Homeخبرونهیعقوب مجاهد، اسلام اباد کمزوری او ځان ته محتاج افغانستان غواړي

یعقوب مجاهد، اسلام اباد کمزوری او ځان ته محتاج افغانستان غواړي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد وايي، د پاکستان پوځ او استخبارات غواړي چې افغانستان کمزوری، دوی ته محتاج او بهرنۍ پالیسي یې د اسلام اباد په لاس کې وي.

ښاغلي مجاهد په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پوځ او استخباراتو په لاس کې ده او «د افغانستان په هکله د دوی پالیسي دا ده چې افغانستان باید کمزوری وي، افغانستان باید موږ ته محتاجه وي، افغانستان باید په خپلو پښو ونه دریږي، مستقل مرکزي حکومت باید ونه لري او په هره برخه کې باید ناتوانه وي. دا ځکه وايي چې دوی د پردې تر شا ځینې داسي څه له ځان سره لري چې دې پالیسي جوړولو ته یې مجبور کړی دی د مثال په ډول ما ته د دوی اساسي ستونزه د ډیورند مسله معلومېږي او بله دا چې د افغانستان په خارجي پالیسي کې باید د دوی دخل وي او پاتې سوه د افغانستان پوځي خودکفايي؛ دا باید محدوه وي. څومره چې زه دا حالات او دا وضعیت ګورم او مطالعه کړی مې دی، دوی له افغانستان څخه دا شیان غواړي ولو کې دا موضوعات یې مطرح کړي نه وي: دوی نه د خلق او پرچم له حکومت سره جوړ راغلي، نه د امریکا تر اشغال لاندې حکومت سره جوړ راغلي دي او نه له امارت سره جوړ راغلي دي.»

سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستاني چارواکو خوشحالي کوله چې د اشرف غني حکومت ړنګ شو او طالبان واک ته ورسېدل خو ډېر ژر ورته څرګنده شوه چې طالبان هم هغه شرایط نه شي منلی چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو بریتانیايي هند ته منلي وو.

د ډېرو په باور پاکستان احساس کوي چې د بریتانیايي هند ځایناستی دی او په کابل کې هر حکومت باید د دوی د اوامرو تابع وي خو اسلام اباد نه یوازې د وخت او زمان حقیقتونه له پامه غورځولي بلکې دې ته یې هم پام نه دی کړی چې پاکستان په هیڅ صورت د بریتانیا د هغه مهال په شان زبرځواک نه دی او نه پر ټوله سیمه واکمني لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...