Homeخبرونهمتحده عربي امارات د شخصي خوندیتوب له پلوه د نړۍ تر ټولو...

متحده عربي امارات د شخصي خوندیتوب له پلوه د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د ګالپ د ۲۰۲۶ کال د نړیوال خوندیتوب راپور له مخې، متحده عربي اماراتو له سنګاپور سره یوځای د نړۍ د تر ټولو خوندي هېوادونو لومړی مقام خپل کړی دی.

د راپور له مخې، د اماراتو ۹۶ سلنه اوسېدونکو ویلي چې د شپې له خوا د یوازې پلی تګ په مهال ځان پوره خوندي احساسوي. دا شمېر د اماراتي وګړو په منځ کې ۹۸ سلنه او د بهرنیو اوسېدونکو په منځ کې ۹۶ سلنه ښودل شوی دی. د نارینه‌وو او ښځو پایلې هم ۹۶ سلنه وې.

متحده عربي اماراتو له ۲۰۲۰ کال وروسته په لومړي ځل د نړۍ په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د ۲۰۲۴ کال پرتله یې نومرې شپږ سلنه لوړې شوې دي.

په دې درجه‌بندۍ کې سعودي عربستان د ۹۵ سلنه په لرلو دوهم، تاجکستان او کویت د ۹۳ سلنه په لرلو درېیم او بحرین د ۹۲ سلنې په لرلو په ورپسې مقام کې راغلي دي. د خلیج د همکارۍ شورا څلور غړي هېوادونه د نړۍ د لسو خوندي هېوادونو په نوملړ کې شامل دي.

د ګالپ د قانون او عامه نظم په شاخص کې هم متحده عربي اماراتو له ۱۰۰ څخه ۹۵ نومرې اخیستې دي، په داسې حال کې چې د نړۍ منځنۍ کچه ۸۰ نومرې ده.

خو په نړیواله کچه د شخصي خوندیتوب د احساس کچه راټیټه شوې ده. د نړۍ یوازې ۶۹ سلنه خلکو ویلي چې د شپې له خوا یوازې ګرځېدل خوندي ګڼي؛ دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۷۳ سلنه وه.

دا راپور په ۱۴۰ هېوادونو او سیمو کې د ۱۵ کلونو او تر هغه پورته عمر لرونکو ۱۴۳ زره او ۶۲۰ کسانو د هغو سروې‌ګانو پر بنسټ چمتو شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې ږرڅخه پوښتنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...