جمعه, سپتمبر 13, 2024
Home+د مور تریسا ۱۱۳ کالیزه

د مور تریسا ۱۱۳ کالیزه

د ۱۹۱۱ د اګست په ۲۷ مه تریسا مور زېږېدلې او د ۱۹۹۷ د سپټمبر په ۵ مه د هند په کلکته کې مړه شوې ده.

نن په نړۍ کې د ترېسا مور ١۱۳ کليزه لمانځل کېږي. که تاسو دا د نړۍ بشرپاله مېرمن نه پېژنٸ، نو د ښاغلي اسدالله غضنفر دا لیکنه، چې څو کاله پخوا په تاند کط خپره شوې وه، ولولٸ.

ترېسا مور / اسدالله غضنفر

اوولس کاله پخوا په دغو ورځو شپو کې ( د ۱۹۹۷ د سپتمبر په پنځمه) تریسا مور د اووه اتیا کلونو په عمر وفات شوه. دې د خپلو خیریه کارونو په خاطر په ۱۹۷۹ کال کې د نوبل جایزه وګټله. د خیر ښېګڼې هغه موسسه چې دې جوړه کړې ده، نن سبا په شاوخوا ۱۳۳ هېوادونو کې څانګې لري او تر څلور زره پنځه سوه ډېر کسان پکې د مرستې چارې تر سره کوي.

تریسا مور په خټه البانیایۍ وه. په ۱۹۱۰ کال کې دنیا ته راغله. اته کلنه وه چې پلار یې ومړ او اتلس کلنه وه چې د معنوي ژوند د پیلولو په نیت یې کور پرېښود. اول ایرلنډ ته لاړه چې انګریزي زده کړي او بیا هند ته لاړه شي چې غریبو ماشومانو ته وړیا سبق وښیي.

تریسا په ۱۹۲۹ کې بنګال ته ورسېده او بنګالي یې زده کړه چې د هند په دې سیمه کې د خیر چارې ورته اسانه شي. دې په کلونو کلونو بېوزلو ماشومانو ته بې پیسو درس ورکړ خو غوښتل یې لا ډېر څه وکړي. د کلکتې په لوی ښار کې د هغو بیوزلو ناروغانو خدمت یې لازم وباله چې په بیوسۍ او بېکسۍ کې به یې سا ورکوله. تریسا د لومړیو صحي زده کړو څو میاشتینی کورس ولوست او د ګوتو د شمېر ملګري یې پیدا کړل چې په یوه متروک معبد کې د بې وسه او بې کسه ناروغانو خدمت ته ملا وتړي. دې ډلې چې شمېر یې ورو ورو زیات شو، د لسګونو زره ناروغانو پالنه وکړه. په دغو ناروغانو کې ځینې روغ شول او هغوی چې آب و دانه یې تمامه وه، د خواخوږۍ په چاپیریال کې سا ورکړه. مسلمانو مرګیحالو ته به د قرآن کریم آیتونه تلاوت کېدل، عیسایي مرګیحالو خپلې مذهبي دعاګانې اورېدلې او بې وزلو هندوانو ته د مرګ په وخت کې د ګنګا اوبه راوړل کېدلې.

تریسا مور د نوبل جایزې د تر لاسه کولو په مراسمو کې د وینا په وخت خپله یوه خاطره بیان کړه چې د بوډاګانو د ساتنې یوه کور ته ورغلې وه. هورې وسایل په کافي اندازه وو، مګر د بوډاګانو په څېرو کې خوشحالي نه ښکارېده. دې د هغه ځای کارکوونکو ته وویل چې زموږ د دغسې مرکزونو اوسېدونکي خو خوشحاله وي چې ستاسې کسان ولې نهیلي ښکاري؟ کارکوونکو ورته ویلي وو چې دوی د اولاد د لیدو انتظار باسي او اولاد ورته نه راځي، ځکه یې زړونه مات دي.

د مور تریسا په نظر خواران، ناروغان او محتاجان یوازې مادي اړتیاوې نه لري بلکې زموږ د مینې او محبت تږي هم دي. دې ویلي دي: (یوازې په دې مه قانع کېږئ چې د پیسو مرسته وکړئ. پیسې کافي نه دي. پیسې به پیدا شي خومحتاج کسان ستاسې محبت ته محتاج دي. هر چېرته چې ځئ ، محبت خپروئ!)

د تریسا مور دا خبره هم مشهوره ده: (د یو بل د ملاقات په وخت موسېدل مه هېروئ، ځکه موسکا د مینې پیلامه ده.)

دا وایي چې یو وخت د امریکا د مختلفو پوهنتونونو څورلس کسه پوهان کلکتې ته ورغلل او د مرګیحالو بیوزلانو د خدمت لپاره په جوړ شوي مرکز کې یې ورسره وکتل. یوه استاد ورنه وغوښتل چې داسې څه ورته ووایي چې تل یې په یاد وساتي. دې ورته وویل: (یو بل ته په موسېدلو سترګو او شونډو ګورئ. د کور غړي دې له یو بل سره مجلس ته وخت ورکوي او چې له یو بل سره خبرې کوئ، موسکا مه هېروئ.)

دا هم د دې قول دی: ( هر چېرته چې ځئ محبت خپروئ. هیڅوک داسې مه رخصتوئ چې د راتګ تر وخت یې خوشحالي زیاته شوې نه وي.)

موږ اکثره ګومان کوو چې د ښو کولو لپاره شتمني پکار ده، خو نیکي کول شتمني نه بلکې تر هر څه ړومبی روغ نیت غواړي. تریسا بې وسه ښځه وه خو د ښه کولو ټینګه اراده یې لرله او د وخت په تېرېدو سره ډېرو شتمنو ورباندې باور وکړ او پیسې یې ورکړې چې د بیوزلو د خدمت لپاره یې ولګوي.

موږ د خیر اونېکي په معنا کې کله کله دومره غلط شو چې د بل ځورول سړیتوب راښکاري او د شاعر خبره مو هېره وي چې د وینو په تویولو کې نه بلکې د اوښکو په وچولو کې سرلوړي ده.

تریسا له انسانیت سره دومره مینه وکړه چې اوس یې هر څوک له نوم سره د ( مور) کلمه راوړي او کله چې یوه مېرمن د خیر ښېګڼې په چارو کې نومیالۍ شي، مطبوعات او خلک یې په ستاینه کې ممکن ( یوه بله تریسا مور ) وبولي.

1 COMMENT

  1. دومره جنسي رذالتونه، قتلونه چه کلیسا په نړۍ کې کړې ده، له قتلونو سوزولو، حلالولو، بچه بازی، زنا او او او نور، بل سازمان یې ندی کړی، دوی خپله خینو ته شهرت ورکوي. له ۱۹۶۴ نه لا تر اوسه د کلیسا جنایات زما مطالعې لاندې دي.د مثال په توګه سل هاؤ یا زر هاؤ تحقیقاتی نشرات د کلیسا د جنایاتو په هکله:

    https://www.google.com.hk/search?q=church+and+crimes&oq=church+and+crimes&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUyBggAEEUYOTIICAEQABgWGB4yCAgCEAAYFhgeMgoIAxAAGIYDGIoFMgoIBBAAGIYDGIoFMgoIBRAAGIYDGIoF0gEKOTY4MjNqMGoxNagCALACAA&sourceid=chrome&ie=UTF-8#ip=1

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب