زرین انقلاب
په هغه شپه چې تا
دخپلې مینې خپل خواهش
په سرو لاسونو
د حیا نرمې جامې څیرې کړلې
لکه له سپینو ګلو سپینه وږمه ووتلې
د یاغیتوب د اینو په غونډۍ کیناستلې
د خپل خواږه او مرمرین وجود تصویر دې په بار بار وکاته
په هغه شپه دې کایناتو کې
زرین انقلاب وپنځوه
په هغه شپه دې د وجود له درو
د عطرو پاڼې پاڼې شنه سره دسمالونو وتل
په دسمالونو باندې دا لیکلي
جانانه ما خپله وعده پوره کړه
ما زمانو ته زوروره ماتې ورکړه کنه؟
****
غبرګه ښکلا
زما او ستا ترمنځه
د شرم شنې زرغونې پوله جوړه
و ګرانې چل راښایه
چې زه در واوړمه که ته راوړې؟
چې متضاد جنسونه
د محبت په یوه جنس کې ګډ
اوبه اوبه کړو
او یوه غبرګه ښکلا وپنځوو.
****
سیدجیلاني جلان