تاند (جمعه، د نوومبر ۲۵ مه) د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو د کشرو لوبډلې د درې هیوادیزو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې پاکستان ته په ۱۰۰ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې، چې لومړی یې بیټنګ یا توپ وهنه وکړه، د ۵۰ اورونو په پای کې، په داسي حال کې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۳۰۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره فیصل شینوزاده په ۱۱۳ توپونو ۱۲۳ منډې وکړې.
محبوب شاه، چې بیلګر لوبغاړی و، په ۸۴ توپونو ۵۴ منډې. برکت ابراهیمزي په ۲۹ توپونو ۳۶، نصیر خان معروفخېل په ۲۵ توپونو ۲۱، نظیف امیري په ۲۰ توپونو ۳۱ او حمزه خان په ۱۳ توپونو ۲۳ منډې وکړې.
د پاکستان لپاره عثمان خان ښه بیټنګ وکړ. ده په ۱۳۳ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې.
په توپ اچونه کې د افغانستان نصیر خان معروفخېل په ۸ اورونو او ۳ توپونو نه یوازې دا چې ۴ لوبغاړي وسوځول، بلکې تر ټولو لږ منډې یې ورکړې، یعني ۲۲ چې د منډو اوسط یې ۲ اعشاریه ۶ دی.
عوض الله نیازي، نورستاني عمرزي او غضنفر هر یوه، دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان په باولرانو کې محمد احمد د افغانستان ۵ لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې ده چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو ټیم د نوومبر په ۱۸ مه له متحده عربي اماراتو او په شلمه له پاکستان سره مخامخ شي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو دوهمه سیالي به د نوومبر په ۲۴ وي.
د دې لوبلړۍ پایلوبه به د نوومبر په ۲۶ نېټه وي.