سرچپه
زه دسرزورې ابۍ زوی یمه
مخ پورته لامبم
او د تاریخ سیلاو پر سر اخلمه
ما ښکته مه لټوئ !
پر تاریخ کانګې کوم
وراسته ویاړونه مې له خولې غورځوم
هغه ویاړونه چې دسویو انسانانو له ځګیرویو ډک دي
عقله !
های ! ورکه عقله
نن دې لټون پیلوم !
نورنو د خپلو ناخبره اوساده نیکونو
سپکاوی هم نه منم
چې څلوربول یې بولي
څوک یې (زمری) نومو ي
څوک یې شاهین او څوک یې پړانګ بولي
ساده ( انسان ) دآدم زوی یمه زه
چې خامې غوښې نه خورم
ما دغنمو په ډوډۍ پسې جنت پریښی دی .
پروطن سرنه بایلم
سر د وطن ترسیوري ساتمه ،چې فکر وکړي
( سر) د وهلو نه دی .
(سر) د ساتلو شی دی.
هرڅوک چې دې وطن ته بد راګوري
ځناور نه یم چې یې وداړمه
سرساتم فکر کوم :
که دا وطن ښایسته کولای نه شم
هرڅوک به بد راګوري
زه له هرچا سترګې ایستلای نه شم.
دلته سرونه نور ریبدل نه غواړي
دلته سرونه ویښول او پوهول غواړي .
لیونی نه یمه چې جنګ ته ولاړشم
په تاردزلفو کفن مه راګنډه
زخمي زخمي په تورو نه درځمه
د ناپوهۍ اواز مې درمه شه مینه !
د تاریخ خړ سیلاو ویاړونه یووړل
نور نو د تورو او د زغرو افسانه ورکه شوه
د مذکر تاریخ زاړه بابونه
د کمپیوټر د خیټور موږک ترغاښ لاندې دي.
وطن دتن په وینو نه ساتمه
دې ته دوچویلي خولې په کار دي
نور نو تاریخ ته د درواغولاپې نه وهمه
هرڅه ریښتیاوایم او :
( ژوند) ژغورمه.
——————————–
تاته !
یوه بله عاشقانه
چې دزلفو دوږموڅپې دې ولاړې
له هغې شپې زماخوبونه په ناتار دي
چې دې زیری دراتلو ورسره نه شته
څه بدرنګه ماښامونه ددې ښار دي
چې لمن دې څرخ ونه خوري په هواکې
دښکلاخوشبويي ورکه ده له ژونده
زړه مې لویږي ، لویږي ، لویږي ، پسې لویږي
چې دې نه کړ په پیکي پورې ځوړنده
ستا دشونډو سیوری نشته په پیاله کې
بې رنګۍ کې دشرابو نشه سوزي
چې خوله دې پرې شبنم غوندې نه څاڅي
بې عطرۍ کې دګلابو نشه سوزي
ستا ګریوان خو زما له سترګو څخه تښتي
چیرې پټ شم له دې دومره هیاهو نه
چې پر لېچو دې نور سر ایښودای نه شم
چېرته یوسمه دزړه سوي اهونه
دهغو مازدیګریو دې یاد تل وي
چې به سیوري زموږ یو شول سره دواړه
په موسکا به دې کړې پټې تورې سترګې
زماساه به تخنوله چې ستا غاړه
بیا به هسې مازدیګر کله رانه شي
چې ته راشې په وړو وړو ګامونو
او بیا نښه زما په سپینو جامو کېږدې
په شوخۍ ، دخپلو شونډو دسرونو
۱۳۹۲ سلواغه ۱۲
———————————–
شېبه
ستا دراتلو شیبه دې کله هم په زړه درګرځي ؟
چې ستا له هرګام سره زما دنفسونو موسیقي غږیده
ته به آرامه زما دمټو منځ کې پټه شولې
اوف ! زما دزړه درزهار
دتل په څېر مزاحم
هیڅ ځل ونه پوهېدم
چې ستا ټټر کې هم یو زړه رپیږي
په دې خبر نه وم چې
ستا دمرغۍ په څېر کوچنی ، خو مهربانه زړګی
ورو ورو
که
تند دربېده ؟
۱۳۹۲ څیله
لیوال صاحب خدای دې برکتونه نصیب کړه. ډېر ډیر عالي. ښکلي شعرونه او لوړ فکرونه او په زړه پوري تصویرونه
الله ج د ژوندی لره لیوال صیب، ډیر په زړه پوری دی برخی یی دیر خوند وکړ:
دهغو مازدیګریو دې یاد تل وي
چې به سیوري زموږ یو شول سره دواړه
په موسکا به دې کړې پټې تورې سترګې
زماساه به تخنوله چې ستا غاړه
بیا به هسې مازدیګر کله رانه شي
چې ته راشې په وړو وړو ګامونو
او بیا نښه زما په سپینو جامو کېږدې
په شوخۍ ، دخپلو شونډو دسرونو
۱۳۹۲ سلواغه