تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) د رسنیو د راپورونو له مخې، له امریکا څخه د غیرقانوني کډوالو شړل به یوه ورځې وروسته له دې په پراخ ډول پیل شي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړي.
وال سټریټ ژورنال او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د شنبې په ورځ، د جدي میاشتې په ۲۹مه راپور ورکړ چې د غیرقانوني مهاجرو شړل به د سې شنبې په ورځ، د سلواغې په ۲مه له شیکاګو څخه پیل شي.
له دې پلان څخه څلورو خبرو سرچینو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرک ادارې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې افسران د عملیاتو لپاره شیکاګو ته استولي دي.
دوو نورو سرچینو چې د دې پلان د جزییاتو په اړه یې معلومات لرل، نیویارک ټایمز ته ویلي چې په شیکاګو کې به د “ساتنې عملیات” یوه اوونۍ دوام وکړي.
د غیرقانوني مهاجرو شړل د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزې اصلي موضوع وه. هغه ژمنه کړې وه چې میلیونونه غیرقانوني کډوال به له امریکا وباسي.
هغه تازه ویلي چې: «زما له لوړې څو شېبې وروسته به، له امریکا څخه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو عملیات پیل شي.»
ټام هومن، چې ټرمپ هغه د “سرحدونو د څارنې مشر” په توګه وړاندیز کړی او د هغه په لومړي حکومت کې د کډوالۍ او ګمرک ادارې مشر و، ویلي: «که د نیویارک، شیکاګو، سانفرانسیسکو، لاسانجلس او نورو لویو ښارونو چارواکي، چې لا هم د غیرقانوني مهاجرو لپاره د پناه ځایونو په توګه فعالیت کوي، له حکومت سره مرسته ونه کړي، فدرالي ځواکونه به په دې ښارونو کې دوه برابره شي.»
یوې خبرې سرچینې د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د ټرمپ حکومت به د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په ۱مه، د امریکا په کچه د کډوالۍ قوانین سخت کړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سرچینو ویلي چې د کډوالۍ او ګمرک سلګونه افسران د حکومت له لوري پیغامونه ترلاسه کړي چې هغوی ته ویل شوي د غیرقانوني اوسېدونکو د نیولو او شړلو لپاره په عملیاتو کې برخه واخلي.
شیکاګو، چې ډېری مقامات او رایې ورکوونکي یې ډیموکراتان دي، د غیرقانوني مهاجرو ملاتړ کوي او هغوی د فدرالي کډوالۍ افسرانو ته نه تسلیموي.
د شیکاګو د پولیسو ویاند ویلي چې د دې ښار پولیس د مهاجرو حالت نه ثبتوي او د هغوی په اړه معلومات له فدرالي حکومت سره نه شریکوي. دغه ویاند زیاته کړې چې پولیس به د هېڅ حکومتي ادارې په کار کې مداخله ونه کړي چې ورته دندې سپارل شوي وي.
اټکل کېږي چې په تېر یو نیم کال کې شاوخوا ۵۱ زره غیرقانوني مهاجر شیکاګو ته ورغلي دي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د مهاجرو شړل به په لاسانجلس، نیویارک، ډینور، او میامي ښارونو کې هم په پلان کې وي، او ممکن نور ښارونه د غیرقانوني اوسېدونکو د نیولو او شړلو لپاره راتلونکي هدفونه وي.
د ډونالډ ټرمپ ټیم په دې راپورونو تبصره نه ده کړې.
د جمعې په ورځ اسوشیټډ پریس راپور ورکړی و چې د ټرمپ د ټیم له لوري د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په اړه د ټینګار له کبله ځینې غیرقانوني مهاجر په خپله له امریکا څخه وتلو ته اړ شوي دي.
ټرمپ د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې امریکا ته د یو شمېر اسلامي هیوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه.