تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۳۰مه غونډه کې د افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې لېري کړي.
ډار نن (دوشنبه) د اکو د باندنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل، سولهییز، باثباته او هوسا افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی او دا ډول وضعیت کولی شي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
دا په داسي حال حکې ده چې پاکستان په اسلام اباد کې د ایکو د همکارۍ سازمان د باندنیو چارو وزیرانو غونډې ته د افغانستان په استازیتوب چا ته بلنه نه ده ورکړې او ظاهراً دا کار یې له طالبانو سره په مخالفت کې کړی دی.
ډار پر متقابل باور او نړیوالو ژمنو ته پر درناوي هم ټینګار وکړ او یې ویل چې ناحل شوي اختلافونه او د ژمنو نه عملي کول د هېوادونو ترمنځ باور کمزوری کوي او د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.
د اکو د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه، چې نن د لړم په ۲۵مه په اسلاماباد کې پیل شوې د لړم تر ۲۶مې دوام کوي.
پاکستان تر غونډې مخکې ویلي و چې د افغانستان د حکومت استازي به پکې ګډون ونه کړي. د کابل چارواکو د پاکستان د دې پرېکړې په غبرګون کې ټینګار کړی و چې اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ باید له سیاسي اختلافونو جلا وساتل شي.