شنبه, اپریل 27, 2024
Home+تاریخي داستان | پوهنیار نورالله ښاد

تاریخي داستان | پوهنیار نورالله ښاد

«تاریخي کیسه لکه څنګه چې له نامه څخه یې څرګندېږي د تاریخ او کیسې یو ګډ ترکیب دی. په تاریخي کیسه لیکنه کې له تاریخ څخه د موادو او موضوع په توګه ګټه اخیستل کېږي او داستاني برخه یې ټولې هغه ځانګړنې لري یا یې باید ولري چې د یوه تخلیقي یا بدیعي اثر په عنوان یې یوه لنډه کیسه یا ناول او رومان باید ولري.»   ( ۲: ۳۵)

د داستاني اثر لیکوال به تر لیکنې مخکې د یوه مورخ په توګه تاریخ مطالعه کوي، د تاریخي موضوع په باب به دقیق مالومات تر لاسه کوي او بیا به د د قیقو مالوماتو پر اساس کیسه لیکي، داسې چې له تاریخي موادو سره به خپل تخیل ګډوي، تر مورخ به ډېر د پېښو تل ته کوزېږي او د شخصیتونو اندرون ته به هم ورننوځي. د تخیل په مرستې به پر پېښو داسې زیاتونه کوي چې پېښې په زړه پورې کړي او د کیسې ټولو فني اړخونو ته به پام کوي. د کیسې تاریخي اصل ته بدلون نه شي ورکولی.    (۲:۳۷-۳۶)

«د یوه ملت د مبارزو او تاریخي حوادثو په دقیقه څرګندونه کې له تاریخي اثارو څخه هم کله کله تاریخي داستاني اثار د زیات ارزښت او عظمت لرونکي وي. دغسې تاریخي داستاني اثار د یوه ولس د تاریخي او معنوي عظمت څرګندونه د تاریخ له نښلونو څخه هم په زیاته ژوره او دقیقه پیمانه ترسره کوي. د نمونې لپاره کېدی شي موږ د روسیې د نامتو لیکوال لیو تولستوی د (جنګ او سوله) تاریخي رومان یادونه وکړو. دغه رومان د روسیې د تاریخ د یوه ډېر حساس پړاو په باب کښل شوی دی. دغه تاریخي دوران پر روسیه د ناپلیون د یرغل دوران و. د دغه تاریخي دوران په هکله ګڼ تاریخي کتابونه لیکل شوي او ډېرې زیاتې څېړنې ترسره شوې دي خو که ژور لټون وشي بل هېڅ تاریخي اثر به د یرغلګر ناپلیون او د هغه د خونړیو لښکرو پر وړاندې د روسیې د ملت او خلکو سرښندنې، جګړې، مبارزې او هیلې په داسې دقیقه او ژوره توګه نه وي څرګندې کړې لکه لیو تولستوی چې په (جنګ او سوله) کتاب کې په هر اړخیزه توګه راښودلې دي.»    (۲:۴۲)

«تاریخي ناولونه په هر لحاظ د ژبې، ادب، تاریخ او ثقافت په وده کې ډېر لوی رول لوبوي. هر څه نه وړومبی اهمیت یې دا دی چې په خشک انداز کې نېغ په نېغه د تاریخ لوستل یو ډېر ګران او کړکېچن کار دی چې لوستونکی د ذهني ستړيوالي سره مخ کوي. خو د ناول په فني پېرایه کې د تاریخ د اهمو واقعاتو نه اګاهي حاصلول د ذهني سکون سبب کېږي.»   (۵: ۹۲ )

د تاریخي ناول مخالفان هم شته، د دوی له ډلې سرسید احمدخان وایي: د هر فن بېله ژبه وي، د تاریخ کتابونو کې د ناول او ناولونو کې تاریخي طرز که هر څومره فصاحت و بلاغت هم ولري یو د بل ملا ماتوي. له اردو ژباړه (۵: ۹۳)

په دې اړوند حنیف خلیل وایي: « د سرسید دغه رایې سره د هغه داخلي رجحان او د شخصیت نفسیاتي پسمنظر ته هم کتل پکار دي؛ هغه د یو ژور فکر د سنجیده اسلوب، متحرک سیاسي علمي او ادب شخصیت و خو د فېکشن خصوصا ناول سره یې ذهني هماهنګي نه راتله… .»    (۵: ۹۳)

«پاتې دې نه وي تاریخي ناول د لومړي ځل لپاره سکاتلېنډي لیکوال اماولترسکاټ (۱۸۳۲-۱۷۷۱) ولیکه چې په دې کار سره یې د نړۍ د ډېرو پوهانو پام ځان ته راواړاوه او هغوی هم دې کار ته مټې راونغاړلې چې د ځینو نومونه یې په لاندې ډول دي:

الکساندر (۱۸۰۲- ۱۸۷۰) د «درې ټوپکوال» په نوم ناول ولیکه، همدا شان ویکټور هوګو (۱۸۰۲- ۱۸۸۵) «بېنوایان»، لیو تولستوی (۱۸۲۸- ۱۹۱۰) «جګړه او سوله»، الکسي تولستوی (۱۸۸۳- ۱۹۴۵) «لومړی پیتر»، هوارډ فاسټ (۱۹۱۴) «سپارتاګوس» او واسیلي‌یان (۱۸۷۵- ۱۹۵۴) چنګېزخان په نومونو ناولونه ولیکل.(۸: ۵۲)

دا لړۍ پښتو ته هم رارسېدلې او شلمه پېړۍ کې پښتنو لیکوالو په موضوعي لحاظ د نورو کیسو تر څنګ تاریخي  لنډې کیسې او ناولونه هم ولیکل. پښتو کې د تاریخي داستان لیکنې پر تاریخي بهیر یو څه رڼا اچوو:

۱ـ پښتونخوا کې د تاریخي کیسو لیکوال: د ماسټر عبدالکریم په «ځولۍ ګلونه» د کیسو مجموعه کې «لیکوال مړ شو» او «د خوارو خواره برخه» تاریخي کیسې راغلې دي. میر مهدي‌شاه مهدي په تاریخي کیسه لیکنه کې د یاد وړ نوم دی. د ده د کیسو په مجموعو « نشان، د بوډۍ ټال، پت، لاله ګلونه او تور داغونو» کې تاریخي کیسې راغلې دي. د ده کیسې د پښتونخوا د معاصر دور مبارزې او سرښندنې رانغاړي. د اجمل خټک «دوه جنډې» د تاریخي کیسې نمونه  ده. د دوو لیکوالو عبدالروف نوشهروي او محمدیوسف کاکاخېل «در شهوار» کې دوې تاریخي کیسې «د شېرشاه انصاف او یاغي شهزادګۍ» راغلې دي «پښتۍ» د بدرشو د سمندرخان د تاریخي کیسو مجموعه ده. د اشرف حسین‌احمد د کیسو مجموعه «شندي ګل» کې «زیری» تاریخي کیسه ده. د سعدالله‌جان برق د «کشمیز غازي» مجموعه کې د «کشمیر غازي» په نوم کیسه تاریخي ده. د همېش خلیل د «چارګل» په نوم کیسه کې تاریخي څرګونه شته او څه نورې تاریخي کیسې یې لیکلې دي.   (۲:-۴۶ ۵۲)

رحیم‌شاه رحیم دوه ناولونه «راجګڼه ۱۹۸۹ چاپ» او «بي بي مبارکه ۱۹۹۱ چاپ» لیکلي. تر دې روسته د سوات پاینده‌محمدخان د «دشت لوط مسافر» ولیکه او ۱۹۹۶ کې چاپ شو. د عبدالوهاب دستي «د روس یوه مسلمانه- بهادره پېغله» لیکنه هم اسلامي کتابخانې چاپ کړې. حنیف خلیل وایي: « دا لیک د ناول په چوکاټ کې راوستل به ډېره سرزوري غواړي.» د شیرین‌زاده خدوخېل «غازیان» تاریخي ناولونو کې د یاد وړ دی.  (۵:۹۲)

۲ـ بره پښتونخوا: غوث خیبری د تاریخي داستان لیکنې برخه کې یو جوت نوم دی، ده تاریخي لنډې کیسې لیکلې دي او ناولونه لري. «په پښتو داستاني لیکوالو کې موږ د تاریخي داستاني ادبیاتو ډېر لیکوال نه لرو. غوث خیبری د همدې لړۍ لیکوال او په دې لړۍ کې له ټولو «پرکار» لیکوال هم دی. د هغه د داستاني اثارو له فهرست څخه ښکاري چې نږدې ټول ناولونه یې تاریخي پېښې او اتلان دي. او په لنډو کیسو کې یې هم د شمېر له پلوه د تاریخي لنډو کیسو اندازه له نورو ډېره ده.»   (۳: ۳۷۰)

د ناول برخه کې لومړنی تاریخي ناول د غوث خیبري «ابدالۍ توره» ده چې ۱۳۵۲ ش کې چاپ شوی دی. د محمدابراهیم عطایي «د اسیا په زړه کې طوفان» یو تاریخي ناول دی چې په ۱۹۸۰ کې چاپ شوی.   (۵:۸۴ او ۹۱)

دې روستیو کې نصیراحمد احمدي دوه په زړه پورې تاریخي ناولونه لیکلي: «نیکه» د میرویس نیکه له تاریخه غږېږي او «بغدادي پیر» بیا د افغانانو په وړاندې د انګرېزانو دسیسې څرګندوي. د بغدادي پير نوم دویم چاپ کې پر«ډیویډ جونز» اوښتی دی.

د دې تر څنګ ژباړل شوي تاریخي ناولونه هم د یاد وړ دي؛ محمدزبیر شفیقي د نسیم حجازي یوولس تاریخي ناولونه ژباړلي دي.   (ویکیپېډیا)

 د لیو تولستوی جکړه او سوله ډاکټر لطیف بهاند پښتو کړی.

اوس راځو او د پښتو دوو ناولونو کې ګورو چې تاریخي ناول څه وي او تاریخ څنګه وي. لومړی هم د غوث خیبري پر «ابدالۍ توره» تمېږو. ابدالۍ توره د احمدشاه بابا د هند د معرکو بیان دی. ابدالۍ توره داستان دی خو چې بنده ورته ګوري نو تر تاریخي داستان تاریخ ډېر ښکاري، خپله خیبری صېب هم ابدالۍ توره «پښتانه د ایران د پاچایۍ پر تخت» کتاب کې یو ځای لکه د تاریخي ماخذ په توګه راښیي: «د مرهټه‌وو سره د لوی احمدشاه بابا د جګړو په هکله زما کتاب د ابدالۍ تورې په نوم په ۱۳۵۲ ل هـ کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو د تقویې او انکشاف د ریاست له خوا د یو تاریخي رومان په بڼه چاپ او خپور شوی دی… .»  (۷: ۳۰۲)

خو خال خال تلوسه، منظرکشي او د داستان نور توکي په کې ښکاري؛ مینه چې د داستان د دلچسپۍ لپاره ګټوره وي ابدالۍ توره کې، چې د وینو ډنډ دی، خال خال څرک وهي؛ د کرشن پیاري په نوم هندۍ او افغان عسکر اکبر د مینې دوه نومونه دي چې د ناول له پیله تر پایه ځای ځای راځي. د نمونې په ډول له ابدالۍ تورې یو متن رااخلو چې پیل یې لکه تاریخ دی او پای کې داستان ته ورته کېږي خو دمخه یې د خیبري صيب په خپل قلم لیکل شوی، خالص تاریخي متن له «پښتانه د ایران د پاچایۍ پر تخت» کتاب نه رااخلو:

«لکه چې مؤرخینو او څېړونکو لیکلي دي یوازې د پاني‌پت په خونړۍ جګړه کې چې د ستر احمدشاه ابدالي او مرهټه‌وو تر منځ وشوه د مرهټه‌وو څخه دوه لکه کسان مړه، دوه ویشت زره کسان اسیر، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان، پنځوس زره اسونه، دوه سوه زره غوایان د جګړې په ډګر کې پاتې شول.»    (۷: ۳۰۳)

          اوس یې له ابدالۍ تورې تاریخي ناول نه دا متن ولولئ: «په دغه جنګ کې مرهټه لښکرو سخت شکست وخوړ، قریباً دوه‌ویشت زره نر- ښځې مرهټه اسیران شول، پنځوس زره اسونه، دوه لکه قچرې، شل زره اوښان او پنځه سوه فیلان د افغان شاهنشاه قواوو ته په لاس ورغلل.

پښتون فاتح اعلیحضرت احمدشاه ابدالي د پاني‌پت د سخت جنګ څخه وروسته د ورځ- دوو لپاره ګنج‌پورې ته ورداخل شو او هلته د هغوی مطلب دا و چې د هغه ځای د چارو د ښه نظم او د خلکو د هوسایي لپاره هدایات ورکړي.

د پاني‌پت د فاتح احمدشاه ابدالي په ورتګ د ګنج‌پورې په خلکو کې نوی روح وچلېد او په دوهمه ورځ د ګنچ‌پورې حاکم د هغوی په حضور کې عرض وکړ:

اعلیحضرتا! د څه مودې را په دې خوا زموږ سره یوه هندۍ پېغله ده، چې هغه د اعلیحضرت د یوه سپاهي اکبر پوښتنه کوي، زموږ دا ګومان دی چې هغه مرهټه قوماندانانو د جاسوسۍ لپاره دلته رالېږلې وه، اوس هغه خبره شوې ده چې تاسو اعلیحضرت دلته یاست نو د پرون راهیسې دا نجلۍ سخته تقاضا کوي چې ستاسو په حضور کې حاضره شي.»   (۶: ۲۱۹)

د منظرکشۍ دا یوه نمونه چې د همدې کرشن پیاري انځور وړاندې کوي: « احمدشاه ابدالي یوه زهیره، ډنګره ناتوانه او کمزورې پېغله ولیدله چې د دوی په حضور کې ولاړه ده او سر یې کښته مځکې ته اچولی دی. داسې ښکارېده چې دغې پېغلې ورځې ورځې خوراک نه دی کړی. د ژړ الوتي رنګ، بې‌نوره او مړاوو سترګو او بې‌‌غوښې مړوندونو خاونده کرشن پیاري پر ځای ولاړه او د لوی شهنشاه د اجازې منتظره وه. اعلیحضرت احمدشاه ابدالي یوه لنډه شېبه هغه نجلۍ له نظره تېره کړه او بیا یې پر هغې غږ وکړ:

ـ کرشن پیاري…!

کرشن پیاري د لوی احمدشاه ابدالي له خولې څخه د خپل نوم په اورېدو ناڅاپه ولړزېده او شهنشاه ته یې وکتل او د کتلو سره سم یې له سترګو د اوښکو سیلاب روان شو.

اعلیحضرت احمدشاه ابدالي د کرشن پیاري د اوښکو په لیدلو لږ خپه شو او د مهربانۍ په توګه یې بیا کرشن پیاري مخاطب کړه او ویې ویل:

ـ کرشن پیاري…! زه ستا د وفادارۍ او سپېڅلې مینې قدر کوم او ما ته ټول حقیقت مالوم دی… .» (۶: ۲۲۰)

دویم د نصیراحمد احمدي نیکه ناول د تاریخ له پاڼو سره ګورو، دا لومړۍ نمونه له تاریخه ده:

«بېلابېلو تاریخونو د ګرګین او د ده د ملګرو د وژلو موضوع لیکلې ده: سرجان مالکم، میلیسن، شېرمحمد او سیدجمال‌دین دغه ټول سره متفق دي او لیکي:

میرویس له ښاره د باندې په یوه باغ کې د ګرګین لپاره مجلله مېلمستیا کړې وه او ویې ویل چې غواړم د قوم یو دوه تنه مشران هغه ته وروپېژنم خو پخوا له دې چې ګرګین له خپلو ساتونکو سره باغ ته ورسېږي ټولې لارې او مهم ځایونه د افغاني ازادي غوښتونکو له خوا تر څارنې او مراقبت لاندې نیول شوي وو او ازادي غوښتونکي په ځانګړو پټو ځایونو کې د میرویس اشارې ته په تمه ناست وو، د میرویس او نورو افغاني خانانو له خوا د ګرګین، د ده د ملګرو او یوه ډله وسله‌والو عسکرو تود هرکلی وشو.

څرنګه چې ګرګین او ملګري یې د شرابو په څښلو عادي وو، په دغه مېلمستیا کې هم خراساني او نور خوندور شراب په زیاته پیمانه برابر شوي وو، له بلل شویو کسانو څخه هر یوه دومره شراب وڅښل چې بېخي بېهوښه شو او دغه شراب د سیدجمال‌دین په اصطلاح داسې شراب وو چې یې د مرګ په جام کې، چې ساقي یې پخپله میرویس و، وڅښل.

هغه وو چې میرویس پر ټاکلي وخت د انتقام اخیستلو اشاره وکړه او ګرګین او ملګري یې داسې له تېغه تېر کړل چې یو هم ژوندی پاتې نه شو او د انتقام په توره یې له منځه یووړل. هغه لومړنی شخص چې د میرویس په امر یې پر ګرګین باندې حمله وکړه (مرادخان) مخنث و.»   (۴: ۴۵- ۴۶)

اوس د ناول نمونه وګورئ چې همدا پاس جزیات څنګه راوړاندې کوي:

میرویس‌خان دښتې ته وکتل، لرې د تت سیوري غوندې تکه توره راروانه غوټه ښکارېدله.

میرویس‌خان د سره انګار پر سر پېیلي پسه ته وروګرځېد، د پسه ورون ته یې چاقو ونیو، وړه ټوټه یې ترې بېله کړه، په ډکه خوله یې وویل:

ـ هر څه سم دي؟

یوه چاغ بلوڅ وویل:

ـ نه پوهېږم، دوولس پسونه مو اور ته نیولي دي.

میرویس‌خان وویل:

ـ بس دي، ګرګین خو به هم ډوډۍ ته سلامت لښکر نه راولي!

لاړ د توت سیوري ته له خپلو قوماندانانو سره کېناست.

ویې ویل:

ـ توپانچې مو ډکې دي؟

یوه ځواب ورکړ!

ـ هو، مخکې مو باروت او غټه چره ورواچوله!

سیدال‌خان وویل:

ـ پنځه سوه نښه ویشتونکي همدلته دي، نور جنګیالي په شا و خوا ونو او لویو بوټو کې پټ شوي.

میرویس‌خان دښتې ته وکتل، تور اسونه راروان ول.

ویې ویل:

ـ د حملې لپاره بیړه مه کوئ! د ګرګین لښکر ستړی دی، خیمې وهي، له ډوډۍ وروسته به یې نیم جنګیالي ویده وي.

د ګرګین لښکر ودرېد، د میرویس‌خان تندی تریو شو:

ـ لیرې یې واړول، فکر نه کوم چې د ټوپک ګولۍ ورورسېږي.

په بېړه ودرېد، ویې ویل:

ـ له ما سره راځئ!

پر اس سپور شو، دولس-دیارلس کسان ورپسې ول، دښتې ته ورغلل.

ګرګین مخکې راغی، میرویس‌خان ته یې کلکه غېږ ورکړه، په خندا یې وویل:

ـ لوګي مې ولیدل، پوهېږم، د یاغیانو بېخ دې ورایستلی دی، خو لا هم ډېر کورونه روغ ښکاري.

میرویس‌خان وخندل.

ګرګین وویل:

ـ دښمن څومره تلفات لري؟

ـ سل کسان.

د ګرګین برېتونه وځړېدل.

میرویس‌خان وخندل:

ـ نور تښتېدلي دي، هغوی چې جګړه کوله یا مو ووژل او یا مو ژوندي ونیول.

د ګرګین سترګې وځلېدې:

ـ بیا هم ښه ده.

یو دم یې چیغه کړه!

ـ پسې ورځو، یو-یو وژنو، نه یې پرېږدو.

میرویس‌خان شاوخوا وکتل، ویې ویل:

ـ دا ځای مناسب نه راته ښکاري، لښکر ته دې ووایه چې مخکې لاړ شي، که دریو زور کسانو ته ډوډۍ نه شو ورکولی، اوبه خو به نېژدې وي.

ګرګین وخندل:

ـ خو تا د مېلمستیا خبره کړې وه.

ـ اوس هم نه یم پښېمانه، تر هاغه ونو لاندې مې ترتیبات نیولي دي، خو یوازې دریو سوو کسانو ته ډوډۍ ورکولی شم:

ګرګین په خبره کې ورولوېد:

خو غواړم چې اول د دښمن پرې شوي سرونه ووینم:

میرویس‌خان وویل:

ـ وبه یې وینې خو د خولې خوند مه خرابوه! اول ډوډۍ وخوره.

ټول پر اسونو سپاره شول، حرکت یې وکړ، شېبه وروسته د توت زړو ونو ته نېژدې د روانو اوبو پر غاړه ودرېدل.

ګرګین درې سوه کسان بېل کړل، له میرویس‌خان سره پورته وخوت. ټول تر زړو توتانو لاندې پر هوارو شویو لیمڅیو کېناستل.

ګرګین شاوخوا وکتل ویې ویل:

ـ جګړه خو بې پرې شویو اندامونو نه وي.

سیدال‌خان ناصري وویل:

ـ صېب! جګړه پورته په کلیو کې شوې ده، اوس هم د بلوڅو سرونه پراته دي.

ګرګین پزه ګش کړه په خوند یې وویل:

ـ د کباب بوی نور هم وږی کړم، خو اول اسیران راولئ.

میرویس‌خان یوه پوځي ته اشاره وکړه، شېبه وروسته ګڼ لاس تړلي کسان راوستل شول.

ګرګین ودرېد، کتار ولاړو لاس تړلو کسانو ته ورغی، ټنډه یې تروه شوه:

ـ ښه نو تاسو د صفوي حکومت د مالیې مامورین ووژل!

یو دم یې یو لاس تړلی ځوان تر څڼو ونیو، چیغه یې کړه!

ـ احمقه اور ته دې اچوم.

د ځوان ژامې ته یې سوک ورکړ، د ځوان ورمېږ کوږ شو، له خولې یې وینو داره وکړه، ولوېد.

میرویس‌خان منډه ورواخیسته، تر ګرګین یې غبرګ لاسونه راوګرځول، ویې ویل:

ـ مه کوه زه یې خپله وژنم، خو اوس یې وخت نه دی، ډوډۍ تیاره ده.

ګرګین پر خپل ځای کېناست، یو دم یې توپانچه راویسته، ټک شو، لاس تړلی بلوڅ لاندې ورغړېد.

د ګرکین له خولې لاړې باد شوې!

ټول اسیران ووژنئ!

د ګرګین پوځیانو له خپلو اوږو ټوپکونه کښته کړل!

میرویس‌خان چیغه کړه!

ـ حمله!

له نږدې ونو او ډبرو سپینې لوخړې راووتې، ډزې شوې، د ګرګین څو عسکر ولوېدل.

میرویس‌خان خپله توپانچه ګرګین ته ونیوله، خو د ګرګین مخې ته د هغه یوه عسکر ځان واچاوه، تر خولې یې تیره کوکه راووته، لاندې ولوېد.

ګرګین منډه واخیسته، څررر شو، غشی یې تر غاړې ووت.

د ګرکین درې سوه عسکر یو په بل پسې ولوېدل، میدان د سوزېدلو باروتو بوی ونیو. …»

که د تاریخ او تاریخي ناول پورتنیو دوو متنونو ته ځیر شو نو دواړه یوه خبره کوي خو تاریخ په ساده او تحقیقي
ژبه راته وايي چې ګرګین ته میرویس نیکه مېلمستیا وکړه او ویې واژه خو د تاریخي ناول متن کې د داستان لیکنې ارونو ته پام شوی. تلوسه په کې رامنځته شوې؛ تاریخ وایي چې مېلمستیا کې یې وواژه خو د داستان لیکوال د ګرګین لښکر هغه ځای تموي چې د میرویس نیکه د جنګ تیاری بې‌ګټې کوي او بیا چې ګرګین او ورسره درې سوه کسان د مېلمستیا ځای ته رارسي نو داسې پوښتنې کوي چې د نیکه د برید تیاری رسوا کوي، لیکوال تیاری رسوا کولو ته نه ورکوي خو دا پوښتنې په دې خاطر راوړي چې لوستونکی تلوسه کې واچوي. زبردسته منظرنګاري هم په کې ده، د بېلګې په ډول دا متن وګورئ چې د جنګ صحنې ته مو بیایي:

یو دم یې یو لاس تړلی ځوان تر څڼو ونیو، چیغه یې کړه!

ـ احمقه اور ته دې اچوم.

د ځوان ژامې ته یې سوک ورکړ، د ځوان ورمېږ کوږ شو، له خولې یې وینو داره وکړه، ولوېد.

میرویس‌خان منډه ورواخیسته، تر ګرګین یې غبرګ لاسونه راوګرځول، ویې ویل:

ـ مه کوه زه یې خپله وژنم، خو اوس یې وخت نه دی، ډوډۍ تیاره ده.

لیکوال د ګرګین اندرون ته ورداخل شوی، د ده وحشي صفته او جنګیالی خوی یا بې‌رحمي راوړاندې کوي؛ داسې دی چې تر ډوډۍ وړاندې د مړو سرونه ګوري او تر ډوډۍ وړاندې پر یوه نېول شوي کس ډزې کوي.

          د تاریخي داستان لیکوال اجازه لري چې خیالي کرکټرونه هم جوړ کړي، دلته دې متن کې لاس تړلي بلوڅان او د ګرګین په توپانچه ویشتل شوی ځوان خیالي څنګزن کرکټرونه دي. خیال د ادبي لیکلو روح دی نو په تاریخي ناول کې هم پکار ده چې لیکوال له تاریخي حقیقت سره خپل خیال جمع کړي چې د تاریخ وچ متن لوستونکي ته خوندور کړي.

اخځونه

۱ـ احمدي، نصیراحمد. (۲۰۱۷/ ۱۳۹۵).نیکه. دویم چاپ. جلال‌اباد: مومند خپرندویه ټولنه

۲ـ انځور، زرین. (۲۰۱۲م). د پښتونخوا داستاني ادبیات، د مقالو ټولګه. د محمدنعیم ازاد په زیار، د تاریخي کيسه لیکنې په رڼا کې د پښتونخوا د تاریخي داستاني اثارو کتنه، مقاله. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ

۳ـ انځور، زرین. (۱۳۹۳ش/ ۲۰۱۴م). پښتو معاصر داستاني ادبیات. جرمني: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه.

۴ـ بېنوا، عبدالرؤف. (۱۳۸۰ش/ ۲۰۰۲م). هوتکیان. د یونس مراد ژباړه. کوټه: صحاف نشراتي موسسه. برېښنایي

۵ـ خلیل، محمدحنیف. (۲۰۰۰م). پښتو ناول – تحقیقي او تنقیدي جایزه. پېښور: باګرام پښتو ادبي جرګه.

۶ـ خیبری، غوث. (۱۳۹۸ش/ ۲۰۱۱م)، دویم چاپ. ابدالۍ توره. کندهار: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست.

۷ـ خیبری، غوث. (۱۳۹۰ش/ ۲۰۱۱م). پښتانه د ایران د پاچایۍ پر تخت. کابل/ پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۸ـ سیدي، سیدنظیم. (۱۳۹۱ ش). دویم چاپ. ناول به څنګه لیکو؟. جلال‌اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب