پلار له لاسه نیولی وم چې د موزیم په دروازې ورننوتو. له وره سره سم چپ لاس ته مجسمه ولاړه وه، بې کسي سترګې یې داسې وې لکه زموږ د جومات د قاري صاحب. په جومات کې چې کله څوک بغدادي قاعده غلطه کړي، قاري يې په ورسره لښته وهي، کله ناکله لښته په بیګناه کسانو لګیږي. د دې مجسمې سترګې همداسې قهرجنې راته ایسي، مټي یې غټې دي، پښې یې په کاڼي کې ننوتي دي. پلار له لاسه کش کړم، بیروبارو، ګڼه ګوڼه وه، په ځینو الماریو کې زنګ وهلې پیسې پرتې وې.
یو ځای خلک راپنډ وو، پلار مې اوږه کږه کړه چې د څو کسانو ترمنځ لار وکړي، زه یې هم پسې وڅکولم. هلته د میز پر سر یوه مجسمه وه، یو لاس یې له بیخه پرې شوی و، بل لاس یې له مټه غوڅ شوی و. خلک داسې غلي ورته ولاړ وو لکه د مازدیګر د جماعت لمونځ چې کیږي.
همدې موزیم ته په ځوانی کې بیا راغلم یو څو شیان پکې زیات شوي و، هاغه لویه مجسمه چې د وره په خوله کې وه، هغه یې د موزیم اخر ته وړې وه، مخکې تر دې چې نژدې ورشم راوګرځیدم، پلار رایاد شو، زړه مې په تنګ شو، د موزیم د وره په خوله کې د پلار دا خبره راپه زړه شوه چې ټکټ یې ګرانه دی ډیر شیان پکې نه شته.
نن دریم ځل دی چې دې موزیم ته راځم. نن هغه ورځ ده چې نه ځوان یم نه ماشوم د سر ویښته مې سپین شوي، په ږیره کې مې یو یو تار تور پاته دی، د موزیم ودانۍ همهغه ده، هاغه مجسمه چې یو لاس یې نه و هغه یې د وره په خوله کې ایښې، ورته ودریدم، خلک تیریدل، یوه نیم به په اړخ وروکتل، لکه د ټولو چې سودا وه چې د موزیم په منځ کې به څه وي، ماته همهغه ورځ راپه زړه شوه چې پلار مې اوږه کږه کړه او د خلکو له بیروباره ورتیر شو چې د موزیم په منځ کې د دې مجسمې سیل وکړي.
د موزیم په منځ کې یې اوس هاغه غټه مجسمه درولې چې یو وخت د موزیم په وره کې وه بیا یې اخر ته وړې وه، اوس خلک تر دې مجسمې راڅرخیدل، یو نیم به څنګلورې ته ورپه غوږ شو سترګې به یې په مجسمې کې ښخې وې، خوله به یې د څنګلورې غوږ ته ورنژدې وه لکه چې د دې مجسمې په باره کې یې معلومات ورکول.
د موزیم له سره بیرته راوګرځیدم یوه کس د دې لویې مجسمې چې ماته یې په کوچینواله کې قاري راپه زړه کړی و معلومات ورکول او ویل یې دا اثر بیساری دی…
نه پوهیږم چې زمان بدل شوی دی ذوق یې بدل کړی که د موزیم د اثارو مکان بدل شوی چې خلک یې بدل کړې دي.
که هرڅه وي داسې احساس مې کاوه چې له کوچینوالې مې ښه ذوق درلود، همدې احساس مې په پښو کې زور پیدا کړ، چټک شوم، په بیړه له موزیمه راووتم، د موزیم په خوله کې مې سګریټ ولګاوه، د شنه اسمان په لور مې د سګریټ لوګی پوف کړ:
« که ژوند و بیا به یوه ورځ ورته راشم نوي شیان به یې هم ورته راوړي وي»
« که یې د موزیم د اثارو ځای بدل کړی و بیا به بې لاسه مجسمې ته څوک نه دریږي»
له ټوخي سره مې په ذهن کې راوګرځیدل چې ولې دې د موزیم ټولې المارۍ نه لیدې چې داسې ژر ترې راوتلی یې، سګریټ لا خلاص نه و، مړ مې کړ او پاته برخه مې بیرته په ډبي کې کیښوده. د موزیم په سیخه کوڅه کې له موزیمه لرې کیدم، لرې کیدم…
له ډبي مې نیم څکولی سګریټ بیا راوایست، لایټر مې ورته ونیو. سګریټ مې ښه کش کړ، کش کړ، ورته کتل مې چې څرنګه له سوځیدو سره کوچیني کیږي، کوچینی کیږي. سګریټ مې واچاوه، یو ګام ترې تیر شوم، شاته مې پسې وکتل، داسې راته ښکاره شو لکه د موزیم بې مټه مجسمه، ورټیټ شوم. پوه نه شوم چې سوځیدلی سګریت چا د زاړه دیوال په چاک کې کېښود.
پای