دوشنبه, جنوري 20, 2025
Home+ژبه او د ژبې ارزښت | څېړونکی: سیدجبیر هاشمي

ژبه او د ژبې ارزښت | څېړونکی: سیدجبیر هاشمي

ژبه څه شی ده؟

د ژبې تعریف پخوانو هم کړی دی. ډېرو خلکو ته دا ډېره بدیهي خبره معلومېږي. له لویه سره خو یوه هغه ژبه ده چې، په ذایقه کې پکارېږي، د غاښونو په منځ کې ده او یوه هغه ژبه ده چې خبرې پرې کوو او د هغو غږونو په تنوع کې چې له ستونې راوځي هم مرسته کوي، یعنې په حقیقت کې موږ چې د خبرو ژبې ته ژبه وایو یو علت يې دا هم دی چې هغه دا د غوښې د ژبې په وسیله باندې تنوع پیدا کوي. که څه هم په دې کې بیا فرق شته دی، په ځینو ژبو کې د ژبې یعنې هغه  ژبه چې خبرې پرې کېږي او هغه ژبه چې په خوله کې پرته ده، فرق شوی دی. په انګرېزي کې دا فرق شته، Language اوTongue  ترمنځ توپیر دی، خو په ځينو کې نه شته (غنضفر او منلی، ۱۳۹۹ل: ۵۳۰مخ).

ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله ده چې ژوندي موجودات د یو بل د اړیکې ټینګولو لپاره په بېلابېلو ډولونو له هغې څخه ګټه اخلي. دا  په دې مانا ده چې د یوې ټولنې خلکو د یو بل د ارادې او نظریاتو شریکولو لپاره ژبه رامنځته کړي دي.(مرهون ۱۳۹۸ : ۱۷مخ)

ژبه یوه ټولنیز، اکتسابي، قراردادي او بدلېدونکې پدیده ده چې له یوې ټولنې تر بلې توپیر لري. یعني د ژبې بڼه په هر ځای کې یو شان نه‌ ده خو دنده او رول يې یو شان دی. یعني ژبه کولای شي یوازې د يوې ځانګړې ډلې د خلکو ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم د رامنځته کولو دنده سرته ورسوي؛ په عموم کې د خلکو ترمنځ د تفاهم او اړیکو ټینګولو وسیله ژبه ده. یا هم ژبه هغه نهاد دی چې په هغه کې انسانان د قراردادي نښو په وسیله له یو بل سره اړیکه ټینګوي( وحدت، ۱۳۹۸: ۱۰مخ).

ژبه هغه څه چې د نښو په وسیله د انسانانو ترمنځ د اړتیاوو، احساساتو او معلوماتو د شریکولو وسیله وي، یا دیوې ټولنې ترمنځ د احساساتو او معلوماتو شریکول وي هغې ته ژبه وايي (غضنفر او منلی،۱۳۹۹ل: ۵۳۵مخ).

ژبه د فکر وړاندې کولو وسیله ده. د ژبې له لارې احساسات، هیلې، غوښتنې، تجربې، پوهې، … لېږدول کېږي؛ د ژبې په اړه بل مهم ټکی دا دی چې، د ژبې په واسطه انسان له نورو موجوداتو نه بېلېږي، البته د نړۍ ټول ژوندي موجودات په خپل منځ کې د افهام او تفهیم لپاره خپلې خاصې وسیلې لري. لکه مرغان چې اوازونه وايي، مېږیان د یو بل د موندلو او پیدا کولو په موخه یو ډول بد بوی له ځانه پرېږدي، د شاتو موچۍ د شاتو ځای د اعلان په موخه یو ډول ځانګړې ګډا کوي(شېراني، ۱۴۰۲ل: لکچرنوټ).

 خو د انسان ژبه له دغو ټولو سره ځکه فرق لري چې انسانان يې د انسانیت تر مقامه را رسولی دی.

لکه څنګه چې مخکې مو وویل، ژبه د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده ځکه چې؛ ژبه یوازې خبرې نه‌دي بلکې د انساني ژوند د تداوم او عروج و معراج ته درسېدلو بنیاد او اساس دی. ژبه یو خورا سیسټم دی چې د انساني توکم د تداوم سبب ګرځېدلی دی، د ارتباطاتو نظم دی، د فکر انتقالونکې ده، د یوه ادبي بحث بیان د څرګندولو وسیله ده.

ژبه د غږیزو سېمبولونو یوه ټولګه ده، چې هره نښه يې زموږ د یو ذهني انځور ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال او چاپېریال څېزونه، ځانګړتیاوې، پېښې، پدیدې، کړه وړه او د مربوطه ویونکو خپل اندونه، خیالونه، غوښتنې، موخې او هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې ګرځي او را ګرځي(شېراني، ۱۴۰۲ل: لکچرنوټ).

د ژبې یو کلاسیک تعریف دا دی چې، د غږونو هغه ټولګه ده چې د هغې په مرسته په قراردادي ډول انسانان خپل فکرونه، خپلې غوښتنې او خپل احساسات شریکوي (غنضفر او منلی، ۱۳۹۹ل: ۵۳۳مخ).

د ژبې یو تعریف داسې راغلی: ژبه د انسان ځانګړنه ده او په غیر غریزه يي توګه د یو لړ اختیاري نښو له لارې د باورونو، احساساتو او غوښتنو د لېږد تګلاره ده( وحدت،۱۳۹۸ل: ۱۰مخ).

یا هم ژبه د ژبپوهنې له نظره د یو لړ غږیزو، اوریزو، مانايي او قاعدوي پدیدې څخه عبارت ده، چې د ځانګړو قاعدو په اساس د یو انسان غږیز نظام ځانګړې کلمې، ترکیبونه او جملې جوړوي او پوهاوي و راپوهاوي پرې کوي. ( محبوب،۱۴۰۰ل:۲۴مخ)

ژبه په عام ډول د پوهولو او راپوهولو وسیله او په خاص ډول هغه اوازونه دي چې انسانان يې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو ځانګړې نظم او سيسټم لاندې د غږیزو غړو په وسیله له خولې څخه راباسي او په دې توګه یو له بله سره اړیکه ټینګوي. ( شېرزاد او رشیدي، ۱۳۸۵: ۳مخ)

د ژبې دغې تعریفونو ته په کتو سره ویلای شو چې، ژبه هغه اوازونه دي چې انسان يې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو او همدا شان د اړیکې ټینګولو  په غرض ترې نه استفاده کوي.

یا هم ژبه د اړیکو داسې یوه وسیله ده چې د هغه په مرسته د انسانانو تجربې په متفاوتو اشکالو د بېلابېلو ټولنیزو ډلو په پام کې نیولو سره د کلماتو په چوکاټونو کې وړاندې کېږي.(مرهون،  ۱۳۹۶ل:۱۷مخ)

د ابن خلدون په وینا ژبه د ویناوال د خپل مطلب د بیانولو وسیله ده. همدا شان استاد عبدالسمیع وحدت په خپل مقاله کې (ژبه او دژبې پیدایښت) وايي ژبه د ټولنیزو اړیکو لومړنۍ وسیله ده؛ ژبه په حقیقت کې د یوې ډلې یا ملت د پوهې او ارزښتونو ذخیره ده، همدارنګه د دوی د توجیه کولو او استدلال یو مهمه دروازه ده.

یا هم ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده چې د انسانانو له طبیعي فعالیتونو سره توپیر لري. د ژبې د تعریف په اړه کریستن کینیلي (Christine Kennelly) وايي چې، ژبه نېږدې یو غیر قابل بیان معجزه ده. توپیر نه کوي چې له کومې څنډې نه ورته وکسو، ژبه هغه لوښې (وسیله) ده چې انسانان يې له سپیره ډاګ راویستل، تاریخ يې هسک کړ. او موږ ته يې د دې وس راکړ چې فکر وکړو، دغه ډول څېزونه په تصور کې انځور کړو او خپل مجرد فکرونه په خورا لرې واټنونو کې د یو بل پوهاوی او راپوهاي کې وکاروو. (زیرکیار، ۱۳۸۹ل: ۹مخ)

د ژبې ارزښت

ژبه په ټولنیز ژوند کې مهمه برخه لري چې نن سبا په ټولنپوهنې، ارواپوهنې، سیاست، … او نورو علومو کې تر بحث او مناقشې لاندې ده. انسان يو ټولنیز موجود دی، د ټولنې اساس او بنیاد پر درک او افهام و تفهیم ولاړ دی. په ټولنیز ژوند کې د یو شخص تر ټولو مهم اړتیا د نورو خلکو سره اړیکه او تفاهم رامنځته کول دي، انسانانو تل په خپلو ټولنو کې د خبرو اترو لپاره له مختلفو وسایلو څخه ګټه پورته کړې ده؛ د دې په منځ کې ژبه د هغه تر ټولو مهمه وسیله ګڼل کېږي، نو ځکه ژبه یو ټولنیز بنسټ دی.

که چېرې ستاسې څخه وغوښتل شي چې په انسان کې یوه داسې ځانګړنه و ښایاست چې هغه له نورو ټولو ژوندي موجوداتو څخه غوره ثابت کړي، نو تاسې به کومه ځانګړنه و ښایاست؟ مینه، کرکه، جنګ، هنر که موسیقي اویا هم ټکنالوژي؟ هر چا چې په دې اړه فکر کړی وی، نو تل دې یوې نکتې ته رسېدلي دي چې، هغه یوازې انساني ژبه ده. (مرهون،۱۳۹۸ل:۱۱مخ)

ژبه انسان ته د پاملرنې تر ټولو زوړوره ټکی ده، یو داسې ټکي چې کولای شي انسان له نورو ټولو موجوداتو څخه بېل او غوره ثابت کړي. لکه څنګه چې چارلېز ډاروین وايي: « د انسانانو او نورو ژوو ترمنځ توپیر د انسان په دې کې پروت دی، چې غږونه په مفکورې سره ترکیبولی شي. او دغه غښتلتیا د لوړو فکر ښکارندويي ده» (زیرکیار،۲۰۱۰ز : ۲۶مخ).

موږ هېڅکله هم نه شو کولای چې پرته له ژبې څخه نننۍ نړۍ منځته راوړوو. زموږ ټول پرمختګونه په ژبه پورې اړه لري په دې اساس دا ځانګړنه تر نورو ټولو ځانګړنو خاصه ده، همدارنګه ژبه ده چې موږ انسانان کوي.

ژبه د کلتوري اړخه یوازې د پوهولو او راپوهولو وسیله نه ده، بلکې ژبه د یوې ټولنې د هیلو او ارمانونو د بیانولو وسیله ده. د همدغه ژبې سره انسان کولای شي چې خپلې غوښتنې، هیلې، فکر، خیالات، … نورو ته وښايي.

همدغه ژبه ده چې یوه ټولنې له بلې ټولنې څخه بېلېږي. او همدا ژبه د یوې پولې کار هم ورکولای شي یعني خدای (ج) په دې کې لوی حکمت درلودی او خپله هم په خپل کتاب کې فرمايي: « یاایهاالناس انا خلقنکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبایل لتعارفو» ژباړه: ما تاسو له نر او ښځې څخه پیدا کړی او ډلې ډلې ځکه پیدا کړاست چې یو بل وپېژنی. (مرهون، ۱۳۹۸ل:۱۴مخ)

استاد ضیاءالاسلام شېراني په خپل لکچرنوټ کې د ژبې په اړه وايي: ژبه وژنه د قام وژنې یو ډول دی. موږ وویل چې د ژبو له منځه تګ کې د ژبو د ویونکو ټول فرهنګ د تمدن له تاریخ څخه محوه کېږي، نو کله چې د یوه قام د ژبې له منځته تلو سره د هغه قام تاریخ او فرهنګ د انساني تاریخ له مخې محوه کېږي دا په دې مانا ده چې د ژبې له مرګ سره يې قام هم مري.

  ډېر قومونه په همدې ژبو باندې نومول شوي او همدا ژبو ته منسوب دي، پښتون ته پښتون ویل کېږي دا ځکه چې په پښتو خبرې کوي او غږېږي، عرب ته عرب ویل کېږي دا ځکه چې په عربي ژبه باندې خبرې کوي، نو که پښتو ژبې شهرت پیدا کړي، پښتون قوم ورسره طبعا د شهرت خاوند کېږي او برعکس که پښتو ژبې له منځه لاړ شي یا شاته پاته شي نو ورسره پښتون هم له منځه ځي او یا شاته پاتې کېږي.

یعنې که چېرې د یو قوم یا ملت ژبه له منځه لاړه شي، نو هغه قوم او ملت هم د ژبې د نشتوالي په صورت کې له منځه ځي او محوه کېږي، ځکه چې د هر قوم هویت او پېژندنه د ژبې سره اړیکه لري.

څرنګه چې ژبه د یو قوم په وجود او عدم کې پوره رول لري، نو له همدې امله لویو استعماري هېوادونو له چلونو څخه یو چل دا دی چې، لومړی د یو قوم ژبه اخلي او بیا ورباندې زورواکي کوي. نو ترڅو چې د یو قوم ژبه تر اغېز لاندې رانه‌ولي، استعمار نه شي کولای، چې په هغه قوم حکمراني او حکومت وکړي، له دې څخه ښکاري چې ژبه په ټولنه کې څومره ارزښتمنه ده.

له پورتني خبرې څخه موخه مې دا ده چې، ژبه په اصل کې د یوې ټولنې د ټولو (معنوي او مادي) ارزښتونه ټولګه ده، چې د یو ټولنې پورې اړه لري. د ژبې په واسطه موږ کولای شو چې یوه ټولنه وپېژنو.

د ژبې د ارزښت په اړه بل مهم ټکی دا دي چې د انساني ټولنې د پرمختګ سبب شوي دي یعني ، کله چې انسانان د خپلې پوهې او تجربې نورو سره شریکې کړې نو د نړۍ د پرمختګ سبب شوه.

 په همدې اړه استاد وحدت وايي چې: له یوناني فیلسوفانو راهیسې انسان یو ناطق حیوان بلل شوی دی، خو نن سبا يې روزار ساز ژوی بولې او په دې لړ کې «ژبه» له هغو لومړنیو وسایلو څخه ګڼي چې د انسانانو پر مخ يې د دغو ټولو وسایلو د رغاونې او کارونې دريڅه پرانیستې چې، له ډبرینو او فلېزي وسایلو رانيولې تر بریښايي او نومهالو الکترونیکي وسایلو پورې يې رارسولې او همداسې پر مخ ځي (وحدت، ۱۳۹۸ل: ۸مخ).

د ژبې یو ډېره مهمه او بلکې تر ټولو مهمه دنده او ارزښت يې دا ده چې، د بني ادمانو ترمنځ له اړیکې سره مرسته کوي. انسان یو ټولنيز موجود دی، او مجبور دی چې له نورو سره شریک ژوند وکړي او له نورو سره په ارتباط کې واوسي چې غوره او بهترینه وسیله يې ژبه ده.

ژبه د فکر کولو ذریعه ده. مانا دا چې که ژبه نه واي، په غالب ګمان فکر کول هم به نه وو. ځکه که موږ په خپل زړه کې د یوې موضوع په اړه غور کوو، دا غور او فکر د کلمو جامې اغوندي. همدې لپاره پخواني یوانانیان د نطق او عقل لپاره د (Logos) کلمه استعمالوله. مطلب دا چې دوی د خبرو،  عقل او فکر کولو ترمنځ بنیادي فرق نه لیده. (وحدت، ۱۳۹۸ل: ۹مخ)

د ژبه بل ارزښت دا ده چې د ژبې په وسیله موږ ښکلا ایجادوو. انسان د شعرونو، سندرو، کیسو او نورو ذریعو له لارې ژبنۍ ښکلا پنځوي او خپل عواطف بیانوي.

نو په پای کې ویلای شم چې که ښه ځېر شو، دې ته به مو پام را وګرځي چې له ژبې پرته به ښایي انسانان له یو او بل ته پردي وای، بې له ژبې څخه به انسانان د یو بل په احساس نه پوهېدلای، بې له ژبې څخه به د یو بل په ګټه نه پوهېدلای، بې له ژبې به استعدادونه پټ وای، بې له ژبې څخه به يې فکر نه وای، بې له ژبې څخه دینونه ناشونې وای، بې له ژبې به تاریخونه ورک وای.

ځکه ژبه د اور له کشف نه نیولې تر نننیو حیرانونکو علمي او تخنیکي پرمختګونو پورې د ټول مدني مظاهرو د لېږد، تبادل، تسلسل او پرمخیون وسیله ګرځېدلې ده.

په انسان پورې منحصره ژبه

یوه مهمه پوښتنه چې تل مطرح کېږي ، هغه دا ده چې ایا کومې خاصې ځانګړنه شتون لري چې پر اساس يې انسان له نورو موجوداتو څخه بېل وګڼل شي؟ په اړه يې ډېر ځوابونه ورکول شوي دي؛ خو یوازینۍ ګډ ځواب يې ژبه ده. یعني ژبه د انسان هغه ځانګړنه ده چې د نړۍ نور موجودات نه‌لري. د انسان ژبه یوازینۍ هغه ځانګړتیا ده چې یوازې په انسان پورې منحصره ده (شېراني، ۱۴۰۲).

 د لویس توماس په وینا: « د ژبې یوازینۍ ځانګړتیا دا ده چې انسانان په ژنیټیک لحاظ یو له بله مشخصوي او تر ټولو ژوندیو موجودات انسان ته برتریت وربښي.» (مرهون، ۱۳۹۶ل :۱۵مخ)

د فزیولوژي له اړخه هم سړی ویلی شي چې، د اکثرو انسانانو د ژبې مرکز د لوی دماغ په کېڼه برخه کې دی. د غږونو دژبې دستګاه تالو دی چې؛ د غږونو د پټۍ لري او د ژبې د عضلې او شونډو په مرسته سره غږونه جوړوي. دانسانانو د تالو د غږونو په پټيو کې د پرتو غږونو شمېر زیات او پراخه دي او مختلف ډول غږونه جوړولی شي. خو د (ژوو) د تالو غږونه شمېر ډېر کم دي او یوازې څو محدود غږونه کولي شي(ستوری،۲۰۰۰ ز: ۱۲مخ).

په انسان پورې منحصرې ژبې په اړه دا لاندې ټکي د یادونې وړ دي:

لومړی؛ په انسان پورې منحصره ژبه دا توان لري چې، په یو ه ترکیب کې له څو محدودو او بې مانا عناصرو (غږونه/ فونیمونه) د ډېرو مانا لرونکو عناصرو (مورفیمونو/ کلمې) لپاره کار واخلې. د بېلګې په توګه د لاس کلمه په پام کې نیسو چې له دریو غږونو(ل، الف، س) څخه جوړه شوې ده؛ که چېرې پوښتنه وشي چې (لاس) څه مانا؟ موږ په اسانه ځوابولای شو، خو که چېرې وویل شي چې) ل) یا (س) غږ څه مانا نو هېڅ ځواب نه ورته لرو ځکه بې مانا غږونه دي. که چېرې انساني ژبې دغه ځانګړنه نه‌ لرلای یوازې به يې څو محدودې مفهومه بیانولای شوو.

له بله اړخه که همدا بې مانا غږونه په مختلفو بڼو یو ځای راوړل شي، مانا لرونکې کلمې ځنې جوړېدای شي. یعني که د غږونو ځای بدل شي یا هم د یو غږ پر ځای بل غږ راوړل شي ګڼې نورې مانا لرونکې کلمې جوړېږي.(شېراني، ۱۴۰۲)

دویم؛ د انسان پورې منحصره ژبه په وخت پورې مقیده نه ده یعني انسان کولا شي چې، د اوسمهال، تېرمهال او راتلونکې مهال په اړه خبرې وکړي. د بېلګې په توګه موږ کولای شو په ډېره راحتۍ د خپل ماشومتوب په اړه خبرې وکړو او یا هم د راتونکو پېښو په اړه خبرې وکړو .

درېیم؛ د انسان پوري منحصره ژبه دا ځانګرنه هم لري چې د هرې موضوع په اړه چې وغواړي په خپلواکه توګه خبرې وکړي. د بېلګې په ډول که له موږ څخه یو څوک د یو شي په اړه نظر وغواړي موږ خپلواک یو چې د هغې په اړه خپل نظر ووایو. البته دا باید هېر نه‌کړو چې په دې برخه کې ځينې ټولنیز، دیني، فرهنګي، فکري محدویتونه شته، خو سره له دې هم موږ کولای شو چې د ژبې خپلواکې ولرو. (شېراني، ۱۴۰۲)

څلورم؛ د ژبې څلورمه ځانګړنه دا ده چې، په یوه ژبه کې د دال او مدلول ترمنځ هېڅ اړیکه وجود نه لري لکه د تخته کلمه په پام کې نیسو. د دې کلمې او هغه تخته چې موږ يې ګورو ترمنځ هېڅ اړیکه نه شته، مګر دا په ټولنه کې د یو تړون پر اساس ټاکل شوې ده.(شېراني، ۱۴۰۲)

له دې پورتینو ټکو څخه دا پایله لاس ته راځي چې، د انسان ژبه یوازې په انسان پورې منحصره ده ځکه چې؛ د انسان ژبه د غږونو له پلوه بډای او بشپړ ده خو د ژوو نیمګړې، انسان د ژبې خپلواکي لري حال دا چې ژوو دا ځانګړنه نه لري.

د ژبې سرچینه

لکه څنګه چې په ټولنه پورې تړل شوې هره پدیده له تودو بحثونو او جنجالونو څخه ډکه وي، په همدې توګه د ژبې پدیده هم همداسې یو پدیده ده؛ چې تر اوسه پورې څېړونکي پر دې نه دي سره سلا شوي چې ژبه له کومه وخته را پیل شوې ده.( مرهون، ۱۳۹۶ل :۲۰مخ)

په حقیقت کې د ژبې پیدایښت تاریخ د انسان د پیدایښت له تاریخ او د ډلو او ګروپونو له جوړېدو سره تړاو لري. یعنې ژبه د انسان د ژوند له پیل څخه په ډلو ټپلو کې ده، ځکه له دې پرته د یوې ټولنې د وګړو اړیکې نه شي تامینېدای. البته لکه څنګه چې لومړنیو انسانانو ابتدايي ژوند درلود په همدې ډول د اړیکو دغه وسیله، یعني ژبه هم ساده او ابتدايي وه. په دې توګه د انسان د ژوند د تاریخ په څېر د ژبې تاریخ هم ډېر اوږد دی او له بېلابېل پړاونو څخه تېر شوی دی.

ځینې پوهان په دې باور دي چې انسانانو په لومړي سر کې ژبه نه درلوده؛ خو کله چې اړ شول خپل افکار، خیالات او ِغوښتنې نورو ته ورانتقال کړي، نو د ژبې پیدایښت او منځته راتګ ته اړتیا پیدا شوه او ژبې يې منځته راوړله خو دا چې په لومړي سر کې له کوم ډول ژبې څخه کار اخیستل کېده نا معلومه خبر ده.خو د دې نظريې پر مقابل ځینې نور پوهان لکه (ادم سمیت) پر دې عقیده دي چې دا خبره درسته نه ده چې ژبه د انسان د پیدایښت سره سمه او یو ځای پیدا شوې ده، بلکې انسان د ډېر وخت لپاره له ژبې څخه محروم او بې برخې و او له خپل پیدایښت نه په لکونو کلونو وروسته يې خبرې کول زده‌کړل. د دې نظريې ولاړ پوهان دا هم زیاتوي چې، انساني مخلوق تقریبا پینځلس لکه کاله د ځمکې پر مخ موجود و، خو نه يې څه کلتور و او نه يې څه ژبه لرله. دوی له نن څخه تقریبا لس لکه کاله وړاندې د ژبې کارونه را واخیسته.(ټنیوال،۱۳۹۴:مخ۲۶)

نور ژبپوهان او د ژبې څېړونکي وايي چې ژبه د نښو نښانو او انځورنو په شکل رامنځته شوې ده، او انسانانو په خپل منځ کې خیالات، افکار او د زړه راز د دغو نښو نښانو او  تصویرونو او اثارو نورو ته ورانتقال کړي دي. خو وروسته په تدریجي توګه انسانان د غږونو په ډول له ژبې څخه کار واخیست. د دې امکان هم شته چې د ژبې غږونه او اشارې په یوه وخت کې منځته راغلي وي؛ چې ورو ورو د انساني ژوند سره تکامل کړي وي.

یا هم د ژبې د سرچینې په اړه چامباتیسا ویکو وايي چې د انسان ژبه، د شعر له منځ څخه اخیستل شوې ده. البته د هغه مقصد ادیبانه او متصنع شعر نه و، بلکې منظور يې هغه عامیانه او طبیعي شعر و چې عملي اړتیاوو ته يې ځواب ویل. د ویکو اصلي استدلال دا و چې ډېرې پخوانۍ ښکارندویاني د ژبې شعر و خصوصا د هومر اشعار.(وحدت،۱۳۹۸ل:مخ۱۵)

یو ډله پوهان پر دې باور دي چې ژبه یوه اسماني پدیده ده او لومړی انسانانو ته وروښودله شوه .خو په دې نظر کې د دوو ډلو ترمنځ اختلاف شته؛ ځینې وايي چې ژبه له پخوا نه موجوده وه او د انسانانو مولود يې نه بولي لکه، چامسکي چې وايي: ژبه یوه ژنیټیکي پدیده ده او یوازې انسان پورې منحصره ده. پر دې اساس د ژبې په زده‌کړه کې محیطي عوامل کم ‌رنګ دي. خو د دې پر مقابل ولاړ پوهان وايي چې ابوالبشر د ټولو شیانو لپاره نومونه وضع کړل، خو دا ژبه نیمګړي وه او وروسته بشپړه شوه. (اردبیلي،۲۰۱۸ز)

د ارواپوهنې پوهان لکه ویلیام کلوین وايي چې: په تېرو لسو زرو کلونو کې د انسان بیولوژیکي تکامل سست او حتی د پام وړ نه و، خو بر عکس، د هغه د ټولنیز ارتقا ورځ تر بلې چټکه شوې ده. انسان خبرې کونکی شوی دی او د بیان ځواک پیدا کړي دي.

د ژبې د سرچینې په اړه د ادراکي ژبپوهنې پوهان وايي چې؛ نېږدې پنځوس زره کاله وړاندې زموږ پلرونه پرمختګ کړي دي چې د ژبې د پیدایښت سبب شوی دی. ترنر او فوکونیه دې ته ورته نظر لري او وايي چې انسان د فیوژن په نوم یو لوی ذهني وړتیا ته په رسېدو سره دا توان ترلاسه کړی دی چې خبرې وکړي.(اردیبلي،۲۰۱۸ز)

په هر صورت موږ واقعا نه پوهېږو چې ژبه څنګه رامنځته شوه. خو یوازې یو شی چې موږ ته تر اوسه د ډاډ وړ دی هغه دا چې، انساني ژبه لږ تر لږه پينځه زره کاله زړه ده. چې پخواني لیکونه تقریبا ټول د دې خبرې پخلی کوي. هغه ژبې چې البته د لومړي ځل لپاره ثبت شوي دي هغه سومري او مصري ژبې دي، چې د عمومي خصوصیتو له مخې له دې نننیو ژبو سره کوم توپیر نه لري او دا ټول خبرې پر دې باندې دلالت کوي چې ژبه له ډېر پخوا څخه موجوده ده. دا چې څومره زړه وي موږ ته نه ده معلومه تر اوسه اسناد په لاس کې نه لرو. خو پورتني فرضیو ته ورته نورې فرضيې هم شتون لري چې د ځینو فرضیو ماهیت څېړو.

د ژبې د سرچینې په اړه دودیزې نظريې

د ژبې د سرچینې په اړه د دودیزې روایتونو په برخه کې دوه ډوله (مذهبي او غیر مذهبي) روایتونه شتون لري چې هر یوه روایت ژبې ته خاص مقام او منزلت ورکړی دی.

مذهبي روایتونه

مذهب یا عقیده د انسان په ژوند کې تر ټولو مهم اروایي او فکري خوا ده. انسانان چې تل د ښه او بد پرېکړه کوي او یا د یوه شي ريښې پلټي نو خپل مذهب او دین ته مراجعه کوي. په دې اساس تر هر څه وړاندې چې پرېکړه نیسي او یو څه له اروايي اړخه یوه خبره ومني هغه به د دین په وسیله وي.

که څه هم ډېری ژبپوهان یا د اوسنۍ پوهان په دې باور دي چې عقیدوي مسایل باید په اکاډمیکو او علمي مسایلو سره ګډ نه کړل شي، خو موږ دلته دا دلیل لرو چې، که چېرې مذهبي وسیقې پر ځای د یوې تاریخي کتاب او لیکنې په حیث ومنو بیا هم زموږ دغه تحلیل علمي بلل کېدای شي.

موږ چې کله دینونو ته رجوع کوو نو یو اسماني دینونه دي چې په نړۍ کې د څلورو کتابونو او یو سلو لسو صحیفو دینونه دي او نور هغه دینونه دي چې په اړه يې زیات شمېر نړۍ‌وال داسې فکر کوي چې د انسانانو ایجاد دي. نو موږ هم په دغه برخه کې د دواړو دینونو له نظره د ژبې د سرچينې په اړه خبرې کوو.

د تورات له نظره د ژبې سرچینه

په نړۍ کې تر ټولو پخوانۍ اسماني کتاب تورات دی، چې پر حضرت موسی(ع) نازل شوی دی. تورات په نړۍ کې تقریبا د معلومو اسنادو له مخې لومړی کتاب دی چې د ژبې په اړه موږ ته بحثونه کوي. د دې کتاب (تورات) په لومړي جز کې (پیدایښت بحث) د ادم و حوا سورة اتلسم، نولسم او شلم ایتونو کې داسې راځي:«خدای (ج) وفرمایل: نه ښايي چې ادم (ع) تنها وي باید د هغه لپاره مناسب یاران ورپیدا کړم. په دې وخت کې خدای(ج) ټول مرغان او ژوي له خاورې يې پیدا کړ ادم (ع) ته راوړل تر څو چې ونوموي.» (مرهون، ۱۳۹۶ل :۲۶مخ)

په تورات (عهد عتیق؛ مقدس قاموس) کې راځي: «په پیل کې کلمه و او کلمه له خدای سره وه.» د تورات له دغو بحثونو څخه داسې ښکاري چې بابا ادم (ع) ژبه له پیدایښت سره سم خپله کړه. او یوازې یوه ژبه وه. خو د تورات په لومړي جز (پیدایښت بحث) برج بابل سورة داسې ایتونه شته: «په هغه وختو کې د نړۍ ټولو خلکو په یوه ژبه خبرې کولې. د دنیا خلک کرار کرار ډېرېدل او ختیځ خوا ته یې کوچ کاوه. هغوی یوې دښتې ته ورسېدل دغه دښته د بابل په نامه و، دوی هلته ځای پر ځای شول. خلکو چې هلته ژوند کوئ په خپلو منځو کې يې کېناستل او وویل: راځئ چې یو لوی ښار جوړ کړو په دې ښار به یوه لوی برج جوړ کړو چې سر يې اسمان ته ورسېږي، تر څو ځان ته د نامه خاوندان کړو؛ او دغه برج زموږ له تیت و پرک کېدل مخنیوی وکړي. نو دوی د برج جوړولو کار پیل کوي. کله چې خدای(ج) د هغوی دې کار ته وکتل نو وویل: د دې ټولو خلکو ژبه یوه ده نو ځکه دوی یو ځای شوي او دا کار يې شروع کړی دي. که اوس مخه يې ونه نیول شي په راتلونکي کې به دوی هر څه چې زړه يې وغواړي کوي. نو باید دوی د خپرېدو لپاره سره بېل او ژبې يې بدل کړل شي، تر څو د یوه او بل په ژبه پوه نه شي. د دوی دغه د ژبو تغیر د دې لامل شو چې دوی پر ځمکه کې خپاره شي.»

د تورات له دغو بحثونو څخه داسې ښکاري چې بابا ادم(ع) ژبه له پیدایښت سره سم خپله کړه او یوازې یو ژبه وه؛ چې د عبریانو یا یهودانو له نظره عبري ژبه د نړۍ لومرنۍ ژبه ده.خو ځکه چې خدای(ج) ادم(ع) په ځمکه کې د ابادۍ او خپرېدو لپاره استولي وو نو خدای(ج) دوی پر ځمکه کې خپاره کړل.(مرهون،  ۱۳۹۶ل:۲۷)

  د قرانکریم له نظره د ژبې سرچینه

له تورات نه وروسته قرانکریم هغه کتاب دی چې د ژبې په اړه تر تورات ډېر ځایونه موږ ته معلومات وړاندې کوي. چې د ژبې د پیدایښت په اړه د قرانکریم خبرې له علمي اړخه تر ټولو نورو نظریو مستحکمې او مستدللې دي.

د خدای (ج) لومړي پیغمبر د خپلې مېرمنې، ماشومانو او لمسیانو د دیني لارښونې او اخلاقي زده‌کړې لپاره یوې بشپړې او هر اړخیزې ژبې ته اړتیا درلوده. په طبیعي توګه، د شاوخوا چاپېریال د ټولو مخلوقاتو پوهه او د لنډو مفاهیمو او د هغو کلمو او ګرامري قواعدو جوړول چې د پرمختللې ژبې بنسټ ګڼل کېږي، یو ستونزمن کار دی او دا د دوو کسانو او څو تنو د مجموعې له لارې ممکن نه وي، که په اوږد مهال کې هم دا ډول امکانات برابر شوي وي؛ نو ټولنه به تر ډېره وخته د هدایت له نعمت څخه برخمنه نه شي او ښايي ډېر خلک به له دې نعمت څخه بې ګټې مړه شي چې د الهي عدالت سره خلاف کار دی. له همدې امله، داسې ښکاري چې خدای (ج) ادم او حوا ته د خلقت له پیله ژبې ډالۍ ورکړې وه.

په قرانکریم کې له انسانانو وړاندې د پیریانو یا نورو موجوداتو په اړه بحث راځي، په بقره سورة کې : «و اذ قال ربک للملکة انی جاعل فی الارض خلیفه قالو اتجعل فیها من یفسد فیها و یسفک الدما و نحن نسبح بحمدک و نقدس لک قال انی اعلم ما لا تعلمون.» (بقره سوره،۳۰ ایت)

ژباړه: او ملایکو ته دا تعجب پیدا شوه چې، د داسې مخلوق د پیدایښت څه اړتیا ده. چې په دوی کې به مفسدین او د وینې تویوونکې هم دي؟ حال دا چې موږ د الله تعالی (ج) ډېر مطیع او فرمان وړونکي بنده‌ګان یو، نو زموږ له وجود سره به د دې خلیفه پیدا کولو ته څه اړتیا وي؟ نو د تعجب او استفادې په غرض، نه د کوم اعتراض لپاره يې دا پوښتنه وکړه. (حسین پور، ۱۳۸۹ل)

دلته موږ ګورو چې خدای (ج) له پریښتو سره خبرې یا هغوی ته امر کوي او امر دوه حالته لري یا د قال په ژبه وي یا به د حال؛ دغه ژبه خپله د تامل وړ ده. البته طباطبايي د دې ایت په تفسیر کې وايي چې، د دنیا خبرې او غږونو او د هغو له یو ځای کېدو څخه منځته راڅي حال دا چې په اخرت نړۍ کې د مادي دنیا په څېر د خبرو کولو اړتیا نه شته. نو داسې ښکاري چې د خدای(ج) او پریښتو وینا د مادي دنیا په څېر نه وه.

د انساني ژبې په اړه په قرانکریم کې په بېلابېل ځایونو کې بحثونه راغلي دي په لومړی سپاره بقره سورة کې یو دیرشم او درې دیرشم ایتونو کې د انساني ژبې د پیدایښت په اړه راځي چې:«و علم ادم الاسماء کلها ثم عرضهم علی المکة فقال انبونی باسما هولا ان کنتم صدقین» ( بقره سوره، ۳۱ ایت)

ژباړه: او علم ورکړ ادم ته د شیانو پر نومونو باندې بیا وویل، ما ته خبر راکړئ د غه شیانو له نومونو څخه که رېښتیا وايی. (حسین پور،۱۳۸۹ل)

«قالو سبحانک لاعلم لنا الا ما علمتنا انک انت العلیم الحکیم» ( بقره سوره، ۳۲ ایت)

ژباړه: ملایکو وویل چې پاکي د الله ده موږ پرته له هغه څه چې علم راکړې نور نه پوهېږو؛ او ريښتیا ته دانا او حکیم يې. (حسین پور. ۱۳۸۹)

«قال یا ادم انبهم باسمایهم فلما انباهم باسمایهم قال الم اقل لکم انی اعلم غیب السموات و الارض و اعلم ما تبدون و ما کنتم تکتمون» (بقرة سوره: ۳۳ ایت)

ژباړه: ادم ته وویل چې خبر راکړه دوی ته د دغو شیانو د نومونو په اړه. کله چې ادم (ع) دوی ته خبر ورکړ الله (ج) وفرمایل ایا تاسو ته مې نه وه ویلې چې زه پوهېږم د ځمکې او اسمانونو غیبونه او هغه څه چې ښکاره کوی او هغه څه چې پټ کوی. (حسین پور، ۱۳۸۹ل)

د دې ایتونو له مانا او تفسیر څخه داسې ښکاري چې خدای تعالی ادم او حوا ته د پیدايښت سر سمه ژبه ورکړی دی.

همدا شان په ماّیده سورة کې په اوه ویشتم او نهه ویشتم ایتونو کې د ادم (ع) د لومړني اولادونه (هابیل او قابیل) داستان شته له دې محاورې څخه داسې ښکاري چې د ادم(ع) لومړني اولادونه د ژبې خاوندان وو.

همدا شان د ژبې د پیدایښت په اړه په اووه ویشتم سپاره کې الرحمن سورة درېیم او څلورم ایتونو کې راځي:«خلق الانسان ، علمه البیان» ژباړه: پیدا کړی يې دي انسانان بیا يې ښودلي دی بیان (خبرې). طباطبايي او طیب د دې ایتونو په تشریح کې وايي چې د (بیان) مانا د هر څه ښکاره کول دي، په ځانګړې توګه باطني ارادې، چې د دواړو له نظره انسان ته یو له سترو نعمتونو څخه ګڼل کېږي. خو بیان د هغو اسماوو څخه مراد دی چې ادم(ع) پر شیانو باندې کېښوده.( جاویداني، ۲۰۱۹ز)

دغه راز قرایتي وايي چې د انسان کلمې څخه مراد ادم(ع) او له بیان څخه مراد د وینا توان دی چې الهي ډالۍ ګڼي. خو ځينې پوهان بیا پر دې عقیده دي چې، د انسان کلمه د جنس نوم دی او مراد ترې انسانان دي. او بیان هغه ده چې د ویونکي موخې څرګندوي او د انسانانو ځانګړنه ده.

وینا په عربي ژبه کې تکلم سربېره د لاس لیکلو او هر ډول عقلي او منطقي دلایلو ته هم ویل کېږي. خو تر ټولو مهمه مانا يې خبرې کول دي، ځکه چې له دې نعمت پرته انسان هېڅ کله هم د خپلو تجربو د انتقال توان نه لري. (جاویداني، ۲۰۱۹ز)

او یا هم هغه پوهان چې د ژبې سرچینه الهي بولي د خپل نظر د پیاوړتیا لپاره د سپېڅلي قران د روم سورة دوه ویشتم ایت د دلیل په ډول راوړي: «و من ایته خلق السموات و الارض و اختلف السنتکم ان فی ذالک لایت للعلمین.» (روم سوره: ۲۲ ایت)

ژباړه: او الله تعالی د قدرت له ځینو نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پیدا کول دي او اختلاف د ژبو ستاسې دی او بل اختلاف د بڼې او رنګونو ستاسې دی. بې شکه په دغه اختلاف کې خامخا الله تعالی د قدرت ډېرې نښې دي د پوهانو لپاره.(ټنیوال،۱۳۹۴:مخ ۳۵)

دې ته ورته په بېلابېلو ایتونو کې هم د انسان د ژبې او ژبیزو غړو په اړه بحثونه راځي لکه په دیرشمه سپاره کې د بلد سورة نهم ایت :«و لسانا و شفتین» ژباړه: او ورکړې مو دي ورته ژبې او دوه شونډې. (مرهون، ۱۳۹۶ل: ۳۰مخ)

له دغه ایت څخه داسې ښکاري چې ژبه په اصل کې د خدای (ج)  له خوا انسان ته ډالۍ ده.

بله ډله پوهان نوره هم مخکې ځي او داسې وايي چې ژبې ټولې د خدای (ج) خلقت دی. د ټولو بشري ژبو زده‌کړه د لومړي ځل لپاره خدای(ج) ادم (ع) ته ورکړې وه، چې بیا ادم (ع) د ژبو د وېش لپاره یو دفتر جوړ کړی و چې، په هغه کې يې لیکلي وې بیا مخکې له دې چې وفات شي هره ژبه يې د خټو په یوې ځانګړې تخته کې ولیکله او بیا يې هغه ټولې تختې د اور په پټۍ کې پخې کړې او بیا يي په یو خونه کې وساتلې او کله چې نړۍ‌وال توپان راغی؛ نو د ژبو هغه تختې یوې خوا او بلې خوا ته یووړې. نو په د توپان له پای ته رسېدو وروسته د هغو ژبو د هرې ژبې تخته چې چا په لاس ته ورغله او مینده يې کړه نو د میندوکي او د هغه نسل هماغه ژبه شوه.(ټنیوال،۱۳۹۴:مخ۲۸)

د هندوییزم له نظره د ژبې سرچینه

هندوان (براهما) د نړۍ خالق او پیدا کونکي بولي او په دې باور دي چې ژبه د براهما د مېرمنې (ساراسوتي) له لوري رامنځته شوي دي.( شېراني، ۱۴۰۲)

په بل روایت کې راځي چې هندوان عقیده لري چې په پخوا زمانو کې د پوهې یوه جګه ونه وه، دا ونه دومره جګه وه چې سر يې اسمان ته رسېدی او ريښې يې د ځمکې تر تله رسېدلې؛ دې ونې له ځان سره وویل چې، زما سر باید دومره جګ شي چې په اسمان کې پټ شي او څانګې مې پر ټوله ځمکه وغوړېږي او خلک مې تر سیوري لاندې راټول شي او پرې نه ږدم چې هغوی تیت و پرک شي. مګر براهما د ونې دې غرور او تکبر ته په قهر شو او د هغه څانګې يې پرې کړې او پر ځمکه يې وپاشلې. له هغه نورې ونې جوړې شوې دا ونې د خلکو ترمنځ د اعتقاداتو، ژبو او بېلابېلو رواجونو د رامنځته کېدلو سبب شوې.(مرهون، ۱۳۹۶ل :۳۱مخ)

له مذهبي روایتونو څخه داسې ښکاري چې، په ډېری مذهبونو کې ژبه الهي سرچینه لري. خو د دې اصلي ژبې د بیا موندلو لپاره ډېرې تجربې ترسره شوي چې متضاد او متناقضې پایلې ورکړي دي.

د بېلګې په توګه: یوناني تاریخ لیکونکی هېرودتس په وینا پينځه پیړۍ وړاندې د مصر حاکم(پسامیتیوخوس) وغوښتل چې د انسان په لومړنۍ ژبه پوه شي. نو یوه تجربه ترسره کړه، دوه ماشومان د زېږېدو سره سم له خپل مور او پلار څخه جلا وکړ او داسې کسانو سره لوی کړ چې هغوی هم ګونګې وو. دی په دې باور و چې کله ماشومان په خبره راشي، نو هغه د بشر لومړنۍ ژبه وي. بالاخره له څو مودې وروسته ماشومان په خبرو پیل کړل او د (بېکوس) کلمه يې په ژبه راوړه، دا کلمه په فریګیايي ژبه کې د ډوډۍ په مانا دي. له دې پایلې څخه دوی وویل چې د بشر لومړنۍ ژبه فریګیايي ده(شېراني،۱۴۰۲).

له دغه فرضيې وروسته د سکاټلند پاچا هم په پیځلسمه پیړۍ کې د پسامیتوخوس په څېر تجربه ترسره کړه او هغوی ته بیا دا ثابته شوه چې کوچنیانو په عبري ژبه خبرې کړي وې.(مرهون، ۱۳۹۶ل:  ۲۲مخ)

خو د نړۍ د لومړني ژبې په اړه مسلمان پوهان داسې نظر لري چې ادم و حوا(ع) کله چې له جنت څخه وشړل شو، ادم (ع) د صفا غره ته او حوا(ع) د مروه غره ته څېرمه چې دواړه په مکه معظمه کې موقعیت لري راکوز شول. دې ته په پام سره مفسرین په دې باور دي چې ادم او حوا(ع) د نزول ځای د اوسني عربستان خاوره دي. نو وايي چې د عربي ژبې سرچینې هم له همدې خاورې څخه ده. نو د ادم او حوا(ع) ژبه هم عربي وه. (جاویداني،۲۰۱۹ز)

د مورتیز او ګریفتس (۲۰۱۴) په وینا د هېرودتس تاریخ ته په اشارې سره په دې باور دي چې سامي ـ حامي ژبکورنۍ تر نورو ژبکورنیو په نسبت تر ټولو زوړ ژبکورنۍ دي. د سامي ویونکي د حجاز له خاورې نه نورو سیمو ته کډوال شوي او د دوی د پلرونو ژبه عربي وه. (جاویداني،۲۰۱۹ز)

له دغه پورتنی یادونه څخه معلومېږي چې د مسلمانانو له نظره د بشر لومړني ژبه عربي ژبه ده خو بیا هم په ډاډه نه شو منلی او نورو څېړنو ته اړتیا لري.

  غیر مذهبي روایتونه

یوه ډله پوهان وايي چې د ځمکې په یوه ناپېژندل شوې سیمه بشر خلق شوی وي او په یوه مشترکه ژبه يې خبرې کړې وي او بیا وروسته کله چې دوی ډېر شوي له دوی څخه ځینې قومونه راپورته شوي او نورو سیمو ته کډوال شوي دي، چې د لومړۍ ژبې ریښې هم له ځانه سره هغه نوي ځای ته وروړي وي او بیا پر دغو قبایلو باندې ټولنیز، اقلیمي او چاپېریال پورې اړوند عوامل اغېز کړی چې په پایله کې ژبه رامنځته کړي دي.

د ځینو ژبپوهانو له نظره ژبه د یوه هوښیار سړي ایجاد ده، پخوانیو وختونو کې د لومړنیو انسانانو د ژبې په اړه خلکو جلا جلا کیسې کولې او په دغو کیسو کې ژبه د یوه هوښیار سړي ایجاد بلل شوې ده. خو په دې یادونه کې دا ټکی چې، ژبه د یوه هوښیار انسان له خوا رامنځته شوې ده د غور وړ ټکی دی. ځکه تر اوسه پورې چې کوم اثار پوهانو لیکلي دي په هغو کې دا ویل شوي دي چې، ژبه په ټولنه کې منځته راځي او په هغه کې تحول او بدلون هم د ټولنیزو تحولاتو پر اساس منځته راځي، که چېرې ژبه یوه شخص جوړه کړې وای د وخت په تېرېدو ثابته پاتې شوې وای او هېڅ بدلون او تغیر به يې نه وای منلی. له بله اړخه د ژبې جوړول او منځته راوړل یو داسې عادي او اسان کار نه دی، چې په لنډ وخت کې پیل او پای ته ورسېږي او دا ظرفیت هم ولري چې د بشریت ټولو غوښتنو ته په نسبي توګه ځواب ووايي. ځکه چې ژبه د یوه شخص جوړونه او محصول نه دی. او انسان په یوازې توان نه لري چې، ژبه رامنځته وکړي. په عموم کې ژبه په یوه انساني ټولنه کې منځته راځي او په هماغه ټولنه کې تکامل کوي. (ټنیوال، ۱۳۹۴: مخ۲۸)

یا هم د یو رومي ژبپوه چې ویتروویوس نومېده له نظره: د یوه قوي توپان له امله د ځنګل ځینې ونې اور واخیست او وسوځېد. په هغه وخت کې انسانانو وحشي حیواناتو غوندې ژوند کاوه، څه چې به دوی پیدا کول هغه به يې خوړل، په غرونو کې به په لویو لویو غارونو کې ویده کېدل، کله چې دوی اور ولېد جټکه يې وخوړه او وډار شول؛ خو وروسته د اور تودخې خوند ورکړ او بیا يې په دې پیل وکړ چې پر اور باندې لرګې واچوي. بلاخره دوی په دې وتوانېدل چې نغرې جوړ کړي، د دې ګډ فعالیت او هڅو په پایله کې دوی د دې توان پیدا کړل چې بېلابېل اوازونه له خولو وباسي. د دې اوازونو په مرسته دوی یو تر بله پوهول او راپوهول کول، د وخت په تېرېدو سره له همدغو اوازونو څخه ژبه جوړ شو. (ټنیوال،۱۳۹۴:مخ۳۲)

دې ته ورته د ژبې پوهان د ژبې د سرچینې په اړه بېلابېل نظريې وړاندې کړي دي، چې ځینې يې د علمي اړخه یو څه د تامل وړ دي لکه: د اشارو او حرکاتو نظریه او طبعیي غږونو نظریه … خو بیا ځينې يې افسانوي او خرافاتي نظريې دي چې دلته پرې په لنډ ډول بحث کوو.

  د مرکزي امریکا د بومیانو له نظره د ژبې سرچینه

د مرکزي امریکا بومیان په دې باور دي چې، په ډېرو پخوانیو زمانو کې انسانانو د خپل ځان د ساتلو لپاره د دویمې نړۍ د خرابېدو په وخت کې دوی د یو کلک دیوال په جوړولو اقدام وکړ. ولې د هغوی ژبې تغیر وکړ او نور يې نه شوای کولای چې، د یو بل پر ژبه او خبرو پوه شي نو د نړۍ په مختلفو سیمو ته وکوچېدل.(وحدت،۱۳۹۸:مخ۱۴)

د بایو کیمیکل نظریه

د دې نظريې له مخې د انسان خبرې د (رواني مرخېړیو) له امله رامنځته شوې ده. د دې نظريې پلویان پر دې باور دي چې د افریقا په تدریجي وچېدو سره چې د لومړنيو انسانانو کور یادېږي، انسان له ځنګل څخه د دښتو او څړځایونو ته وکوچېد، په دې دښتو او څړځایونوکې واښه خوړونکې ژوي موجود و. بیا دوی د ټریپیټامین لرونکي مرخېړیو سره علاقه پیدا کړه او له خوړو څخه د دوامداره غذايي سرچینې په توګه استفاده د دې لامل شوه چې خبرې وکړي. د ټریپیټامین نشې یو حالت د (ګلوسولالیا) په نوم یادېږي. ګلوسولالیا، یعنې نا مفهومه او ابداعي کلمې په ژبه راوړل، چې معمولا د بې خوبۍ له امله رامنځته کېږي.

(وحدت،ژبه او د ژبې پیدایښت مقاله :مخ۷)

۳-۲-۳-۴  د کاسک کانو نظریه

په امریکا کې له هغه وړاندې چې کریسټیف کولمب يې کشف کړي یوه ډله سره پوستان اوسېدل چې ورته کاسک ویل کېده. د هغو لرغونې کیسې له مخې چې دوی ورباندې باور لري او په دې کیسه کې راځي: یوه لویه توره تیاره خپره شوه تېز بادونه وشول، کښتۍ له یوې خوا بلې خواته ولاړې خلک له یو بل نه جلا شول. کله چې له دغې سرګردانۍ څخه خلاصېږي او خلک په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای کېږي نو د خلکو ژبو تغیر کوي او نور د یو بل په ژبه باندې نه پوهېږي. (وحدت،۱۳۹۸:مخ۱۴)

د تیکونا نظریه

د یوې پخوانۍ کیسې له مخې د امازون په شمال کې یوه لرغونې قبیله اوسېدله چې تیکونا یادېده، دوی د یوې قبیلې غړي وو، په یوه ژبه خبرې کولې خو وروسته د یو کوچنۍ الوتونکي مرغه چې اکثرا مچیان خوري دوې هګۍ وخوړلې له دې وروسته د تیکونا د خلکو ترمنځ جنګ وشو او د هغوی د جلا والي او په مختلفو ژبو خبري کولو سبب شوه.(مرهون، ۱۳۹۶ل:۴۷مخ)

دطبیعي اوازونو نظریه

اواز هغه څپې دي چې د اجسام له ټکر او یا هم د ژوندیو موجوداتو له خولو وځي. کاینات په مجموع کې یوه متحرکه ټولګه ده، په سیندونو کې اوبه بهېږي، له غرونو کاڼې رغړي، باد الوزي چې دا ټول یو خاص اواز تولیدوي. یوه خبره چې مشخصه او ټول پردې خبره سره په یوه خوله دي هغه دا ده چې، ژبه له اوازونو او له اوازونو څخه غږونه جوړېږي، له دې غږونو څخه بیا ژبه جوړه ده چې موږ پرې خبرې کوو.

ځینې ژبپوهان په دي باوري دي چې انسانان په لومړیو کې په خپل چاپېریال د اورېدونکو غږونو پیروي کوله، یعني داسې اوازونه له خولو ویستل، څنګه چې د دوی په محیط کې موجود وو.(ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۲۶مخ)

همدارنګه یو فرانسوي پوه چې (Jeab _ Jacques) نومېده د ژبې د سرچینې په اړه داسې نظر لري: لومړني انسانان یوه طبعي چېغه په واک کې لرله او دا د ده د طبعي قويې یا طبعي حس توليد و. چې د خطر او ویرې په حالت کې يې کار ځنې اخیست. خو کله چې انسانانو په خپلو منځو کې کلکې شانته اړیکې سره پیدا کړې او د خپل فکرونه او خیالات پراخ کړل، نو وروسته يې د ډېرو نښو نښانو او پراخې ژبې لپاره هڅې پیل کړې. او زیاتوي چې، په اول کې انسانان چېغې له خولې ایستلې او وروسته يې د اوازونو لرونکې ژبه رامنځته کړه سمه او پرځای خبره ده. په نولسمه پېړۍ کې جرمني پوه یوت، نوي ري(Noi_re) د ژبې د سرچینې په اړه خپل نظر داسې وړاندې کړ: « ژبه د انعکاسي اوازونو څخه منځته راغلې ده، او دا هغه اوازونه دي چې د لومړنیو انسانانو سره يې د کار کړنې بدرګه کولې. اولنۍ کرېږې په راوروسته کې د کار په ترڅ کې د سېمبولونو په څېر او بڼو اوښتې او په دې ډول لومړني لغتونه ورڅخه جوړ شول. یعني د (نويي ري) له نظره د انسانانو له هغو اوازونو څخه چې د کار په جریان کې به يې ونډه اخیسته د ژبې د رامنځته کېدو سبب شوي دي. (ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۳۳مخ)

دې ته ورته د ژبپوهنې په تاریخ کې زیات شمېر نظريې موجودې دي چې د انسان اواز له طبعي اوازونو څخه منځته راغلی دی. د ژبې په طبعي اوازونو نظریه کې هم په بېلابېلو مانو کې بېلابېلې تیورۍ او نظريې وړاندې شوي دي چې، دلته د ځینو يې یادونه حتمي بولو.

د ډینګ ډانګ نظریه (Ding _ Dong Theory ) : دغه نظریه د ماکس مولېر (۱۸۹۱م) نظریه ده چې، د دې نظریې پر اساس ژبه د کایناتو او موجوداتو د تحرک او د دوی له تحرک څخه پیدا شوي دي. یعني انسانانو د ډله‌ييز کار په ترڅ کې د شاو خوا چاپېریال د خپلو غږونو په تقیلد ژبه رامنځته کړي دي. د بېلګې په توګه د باد مفهوم د څرګندولو لپاره د هغه غږ تقلید کړی. که څه هم له یوې خوا په نننیو ژوندیو ژبو کې د فونیمونو شتون د دې نظريې اعتبار زیاتوي خو له بلې خوا د انتزاعي مفاهیمو شتون دغه نظریه بېرته کمزورې کوي. (وحدت، ژبه او دژبې پیدايښت)

په دې توګه ویلای شو چې، لومړنیو انسانانو هغه کلمې چې به استعمالولې؛ کېدای شي چې یو بل ته د ګواښونو چغې وي. هغه چغې چې له هیجاناتو څخه منځته راځي، شاید ځینو جوړ کړی شوي او مادي شیانو به يې نومونه هم ټاکلي وه او د دغو شیانو نومونه به ډېر ځله داسې وه چې، له دغو اشیاوو څخه به راوتل یا صادرېدل. د ډینګ ډانګ نظريې پر اساس ویلي شو چې، په لومړیو کې انسان د هغو غږونو، چې په خپل چاپېریال کې يې اورېدل پيروي کوله. د پیروۍ په پایله کې له غږونو کلمې جوړې شوې. لکه: د Buzz)) کلمه چې د (مچ د بنګهاري) مانا ورکوي به له همدې لارې څخه رامنځته شوي وي.(وحدت، ۱۳۹۸ل:۱۷ـ ۱۸مخ)

ځینو پوهانو دې ته ورته نظريه لري او وايی چې: ژبه له انعکاسي اوازونو څخه منځته راغلې ده. دا هغه اوازونه وو چې، د لومړني انسان سره يې د کار کړنې بدرګه کولې. اولنۍ کرېږې او چغې په راورسته کې د کار په جریان یا پر مخ بیولو لپاره د سېمبولونو په څېر اوښتې او په دې ډول لومړني ژبې ورڅخه جوړ شول.(ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۳۳مخ)

د بو بو نظریه Bow _ Bow Theory)): دغه نظریه پر دې بنسټ ولاړه ده چې، د ژبې رامنځته شوي ټولې کلمې د حیواناتو له اوازونو بولي. لکه: (میو میو)، (غپ غپ) او نور که څه هم دغه نظریه د ډینګ ډانګ نظريې سره ورته ده یوازې توپیر يې دا ده چې هلته د طبعي اوازونو او دلته یوازې د محدودو ژوو غږونه اساس ګڼل کېږي. یعنې د دې نظريې پر اساس لومړنیو انسانانو د مرغانو او ژویو اوازونه له خولو ایستل.(مرهون، ۱۳۹۶ل:  ۳۴مخ).

پوهو پوهو نظریه (Pooh _ Pooh Theory): دغه نظریه وايي چې، د ژبې لومړی منځته راغلي کلمې ټوله د انسانانو د حواسو پر اساس منځته راغلي اوازونه دي. د دې نظريې پر اساس د یوې ژبې لومړني اوازونه د خندا خوشحالي، د غم ژړا، د درد له سوخته او له ډار څخه وېره منځته راغلي دي.

د پوهانو په اند هغه کلمې چې لومړنیو انسانانو به کارولې کېدای شي د هیجاناتو له امله رامنځته شوې چغې، ګواښونه او خبردارۍ وي او کېدای شي له ځینو مادي شیانو لپاره يې له هغو څخه د راوتونکو غږونو له مخې نومونه ټاکلي وي.(همای، ۱۴۰۱ل: ۳۶مخ) دغه شان د ژبې د سرچینې په اړه ایټالیايي ژبپوه (دیودارچي) پر دې اند دي چې، لومړني انسانانو د وحشي او ډارنوکو ژوو څخه وېرېدل، نو د دې لپاره چې هم ژوندي پاتې شي او هم په امان کې ژوند وکړي، مجبور وو چې یو ځای په ډلو او ګروپونو کې واوسي او د یوه بل سره مرسته وکړي. د دې کار د ترسره کولو لپاره لومړی بې مانا اوازونه پیل کړل تر هغې يې بیا ورو ورو څرګند او جوت اوازونه له خولو وایستل چې، د ژبې د پیدایښت سبب وګرځېده. (ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۲۶ او ۳۱مخونه)

یو هې هو نظریه (Yo _ He _ Ho Theory): د دغه نظريې پر اساس ژبه د ګډ کار کولو په وخت کې رامنځته شوي دي. په دې مانا چې انسانان کله چې ګډ کار کولې نو چغې او نارې وهلې، همدغه اوازونه د ژبې د رامنځته کېدو سبب شوي دي.

 دې ته ورته لسګونه نورې نظريې هم موجودې دي خو د ټولو نظریو له وار وار مطالعې څخه دا ښکاري چې د انسان ژبه یو عقلاني او منطقي تړون لري، او له بې مانا او بې مورده اوازونو له یو ځای والي څخه نه دی رغېدلی بلکې خپل معقولیت لري.

د اشارو او حرکاتو تقلید نظریه

د دې نظريې پر اساس لومړني انسانان د پوهولو او راپوهولو یا د اړیکې ټینګولو په موخه له اشارو او حرکاتو ګټه اخیسته، چې د دې کار په ترسره کولو انسانانو له یو بل د خبرو اترو یا پوهولو او راپوهولو چاره ترسره کوله. دې حرکاتو ورو ورو د ویناييز شکل خپله کړه او ژبې ترې جوړه شوه. (شېراني. ۱۴۰۲ل)

 یا هم د ځینو ژبپوهانو له نظره له دې امله چې د هغې زمانې لفظي ذخیره ډېره کمه وه، د خبرو اترو توان يې نه درلود او د خپلو اندونو او پېښو او حوداثو د تحلیل او بیان توان ورسره نه وه. د پدیدو د تشریح لپاره به يې بېلابېل حرکتونه ترسره کول، حتی ویلای شو، د دې پر ځای چې خبرې وکړي نڅېدل به. (وحدت، ۱۳۹۸ل: ۱۷مخ)

همدارنګه د (ژبې او ټولنې) کتاب لیکوال مولا جان ټنیوال وايي: کله چې موږ د ژبې د منځته راتلو په اړه کې د پوهانو او ژب‌څېړونکو نظریو ته ځېر شو، نو د داسې څرګندونو سره مخ کېږو چې، په هغو کې د اشارو ژبې د انسانانو په منځ کې د پوهولو او راپوهولو د لومړنۍ وسیلې په توګه رول لوبولای دی.

د نولسمې او شلمې پېړیو یو شمېر ژبپوهان لکه، میمیک (Mimik) (هغه حرکتونه چې د مُخ په کاسه کې د پرتو غړو په واسطه ترسره کېږي لکه د خولې بوڅول، د سترګو برګول او نور) او پانتومیمې (Pantomime) د سټیج په ننداره‌چې له خبرو پرته د حرکاتو په واسطه اجرا کېږي.) حرکتونه د ژبې د منځته راتلو په بحث کې راوړي او وايي چې د لاسونو او اشارو ژبې ته د انسان د پوهولو او راپوهولو د اولنۍ وسیلې په سترګه کتل کېږي.(ټنیوال،۱‍۳۹۴ل:۳۱مخ)

په دې برخه کې یوه مشهوره نظریه موجود دي چې راوړل يې حتمې بولم.

تا تا نظریه (TA _ TA Theory): دغه نظریه د (چارلز ډاروین) نظریه ده چې، پر اساس يې انسان له پیدایښت سره سم په اشارو سره یو له بله غږېدل. میمک هم د ژبې د منځته راتلو عوامل یوه ېې اشاره بولي او وايي چې لومړنیو انسانانو د لاسونو او اشارو ژبې د پوهولو او راپوهولو په موخه استفاده کولې چې په پایله کې ژبه منځته راغلې ده. دې ته ورته یو هالنډي ژبپوه (یاک فان ګنیکین) هم وايي چې، انسانانو د لاسونو په واسطه یو د بل سره پوهول او راپوهول کول. (ټنیوال،۱۳۹۴ل: ۳۰مخ)

خو دځینو پوهانو لکه ادم سمیت (Adam smith)، او یو شمېر نورو پوهانو په نظر لومړني انسانان ګونګیان وو. په همدې ډول د ژبې د سرچینې په اړه ځینې نور پوهان داسې نظر لري چې د اشارو ژبه، په یوازې ځان د پوهولو او راپوهولو ډول یا لاره نه وه؛ بلکې د اوازونو، وینا او خبرو ژبه د اشارو ژبې سره دواړه یو ځای منځته راغلي دي. دوی وايي چې، لومړني انسانان د ژوو غوندې د چیغو په واسطه بدرګه کېدونکي اشارې څرګندولې او د وخت په تېرېدو سره کله چې، انسان یوه داسې حالت ته ورسېده چې خپل افکار نورو ته ورسوي نو په لومړی سر کې د اوازونو ژبه او وروسته يې اشارې ژبه وکارولې. دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې انسانان ولې په اول کې د اوازونو ژبه او بیا د اشارې ژبه خوښه کړه؟ پوهان دغه پوښتنې ته داسې ځواب وايي: چې اشاروي یا د حرکتونه ژبه په دې کچه نه وو، چې پاملرنه خپلې خواته راجلب کړي، ځکه چې اشاره یا حرکت هغه چا ته یو څه وايي چې، توجه يې په هماغه لحظه کې په یوه حالت باندې لګېږي که چېرې اورېدونکې مقابل لوری ته نه ويني نو اشارې هغه ته سیګنالي ارزښت نه لري. بلکې د دې په مقابل کې اواز ډېر ښه سیګنال دی.(ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۳۰مخ)

له دغه نظريې څخه داسې ښکاري چې، د بشر د خلقت په پیل کې د انسانانو ژبه اشاروي و. خو ورو ورو او په تدریجي ډول وده او پرمختګ وکړ او په دوام يې ډېر وروسته نننۍ ژبې رامنځته شوې دي.

  د ژبې دسرچینې په اړه معاصر نظريې

له اتلسمې پېړۍ د ژبې په اړه یو خاص او ځانته علم رامنځته شوی، دا علم په انګلیسي کې (Linguistics) او په پښتو کې د ژبپوهنې په نامه یادېږي، څنګه چې په ټولنه پورې هره پدیده له تودو بحثونو څخه ډکه ده په همدې ډول د ژبې پدیده هم همداسې یوه پدیده ده.

دا باید ووایو چې د ژبې د منځته راتلو په اړه پوهانو چې څه ویلي دي، د دوی د تجربو، پوهې او درک محصول دی. هر پوه او څېړونکي د خپلو افکارو، خیالاتو او نړۍ‌لید له مخې په دې برخه کې تر خپل توان پورې یو څه ویلي دي، لکه ډنمارکي ژبپوه (یسپیرسین) د ژبې د پیدایښت په اړه خپل نظر داسې وړاندې کوي: انسان په اول کې سندرې ویلې دي اوبیا يې په دې پیل کړی دی چې وګړېږي او خبرې وکړي. د ده په عقیده د لومړني انسانانو ژبه به د وزګار په وخت کې خبرو او مجلسونو کې منځته راغلې ده.(ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۳۴مخ)

د دې ډنمارکي ژبپوه نظر د نورو ژبپوهانو سره توپیر لري. زما په اند دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې، که یو څوک ژبه و نه‌لري او یا په یوه ژبه و نه‌پوهېږي څنګه کولای شي چې سندرې ووايي؟ ځکه د سندرو ژبه تر عادي ژبې ګران او سخته ده او یا په هغه کې موسقیت ته ډېره پاملرنه کېږي. اصلي خبره دا ده چې یو څوک په یوه ژبه هغه وخت سندرې ویلای شي، چې ژبه ولري یا په ژبه وپوهېږي.

د روم یو شاعر او فیلسوف چې لکریتیوس (Lucretius) نومېږي، د ژبې د سرچینې په اړه وايي چې، ژبه په ټولنه کې منځته راغلې او پیدا شوې ده. نوموړي خپله دغه یادونه په یو شعر کې چې (د یوه شي یا څېز د طبیعت په باره کې) نومېده کړې ده.  همدا شان ځینې نور پوهان لکه هابېس (Hobbes) خپل نظر داسې څرګندوي: انسانانو د دې لپاره چې په اړتیاوو او ضرورتونو باندې وپوهېږي په خبرو کولو پیل کړي دي. (ټنیوال،۱۳۹۴ل: ۲۸مخ)

د نوموړو پوهانو له نظرونو څخه داسې ښکاري چې، شرایط او ټولنیز ژوند انسانان دې ته مجبور کړي دي چې، د خپلو ځانونو د ژغورلو او د اړتیاوو پوره کولو لپاره داسې وسیله پیدا کړي چې د دوی د یوالي سبب وګرځي. او د هغې په وسیله له ستونزو سره مقابله وکړای شي. ځکه دوی د مقابلې ډېره ښه وسیله ژبه ګڼلې ده.

دې ته ورته نورې نظريې هم موجود دي چې په دې برخه کې پرې په اجمالي توګه بحث کوو.

چامسکي نظریه (جنیټیکي سرچینه)

ځینې پوهان په دې باور دي چې تر فزیکي اړخ ورهاخوا یو بل څه هم شته چې د انسان د ژبې پر وړتیا اغېزه کوي. د دوی په اند انسان د ژبې د زده‌کړې لپاره ځانګړې داخلي او ذهني وړتیا لري. دغه ډله پوهان باور لري چې ژبه ارثي پدیده ده؛ او انسان يې له خپلو نیکونو او پلرونو څخه په ارث وړي.

دغه راز د دې نظريې پلویان وايي چې، انسان د ژبې د زده کړې لپاره داخلي او ذهني وړتیا لري چې نور ژوندي موجودات نه لري.په دې ډله کې مشهور سړی چامسکي (۱۹۵۰) دي چې په ډېر شدت سره دا خبره ردول چې انسان ژبه له چاپېریال څخه اخلي هغه پر دې خبره ټینګار کوي چې انسان د پيدايښت سره سم ژبور پیدا کېږي. ژبه یوه ژنیټیکي پدیده ده، یوازې انسان پورې منحصره ځانګړنه ده او د ماشوم د زېږېدو سره سم د ژبې قوه لویه برخه په مغزو کې موجود دي، هغه تکرار او راژوندي کېږي. چې چاپېریال یوازې د یوې خاصې ژبې د پارامټرونو په تعین کولو کې دنده لري. يعني د هغه په وینا ژبه نه زده کېږي، بلکې د ژبې پوهه د ذهن هغه حالت دی چې، له پوهاوي پرته د ماشوم په ذهن کې وده کوي.(مرهون،۱۳۹۶ل :۱۶۱مخ)

په ساده وینا د پوهان چامسکي په اند:

ژبه یو ځانګړي بشري استعداد دی.

ژبې د انسانانو په پيدایښت کې کلک سیمونه غځولی دی.

ژبه د خپلو اجراتو لپاره مخکې له مخکې ټاکل شوي (ازلي) ګرامري قواعد لري. په بله وینا، ماشومان د ګرامري جوړښت په اړه ذاتي یا ازلي پوهه لري؛ او دغه ګرامري قواعد په ټولو بشري ژبو کې خوندي شوي دي. د نړۍ د ژبو توپیرونه د انسانانو په مغزو کې د نصب شوو مشخصاتو په څېر پراته دي. د پو هان چامسکي په اند، د انسانانو ماغزه د شعوري او ادراکي عمليې رواني دي چې، په فکر (تعبیر، احساس)، تفسیرو تحلیل، حافظه … او تصور راڅرخي خو کېدای شي چې انسانان ورته متوجه نه وي.(زیرکیار،۱۳۸۹ل: ۹مخ)

د تدریجي تکامل نظریه

د انسانانو په اړه داسې عقیده هم شته چې، دا اوسنی انسان په یوه لحظه کې پیدا شوی نه دی، بلکې دا د یوه داسې پخواني ژوندي موجود پرمختللی حالت دی چې ډېر د بېزو شکل ته ورته دی. اما اصلا انسانان څه وخت انسانان شوي دي؟ یا په بله ژبه څه وخت هغه پخواني ژوندي موجودات چې، موږ يې ادعا کوو زموږ له اوسني جنسه څخه ول، زموږ په اوسني شکل واوښتل؟ یو ځواب چې زیاتره ویل کېږي هغه دا ده چې انسانان هغه وخت انسانان شول چې، کله ژبه منځته راغله.

د دې نظريې پلویان باور لري چې ژبه په تدریج او د وخت په تېرېدو سره رامنځته شوې ده د دې نظريې له پلویانو څخه )سټیون پنکر ۱۹۹۷) او  (پاول بلوم ۱۹۹۰) دي،  دوی  په دې باور لري چې ژبه باید په تدریج او ګام په ګام راڅرګند شوې وي. (اردیبلي، ۲۰۱۸ز)

همدا شان بېکرټن بل کس دی چې د تدریجي تکامل نظريې پلوي کوي او وايي چې: زموږ پلرونه د اوږدې مودې لپاره له ژبې څخه بې برخې وو، په تدریجي ډول سره دوی د مغزي جوړښت څښتنان شوو، چې په دې سره د ډېرو پېچلو ذهني کارونو ځواک پيدا کړل؛ چې یو له هغو څخه يې ژبې یادولای شو.(وحدت، ژبه او د ژبې پیدایښت )

د تدریجي تکامل نظريې پر اساس ژبې د وخت په تېرېدو سره د پرله پسې بدلونونو او تکاملونو له امله اغېزمنې شوي دي؛ او بدلونونه په تدریجي او دوامداره توګه پېښ شوي. دا نظریه پر دې ټینګار کوي چې، ژبه لکه د نورو ژوندیو سيسټمونو په څېر، د ټولنیزو پروسو لخوا اغېزمن کېږي. په دې بهیر کې ژبې بدلېږي نوې بڼې رامنځته کېږي.

همداشان ځینې پوهان هم په همدې عقیده دي لکه، پیټرګوډفریډسن چې وايي: «ژبه د انسان په تکامل کې ادراکي ځانګړتیا ده.» د دوی په باور د ژبې او فکر کولو وړتیا له یو بل سره وده کړې او په مختلفو برخو کې د انسان د پرمختګ لامل شوی دی. (اریبلي، ۲۰۱۸ز)

خو د دې نظريې سره هم موږ هغې بشپړې پایلې ته نه رسېږو چې څه مهال انسان د لومړي ځل لپاره د انسان په ډول ښکاره کړ، او یا تر اوسه نه پوهېږو چې اوله جمله یا کلمه څه وخت وویل شوه؟ .

د ناڅاپې پدیدې نظریه

د دې نظريې پلویان په دې عقیده دي چې، د انسان د تکامل په مهال د هغه په (DNA) کې احتمالي بدلونونه رامنځته شوې ده او بدلونونه د ژبې د منځته راتګ لامل هم وګرځېده. د ناڅاپې پدیدې نظريې پلوي (ریچارډ کلین) وايي چې، یو ناڅاپې بدلون شاو خوا پنځوس زره کاله د مخه د انسان په عصب کې پېښ شو؛ چې دغو عصبي بدلونونه انسان ته بې سارې استعدادونه ورکړي دي لکه ژبه.

همدا شان ځينې نور تیوریستان ادعا کوي چې د انسان په بیولوژي کې یوه ناڅاپه او خورا تصادفي پېښه د دې لامل شوې چې، انسان د یوې ځانګړې استعداد څښتن شي. خو له بلې خوا ستیفن میتن (Metan) (۱۹۹۸) ادعا کوي چې، په انسانانو کې د ژبې د رامنځته کېدو لامل ناڅاپه پېښه او د یوې لویې عصبي بدلون لامل د ژبې د منځته راتګ سره هېڅ اړیکه او تړاو نه لري. مګر د سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) کلونو لپاره دا چې په انسانانو کې هنر، مذهب او ساینس رامنخته شو همدا د ژبې د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

( اردیبلي،۲۰۱۸ز)

ستیفن میتن (۱۹۹۸) په وینا: ژبه د هنر، مذهب او ساینس د ناڅاپې بدلون محصول دی. میتن عقیده لري چې سل زره کاله وړاندې انسانانو حیرانوونکې ذهني وړتیا ترلاسه کړه، چې د مغزو په حجم او اناتومي کې يې بدلون ته اړتیا نه درلوده.

دغه راز فوکونیه او ټرنر د ژبې د پیدایښت په اړه یوه فرضیه وړاندې کړي دي، د فوکونيې لرغونپوهنه د لرغون پېژندنې موندنو په څېړلو کې، موږ بې له شکه د مخلوفاتو لوی شمېر مجسمې او انځورونو سره مخ کېږو لکه: په (التا میرا) کې موندل شوې انځورونه، د فرانسې د (لاسکو) نومې په سیمه کې موندل شوې انځورونه او د فرانسې په (شوه) نومې سمڅه کې موندل شوي انځورونه اونقاشۍ خو په لومړي سر کې کېدای شي چې، دا نقاشي او مجسمې یوازې د خپل هنر او عمر له مخې مهمې وي، خو که موږ ورته د ادراک له نظره وګورو؛ نو په دې دوره کې د انسانانو د عقلي او فکري پرمختګ په اړه معلومات ورکوي. د ادراکي علومو د دې ورستیو موندنو او لاسته راوړنو له مخې، دا ادعا کېدای شي چې د دې فکري وړتیا د ژبې د ظهور سبب شوې دي.(اردیبلي،۲۰۱۸ز)

د ژبې بل پوه ( لوګي لوکاکاوالي ـ اسفورزا Logi Lueacavali _ Sforza) ژبه د انسان اختراع په توګه ګڼي. او وايي چې  ژبه د نوښتونو په دوره کې منځته راغلې ده. نوې موندنې د دې نظريې سره موافق دي چې، د انسان د اختراعاتو دوره (۵۰ ) زره کاله مخکې ته ځي او دا د ژبې د پيدايښت دوره ده.(ټنیوال، ۱۳۹۴ل: ۲۹مخ)

فزیولوژیکي سرچینه

فزیولوژي د طب علم یوه خاصه څانګه ده چې، د انسان د وجود د غړو په اړه څېړنې کوي. دا چې د انسان وجود دوه ډوله دندې لري؛ لومړی يې خپلې ځاني دندې دي چې د انسان د وجود د ساتلو، د داخلي چارو سمبالښت او د ژوند د تداوم کارونه دي. نورې دندې يې له ټولنې سره په اړیکه کې یا بهرنۍ او یا هم دویمي دندې دي.

ژبه د انسان د وجود د دریو جهازونو (عصبي، تنفسي او هضمي) دويمي دندې په پایله کې رامنځته کېږي. کله چې تاسې د انسان غاښونو ته متوجه شې د ټولو نورو موجوداتو سره فرق لري يعنې داسې غاښونه شته چې دخوړلو لپاره نه دي جوړ، بلکې د اوازونو په تولید کې کار ځنې اخیستل کېږي.

له پورتني خبرې څخه دا راجوتېږي چې د انسان غاښونه د غږونو په تولید کې مهمه برخه لري او د ژبې له تحرک څخه تر هغه مجراوو چې د غاښونو او ژبې ترمنځ جوړېږي هوا وځي او غږونه تولیدېږي چې دا ځانګړنه یوازې په انسانانو کې ده.

د فزیولوژیکي اړخ بل غړي د انسان شونډې دي چې، هم نازکې او هم تر ټولو متحرکې دي یعنې د انسان د خبرو تر ټولو مهمه برخه همدغه د شونډو ښورېدل دي. کله چې د انسان شونډې حرکت ونه کړي نو دانسان خبرې هم تر خوله نه وځي. (مرهون،۱۳۹۶ل: ۳۹مخ)

دغه د شونډو نازکوالی یو تر ټولو بل ښه دلیل دی، چې د انسان په وجود کې د ژبې د ازلي‌والي ثبوت وړاندې کوي. دغه راز د انسان په وجود کې د کوچنۍ خولې شتون هم د انسان پر ازلي خبرې کونوکي باندې دلالت کوي.

انسان د اواز د کنټرول (ټیټوالي او لوړوالي) لپاره خاصه عضلې لري چې، حنجره، مرۍ، یا غږ د بلی ورته وايي، چې د انسان د وجود دغه اعضا د اوازونو په تولید کې مهمې نقش لري او دا ښايي چې انسان په اصل کې خبرې کوونکي موجود دي.

 بل مهم اړخ د انسان په وجود کې د مغز مسله ده. د انسان ماغزه داسې جوړ شوي چې، له ټولو نورو ژوو سره فرق لري. د انسان ماغزه په منځنۍ کچه لس مېلیارډه عصبي رګونه لري چې؛ هر یو يې له یوه تر لس زرو پورې نورو رګونو سره نښتي دي او د غه رګونه دي چې، د انسان د مغزو ترمنځ یو خاص سیسټم رامنځته کوي او انسان د فکر، خبرو او کار کولو توانايي ور په برخه کوي. (مرهون،  ۱۳۹۶ل:۴۰مخ)

له پورتني تشریح څخه دا ثابتېږي چې د ژبې د سرچینې په لړ کې فزیولوژیکي سرچینه دا چې د انسان وجود ژبې ته جوړ دی له ساینسي اړخه نیولې تر مذهبي اړخه پورې پر دې سره سلا دي چې، ژبه د انسان په وجود کې ازلي ده.

د فریناند د سوسور نظریه

فردیناند دسوسور په (۱۸۵۷ز) کال د فبروري په (۲۲) نېټه د جینوا د هنري لویې فرید رخ سوسور په کور کې زېږېدلی و. دی خپل لومړنۍ زده‌کړې په جینوا پوهنتون کې وکړې، چې د لاتیني، یوناني، سانسکریټ مطالعاتو وروسته يې په (University Of Leipzig) کې ژبپوهنه وویله. په همدې پوهنتون کې د ژبپوهنې  د استاد په حیث هم دنده سرته رسولې ده. سوسور په اصل کې تاریخي ژبپوهنې ولوست خو د ژوند په وروستۍ لسیزه کې عمومي ژبپوهنې ته مخه کړه، په پوهنتون کې، درې داسې کورسونه ورکړل چې له بنسټ يې رغښتوالې وزېږېده.کله چې دسوسور په (۱۹۱۳ز) کال کې ومړ، د ده دوه شاګرادانو (شارل بالي او اوالبر ټسیشیهي) د ده هم‌هغه درې لکچرنوټونه ترتیب کړل، چې د (د ټولیزې ژبپوهنې بنسټیزې پوښتنې او مسالې) په نامه يې په کتابي بڼه د ده تر مړینې وروسته خپور شو. همدا دلیل دی چې ورته د (Structuralism) یا رغښتوال پلار ویل کېږي (صدیقي، ۱۳۹۹ل: ۱۷مخ).

فردیناند سوسور د تاریخي ژبپوهنې (فلالوژۍ) ډېر ولوست د دې ژبپوهنې نیګړتیاوو ته ځير کړ، نو يې مخالفت ته يې مټې راونغښتې. ويې ویل چې ژبه که په هر مهال کې وي، بشپړه ده د تاریخ لوست ته يې اړتیا نه شته، بلکې تاریخ د ژبې په پوهاوي کې مزاحمت کوي.

ژبه په هر مهال کې د پوهولو او راپوهولو دنده ښه سم ترسره کوي. فردیناند سوسور د خپلې خبرې د رڼاوي لپاره دوه اصطلاحات وکارول. د تاریخي لپاره يې څومهالي او پر وړاندې يې یو مهالي. مطلب د یوې ژبې ځيرنه په تاریخ (بدلانه) کې نه، په عین زمان کې پکار ده. د سوسور د کلمو پر ځای د نښې (Sign) نومونه وکاروله، ځکه چې د نښې مانا پراخه ده او پر ژبنیو توکو سربېره ناژبنۍ نښې هم رانغاړلای شي.

رغښتوال ژبه د نښو نظام بولي او وايي چې، هره مانا داره کلمه نښه ده او نښه د هغه شي نه، د څېز د تصور (ذهني انځور) حسي تصویر دی. نوموړی د نښې دوه اړخه ګڼي. یو ته يې دال او بل ته يې مدلول وايي. دال د یوې کلمې شکل یا تلفظ دی او مدلول د کلمې ذهني تصور چې د انسان په ذهن کې رامنځته کېږي. داسې له نښې څخه څو ماناوې راوځي او هر اورېدونکی له خپل تصور سره سمه مانا اخلي. په دې شکل ژبه له شیانو بېله او د خپلواک وجود څښتنه شوه.

البته د ژبنۍ نښې او ذهني انځور ترمنځ اړیکه طبعي نه، بلکې خپلسرې یا  تړوني او فرهنګي وي. د نښو د ماناوو تر شا شیان نه، فرهنګ وي، چې د نښو مانا ټاکي او تظمینوي.

په رغښتوال کې ژبه بېل خپلواک موجود دی چې، له بهر ورته هر څيز راځي. د سوسور له نظره ژبه مخکې له مخکې موجوده وي، هر څوک چې راځي استفاده ترې کوي. دسوسور ژبه د نښو غوندې په دوه برخه وېشله، یوې برخې ته يې (لانګ Langue –  ) او بل ته يې (پارول Parole – ) وويلې. ژبنۍ نظام د ژبې هغه وروستنۍ برخه چې له مخې يې خبرې کېږي، تجریدي او پټ نظام هم ورته ویل شوی، چې خبرې اترې شونې کوي او کنټرولوي. دغه نظام په ژبه کې د ننه موجود دی او پر خپلو خبرو يې ناارادي تطبیقوو؛ نو دې خبرو ته د ژبني نظام د جز په توګه پارول او پخپله ژبني نظام ته لانګ وايي ( ښکلی، ۱۳۹۹ل: ۱۰۵ ـ ۱۰۷مخ).

نو ویلای شو چې د فردیناند دسوسور له نظره ژبه د (نښې یا علامت ګذاري) له لارې رامنځته شوې ده. یعنې انسانان د مانا د ښودلو لپاره نښې وکارولې او ژبه د نښې نظام دی، چې د خپلو اصولو او مقرراتو سره سم کار کوي.

د ژبې د سرچینې په اړه د اسلامي پوهانو نظريې

د اسلامي پوهانو د ژبې د سرچینې په اړه نظريې په ځينې فقهي کتابونه او یا رسالې د (علم الوضع) تر عنوان لاندې راغلې ده. خو برنارډویس وايي چې، اسلامي پوهانو د ژبې د سرچینې په اړه دا لاندې پینځه نظرونه لري.

طبیعیزم: د دې نظريې پر اساس ژبه د ژبې د څرګندنو  او بهرنیو پېښو ترمنځ د طبعي اړیکو پایله ده.

قرارداد ګرايي: ژبه د پدیدې د ټولیز او قراردادي نومونې محصول دی.

خداد ګرايي: ژبه الهي سرچینه لري او د خدای (ج) له خوا انسان ته ورکړل شوې ده.

خدادي او قراردادي: د دې نظر پلویان باور لري چې د ژبې یوه برخه د خدای (ج) له ډالۍ ده، او بله برخه يې د ټولیز نومونې د پروسې پایله ده.

غیر متعهد نظر: د خدای (ج) ورکړه او قراردادیزم یو له بل څخه ډېر امکان نه لري.

۶-۴ یول د ژبې دسرچینې په اړه دا څلور نظرونه وړاندې کوي

الهي سرچینه: د یول له نظره ډېری دینونه د ژبې په الهي منشا باندې باور لري. په بابیل کې راغلي چې، «خدای (ج) ادم (ع) پیدا کړ او ادم د ټولو ژونديو مخلوقاتو نومونه په ژبه وویل.»

د طبیعي غږونو سرچینه: د دې نظريې پر اساس انسانانو د ډله‌ييز کار په ترڅ کې د شاو خوا او یا د خپلو غږونو په تقلید کې ژبه رامنځته کړې ده.

فزیکي تطابق سرچینه:  دا نظریه پر دې بنسټ ولاړ دي چې، انسانان د تاریخ په اوږدو کې ډېر فزیکي بدلونونه کړي دي. د دوی جسماني تکامل لکه: غاښونه، شونډې، خولې، ژبه، حلق، حنجره او دماغ کې د هغه فزیکي پرمختګ ته د خبرو کولو مناسب چوکاټ چمتو کړی دی.

ژنیټیکي سرچینه: د دې نظريې پلویان وايي چې، انسان د ژبې د زده‌کړې لپاره ځانګړې داخلي او ذهني وړتیا لري، چې د دې نظريې په اړه ادم او حوا (ع) د اولادنو ژبه د دې تیوري سره سمه ګڼل کېدای شي.( یول، ۲۰۰۶م)

  د فرنچ له نظره د ژبې سرچینه

فرنچ هم د ژبې د سرچینې په اړه شپږ نظريې وړاندې کوي:

د حیواناتو د غږ نظریه: ځینې پوهان په دې اند دي چې، ژبه د حیواناتو د غږونو پایله ده. انسانانو له خپل تدریجي تکامل څخه وروسته ډېر غږونه تولید کړل؛ چې په تدریجي توګه په مانا لرونکو کلمو باندې واوښتل، تر دې چې وروسته نحوي قواعد رامنځته کړل او په دې توګه ژبه منځته راغله.

خو په دې نظریه کې د حیواناتو غږونه د نظر څرګندولو لپاره نه؛ بلکې د احساساتو د ښودلو لپاره کارول کېږي.

د انسان ځیرکۍ نظریه: د دې نظريې پلویان وايی چې، د انسان ځیرکي د ژبې رامنځته کولو کې مرسته کړې ده. خو ځينې ژبپوهان دا نظریه ردوي لکه (ډويټ بولینجر) چې وايي: د ژبې په مطالعاتو کې مې له شامپانزې سره کار وکړ، د دې کار په پایله کې مې هېڅ داسې شواهد ترلاسه نه کړ، چې ځیرکي د ژبې لپاره اړین وي بلکې حقیقت دا دی چې ځیرکي شامپانزیانې د اشارو ژبه زده‌کوي ، پرې پوهېږي خو دوی هېڅ کله نه شې کولای چې ژبه رامنځته کړي.

د تقلید نظریه: د دې نظريې پلویان لکه سوسن بلیکمور وايي چې، انسانانو د بې ساري تقلید د وړتیا له امله توانېدلي چې ژبه رامنځته کړي.

 اوسني څېړنې دا ثابتوي چې، ځينې بېزوګانې هم په تقلیدي ډول ځينې کلمې زده کولی شي، مګر دا ټول حیوانات بیا هم د ژبې د تولید توان نه لري. یوازې هغه کلمې ویلی شي او درک کولی شي، چې دوی يې په تقلیدې بڼه زده کوي.

د ناڅاپې پدیدې نظریه: د دې نظريې پر اساس، ژبه وار له مخه د انسان په مغزو کې موجود وه؛ او انسان د خپل تکامل سره هغه کشف کړه. له همدې کشف سره د خپلو پیغامونو د لېږد لپاره له ځینو کلمو او نښو څخه ګټه واخیستله. د دې نظريې پلویان باور لري چې د انسان په DNA)) کې بدلون راغلي دي او دا بدلون د ژبې د منځته راتګ عمده لامل ده.

د اشاري ژبې نظريې: دا نظریه د ماکس مولېر نظريې سره ورته‌والي لري او وايي چې، انسان په لومړي کې له خپلو همنوعانو سره د اشاروي ژبې او بدني ژبې په وسیله اړیکه نیول پیل کړه. خو وروسته بیا غږونه وراضافه کړل.

تخلیق نظریه: د انساني ژبې د پیدایښت په اړه یوازې یوه تیوري ده چې له سخت مخالفت سره مخامخ شوي نه دي. د تخلیق نظریه له مخې، خدای یوازې انسان ته ژبې ډالۍ ورکړې ده، ځکه ډېری دینونه هم پر همدې عقیده لري چې، د انسان ژبه د خدای (ج) له خوا ډالۍ ده.

مناقشه او پایله

لکه څنګه چې په ټولنه پورې تړل شوې هره پدیده له تودو بحثونو او جنجالونو څخه ډکه وي، په همدې توګه د ژبې پدیده هم همداسې یو پدیده ده؛ چې تر اوسه پورې څېړونکي پر دې نه دي سره سلا شوي چې ژبه له کومه وخته را پیل شوې ده.

په حقیقت کې د ژبې پیدایښت تاریخ د انسان د پیدایښت له تاریخ او د ډلو او ګروپونو له جوړېدو سره تړاو لري. یعنې ژبه د انسان د ژوند له پیل څخه په ډلو ټپلو کې ده، ځکه له دې پرته د یوې ټولنې د وګړو اړیکې نه شي تامینېدای. البته لکه څنګه چې لومړیو انسانانو ابتدايي ژوند درلود په همدې ډول د اړیکو دغه وسیله، یعني ژبه هم ساده او ابتدايي وه. په دې توګه د انسان د ژوند د تاریخ په څېر د ژبې تاریخ هم ډېر اوږد دی او له بېلابېل پړاونو څخه تېر شوی دی.

د ژبې سرچینې په اړه سد نظریاتو په لړ کې د تورات مقدس کتاب او قرانکریم د ژبې د سرچینې په اړه خبرې هم د منطق او هم د علم له لحاظه مستدللې دي؛ ځکه چې د خدای (ج) لومړی پیغمبر د خپلې مېرمنې، ماشومانو او لمسیانو د دیني لارښوونې او اخلاقي زده‌کړې لپاره یوې بشپړې او هر اړخیزې ژبې ته اړتیا درلوده. په طبیعي توګه، د شاوخوا چاپېریال د ټولو مخلوقاتو پوهه او د لنډو مفاهیمو او د هغو کلمو او ګرامري قواعدو جوړول چې د پرمختللې ژبې بنسټ ګڼل کېږي، یو ستونزمن کار دی او دا د دوه کسانو او څو تنو د مجموعې له لارې ممکن نه وي، که په اوږد مهال کې هم دا ډول امکانات برابر شوي وي؛ نو ټولنه به تر ډېره وخته د هدایت له نعمت څخه برخمنه نه شي او ښايي ډېر خلک به له دې نعمت څخه بې ګټې مړه شي چې د الهي عدالت سره خلاف کار دی. له همدې امله، داسې ښکاري چې خدای (ج) ادم او حوا ته د خلقت له پیله ژبې ډالۍ ورکړې وه. او بل په قرانکریم کې داسې ایتونه شته چې د ژبې پر ازليتوب باندې دلالت کوي، او د دې ایتونو له مانا او تفسیر څخه داسې ښکاري چې خدای تعالی ادم او حوا ته د پیدايښت سر سمه ژبه ورکړي و.

دې ته ورته په بېلابېلو ایتونو کې هم د انسان د ژبې او ژبیزو غړو په اړه بحثونه راځي لکه په دیرشمه سپاره کې د بلد سورة نهم ایت :«و لسانا و شفتین» ژباړه: او ورکړې مو دي ورته ژبې او دوه شونډې. چې د فزیولوژي له اړخه ډېره مناسبه او پر ځای خبره ده ځکه چې د انسان کوچنۍ خوله، د انسان د غاښونو جوړښت، د شونډو نازکوالی، د انسان په وجود کې د غږونو د کنټرول لپاره ځانګړی عضلې او د انسان ماغزه د دې ښکارندويي کوي چې ژبه پ حقیقت کې د خدای له خوا انسان ته لویه پېرزویینه ده

اخځلیکونه

  1. قرانکریم
  2. اردیبلي،لیلا.(۲۰۱۸ز).مقاله‌منشا زبان از دیدګاه شناختي. http://chisitiha.com/WP
  3. ټنیوال، مولاجان. (۱۳۹۴ل). ژبه او ټولنه. جلالاباد: مومند خپرندویه ټولنه
  4. جاویداني، قدرت. (2019ز). مقاله، منشا زبان از دیدګاه قران. http://doi.org/wp
  5. حسینپور، مولانا محمد یوسف. (۱۳۸۹ل). تفسیر معارف القران: پېښور، حقانیه مکتب محله جنګي
  6. زیرکیار، رحمت الله. (۲۰۱۰ز). ژبه له بابا ادمه تر دې دمه. کلفورنیا (امریکا ): انلاین چارې مختار احمد احسان.http://lar aw bar.com
  7. ستوری، کبیر. (۲۰۰۰ز). ژبسا پوهنه. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دېره خپرندویه ټولنه
  8. شېراني، ضیاءالاسلام. (۱۴۰۲ل). ژبه څه شي ده. کابل پوهنتون: د لېسانس دورې لکچرنوټونه
  9. شیرزاد، محمد اقا، رشیدي، جمشید. (۱۳۸۵ل). پښتو ژبه او ادبیات. کابل: د ښوونې او روزنې موسسه
  10. ښکلی، اجمل.(۱۳۹۹ل). د نړی ادب. کابل: جهان دانش خپرندیه ټولنه
  11. صدیقي، نعمت الله. (۱۳۹۹ل). د متن سپړنې هنر. ننګرهار: کلاسیک خپرندویه ټولنه
  12. غضنفر، اسدالله، منلی، نجیب. (۱۳۹۹ل). د ادبیاتو دنیا. (کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه؟؟؟)
  13. محبوب، محبوب شاه. (۱۴۰۰ل). د ګړدود تیوریکي څېړنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه
  14. مرهون، محمود. (۱۳۹۸ل). د ژبپوهنې بنسټونه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
  15. مرهون، محمود. (۱۳۹۶ل). تاریخي ژبپوهنه. (دویم ټوک)، کابل: کاینات څېړنیز او ژباړي مرکز
  16. وحدت، سمیع الله. (۱۳۹۸ل). تولیدي فونولوژي. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه
  17. همای، یحی. (۱۴۰۱ل). پرتلیزه تاریخي ژبپوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب