یکشنبه, جنوري 19, 2025
Homeخبرونهمولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د وزیر په توګه دنده...

مولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د وزیر په توګه دنده پیل کړه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۳۰ مه) مولوي عبدالکبیر، چې وړاندې د طالبانو د ريیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال و، پرون (د شنبې) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه رسماً دنده پیل کړه.

مولوي کبیر د دغه وزارت د سرپرست په توګه تر ټاکل کېدو شاوخوا لس ورځې وروسته دا دنده پیل کړه.

په وروستیو ورځو کې داسي راپورونه او اوازې خپرې شوې وې چې ګنې مولوي کبیر په نوې دنده خوشاله نه دی او نه غواړي چې د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیالۍ څخه د وزارت چوکۍ ته لاړ شي.

په خپله کبیر او نورو طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې مولوي کبیر ولې په ځنډ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست په توګه دنده په ځنډ پیل کړه.

د طالبانو د کډوالو وزارت وویل چې د عبدالکبیر د معرفي کولو مراسم د طالبانو د مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په لارښوونه ترسره شول. په دې غونډه کې د طالبانو یو شمېر چارواکو ګډون وکړ، او ښاغلي کبیر ژمنه وکړه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره به د شرایطو د ښه کولو لپاره “اغېزمن ګامونه” پورته کړي.

کبیر د خلیل‌الرحمن حقاني ځایناستی شو، چې درې کاله یې د کډوالو د وزیر په توګه خدمت وکړ او تېره میاشت د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو. د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې (داعش) پر غاړه واخیست.

که څه هم ښايي ویل کېږي چې مولوي کبیر په دې خوښ نه دی چې د ريیس الوزرا له مرستیالۍ د وزارت چوکۍ ورسپارل شوې، خو د ريیس الوزرا د سیاسي معاونیت تر تشریفاتي چوکۍ د کډوالو د چارو چوکۍ په اوس وخت کې چې میلیونونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستول شوي، مهمه دنده ګڼل کېږي او ډېر مسوولیت غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب