لکه سړی چې په څاه کې ناست وي، پر سر مې څو کوچنۍ شګې راولګېدې، په سترګو مې تیاره شوه، په ککرۍ مې هسې هم ویښتان کم دي، د شګو سرعت د توپک تر مرمۍ کم نه و.
ځان مې وخوځاوه، دواړه لاسونه مې په دیوال ته ورته کلکه خاوره ولګېدل. سترګې مې پرانیستې، تپه تیاره وه، ان د ستنې د سوري هومره روښنایي نه تر سترګو کېده. شا او خوا مې لاسونه وتپول، بې له خاورو بل شی نه وو. په دواړو څنګلو مې زور راووست، لا مې د خپل بدن توازن نه و برابر کړی چې تندی مې له ډبرې سره ولګېده، بیرته ستوني ستغ ولوېدم. لکه څوک چې کومه حادثه وکړي، یا یې بدن کومه سخته ضربه وویني، څو شېبې ارام پریوتم.
نه پوهېدم چې دا کوم ځای دی، فکر مې وکړ په قبر کې یم، بیا مې پام شو چې زه خو ژوندی یم، په قبر کې به ولې وم؟ ځان مې راسم کړ، ناڅاپه مې په ماشومه نجلۍ سترګې ولګېدې، د اور لمبه یې په لاسونو کې نیولې وه، داسې په غوسه یې راته کتل ته وا پلار مې یې ور وژلی دی. هک حیران وم، دا په څه جنجال اوښتی یم؟ دلته چا راوستم؟ یوې پوښتنې ته مې هم ځواب نه درلود. نجلۍ ته مې پام شو، مخامخ راباندې را روانه وه، د اور شغلې رالنډې شوې، عجیبه وه د دې لاسونه اور نه سوځول. په څنګلو مې زور راووست، له ځان سره مې وویل: “ماشومه ده، د یوې څپېړې زور نه لري”
دا رانیږدې شوه، اور یې په خپلو لاسونو کې تاو راتاو کړ، لکه راته وایي چې پرې سوځوم دې!
دواړه لاسونه مې د تسلیمۍ په بڼه ورته وخوځول، د دې سترګې هماغسې غوسه ناکې وې. تر اوسه مې هیڅ داسې ماشومه، ان لویان په دومره غوسه نه وو لیدلي. دا نوره هم رانیږدې شوه، اوس نو نیږدې وم چې په اور مې وسوځوي، چیغه مې کړه:
— سترګې دې شته؟
دې لاس ټک وهل، اور لاندې ولوېد، له خدایه مې همدا موقع غوښته، چې اور ترې لرې شي او دا شیطانه ماشومه تر ستوني راټینګه کړم او ساه ترې وباسم. بوکس مې ورته جوړ کړ، تر څو مې چې ګوزار پرې کاوه، اور راباندې راغی، مخ مې لکه اغزي چې ور څوخ کړې، سخت درد وکړ، د سوو ویښتانو بوی مې په پوزو ننوت، پوهېدم چې ږیره مې سوځېدلې ده. اور بیرته پر خپل ځای ولوېد، نجلۍ ته مې وکتل له خندا شنه وه، زړه مې راډک شو، د دې خوله وخوځېده:
— وسوځېدې؟
څه مې ونه ویل، دې د اور خوا ته اشاره وکړه، نیږدې و چې زړه مې وچوي، په غرییو کې مې ور غبرګه کړه:
— ما څه کړي دي؟
د دې تندی تریو شو، سترګې یې دومره سره تنګې کړې، لکه حمله چې راباندې کوي، بیرته یې ساه واخیسته، د دې له ساه اخیستلو سره زما زړه هم ارام شو. لږه غلې وه، بیا یې سترګې راپکې ښخې کړې:
— ته نه یې خبر چې څه دې کړي؟
زه لکه بت چوپ وم، دې خپلې خبرې اوږدې کړې:
— پلار مې څه ګناه کړې وه چې ودې واژه؟ تا له خپلې کورنۍ سره په خوشحالۍ ژوند کاوه، خو ما او مور به مې په لار کې د خلکو خیر او خیرات ته سترګې نیولې وې.
د دې خبرو حیران کړم، وپوهېدم چې د ځونډي لور ده، خو هغه له دې چا خبره کړې وه چې پلار یې ما وژلی دی؟
سر مې کښته کړ، دې اور ته لاس ور وغځاوه، په زوره مې نارې کړې:
— د خدای پار دی مه مې سوځوه!
— چې خدای دې په یاد وای بیا دې څوک وژل؟
غږ مې ته خوله نه واته، ډار او شرم تر دې حده رسولی وم چې کاشکي پر ځمکه ننوتلی وای.
نجلۍ اور ور واخیست، مخ یې راوړواه:
— تاسو چې څوک وژنئ خدای نه دریادیږي، چې پر چا ظلم کوئ داسې ګرځئ لکه خدای چې بیخي وي نه، خو چې تاوان مو شي خدای خدای نارې وهئ.
حیران مې ورته کتل، جالبه وه، ماشومه او داسې خبرې؟
غوښتل مې بښنه ترې وغواړم، خو د دې سترګې له اوښکو ډکې شوې، لاړې یې راتوف کړې، غږ یې ژړغونی شو:
–زه دې نه وژنم، د انسان نوم در پورې دی.
روانه شوه، غوښتل مې ورپسې چیغه کړم چې خیر دی له دې ځایه مې وباسه، خو دې ګړندي ګامونه اخیستل، د اور رڼا لرې کېده لرې کېده، وروسته ورکه شوه.
سر مې راپورته کړل، ستوني ته مې یو څه راولوېدل، شاته یې وغورځوم، لکه د زندۍ کولو رسۍ، لاس مې ور ووړ، خپله لنګوټه مې وه، له نرموالي مې وپېژندله، دا مې هغه وخت اخیستې وه کله مې چې پر ځونډي مور بوره کړه.
ستونی مې بند شو، لنګوټه مې راکش کړه، نه کېده، لکه چا چې پرې زندۍ کړی وم، ساه مې نه شوای اخیستی، سترګې مې تیاره شوې، نور په ځان نه وم پوهېدلی.