Homeخبرونهایلن مسک یو ځل بیا د نړۍ یوازینی او لومړنی ټریلیونر شو

ایلن مسک یو ځل بیا د نړۍ یوازینی او لومړنی ټریلیونر شو

تاند (چهارشنبه،د تلې/ میزان ۱۵ مه) د ټېسلا او سپېس‌اېکس بنسټګر ایلن مسک یو ځل بیا د نړۍ لومړنی ټریلیونر شو. د بلومبرګ د میلیاردرانو د شاخص له مخې، په یوه ورځ کې د مسک شتمني ۶۵ میلیارد ډالره زیاته شوې او ټول ارزښت یې ۱.۰۴ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور وايي، د مسک د شتمنۍ د پام وړ زیاتوالي اصلي لامل د سپېس‌اېکس او ټېسلا د ونډو د بیو لوړوالی دی.

د اکتوبر له پیل راهیسې د سپېس‌اېکس د ونډو ارزښت شاوخوا ۱۳ سلنه او د ټېسلا ونډې ۶.۷ سلنه لوړې شوې دي.

په تېر یو کال کې د مسک ټوله شتمني شاوخوا ۳۲۰ میلیارد ډالره زیاته شوې ده.

مسک د روان کال په جون کې هم په لومړي ځل ټریلیونر شوی و، خو د دواړو شرکتونو د ونډو د بیو له راټیټېدو وروسته یې دغه مقام له لاسه ورکړ او اوس، شاوخوا درې میاشتې وروسته، یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو شتمن کس او لومړنی ټریلیونر شوی دی.

بلومبرګ وايي، د مسک د ټولې شتمنۍ له ۹۸ سلنې څخه ډېره برخه په سپېس‌اېکس او ټېسلا کې د هغه له ونډو څخه جوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...