پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبد ښار شاعري/ داد محمد ناوک

د ښار شاعري/ داد محمد ناوک

زه په خپله شاعري ياد پند لپاره لولم يا د خوند؛ خودا بايد ومنو،چې هغه پند سړى ښه اورېداى شي، چې په خوند کې نغاړل شوى وي؛ مګر دا بيا بېل بحث رازېږوي، چې د خوندونو څکې هم سره توپير لري. اما هر چاته د خپل (خپلتوب) په خاطر (خپله څکه) معياري څکه ښکارېږي. خو زما بيا د خوند له اړخه لوستل  کمزوري ځکه وي، چې موږ لا هم نږدې له هرڅه نه د مادي ګټې تمه کوو او هغه څه چې اروايي سکون يا هم مانيز قوت راکوي، پردي راته ښکاري.

شاعر ښايي ځکه خپلې خبرې سره پېيلې کړې وي، چې يو موسقيت او اهنګ هم پکې پروت وي او پر مخامخ لوري اثر هم وکړي. خو زموږ د ځينو شعرونو تفصيل او تعبير کلکې مطالعې ته اړتيالري، چې زه تل له ملګرو سره دغې خبرې ته په کتو همدا برخه د (ادب د ادب لپاره) ګڼم. کېداى شي، دغسې شعرونه ځکه ويل شوي وي، چې که شاغري بېخې  بربنډه وي، نو بيا خو به پيغام هرچاته روښانه ښکاري، په داسې حال کې چې زه په خپله پردې اند يم، چې د يو ښه شعر ځانګړنه دا ده، چې هرڅوک ترې بېلابېل تعبيرونه واخيستلاى شي او همدارنګه د ښه شاعر همداځانګړنه ده، چې د ټولنې له هرې طبقې مينه وال ولري. دغه د مينه والو موندنه په شعري قوت پورې تړلې خبره ده اود شعري قوت درک په شعري ذوق پورې، او په هره ټولنه کې شعري ذوقونه شته، چې پالنه يا بډايينه يې شاعران ښه کولاى شي.

    (زه د ښار هغه شاعريم) د ښاغلي اجمل تورمان نوې شاعري ده، پردې مانا هغه څه چې ده شاعرانه کړي يا مخکې نه وو شوي، يا هم ډېرلږ. خو ايا د ښار مصنوعي ښکلا او حتى تر ډېره بريده مصنوعي چال چلند، يارانه او آن مصنوعي ژوند پرشاعرانه کولو ارزي؟ د ښار شاعري به په کلي کې هم لوستونکي ولري؟

     که څوک په ښار کې اوسي؛ نو د کلي ګودر که يې لېدلى هم نه وي، خو کيسې يې اورېدلې وي، تاسې به ليدلې وي، چې دښار د يو تعمير په څلورم پوړ کې د کلي د ګودر او پېزوان شعر ته چکچکې کېږي، خو زموږ کليوال چې لا کېمره لرونکى مبايل ورته ښه نه ښکاري او پر استعمال يې نه پوهېږي، ويلون، فيسبوک، لپ ټاپ، ريموټ …. به وپېژني؟ يو څه چې يې پېژندلي نه وي، په اړه به يې د څه شي اورېدلو ته هم تيارنه  شي. نو دښار شاعري موږ په ادبي فکري وېشنې کې راښکېل کړو.

 د لپ ټاپ له شاغرانه استعمال به هغه څوک ښه خوند واخيستلاى شي، چې استعمال کړى يې وي، يا حد اقل لېدلى يې وي. خو پر دې سربېره شاعري داسې پېژندل شوى کيفيت و، چې ټګې پکې چا په رسميت نه پېژندله، آن د ټګۍ وسايلو لا سمه لار نه شواى ورته موندلاى. خو د ټکنالوژۍ د نويو توکو شاعرانه کول، ځينې شعري مينه وال، د شاعري په اړه هم داسې انګېرلو ته وهڅول، چې که سړى په ټليفون کې د څنګ له خونې يو چاته داسې دروغ ويلى شي، چې آن په کيلومترو درنه لرې يم، دا نو دامانا لري، چې شاعري هم کولاى شي، دغسې وسايل دومره په خوند راوپېژني چې بيا يې په استعمال کې سمه په هنر ټګي وکړاى شو. خو دا ممکن د منفي ذهنيت يو څرک وبولو، مګر له دې حقيقته هم سترګې نه شو پټولاى، چې اوس سړى په شاعري کې مبايل تر ټولو د ښه قاصد غوندې يادولى شي. خو دا چې د کوم نظر د پلويانو سلنه ډېره ده؟ په ټولنه کې په حاکم ذهنيت پسې تړلې  ده؛ مګر پر دې سربېره د ښاغلي تورمان يادې شعري ټولګې سم د زړه خوند راکړ، خو دغه خوند يواځې ماته؛ مګر په کلي کې ورور ته مې دغه شعرونه دمريخ د کنارو انځور ښکاري. چې دابه دهغه دکليوالتوب ملامتيا وي او که ….

          (زه دښار هغه شاعريم) په پوره مانا نوې شاعري ده، دغه (نوى) کلمه موږ دوه ډوله استعمالوو، يو نوى  هغه څه دى چې له نشت ته نه يو څه شته شوي وي. لکه ټول کاينات؛ يو نوى موږ هغه څه ته وايو چې له پيدا نه  را پيدا شوى وي. نو د تورمان صيب شاعري هم د دويم ډول نوي والي څخه دى، که څوک استدلال کوي، چې لپ ټاپ خوهم مخکې نه و؛ نو ولې په دويمه ډله کې حساب شو؟ ښکاره خبره ده چې لپ ټاپ يا هم هره نوې لاس ته راوړنه د  انساني مغز زېږنده ده او له مغزو زېږېدلى (نوى) د لومړي ډول نويوالي څخه نه دى. دلته هم ښاغلي تورمان هغه مفاهيم استعمال کړي، چې زرګونه ځله استعمال شوي، خو د استعمال ډول او وسايل يې نوي دي:

(اوس خو په کمنټ کې هم ښکارېږې نه

دومره اشاره کوې چې ښه ليکې

زه خو بس حالاتو مخته کړى يم

وايه مساپرې چې ته څه ليکې؟

……) (٨مخ)

په کمنټ کې نه ښکارېدل، له حالاتو نه خبراوى يا پر مقابل لوري د بې وفايي ټاپه ده، يا هم ترې ګيله ده،چې ژر ژر پوښتنه نه کوي، چې دا هم په خپل ذات کې د بې وفايي يو ډول يا (کم وفايي) ده؛ نو کېداى شي په پښتو شاعري کې ډېر چا له بې وفايي سر ټکولى وي، خو په خپل وخت کې ، له خپلو وسايلو او د وړاندې کولو له طريقې سره. او  شاعردا واک لري چې  په خپله ځانته طريقه وټاکي، اما دغه (ټاکل) دا مانا لري، چې شاعر په خو ښه غواړي په ذهن کې شته مفکوره دې (ټاکل) شوې لارې ته سمه کړي، چې کېداى شي، د شاعرۍ نرۍ ملا ته پرې تاوان هم ورسېږي، مګر د تورمان صيب دغسې توره د ستايلو ده، چې نوي توکې يې په نوي طريقه شاعرانه کړي دي، چې پر مټ يې خپل (ليد او دهغه په اړه د نوموړي غبرګون) تر موږ راورسوي. د دغسې نوې هڅې وړاندې کول په  پوره باور تر الهام ډېره سلنه په رياضت پورې تړلې ده. دلته شاعرته د دې الفاظو نه، بلکې د دې نظر الهام شوى دى، او ذ ذغه الهام نظر ځکه ځان په دې ډول الفاظو کې راښکاره کړ، چې شاعر ،برق لري، نيټ لري، فيس بوک لري او په فيس بوک کې مخامخ لوري ورته کومه اشاره کړې ده. دغه اشاره په تنکي ماښام کې د کلي په تنګه خړه کوڅه کې د بلۍ له سره له اشارې سره توپيرلري.

          د ښار له تصنعه ډک ژوند ممکن څوک په دې ونه ارزوي چې شاعرانه دې شي، مګر دغه (څوک) بايد پردې قناعت وکړي، چې په ښار کې هم وګړي اوسي، هغوى هم احساسات او غوښتنې لري، چې شاعرانه کول يې داتوره کولاى شي، چې موږ به دهغوى له انګېرنو نه په هنري ژبه خبر شو او دابيا په اورېدونکي يا لوستونکي پورې اړه لري، چې له مصنوعي نه صنعت څنګه بولي؟؟؟

موږ په ټول ژوندکې په پوره مانا نوي څه نه شو ويلاى، دهرشي جرړه به يا ښه وي، يا هم بد، خو د دې تفصيلي شکل د ژوند په ټولو اړخونو کې پر بېلابېلو بڼو ښکارېږي. په پورته بيتو کې پر مخامخ لوري دغه (تور) دى چې اوس نو په کمنټونو کې هم نه ښکاري، چې طبعاً که دغه لورى ترې خپه وي، نو دمخامخ لوري دې کار ته نسبتاً (بد) ويلاى شو، چې دغسې دهرې پېښې جرړه همدې دوو اصلو ته رسېږي.

          د تورمان صيب په دې شاعري کې نه يوا ځې ظاهري څېره بدله کړې، کله کله يې په ځينو شعرونو کې ډېر نوي او په ضمن کې په زړه پورې او خوندور  پيغامونه هم نغښتي وي. لکه په (نوى فکر) کې. دغه شعر يې اصلاً نوى، لوى او په عين حال کې  هنري بغاوت دى. په  دې بغاوت کې د شعرونو له ځينو زړو سېمبولونواو ياد توکو په زغرده بغاوت شوى:منصور، خيام، زلفې، شونډې، حمزه … ، شاعر د زلفو، شونډو…يادونه د ظاهري ښکلا ستاينه انګېرې، په مقابل کې يې له عجيبه ښه منطقه کار اخلي

(زه د يار خوبې صورت کې لټوم نه

سيرت ښکلى نو صورت يې بويه ښکلى

زه دپلار په قومنده توره وهم نه

افرين الف سيده که زويه، ښکلى!)

 مګر په دې شعر کې لوى_بېخې لوى_ پيغام د هغه په وروستۍ کړۍ کې راغلى، چې په ټولنه کې د اکثريت له ذهنيته په نره بغاوت دى، د پورته څو کرښو د حسن اختتام په پاربه د تورمان صيب همدا (نوى فکر) ولولو:

نوى فکر

نه خيام او نه منصورته پکې ځاى شته

خدايه زما شعر ته يو نوى کرکټر را

چې له زلفواو له شونډوپه کې خلاص شم

نوى فکر، سناريورا او اکټر را

زه نورستړى له ګودر اوله رباب يم

سمندرغاړې ته ناست وايلون مې سُردى

چې له هر لوري يې ګورې تصوير واکا

زما ذهن پاچا داسې انځورګر دى

چې پښه ناستې مې ده داځمکه په ستايم

ستاله کلي او محل سره مې څه دي

که هايکو کې خپل پيکه يمه نو ښه يم

حمزه نه يمه غزل سره مې څه دي

زه د يار خوبې صورت کې لټوم نه

سيرت ښکلى نو صورت يې بويه ښکلى

زه دپلار په قومنده توره وهم نه

افرين الف سيده که زويه، ښکلى!

هو پښتون يمه پښتو ده يوه ژبه

نو پښتو، پښتو په ولې زه کومه

مينه ښه ده قام پالنه لېونتوب دى

انسانيت ترپښتونوالي لوړ ګڼمه.

١٣٩٢\٧\٤کور

1 COMMENT

  1. د تورمان صيب دا يو سو بيتونو معلوميژي چي دده شعرونه ددي زماني سره هم رديفه شعرونه دي او بيا ستاسو دي شكلي تبصري يي خوند نور هم زيات كي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب