ځای: انلاین
وړاندې کوونکې: سهیلا کامران
تاریخ: 2026/5/17
د دې غونډې موضوع د لنډیو وه ځکه حتما ځینې داسې لنډۍ شته چې زموږ زړه ته ډېرې نږدې وي، یا ولې دا ټپه راته مهمه ده؟ څه پکې دي؟ ارزښت یې څه دی؟ تر شا یې کومه کیسه وه کنه؟ اوسني وخت کې یې ماهیت څه ډول دی؟
بهیروالو پکېد خپلې خوښې لنډۍ وویلې او بیا یې په اړه ځینې هغه نظرونه ورکړل چې دوی له دې لنډیو اخیستي و.
ــــــــــ
خویندې د پلار له کوره څه وړي
خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځینه
دا ټپه په پیل کې فرشتې غني وویله او پوښتنه یې دا وه چې د دې ټپې مانا څه ده او کومې خبرې پکې بیان شوې؟
امینې عزیزي ورته په ځواب کې داسي وویل:
دا چې زامنو ته د پلار په میراث کې او په هرڅه کې حق ورکول کېږي، حتا په واده کې یې لا ټول مصارف د پلار لخوا وي. خو کله چې خبره د لور راشي په جهز کې چې کوم څه ورته اخیستل کېږي هغه هم د دې د ولور له پیسو وي نو دا ټپه ځکه ویل شوې چې هغوی د پلار له کوره هیڅ نه ورسره اخلي فقط چې ځي هغه سینګار کړې ځي او فقط خپلې خورې زلفې ورسره وړي.
ورپسې یې وویل چې په اوس وختونو کې چې زما زړه ته کومه لنډۍ نږدې ده او ډېر کله د افغانو نجونو ژوند ته ګورم همدا لنډۍ مې خولې ته راځي:
زما د زړه ناکاره رنځه
نه دې دارو شته نه دي حال ویلی شمه
دا لنډۍ مې کلونه پخوا له یوې ښځې اورېدله چې د اتڼ په وخت یې په یوه سندره کې وویله!
هغه وخت ما فکر کاوه چې دا ښځه لکه چې په کوم ناعلاجه مرض اخته ده او اوس هیڅ درمل د دې لپاره نشته او ټوله ټیکۍ مې په فزیکي ناروغۍ پورې تړله.
خو کله چې زه اوس فکر کوم دا ډېره زیاته ژوره مانا راته پیدا کوي. ځکه په اوس وخت کې د ټولو نجونو حالت همدغسي شوی، موږ چې اوس کوم دردونه تېرو هغه بیانولای نه شوه او دارو خو یې بېخې ورک ورک دي.
دغسي یو حالت کې زه اوس هم یم او کوم څه چې په ماتېرېږي فکر کوم ټولې نجونې هم ورسره مخ دي نو ډېر کله چې زما په زړه بوج راځي ماته همدا لنډۍ یادېږي. کله چې وغواړم د دې حالت بیان هم وکړم په ما نور هم بد اثر کوي او خپګان مې لا زیاتوي. یاني کله کله له دې خاطره هم موږ خپل حالت نه شو بیانولای چې پر موږ لا زموږ سختۍ راته زیاتي ښکاري.
فرشتې غني د امینې عزیزي له خبرو وروسته دا لنډۍ ولوسته:
د یار مې پېغله خور په کور ده
نیستي د ورور ده چې بدل ورسره شمه
د دې لنډۍ په اړه زما نظر دا و:
موږ پوهېږو چې بدل ښه رواج نه دی خو کله چې اوس په دې دا حالت راغلی دی، ځان یې ورسره عیار کړی او په هغه خراب رواج کې یې هم د ځان په خوښه یوه لاره ټاکلې له خپلو هیلو بیا هم تېره شوې نه ده.
چې پښتنې ښځې که څه هم هر ډول رواجونه او سختۍ تېروي مګر بیا هم له دې لنډۍ مالومېږي چې دوی په دغسي حالاتو کې هم خپل ذوق، ارمانونه او ګیلې نه دي هېرې کړې.
ورپسې فتانه ژوند د خپلې خوښې دا لنډۍ وویل او بیا یې نظر پرې ورکړ:
د پښتنو بده رواجه
یار چې ولور ګټي نو زه به خاوري یمه
زما په اند دا لنډۍ د پښتنو په دستور پوري تړاو لري ځکه دا ولورونه په پښتنو کې زیات اخیستل کېږي نو دا هم د یوې کوژدن سوې نجلۍ فریاد دی چې د دې ټوله ځواني د همدې بدو رواجونو قرباني شوه دا چې نه شي کولای خپله خبر مخامخ چاته وکړي نو همدې لنډیو ته یې پناه راوړې، خپل ارمانونه او د کلونو انتظار یې همدې لنډۍ کې نغښتی او ټولنې ته یې په ډېر هنري ډول شکایت کړی.
فرشته غني
زه به خپله تجربه درسره شریکه کړم، کله چې ډېره ناهیلۍ شم، یا هم د افغانستان اوسنی وضعیت ګورم او ما تېره هفته د دغسي حالت یوه کیسه لیکله هغه رښتینې کیسه وه چې پر ما یې ډېر بد تاثیر کړی و نو زه بیا په دغسي ځای کې همدا لنډۍ ډېره وایم:
په ما دي وکړل په تا وشه
ډېوه دې مړه شه کور دي ټول شه تورتمونه
ماته چې هر کله ګیله درېدلې همدا لنډۍ خولې ته راغلې او کله چې ووایم” په ما دې وکړل په تا وشه” نو سخت مې زړه سپک شي.
ځکه چا چې زموږ ډېوه مړه کړې، زما ازادي یې رانه اخیستې او زه په تیارو کې ډوبه یم نو حتما مې په زړه کې همدا هیله راپورته کېږي چې هغوی ته دي هم یو ځل ډېوې مړې شي او په دغسي تور تم کې پاتې شې چې بیا درته مالومه شي چې دا څه ډول احساس دی؟
کامله عزیزي
بسمل وایي چې:
بسمله پاک الله نازله کړې له اسمانه
ټپه د پښتنو بې پېغمبره معجزه ده
نو لنډۍ رښتیا هم معجزې دي او موږ ته باید عادي کیسې ښکاره نه شي، په لنډیو کې یوه دنیا خبرې دي او د ښځو یوه داسي نړۍ پرته ده چې هغه نوره په خبرو او واقعي ژوند کې خاموشه شوې ده او یوازي همدا لاره ورپاتي ده چې هره ښځه پکې خپل ځان لیدلی شي.
استاد غضنفر د لنډیو په اړه یوه مقاله لیکلې وه چې ځینې لنډۍ داسي دي چې هغه تر وخت تېرېږي، ځینې نوې راځي، خو د لنډیو کلیشه کېدل او د نویو رذتګ هم یوه مهمه خبره ده، ځکه ځینې لنډې له ډېره تکراره او یا ورکې
شي یا په نوې بڼه شي او نوې چې راځي په هغو کې بیا ډېرې مصنوعي وي لکه اوس چې په ځینو سندرو کې فرمایشي لنډۍ!
خو استاد غضنفر لنډۍ له ونې سره تشبیه کړې دي چې ځنینې پاڼې غورځوي او پر ځای یې نورې را زرغونېږي کومې لنډۍ چې له منځه ځي او کومې چې نوې راغلې په دې ټولو کې غیرطبیعي لنډۍ پخپله ډېر وخت نه شي پاتې کېدلای او له منځه ځي.
زه وایم هر څوک دي لنډۍ ولیکي شاید په دغه ونه موږ هم ځینې پاڼې را زغونې کړو، خو ځینې شاعران ځکه دا کار نه کوي چې یوه ښه خبر که د لنډۍ په قالب کې ښه هم راځي دوی بیت ترې جوړوي، ځکه لنډۍ ذ خلکو ده او بیت زما په نوم دی او تل زما خبره ده.
او بل دا چې لنډۍ کوم وخت لیکل کېږي؟
هلته وایي چې شاید څوک شاعر نه وي خو د شدیدو احساساتو پر وخت به یې له خولې ډېره زوروره لنډۍ وتلې وي. لکه یوه ښځه چې په یوه کوچي ځوان میینه وه کوم سهار چې راغلې وه د هغوی کډه بار شوې وه نو دې دا لنډۍ وویله:
دا ستا په ورانو مېنو راغلم
یو ځل مې اه کړل بیا مې ټک وهل لاسونه
په دغه لنډۍ کې د یو چا د تګ په اړه خپګان داسي په
خوند بیان شوی چې موږ یې شاید لویو شاعرانو په ډېرو شعرونو کې هم پیدا نه کړو.
زما د طالب جان او ګلبشرې د نکل یوه لنډۍ ډېره خوښېږي، دا لنډۍ ګلبشرې هغه وخت وویله چې طالب جان ډېر وخت له دې مرور او ورک و یوه ورځ چې دا خپل باغ ته تللې وه هلته د دې طرف ته یوه ډبره وغورځېده کله چې دې ور وکتل طالب جان و نو ګلبشرې سم له واره پرې ناره کړه:
په باغ کې مه وله ډبرې
باغ به زخمي شي بیا به نه نیسي ګلونه
ما به ځینې وخت فکر کاوه چې دا یې ځکه ویلې چې دا به ورته وایي چې دادی اوس خو مې ولیدلې نو هسې ډبرې مه غورځوه ګلان به توی شي… خو نه! دا ورته وایي چې ته په ما ګران یې نو ته له ماسره چلند کړې؟ نو که یو ځل مې زړه زخمي شو بیا به دغسي پاتې نه شم، بیا به مې د اوس غوندې یاد نه یې!
نو کله چې هم سخت حالت راغلی او د داسي چا لخوا راغلی چې زموږ له هغوی دغسي تمه نه وه، پر موږ یې قدر و احترام و نو د ګیلې او تر څنګ یې د اخطار په ډول ماته دا لنډۍ رایاده شوې چې که یو ځل دې به دغسې چلند قدر راباندي کم کړي بیا به مو هیڅکله په زړه کې هغه
پخوانی احترام پاتې نه شي.
او یوه بله لنډۍ دا چې:
شکر دی خدایه لا ژوندی دی
ماښام چې بنګي پخوي بوی یې راځينه
په دې لنډۍ کې د یوې ښځې د وفادارۍ، حوصلې و صبر داسي بیان شوی چې هغه به په کتابونو کې نه وي یوازې موږ پخپلو ټولنو کې لیدلی او بس!
فرشتې غني د وروستۍ لنډۍ په اړه وویل:
مېرمنې په افغانستان کې دومره صبر لري چې حتا مېړه چې معتاد هم دی دا وروسره په ژوند خوشاله ده او د کونډې ژوند زموږ په ټولنه کې تر هغې ښځې هم بدتر دی چې مېړه یې ورک دی او دا فقط دومره پوهېږي چې لا خو شته! ځکه که دا هم نه وي څوک به یې په زور وړي څوک به ترې هر څه لوټي…
په افغانستان کې ډېری ښځې دغسې خلکو ته ناستي دي او پسې ناستي دي، که داسي ونه کړي تر دې د بد حالت امکان هم شته!
او امینې عزیزي وویل چې لنډۍ هیڅکله نه زړېږي او په کلونو کلونو په زړونو کې پاتېږي.
بیا یې د دې لنډۍ اړوند يوه خاطره شریکه کړه چې زموږ
په سیمه کې یوه نجلۍ لېوني ته واده شوې وه او ډېر زیات ظلمونه پرې کېدل اخېر یې خسرګنۍ بېرته د پلار کور ته ولېږله مګر دا هغه وخت د پلار په کور کې لا زیاته خپه وه او ویل به یې چې خیر که لېونی هم و نو یو ژوند خو مې درلود، لکه هغه ټپه چې ده:
که لېونی یې زما یار یې
خلک ناکام له لېونو سره کوینه
نرګس سهاک
د پښتونو نجونو لنډۍ چې موږ اورو اکثریت یې هماغه جنالونه او محرویتونه دي لکه وایي چې
که دېوالګی وای ما به ړنګ وای
لالیه نه ړنګي وهلي قلمونه
یاني دا وايي چې ما به هره سخته درسره وړې وه خو نصیب چې څه راته لیکلي دي هغه نه شم بدلولای دومره بې وسه یم
زموږ لنډۍ دوه ښه فورم دی چې ډېر لوی لوی مفهومونه کیسې، فلسفې او انځورونه په څو عادي جملو او یوه لنډۍ کې خوندي کېږي.
زموږ یوه استاد کوله چې په یو بل هیواد کې مو د خپل کلتور او فرهنګ په اړه خبرې کولې هلته یوه بل افغان دا لنډۍ وویله:
د دیدن تږي به ماړه کړم
د کلي منځ کې به سر توره تېره شمه
وایي چې بهرنیانو هیڅ علاقه ښکاره نه کړه او ویل یې چې دا خو یوه عادي خبره ده چې د خلګو په یوه ټولګه کې څوک تېرېږي دلته خو څه خاص نه و؟
نو زموږ استاد ویل چې زه ور پورته شوم چې دا عادي خبرې نه دی، دې کې د پښتي فرهنګ ستر تصویر پروت دی ځکه په پښتي ماحول کې د پېغلو نجونو لیدل اصلا ناممکنه خبره ده حتا د دروازو طرف ته څوک ښځې نه شي لیدلی، بیا پاته شوه یوه پېغله چې د کلي په منځ کې هغه هم سر تور سر تېرېږي نو دا نجلۍ چې دلته په یو چا غیرت کوي او غواړي د خپلې مېړانې انځور وړاندي کړي نو وایي چې زه به د یو چا لپاره دومره سخت کار هم وکړم.
نو هغه کسان هغه وخت حیران شول چې تاسې په دومره یوه وړه جمله کې دومره لویې کیسې څنګه بیانوئ؟
نو په هره لنډۍ کې دغسي لویې لویې خبرې شته، خو زما چې یوه لنډۍ خوښه ده هغه دا ده:
دا ته چې ځان ته هوښیار وایې
دغه خبرې درته ما ښودلې دینه
دا لنډۍ ماته ډژر خوند راکوي هر کله چې ځینې کسان ګورم چې له موږ ځینې شیان زده کوي، کاپي کوي یې،
ځینې وخت موږ لاره ورښایو مرسته یې کوو زړه مو پرې بدېږي او زړه مو ورسره وخورو خو اخېر بیا هغه کسان راځي زموږ خبرې بېرته موږ ته کوي، نو زه بیا ځان سره دغه لنډۍ وایم او یا خو ځینو ته مخامخ وایم او په ځینو لنډیو ویلو خو سم د چا زړه سپکېږي.