دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودآيا مورفيم او کلمه بېل ژبني توکي دي؟ / تمهید سيلانی

آيا مورفيم او کلمه بېل ژبني توکي دي؟ / تمهید سيلانی

« مورفيم او کليمه ( لغت ): کليمه يو رواني واحد دی چې غالبآ بېل ويل کيږي او ليکل کيږي او لغوي معنا لري. تل خپلواک او مستقل مفاهم لېږدوي؛ خو مورفيم يو لفظي واحد دی، چې لغوي او ګرامري مانا لري.»  ( خويشکی، محمد صابر. شيرزاد محمد آقا. پښتو معاصر ګرامر،پښتو ګرامر.۸۱م: ۸۸)
پوهاند خويشکي، پوهاند شېرزاد اونور پښتنو ژبپوهانو د مورفيم او کلمې همدا پېژندنه پۀخپلو کتابونو کې را اخيستې ده. دا پېژندنه پرته لۀدې چې ښۀ تحليل، ترميم او بشپړه  شي، تر څو لوستونکي ښۀ پرې پوه شي،مګر لۀبده مرغه همداسې پۀ کاپي شوې بڼه ټولو ژبپوهانو پۀخپلو کتابونو کې پۀ يوه بڼه را اخيستې ده. دا چې زه پۀ خپله د ژبپوهنې زده کړيال يم، پۀدې پېژندنې مې سر خلاص نشو، نو هغه زده کړيالان چې غواړي پۀ دغۀ برخه کې نوې مطالعه پیل کړي، څنکه پوه شي؟ او زموږ ښوونکي څنګه کولی شي، دا موضوع زده کوونکو ته پۀ ټولګيو کې ښه روښانه کړي؟
کله چې پر مورفيم خبرې کو، نو لازمه ده چې يو قدم وړاندې تر مورفيم پۀ يو بل کوچني ژبني توکي يو څۀ خبرې وکړو. دا ځکه، د همدې کوچني ژبني توکي پۀواسطه موږ مورفيم لا ښۀ پېژندلی شو. دا کوچنی ژبنی توکی اواز ( فونیم ) دی. که غواړو پر فونيم لا ښۀ پوه شو، نو لازمه ده، چې لومړی د فون ( غږ ) او توري تر منځ توپير پۀ ګوته کړو. دلته غواړم پۀ واضحه توګه د غږ او توري پۀ توپير يو څۀ رڼا واچوم. خو د غږ پر پېژندنې، د غږ پر ډولونو، دغږ پر رامنځته کېدو، د غږ پوهنې پر پيدايښت، تيوري،اساساتو او نورو اړوخو بحث موږ لۀ اصلي موضوع لرې کوي، چې پۀ يادو موضوعاګانو به پۀراتلونکې ليکنه کې بشپړ بحث تر سره کړم.
کلام يا وينا د ژبني غږونو لۀ يو ځای کېدو څخه را منځته کيږي، دا غږونه پۀ فزيکي او فزيولوژيکي لحاظ د څېړنې او مطالعې وړ دي، هغه پۀ دې معنا چې غږونه د انسان پۀ بدن کې د هغو ارتعاشونو ( خوځښتونو يا حرکتونو ) ټولګه ده، چې د انسان پۀ وجود کې رامنځته کيږي او وروسته د يولړ مراحلو پۀ ترسره کولو سره دباندې راوځي، چې پۀغوږونو اورېدل کيږي. غږونه د ژپې پۀجوړښت کې بنسټيز رول لري يا پۀ بله وينا غږونه دي چې د ژبې اساسي بنسټ يې ايښی دی، پرته لۀ غږونو ژبه ځانته هستي نه لري او نه يې جوړلی شي. که څۀ هم غږونه پۀ يوازې توګه کومه  معنا نه ورکوي،خو لۀ يوځای کېدو څخه يې معنا لرونکي ژبني توکي رامنځته کيږي. د غږونو نښې يا ګرافيمونه پۀحقيقت کې د يوې جوړونکي توکي دي چې لۀجوړښت يې معنا لرونکي توکي رغيږي او همدا معنا لرونکي توکي د ژبې هستي جوړي.( يمین، حسین. مبادی زبانشناسی )
فون؛ چې پۀپارسي ژبه کې ورته آوا يا صدا او پۀ پښتو ژبه کې ورته غږ ويلی شو د فونيټکس یا دغږ پوهنې  پۀلمن کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي، همدا فونتیکس دی چې پۀمادي او فزيولوژيکي توګه غږونه څېړي. ځکه غږ يا فون يو فزيکي پديده،چې دغوږونو پۀ واسطه اوېدل کيږي او موږ نشولی دا غږونه د ذهني نظام يوه برخه وګڼو پۀ دې توګه غږونه د يوې ژبې دمادي پديدو پۀ توکه چې ديوې ژبې د ذهني نظام توکي پۀهغه کې ځانته ليکني بڼې جوړوي، لۀ ژبې سره اړيکې لري. غږ پوهنه یا فونيټکس په حقيقت د اواز پوهنې يا فونولوژۍ له پاره  دا زمينه برابره وي،چې د يوې ژبې له پاره ځانګړي نښې اوتوري رامنځته کړي او په معانيز چاپيريال کې وڅېړي. دا ځکه کۀ موږ د غږ او اواز بحث او شاليد ته سر ور ښکاره کړو، نو په ژبه کې غږونه تر اوازونو ډېر پخوا رامنځته شوي، چې وروسته د همدغو غږونو پر بنسټ ژبې ته اوازونه ټاکل شوي دي. چې اوازونه په خپل وار سره د ژبې رسم الخط جوړلی شي….
فونيټکس او غږ پوهنه يا اوا شناسی او اواز پوهنه او فونولوژي يا واج شناسي دوه بېلې پوهې دي، چې دکار ساحې يې هم سره توپير لري. زموږ د غږپوهنې بحث د فونيتکس په ساحه کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي.  کله چې غږونه لۀ اورېدو دليدلو او ليکلو بڼه ځانته غوره کړي، نو هغۀ ته ګرافيم وايي. که پۀ پای کې ووايو چې فون؛ هغه غږ ته ويل کيږي، چې د انسانانو دصوتي سيستم لۀدستګاه څخه د يو لړ مراحلو پۀ تر سره کولو څخه وروسته را وځي او هماغه ژبه کې لۀنورو ژبني او د اشاري ژبو لۀ غږونو سره يې توپير کيږي. ځينې پښتانه ژبپوهان غږ ( فون ) او توری سره يو ګني،خو پۀحقيقت کې داسې نه ده. توری د غږ ليکل شوې بڼې ته وايي او غږ د توري ويل شوې يا تلفظ شوې بڼه ته وايي. غږ د فونیتیکس پۀلمن کې څېړل کيږي. ددې ترڅنګ کېداشي ځينې غږونه ليکل شوې بڼې ونه لري پۀپارسي او پښتو ژبه کې ځينې غږونه ځانګړي او کره توری يا بڼې نه لري، دا هغه غږونه دي چې د کلمو پۀمنځ کې ځانته ځانګړي توري نه لري. پېښ، زور او زیر، چې د سر، پۀ کلمه کې د پېښ، زېر او زور پۀ ويلو سره بېلابېلې معنا ګانې وړاندې کوي، مګر پۀ ليکلو کې کوم ځانګړژ بڼه يا توری نه لري. خو موږ يې د ځينو نښو پۀ واسطه بېلو… بلۀخبره داده، چې توري پۀيوه ژبه کې ليدونکې نښې دي چې پۀسترګو ليدل کيږي او ترمنځ يې توپير پۀليدلو او ليکلو سره ترسره کيږي، خو غږونه نه ليدونکي،بلکې اورېدونکي دي….
اوس راځو فونيم ته، چې په پښتو ژبه کې ورته اواز او په پارسي ژبه کې واج وايي. هغه کوچنی غږیز توکی دی، چې لۀ نورو اوازونو سره يوځای کيږي او د ژبې نور توکي لکه: مورفيم، کلمه … جوړي. فونيم پۀخپلۀ کومه ځانګړې معنا نه لري، خو پۀ کلماتو کې معانيز بدلون رامنځته کوي. ددې ژبني توکي ستر دنده همدا داده چې د ژبني واحدونو ترمنځ معانيز بدلون را منځته کوي. دا ژبنی توکی د اواز پوهنې يا فونولوژي يا هم واجشناسي په لمن کې څېړل کيږي….
اوس راځو خپل اصلي بحث ته چې « آيا مورفيم او کلمه بېل ژبني توکي دي؟» پيل کو.
« مورفيم او کليمه ( لغت )
کليمه يو رواني واحد دی چې غالبآ بېل ويل کيږي او ليکل کيږي او لغوي معنا لري. تل خپلواک او مستقل مفاهم لېږدوي؛ خو مورفيم يو لفظي واحد دی، چې لغوي او ګرامري مانا لري.»  ( خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر،م: ۸۸)
پورته پېژندنې ته پۀ کتو،زموږ ټول ډېری پښتانه ليکوال کلمه او مورفيم همداسې تعريفوي، چې لوستونکو ته يې معنا پېچلې او ګونکه وي. غواړم همدا برخه لږ روښانه کړم. اندر مارتينه فرانسوی ژبپوه او باقر ايرانی ژبپوه د مورفيم او کلمې پېژندنه او ډلبندي پۀ دې ډول سره کوي. کلمه يو قاموسي يا وېپانګيز واحد دی، چې ځانګړې معنا لري او خپلواک مفاهم لېږدوي.ځينې ژبپوهان ځکه ورته  ليکي چې لغوي معنا وړاندې کوي، یعنې ديوې ژبې د ېپانګې پۀ برخه کې ترڅېړنې لاندې نيول کيږي او ځانګړې معنا لري. کلمه پراخ مفاهم لېږدوي. موږ پۀ ټوليزه توګه کلمه پۀ ساده،مرکبو او اشتقاقي برخو وېشو چې هر يو يې ځانته بېل بحث لري، خو د ساده کلمې بحث د مورفيم لۀ بحث سره هم اړيکې لري. مورفيم پۀيوه ژبه دويم توکی يا واحد دی. لۀ فونيم يا اواز څخه وروسته د ژبې کوچنی واحد ګڼل کيږي. مورفيم يو وېپانګيز او ګرامري واحد دی، چې هم ديوې ژبې د وېپانګې پۀ برخه کې ترڅېړنې لاندې نيول کيږي چې لغوي معنا وړاندې کوي او هم ورته ګرامري واحد ځکه وايو چې پۀځانګړې توګه کومه معنا نه لري بلکې پۀجملو کې د کلماتو پۀ بڼو کې بدلون را منځته کوي.
مورفيم پۀ لومړي سر کې پۀ ددو برخو وېشل کيږي. خپلواک او ناخپلواک مورفيمونه. خپلواک مورفيمونه بيا پۀخپلهدپۀدوو برخو وېشل کيږي.
 لومړی:  وېپانګيز يا قاموسي  مورفيمونه چې معنا لرونکي مورفيمونه يې هم بولي. دا مورفيمونه پۀخپله ځانګړې او لغوي معنا لېږدوي. لکه: احمد، مېز، کور…  چې په د يوې ژبې د ېپانګې برخه کې هم ځای لري….
دويم: خپلواک ګرامري مورفيمونه، چې پۀځانګړې توګه کومه معنا نه لري، بلکې پۀجملو کې پۀځانګړې توګه کارول کيږي.  هغه داچې پۀ جملو کې  لۀ نورو کلمو سره يوځای نۀ کارول کيږي، لکه: پۀ، که،له، پورې،سره…
دويم: ناخپلواک مورفيمونه، هغه مورفيمونه دي، چې پۀخپلواکه توګه نه کارول کيږي او نه هم پۀخپلواکه توګه کومه معنا لېږدوي، بلکې لۀنورو کلمو سره يوځای کارول کيږي او د کلمو ګرامري بڼو ته بدلون ورکوي. دا مورفيمونه پۀ يوه ژبه کې هماغه تاړي دي. چې موږ يې  پۀدرېيو برخو( مختاړي، منځتاړي او وروستاړي ) وېشو. دا ټاړي بيا دوه حالتونه لري چې يو ته يې اشتقاقي او بل ته يې صرفي ويل کيږي….
اوس راځم د کلمې او مورفيم پۀ توپير او اړيکو: کلمه پراخ مفهوم لېږدوي او پۀ يوه ژبه کې د وېپانګې پۀبرخه کې تر مطالعې لاندې نيول کيږي. يوه کلمه یعنې مرکبې کلمې کېداشي څو مورفيمونه جوړ کړي، خو يو خپلواک وېپانګيز مورفيم يوازې ساده کلمه کېداشي. اړيکې يې همدا دي چې ساده کلمې خپله خپلواک وېپانګيز مورفيم ګڼل کيږي او خپلواک وېپانګيز مورفيم د کلمې يوه برخه هم ګڼلی شو.  د بېلتون کرښې پۀ کې دادي:  مورفيم د وېپانګيز واحد ترڅنګ ګرامري واحد هم دی، ځکه چې خپلواک ګرامري او ناخپلواک ګرامري مورفيمونه د کلمې پۀ پرتله بېلې دندې ترسره کوي. هغه داچې خپلواک ګرامري مورفيمونه پۀجمله کې د کلمو تر منځ پۀيوازې توګه کارول کيږي، خو ځانګړې معنا نه لري. دا په دې معنا چې دا مورفيمونه، کلمې او نور ژبني توکي يو ځانګړي قالب ته برابره وي او د جملې، فقرې، پاراګراف بڼه ورته ورکوي. لکه: زه لۀ کور څخه راغلم. پۀ دغه جمله « کې ،لۀاو څخه » خپلواک ګرامري مورفيمونه دي. چې دنده کلمه  نشي ترسره کولی. او ناخپلواک ګرامري مورفيمونه پۀ جمله کې د کلمو ګرامري بڼې ته بدلون ورکوي….. لکه : کور او کورنۍ….
پۀ پای کې د يادونې وړ بولم،چې ژبپوهانو ته پۀکار ده،چې وييونه پۀسمه توګه وکاروي. پوهاند خويشکي کلمه د « کليمه » پۀ بڼه کارولې ده، چې بايد د کلمه پۀ بڼه وليکل شي. ما تېرو ليکنو کې پر دغې موضوع ځانګړی بحث کړی دی، کلمه او کليمه دوه بېل وييونه دي او بېلې معناوې وړاندې کوي. کلمه : د کلام يا وينا يوه برخه ده…. کليمه د خوږ يا وحشي حيوان ځالې ته وايي.
ماخذونه
1. بصیریان، حميد. دستور زبان فارسی….
2. يمین، حسين. مبانی زبان شناسی ….
3. اوا شناسی، علی محمد حق شناس
4. مبانی زبانشناسی عمومي، اندره مارتینه
5. دستور زبان فارسی، دکتر حسن انوری و دکتر یوسف عالی
6. خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر
7. شېرزاد، محمد آقا. پښتو ګرامر

3 COMMENTS

  1. ښکلي او ډېرګټور مالومات دی ، ویل او لوستل یې په هر پښتون لیکوال ضرور دي .

  2. د منلي سیلاني صیب د لیکنې څخه په مننه!
    ډېرهښهاو پهزړه پورې ده، هر څه ښه روښانه شوي. دا چې زه هم د داسې لیکنو سره مینه لرم نو د داسې لږ څه لیکلو دې اجازه وي. ما دا لاندې پېژندونه د مخه د الماني ژبې په بنسټ لیکلي، چې غواړم تاسو سره یې په مینه ګډ کړم.
    .
    یو مورفیم (،، جوړښت، بڼه،، ) څه شی دۍ؟
    د دې له پاره باید وپوهیږو، چې سیلاب یا سیلبې څه شی دۍ؟
    پيژند: سیلبېSil•be
    د یوه وي په دننه کې د یوه یا ډېرو غږونوجوړشوی کوچنی یوون دۍ یا د ویونو د غږ دې کوچني یوون ته سیلبې وایي.
    یادونه: زموږپه ادبیاتوکې ورته سیلاب وایي. دا له دې امله، چې موږ دا له درې را اخستی اوپه درې ژبه کې سیلبې نه شي ویل کیدی.
    پیژند: مورفیم څه شی دۍ؟
    مورفیمونه د اوازونو(غږونو) یا تورو کوچني یعنې یو سیلبي ټولګي دي، چې دوي یو خپله مانا یا غوره والی ولري.
    بیلګه: ،، لوي ،، وی یو مورفیم دۍ. دا د بیلګې په توګه په ،، لویوالي ،، ، ،،لویان،، کې کارولکیږي.
    ،، – والی،، هم یومورفیم دۍ. دا په دې مانا، چې یو شی داسې دۍ، لکه دا وی، په کوم پورې چې دی تړلکیږي. دا د بیلګې په توګه په ،، لویوالي،، ، ،،ښکلیوالي،، ، ،، لټوالي،، کې کارولکیږي.
    همداسې ،، –ان،، یو مورفیم دۍ.دا د نورو په څنګ کې کارول کیږي، چې وښایي، چې یو څه زیات په بر کې نیسي، د بیلګې په توګه ،،لویان،، ، ،،چرګان،،.
    زیات ویونه له ډېرو مورفیمونو جوړ دي، که سړی مورفیمونه وپیژني، نو سړی کړی شي د وی په مانا ساده وپوهیږي.
    مورفیمونه اوژبسیلبې زیات وخت همغه یا یو شی دي، مګرتل نه. ،، ژوند،، له ،،ژوندکولو،، ، او ،، مګر،، هم مورفیمونه دي. مګر سړی وایي،، ژوند-کول،، او ،،م- ګر،،.
    یا
    مورفیم
    مورفیم خورا کوچنی اواز- یا غږیوون یا غږیووالی دۍ، کوم چې په بیلابیلو ژبنیز اړوندوالي سره همغه مانا لري. 
    سړی د خپلواک او تړلي یا بلواک مورفیمونوپه منځ کې توپیروي، چې دا یواځې( فقط) د ویونوپه دننه کې رامڼخ ته کیږي.
    که الماني ژبې ته پام وکړو، نو په هغې کې درېزره لیکسیکي مورفیمونه، ۱۶ بیلابیل ګرامري مورفیمونه او۱۰۰ویجوړونکي مورفیمونه شته.
    نااړوند یا خپلواک مورفیمونه :
    لکه: میز، ټوکه، سر 
    تړلي یا بلواک مورفیمونه : لکه
    کب- ګی ، بنسټ + کوچنیونه یا کوچنیکونه 
    لویان، بنسټ + زیاتوالیپای 
    که تاسوپه نورو ژبو کې دا ګورۍ، ډېرې لیکنې پرې شوي اوهر چا د خپلې خوښې سره پیژندونه ورکړي، خوموخه – چې خورا واړه ژبیونونه دۍ – همغه ده. 
    ،،مورفیم،، له فرانسوي راځي”morphème” ، له یوناني “morphe” – له پښتو ،، جوړښت، بڼه،،
    یو وی کیدی شي ټوټه کیدونکی وي او له دې امله د ډېرو مورفیمونو جوړوي، خو یو نه ټوټه کیدونکی وی سملاسي یواځې یو مورفیم انځوروي.
    وی:
    یو وی یو خپلواک ژبنی یوون( یووالی یا واحد) دۍ. د یوه غږ یا سېلبې سره په مخامخوالي دا په پیداېښتي ژبه کې پرته له غږ یا سېلبې یوه خپلواکه مانا هم لري. یو ټولیز باوري پېژند د دې له پاره نه شته او ستونځمن هم دۍ. دا موضوع ډېره اوږده څېړل شوې، ما یې یواځې هغه لنډ پېژند له تاسو سره بیا ګډ کړ.
    بیا د غږونو ډولونه او نورې ځانګړتیاوي هم شته، چې هغه په دباندنیو د پرمختتلو ژبو په ادبیاتو کې هرو مرو شته او په ښه توګه.

  3. قدرمنو سلامونه اودرناوي دضميراومورفيم ترمنځ فرق په څه کې ده په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب