بې لقبه رهبر کتاب روبین شرما لیکلی، میر احمد یاد پښتو ته راژباړلی دی، یاد کتاب آته څپرکي لري،
د ژوند، بریا، ګټې وټې، مدیریت، رهبري کولو او د ژوند د نورو اړخونه په اړه پکې اغېزناک مطالب لیکل شوي غورچاڼ یې زه رحمت ګل عمری په څلور برخو کې ستاسې لپاره خپروم هیله ده ترې ګټه واخلئ.
دویمه برخه:
ناپيژندل شوې انرژي وروستیو کې په درد بدلیږي.
لس انساني بریاوې.
۱ـ چې د ژوند اخر ته په خوښۍ او ښیرازۍ ورسیږې او پوه شې چې خپله ټوله خواري دې کړي او خپلې ټولې وړتیاوې دې کارولې دي.
۲ـ چې د ژوند اخر ته په خوښۍ او ښیرازۍ ورسیږې او پوه شې چې تا په متمرکز او ښه معیار کار کړی دی.
۳ـ چې د ژوند اخر ته په خوښۍ او نمانځنې ورسیږې او پوه شې چې اروا دې دومره پیاوړې ده چې له خپلو لویو ویرو سره مخ شوې او خپلو لویو آرمانونو ته رسېدلې.
۴ـ چې د ژوند اخر ته ورسیږې او پر دې پوه شې چې تا دې خلکو د راغورځولو پرځای خلک روزلي او لوړ کړي دي.
۵- چې د ژوند اخر ته ورسیږې او پوه شې چې د ژوند سفر دې آسانه نوو چې هر ځل غورځیدلی یې بیرته پورته شوی یې.
۶ـ چې د ژوند اخر ته ورسیږې او پوه شې چې خپلو لویو لاسته راوړنو ته په خوښۍ وګورې او د هغه قیمتي ارزښتونه ووینې.
۷ـ چې د ژوند اخر ته ورسیږې او خپل قوي اخلاقي، هڅوونکی او خوشبینه ژوند دروند وګڼې.
۸ـ چې د ژوند اخر ته ورسیږې او پوه شې چې یو تکړه نوښتګر وې او د زړو لارو د تللو پر ځای دې نوې لارې کشف کړې وې.
۹ـ چې د ژوند پای ته ورسیږې او داسې همکاران درنه راتاو وي چې اتل دې وبولي ،پیرودنکي دې اتل وګڼې او خپلوان درته نابغه ووايي.
۱۰ ـ چې د ژوند اخر ته د بې لقبه رهبر په توګه ورسیږې او د ژوند کړه وړه دې الګو شي.
د خلکو د قوت بایللو تر ټولو مشهوره لاره داده چې هغوي فکر کوي چې ګڼې نه یې لري ( الایس واکر)
څلور طبیعي ځواکونه:
لومړی ځواک: مونږ هر یو چې نن ژوندي یو په دې شیبه کې دا ځواک لرو چې هره ورځ کارته ولاړ شوو او په کار کې خپله ټوله خواري وکړو د دې لپاره هیڅ لفب ته اړتیا نشته.
دویم ځواک: مونږ هر یو چې نن ژوندي یو په دې شیبه کې دا ځواک لرو چې له ځانه یوه ښه بېلکه جوړه کړو او هر څوک چې ګورو هغه اغېزمن کړو او د دې لپاره هیڅ لقب ته اړتیا نشته.
دریم ځواک: مونږ هر یو چې نن ژوندي یو په دې شیبه کې دا ځواک لرو چې په شوق سره په منفي شرایطو کې هم مثبت بدلون رامنځته کړو او د دې لپاره هیڅ لقب ته اړتیا نشته.
څلورم ځواک : مونږ هر یو چې نن ژوندي یو په دې شیبه کې دا ځواک لرو په دې پوهیږو چې رهبري له خلکو سره په درنښت چلند دی او دغه چلند ستاسې اداري کلتور لوړې کچې ته رسوي او د دې لپاره هیڅ لقب ته اړتیا نشته.
دا ژور انتخاب دی چې انسان ځان قرباني ګڼل بس کړي او خپل ځان د یو رهبر په توګه را څرګند کړي.
رهبري نن او سیا د ادارو لپاره نورو سره په سیالۍ کې تر ټولو لوی امتیاز دی او که مونږ ښه نړۍ جوړول غواړو نو همدا یې نهايي وسیله ده.
قربانیان په پلمو پايي او په همدې مري.
یو خوا د قربانۍ احساس دی او بله خوا رهبري ، انتخاب وکړه او ځيرک انتخاب په ذهن کې ولیکه.
ته چې څه کوې که پکې د عادي خلکو برعکس کار وکړې ، نو کاري شخصیت به دې لوړ شي.
بي نوښته ژوند مرګ دی او په اوسني وخت کې یوازې زړور خلک ژوند کولای شي.
دا هم باید درته ووایم چې د خپلې کاربڼې او خپل سازمان د ودې لپاره ښه لاره انقلابي بدلون نه دی.
رهبري هره ورځ په دوامداره ډول څو ځیرک کارونه دي چې د وخت په تيردو د یوې لویې لاسته راوړنې لامل کیږي.
آرمان لوی ساته او پیل کوچنی کوه ملګریه همدا د بریا کلي ده .
هیڅ شی د کامیابۍ په څېر نه ناکامیږي ځکه څومره چې ته پورته ځې دومره درته دا اسانه کیږي چې نور په خپل ځای ودریږې.
په پخوانۍ لارو د تللو پر ځای محاسبه شوی خطر ومنه چارې به دې ښې وي، کارونه به دې ښه روان وي.
دوام ….