Homeخبرونهامریکايي شنونکی : د پاکستان له خوا د طالبانو مخالفو ډلو ملاتړ...

امریکايي شنونکی : د پاکستان له خوا د طالبانو مخالفو ډلو ملاتړ په افغانستان او منځنۍ اسیا کې بې‌ثباتي زیاتولی شي

تاند (دوشنبه، د لوم/ عقرب ۴ مه) امریکايي سیاسي شنونکي اندرو کوریبکو خبرداری ورکړی، چې د پاکستان له خوا د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو احتمالي ملاتړ کولی شي په افغانستان کې بې‌ثباتي پراخه او ناامني منځنۍ اسیا ته وغځوي.

کوریبکو د نیویارک ټایمز د یوه وروستي راپور په حواله لیکلي، چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي او داسې ښکاري چې اسلام‌اباد د دغو ډلو د ملاتړ پر امکان غور کوي.

دغه امریکايي شنونکي په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د څو لسیزو مخینې ته په اشارې ویلي، اسلام‌اباد د خپلو غوښتنو په منلو د کابل د اړ کولو په برخه کې ناکام شوی دی.

د هغه په وینا، پاکستان پر لسو میاشتنۍ جګړې سربېره نه دی توانېدلی طالبان اړ کړي چې د ډیورنډ کرښې په اړه امتیاز ورکړي، یا د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ بند کړي چې اسلام‌اباد یې ترهګرې بولي او تور لګوي چې طالبان یې ملاتړ کوي؛ نو د طالبانو ماتول خو لا لرې خبره ده.

کوریبکو زیاته کړې، د دې ناکامۍ له امله تمه کېده چې پاکستان به د افغانستان پر وړاندې خپله نیابتي جګړه پراخه او د نورو وسله‌والو ډلو ملاتړ هم پیل کړي، څو پر داعش خراسان د تکیې ترڅنګ د نورو ډلو ملاتړ ته هم مخه کړي. د طالبانو حکومت پر پاکستان د داعش خراسان د ملاتړ تور لګوي او روسیه هم په دې اړه شکونه لري.

د نوموړي په باور، د هغو ډلو ملاتړ چې د ډیموکراسۍ شعارونه ورکوي، ښايي پاکستان ته زمینه برابره کړي چې د امریکا ملاتړ هم ترلاسه کړي.

هغه دا احتمال په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د احتمالي بېرته ستنېدو او په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د واشنګټن د نفوذ د پراخولو له هڅو سره تړلی بللی دی.

کوریبکو لیکلي، د افغانستان معدني سرچینو ته لاسرسی او په سیمه کې د لوژستیکي لارو جوړول هغه انګېزې دي چې ښايي امریکا په افغانستان کې د پوځي حضور پراخولو ته وهڅوي.

نوموړي د روسي چارواکو هغو خبرداریو ته هم اشاره کړې چې افغانستان ته د لوېدیځ د پوځي بنسټونو د بېرته ستنېدو په اړه یې څرګند کړي دي. د هغه په وینا، په افغانستان کې د امریکا د حضور پراخېدل یا د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو زیاتېدل ښايي د مسکو امنیتي اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

کوریبکو زیاته کړې، که امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته ستانه هم نه شي، د نیابتي جګړې له امله رامنځته شوې بې‌ثباتي ښايي له افغانستانه واوړي او د منځنۍ اسیا هغه هېوادونه هم اغېزمن کړي چې د روسیې متحدان دي.

هغه په پای کې وړاندیز کړی، چې روسیه دې له طالبانو سره د داعش خراسان پر ضد د پوځي همکارۍ پر مهال د پرمختللو وسلو، په ځانګړې توګه د بې‌پیلوټه الوتکو، د کارولو احتمال هم په پام کې ونیسي، څو د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام وشي چې د ده په وینا، د پاکستان ملاتړ ورسره دی.

دغه امریکايي شنونکي په افغانستان کې د داسې حکومت د رامنځته کېدو احتمال هم د روسیې د ګټو لپاره اوږدمهالی ګواښ بللی چې جوړښت یې له پاکستان سره ورته وي، پوځ او استخباراتي ادارې پکې پراخ واک ولري او ښايي امریکايي ځواکونه هم پکې حضور ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...