانا ورکوي  خو کله چې د دري ژبې ته ننوتې ده د چرم بڼه یې خپله کړی ده بیا یې په دې بڼه پرا ختیا موندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...