تاند (چهارشنبه، د وږي سنبلې ۱۸ مه) د بخښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ، د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا هغه پرېکړه چې له مخې یې د طب په څانګو کې د افغان محصلان په پاکستان کې له زده کړو راګرځول کېږي او اړ کېږي چې افغانستان ته ولاړ شي، «تبعیضي او خپلسري» پرېکړه ده.
دغه سازمان د سېشنبې په ماښام، د سپټمبر په ۸مه، په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې د دې پرېکړې منفي اغېز به په ځانګړي ډول پر افغان محصلانو، په تېره بیا نجونو، ډېر وي؛ ځکه ډېری افغان نجونې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله له لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د پاکستان د روغتیايي علومو شورا ویلي چې دغه پرېکړه د افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان د ملي تګلارې له مخې شوې او موخه یې له حساسو مسلکي برخو څخه د افغانانو ایستل دي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلان دا مهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې زدهکړې کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، دغو محصلانو په پاکستان کې د خپلو زدهکړو لپاره د پام وړ وخت تېر کړی، خو د دې ناڅاپي او له کافي توجیه پرته پرېکړې له امله د هغوی د زدهکړو د دوام بهیر درول کېږي.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې یوه انساني او عملي حللاره غوره کړي، څو افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د پاکستان د روغتیايي علومو شورا دا پرېکړه په ۲۰۲۶-۲۷ ښوونیز کال کې پلي کېږي.
د لارښوونې له مخې، پوهنتونونه نه شي کولای نوي افغان محصلان ومني، له نورو تعلیمي ادارو څخه د افغان محصلانو د لېږد غوښتنې ومني او یا هم د افغان اتباعو اړوند د طب او غاښونو د زدهکړو اداري چارې روانې وساتي. پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې چې د افغان محصلانو د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې او په ۲۴ ساعتونو کې دننه د خپلو اقداماتو راپور وړاندې کړي.
دغه پرېکړه پر هغو افغان محصلانوهم اغېز کوي چې له وړاندې د پاکستان د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زدهکړې کوي. د دوی ډېری له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، پاکستان ته تللي وو. په وروستیو کلونو کې د پاکستان پوهنتونونو د بورسونو، دوهاړخیزو موافقو او شخصي نوملیکنې له لارې سلګونو افغان محصلانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې وه.
د پاکستان د روغتیايي علومو شورا له طبي پوهنتونونو او کالجونو غوښتي چې د نوي ښوونیز کال د نوملیکنې او ثبت د اصولو په چوکاټ کې د دې پرېکړې عملي کولو ته غاړه کښېږدي.