Home+د لویې جرګې ملاتړ لپاره غږ اوچتول | شاه‌محمود میاخېل

د لویې جرګې ملاتړ لپاره غږ اوچتول | شاه‌محمود میاخېل

د طالبانو کړنو او حاکمیت یو شمېر ډلو ته زمینه برابره کړې چې د جګړې لاره خپله کړي. خو په مقابل کې، د جنګي ډلو، په ځانګړې توګه د هغو ډلو چې د پاکستان لخوا تقویه کېږي، محدودو فعالیتونو او تبلیغاتو طالبانو ته دا زمینه برابره کړې چې د خپلو تبلیغاتي حلقو له لارې له هغوی څخه د ولس د ملاتړ په موخه استفاده وکړي او خپل حاکمیت ته دوام ورکړي.

کېدای شي د طالبانو یو شمېر مشران او ځینې جنګي ډلې له اوسني انزوا حالت څخه خوښ وي، خو د طالبانو زیات مشران او افغانان په ټوله کې له اوسني وضعیت څخه ناخوښه دي. ټول پوهېږي چې دا حالت دوام نه شي کولی او افغانستان د نیابتي جګړو او سیالیو په مرکز بدلېږي. د افغانستان انزوا او نیابتي جګړې د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دي.

د سیمې او نړۍ هېوادونه هم پوهېږي چې د طالبانو موجوده د حکومتولي طرز، د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو لپاره د منلو وړ نه دی. همدا علت دی چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو حاکمیت د نړیوالو هېوادونو لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته نه ده ورکړل شوې او افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی.

د جګړې دوام، په ځانګړې توګه هغه جګړه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لخوا ملاتړ کېږي، زمینه برابروي چې په افغانستان کې انارشي رامنځته او هېواد د سیمې او نړۍ د رقابتونو پر ډګر بدل شي. د جګړې دوام او یا د نوې جګړې پیل د افغانستان او افغانانو په خیر نه دی. کله چې موږ د جګړې مخالفت کوو، د دې معنا دا ده چې هم د طالبانو لخوا د ولس پر وړاندې جګړه ردوو او هم د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د جګړې لاره ناسمه بولو ځکه دا کار ښايي نوې جګړې وزېږوي او پایلې یې د افغانستان او افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې وي.

په داسې حالت کې د افغانستان اکثریت ولس د دوو ناغوښتلو حالتونو ترمنځ راګیر دی. د عقلانیت او واقع‌ بینۍ پر بنسټ داسې تګلارې ته اړتیا ده چې هم افغانستان د سیمې او نړۍ د نیابتي رقابتونو او جګړو پر ډګر بدل نه شي او هم افغان وژنه ودرول شي، ترڅو افغانان په سوله ‌ییزه توګه له یو بل او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ژوند وکړي.

په داسې حالت کې افغانان د لاندې بدیلونو سره مخامخ دي:

1.  د طالبانو موجوده کړنې او دوام د افغانانو او افغانستان لپاره تدریحي مرګ او دوام یې داخلي انارشي، سیمه ییز او نړیوالو رقابتونو او جنګونو ته زمینه مساعدوي.

2.  د طالبانو سره جګړه او د ټوپک په زور طالبان لرې کول هم داخلي انارشي، سیمه ییز او نړیوالو رقابتونو او جنګونو ته زمینه مساعدوي. د دغه جګړو په پایله کې به د افغانستان ټولو موسسات په داخلي جګړو او انارشي‌ کې له منځه ځي.

3.  د دواړو حالتونو ترمنځ متوسط حالت د تفاهم او خبرو اترو په وسیله د لوی جرګې دایرول دي چې افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي.

تر کومه ځایه چې موږ په داخل او بهر کې له افغانانو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره د افغانستان د انزوا له حالت څخه د وتلو په اړه خبرې کړې دي، د حل یوازینۍ عملي لار درییم بدیل د لویې جرګې جوړېدل دي. د لویې جرګې جوړېدل باید د افغانانو خپل ابتکار وي، خو د افغانستان په قضیه کې د ټولو ښکېلو او ذیدخلو اړخونو ملاتړ هم اړین دی.

د دې پر ځای چې افغانستان د رقابتونو په مرکز بدل شي، ښه به دا وي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د همکارۍ په مرکز بدل شي. د همکارۍ په صورت کې به نه افغانستان سیمې او نړۍ ته خطر وي او نه به سیمه او نړۍ د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره خطر وي. افغانستان به وکولای شي له انزوا څخه ووځي او د یو مستقل او آزاد هېواد په توګه به د نړۍ برخه وګرځي.

کله چې د لویې جرګې یادونه کېږي، باید لویه جرګه د افغانستان د ټولو قومونو، سمتونو او طبقو واقعي استازولي وکړي. لویه جرګه باید د افغانستان دننه د یوه منل شوي میکانیزم له لارې جوړه شي او اجنډا یې هم روښانه وي چې څنګه د جګړې او وینې تویولو پرته د یوه قانوني، مشروع او ولسواکه نظام د جوړېدو لپاره لاره هوارولې شي. د یوه قانوني، مشروع او ولسواک نظام په جوړېدو سره به په طبیعي ډول نړیوال مشروعیت هم رامنځته شي او افغانستان به له انزوا حالت څخه ووځي.

د لویې جرګې جوړېدل کولای شي د کورنیو جګړو د بیا پیل، د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې او د نورو هېوادونو د نفوذ او لاسوهنې مخه ونیسي. د ولسي او نړیوال مشروعیت په رامنځته کېدو سره افغانان کولای شي له یو بل، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره په سوله کې ژوند وکړي. که داسې ونه شي، افغانان به د تل په څېر د جګړو او بحرانونو اصلي قربانیان پاتې شي او د خپلو او نورو د پرېکړو بیه به ورکوي، یعنې افغانان به د تېر په څېر هم مړه او هم پړه وي.

د حل عملي لار دا ده چې په داخل او بهر کې افغانان، اغېزمن ملي شخصیتونه، واقعي مدني ټولنې، سیاسي خوځښتونه، لیکوالان، د ښځو خوځښتونه او ټول افغانان د لویې جرګې د جوړېدو لپاره خپل غږ پورته کړي. د دې غږ د پورته کولو لپاره اړینه نه ده چې ټول د یوه چتر لاندې راټول شي. بېلابېل اشخاص، ډلې او خوځښتونه کولای شي په خپلواکه توګه، خو د یوه ګډ ملي هدف لپاره، خپل غږ پورته کړي.

دا به یو ریښتینی افغاني مدني او سیاسي خوځښت وي چې د اشخاصو، ډلو او ځانګړو خوځښتونو پر ځای د یوه مشخص ملي فکر او هدف لپاره غږ پورته کوي.

موږ متیقن یو چې که د لویې جرګې د پلویانو غږ پیاوړی او پراخ شي، په داخل او بهر کې به لا ډېر ملاتړ ترلاسه کړي. کله چې د لویې جرګې د جوړېدو په اړه د عامه افکارو پراخ توافق رامنځته شي او د طالبانو اکثریت تصمیم‌ نیونکي هم د لویې جرګې له جوړېدو سره موافق شي، بیا د لویې جرګې د جوړېدو پر میکانیزم، جوړښت او اجنډا بحث یوه تخنیکي موضوع او د حل وړ ده.

د افغانستان د اوسني حالت او راتلونکو ناوړه پېښو مسوولیت د طالبانو غاړه دی ځکه دوی اوس حاکم دي. پدیتوګه د طالبانو تصمیم ‌نیونکي مشران باید دا واقعیت په جدي توګه درک کړي چې تر هغه چې په افغانستان کې ملي او ولسي مشروعیت رامنځته نه شي، بېلابېل پلاوي او اشخاص به افغانستان ته سفرونه وکړي او ډېرې ژمنې به ورکړي، خو نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول امریکا، اروپا او عربي هېوادونه، به د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت ونه پېژني. که افغانستان د نړۍ لخوا په رسمیت ونه پیژندل شي، افغانستان به د انزوا په حالت کې پاتې وي، فقر به ورځ تر بلې زیاتیږي او دا حالت پخپله کورنیو، د سمیې او نړۍ نیابتي جنګونو او رقابتونو ته زمینه مساعدوي.

دا کمپاین باید تر هغې پورې دوام وکړي چې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره لازم شرایط او پراخ توافق رامنځته شي. هغه شخصیتونه، مدني ټولنې او سیاسي خوځښتونه چې د لویې جرګې له جوړېدو سره موافق دي، باید خپل علني ملاتړ اعلان او د لوی جرګې د جوړېدو لپاره عملي هڅې وکړي. په چوپتیا سره د افغانستان ستونزې نه حل کېږي.

موږ باید د هر هغه چا دروازه وټکوو چې د لویې جرګې له جوړېدو ملاتړ کوي. ځکه بیا ځلي جګړې، نیابتي جګړې او د بهرنیو لورو سیالۍ د افغانستان د بحران د حل لار نه ده.

هغه شخصیتونه، سیاسي جریانونه، خوځښتونه، واقعي مدني ټولنې چې د لوی جرګې ملاتړي دي، باید خپل ملاتړ علني اعلان کړي او د دغه پروسې نه حمایت وکړي. د هغوي لست او نومونه به د دې غږ په لست کې اضافه کړو. ټول افغانان باید خپل شخصي او سلیقوي اختلافات څنګ ته کړي او د افغانستان د ثبات اوښه راتلونکې لپاره په شریکه د همه شموله لوی جرګې د دایریدو لپاره اواز پورته کړي.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني‌ مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...