جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههند د افغانستان او پاکستان د جګړې په تړاو اعلان وکړ چې...

هند د افغانستان او پاکستان د جګړې په تړاو اعلان وکړ چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ننګه کوي

تاند (پنجشنبه، د تلې ـ میزان ۲۵ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په تړاو هند ویلي چې دا د پاکستان زوړ عادت دی چې د خپلو کورنیو ناکامیو پړه پر ګاونډیو اچوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي چې هند د افغانستان د واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

هند څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، وضعیت نژدې څاري.

جیسوال وویل، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي او له دې امله غوسه دی چې افغانستان د خپلې خاورې پر سر د خپل حاکمیت د عملي کولو هڅه کوي.

هغه دا هم زیاته کړه چې د هند تخنیکي مأموریت به په نژدې راتلونکي کې په کابل کې په یوه بشپړ سفارت بدل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف تور ولګاوه چې افغانستان د هند په استازیتوب جګړه پر مخ وړي.

خواجه آصف له جیو ټي وي سره په مرکه کې وویل:
«ټرمپ ته ښه راغلاست وایو که غواړي د پاکستان او افغانستان د جګړې وضعیت وڅېړي. زه فکر کوم چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جګړې رامنځته کړې، خو دا لومړی ولسمشر دی چې جګړې یې درولې دي. په تېرو ۱۵ یا ۲۰ کلونو کې امریکا جګړې تمویل کړې، خو ټرمپ لومړی ولسمشر دی چې د سولې خبرې یې پیل کړې دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب