په پښتو ژبه کې څه کلمې ځانګړې معنا لري او څه یې نه لري. هغه چې ځانګړې معنا لري ممکن د جملې ترکیب او معنا یې معنا وربدله کړي او هغه چې ځانګړې معنا نه لري ممکن له یوې بلې کلمې سره یوځای شي او ځانګړې معنا پیداکړي. کله کله داسې هم کېږي چې یوه کلمه دې له یوې معنا سربېره څو نورې ضمني معناوې ولېږدوي. دا هم شونې ده چې موږ یو لفظ په یوه معنا وکاروو او د لوګر او کندهار پښتانه یې په بله معنا وکاروي. په وروستیو کې د معنا دې کشمکش ګڼې ستونزې زېږولې دي چې زموږ لیکوالو یې د هواري لپاره زیار ویستی او ګڼو نورو یې لار تعقیب کړې ده. په دې لیکنه کې کوښښ شوی چې د (روغ) کلمې استعمال او د دې لفظ ځینې نور مفهومونه روښانه شي.
د حنان بارکزي په دې بیت کې:
چې د یار هجر ټوک ټوک نه کړې حنانه
حیرانېږم له څه روغ دی ستا وجود
روغ د «جوړ شوي» په معنا کارول شوی دی. یعنې حنانه، ستا وجود له څه شي جوړ شوی دی چې د یار هجر هم ټوټې ټوټې نه کړې؟
که د حنان بارکزي دېوان له سره تر پایه وګورو نو راڅرګنده به شي چې دی (روغ) تقریبا هرځلې د جوړ شوي په معنا کاروي. په داسې حال کې چې موږ روغ په عامه لهجه کې د سالم او بې عیبه په معنا کاروو. د معنا دا فرق ګومان کوم د لهجوي توپیر له کبله رامنځته شوی دی. حنان چې د لویدیزې لهجې ویونکی دی، روغ د جوړ شوي په معنا کاروي او موږ چې په ختیزه لهجه غږېږو روغ راته د سالم او بې عیبه په معنا ښکاري.
روغ کله کله د خوندي او بچ په معنا هم کارول کېږي، عبدالهادي هادي وایي:
دا د اژدها پر ژامه پروت اولس
روغ د دېو له چنګه خدایه وساتې
د دې پوښتنې «ګیلاس خو به مات شوی نه وي؟» په ځواب کې وایو چې نه، روغ دی یا وایو چې نه، نه دی مات شوی او د دې پوښتنې «زخمي خو به نه وي؟» په ځواب کې هم وایو چې نه، روغ دی یا نه دی زخمي شوی. ماتېدل او زخمي کېدل دوه بېلې کلمې دي خو ځواب ورته یو ډول ورکوو او وایو چې نه، روغ دی. داسې معلومېږي چې په هره ژبه کې د کلمې د مفهوم ډېره تکیه د جملې په جوړښت او د جملې په معنا باندې وي. یعنې یوه کلمه ممکن په یوه جمله کې یو ډول معنا ورکړي او په بله کې بل ډول.
روغ کله کله هغه چاته هم ویل کېږي چې له ژونده خوښ وي. ارام او اسوده ژوند ورته هر څه ښکاري او د سوز و درد له داېرې ډېر لېرې وي. د استاد بېنوا لاندې بیت په غالب ګومان همدا معنا ښندي:
که ته روغ یې رانه پاڅه، روغ به څه اوري غمونه
ناروغانو ته په کار دي د ناروغو فریادونه
په عمومي ډول د جملې سربېره د کلمې معنا په پاراګراف او یا هم کله کله په ټولې لیکنې پورې اړوندېږي. د استاد بېنوا په پورته بیت کې ممکن تاسو ته روغ په هغه معنا چې ما وویل، نه وي درښکاره شوی خو که تاسو د استاد بېنوا د ذکر شوي بیت ټول شعر ولولئ، ارومرو به درته روغ په هغه معنا درښکاره شي په کومه معنا چې ما تعبیر کړ.
د پښتو ژبې په ډېرو ډرامو کې روغ د عاقل په معنا هم کارول شوی دی. که د وروستیو څو لسیزو د کیسو او ناولونو مکالمې تر نظر تېرې کړو، روغ به پکې په بله معنا ومومو. مثلا په دې جمله کې «لېونی نه یم، روغ یم» چې کلونه کلونه زموږ په رومانتیک ادب کې کارول شوې ده، روغ د عاقل په معنا کارول شوی دی. زموږ په ډېرو فقهي کتابونو کې چې کله څوک عاقل بلل شوی، له عقل سربېره ترې د بلوغ تمه هم شوې ده. یعنې کله کله عقل له ځانه سره د بلوغ ضمني معنا هم لېږدوي.
احمد د کار کولو وړتیا لري. په دې جمله کې احمد له عقل سربېره د بلوغ سن هم پوره کړی دی، یعنې احمد عاقل او بالغ دی.
د کلیله و دمنه په هغې پښتو ژباړه کې چې ښاغلي مولوي زین الله منلي کړې ده، دمنه د برګي په نامه یوه غویي ته وایي چې زما بادار (زمری) درته غوسه دی. ته د هغه له اجازې پرته دلته اوسېږې، ته باید ماسره د هغه دربار ته ولاړ شې. برګی وډار شي او له وېرې رېږدي. دمنه ته وایي: زه واښه خورم او تاسو غوښې خورئ، څرنګه زه تاسره ولاړ شم او څوک به زما ضمانت وکړي چې زه به روغ بېرته دلته راشم؟
د برګي له ځوابه معلومېږي چې روغ کله کله د ژوندي په معنا هم کارول کېږي او دی چې له زمري وېرېږي او د سر وېره ورسره ده، غواړي د بېرته روغ او سلامت راتلو ضمانت ترلاسه کړي.
تاسو به ګڼې داسې کلمې لیدلې وي چې په یوه جمله کې یو ډول او په بله جمله کې بل ډول معنا ورکوي. د کلمې د خپلې معنا په بدلېدو کې کله کله ضمني معنا هم نقش لري. یعنې ممکن د یوې کلمې ذاتي معنا یو شی وي او ضمني معنا یې په جمله کې رنګ او خوند بدل کړي. د دې پوښتنې (لېونی یې؟) په ځواب کې (نه روغ یم) او د حنان بارکزي په دې بیت کې:
جفا ظلم هومره کړه وماته ګوره
زه حنان له سنګه روغ نه یم بشر یم
روغ بېلې معناوې لېږدوي. د پوښتنې په ځواب کې روغ د عاقل په معنا کارول شوی دی او د حنان بارکزي په بیت کې لکه څنګه مو چې مخکې وویل روغ د جوړ شوي په معنا کارول شوی دی.
ممکن پوښتنه وشي چې ولې باید د یوه شاعر یا لیکوال په خوله باور وکړو او د لفظ معنا بدله وګڼو؟
ځواب دا دی چې هر شاعر او لیکوال د یو قوم او ټبر استازی دی. دی الفاظ په هغه معنا کاروي، په کومه معنا یې چې په چم او ګاونډ کې معمول وي. که د یوه لفظ معنا چا بل ډول راتعبیر کړه، د غلتۍ ګومان پرې باید ونه کړو ځکه د پښتنو په هره کوڅه او دېره کې داسې الفاظ شته چې زموږ غوږونو لا نه دي اورېدلي. داسې لفظونه هم شته چې ممکن د جلال اباد ښار اوسېدونکی ترې یوه معنا واخلي او د شینوارو په لېرې پرته سیمه کې ترې خلک د بلې معنا تمه کوي. که موږ یوه معنا سهي ګڼو او په بلې د غلتۍ ګومان کوو، ښکاره ده چې سهوه کوو او د ژبې د پرمختګ مخه نیسو. که دا سیمه ییزې او د (روغ) په څېر ګڼې معنا لرونکې کلمې راغونډې شي او د ژبې په معیاري کېدو کې ترې کار واخیستل شي، ممکن ډېرو هغو شیانو ته سوچه پښتو نومونه ومومو چې لا یې د نورو په نومونو یادوو.
آفرین شریکه ښه لیکنه ده
د حنان بارګزی د وروستی لیکلی شوی بیت کی د( روغ) په هکله باید ووایم چي
لکه څنګه تا توضیح ورکړېده د روغ د مفهوم ساحه لږ پراخه غوندی ده
زموږ خلک وائي مثلاً خیاط راته کالی په اته دېرش روپۍ رغَوی یعنی جوړوی البته رغَوی په حقیقت کی د روغَولو سپَماوی بڼه ده یعنی روغ په رَغ اوړی
بله داچي
تا ته معلومه ده چي ځینی شاعران میرې غوندی لجوج دی
که ئې یو ځل یوه خبره تر خوله راووته نو په هیڅ بیه د هغې خبری یا کلمې څخه نه تېرېږی
بناً
که کوم چا حنان بارګزی ته ویلی وای چي
ورورجانه
که دی داسی ویلی وای ښه به ؤ
زه حنان ډبره نه یم یو بشر یم
یا
زه حنان له سنګه جوړ نه یم بشر یم
البته دا جواب به ئې طبیعی او د زغملو وړ وای چي ګواکی
ځه وروره خپل باغلی دی خرڅوه ستا ئې پدې خبرو څه
هوکې، داسې نور ګڼ د استعمال ځایونه او بېلابېلې بڼې یې هم شته، چې لا ورته د چا پام نه دی وراوښتی او هغه د خوشحال بابا خبره رښتیا ده چې:
چا یې پلو دمخه وانه خیست
پښتو لا هسې بکره پرته ده!