تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د روغتیا نړیوال سازمان د سېشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د پولیو د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکړی دی. له دې سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د تلې میاشتې په ۲۱مه) په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې نوې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ویروس له منځه نه دی تللی.
سږ کال په افغانستان کې د ډېرو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
تېر کال په پاکستان کې د پولیو ۳۱ او په افغانستان کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د روان کال د اکتوبر تر ۱۱مې په پاکستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې راپور شوې دي.
د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ د روان کال په زمري/ اسد میاشت کې په ټول هېواد کې ماشومانو ته د څو ډوله واکسینونو د یوځای تطبیق د لس ورځني کمپاین د پیل خبر ورکړی و. خو د روان کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې له جدي ستونزو سره مخ دي.
پاکستان سږ کال د واکسیناسیون څو عمومي کمپاینونه تطبیق کړي دي. روغتیايي کارپوهان وايي، په افغانستان کې د واکسیناسیون د بشپړ نه نطبیق کېدو او د واکسینونو د ناکافي تطبیق له امله د پولیو ویروس د سرایت لړۍ لا هم روانه ده.