ځینې وخت د یو چا له خولې نه داسې خبرې راووځي، چې ډېر درد په کې پروت وي. انسانان یو. درد لرو، خو خوشحالي کله کله. پورتنۍ جمله د (زرو) د خولې خبره ده. یواځینی ځای چې د انسان نه شتون ښيي، ځنګل دی. زرو هم همداسې ځای غوښت، خو د وخت فیصله بل شان وه. د زرو هره خبره د چاړه په شان تېره ده، زړه څيري کوي.
(زرو) د نصیر احمد احمدي نوی چاپ شوی ناول دی.
د ناول په کرکټر، پيل، پای، منځ، صحنو… او پر مکالمو خبرې نه کوم، ځکه نصیر احمد احمدي په اوس وخت کې داسې ناولونه لیکې، چې ډېرې کمې نیمګړتیاوي به لري، خو هغه د چا خبره چې یو ځل یې څوک په دام کې ونښلي، بیا مشکله ده، چې وتښتي.
چې را لوی شوی یم، نو دا خبرې مې ډېرې اوریدلي، چې د فلانۍ خوښه نه و، خو ور یې کړه. دا ناول هم همدا تصویر لري. دا خبره ډېره کیږي، چې لنډۍ اصلاً د ښځو د محرومیت تصویر وړاندې کوي. د جاهلیت په زمانه کې به ځمکې په ناحقه انجونې حضمولي، خو د رسوالله ص په نبوت سره ښځو ته هغه حقوق ورکړل شول، چې اسلام ورکړي.
انسانې تجربې مشترکي دې. تر اوسه مې داسې ناول او یا لنډه کیسه نه ده لوستې، چې په نورو هیوادونو کې لیکل شوي وي او د انجلۍ خوښي ته یې نه یې کتلي او واده کړي یې وي. یعني هرځای کې د انجلۍ رضایت ته کتل کیږي او واده کیږي.
موږ ډېرۍ داسې تصویرنه لرو، چې د فلانۍ ژوند خراب دی او دده نه یې مرګ بهتره دی. دا خبرې په هغه وخت کې کیږي، چې انجلۍ یې یا په بدو او یا هم په نه زړه ورکړي وي. زه دا نه وایم چې انجلۍ دي له کوره بهر اول له هلک سره تار وغځوي او بیا دي واده سره وکړي، ځکه دا خو اسلام هم ګناه ګڼلي. نا مشروع اړیکې، بدې پایلي لري.
دا د مور او پلار دنده ده، چې خپل اولاد ته وګوري او بیا دي فیصله وکړي. موږ پيسو ته ګورو او د اولاد ژوند ته په زوره تیلی ورته کو. زرو به ولي په نورستان کې د ځنګلي انسانانو په شان ژوند تیراوه؟ ولي د هغه انسانان دومره بد راتلل، چې ژوند ورته یوځای خوند نه ورکاوه؟ …. همدا د پلار مشورې دي ځای ته مجبوره کړه. یو داسې ژوند، چې خپله وايی (( انسان پيدا شو، خوشحالي لاړه)). هره خبره یې د سړي سترګې راډنډوي. زړه په درد راولي.
ټولنه چې څومره د پرمختګ پر لور ځي، ځینې بدبختۍ ورسره کمیږي، خو دلته زموږ په ټولنه کې بیا له پخوا نه دا د زور دود روان دی. حد اقل که له هلکه پوښتنه کیږي، نو انجلۍ ته دي هم ووایي، چې فلانۍ غواړي او کنه. که له ښځو پوزې پریکیږي، همدا د نه زړه واده دی. که سوځول کیږي، همدا د نه زړه واده دی. که وهل کیږي، همدا د نه زړه واده دی… دښمنیاني هم همداسې پيدا کیږي.
د ( زرو) له ناوله دا معلومیږي، چې دا دود اوس هم په لري پرتو سیمو کې شته. الله ج دې نور دا دود له موږ واخلي، چې نور دا کیسې ختمې شي.
هغه د رحمان بابا خبره را یاده شوه، چې وایي(( هر پيوند د خپل پيوند سره جوړیږي)). د دواړو خواوو رضایت، ژوند ښکلی دی.