تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) متحدایالتونه هڅه کوي له ترکمنستان سره مرسته وکړي چې د انرژۍ صادراتي بازارونه متنوع کړي او د کسپین سمندرګي له لارې خپله سوداګري پراخه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د نومبر په ۲۳مه په عشقاباد کې په خبرو کې پر دغو موضوعاتو بحث کړی دی.
د ترکمنستان د ولسمشرۍ د دفتر د خبرپاڼې له مخې، لاندو په همدې ورځ د ترکمنستان له ولسمشر سردار بیرديمحمدوف سره هم لیدلي دي. د انرژۍ او ترانسپورټ ترڅنګ، دواړو لورو د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي. د ترکمنستان ولسمشر د نوي کېدونکې انرژۍ په برخه کې له امریکا سره ګډو پروژو ته لېوالتیا ښودلې ده.
ترکمنستان د طبیعي ګازو په صادراتو کې تر ډېره پر چین تکیه لري، چې د دغه هېواد د ګازو تر ټولو لوی پېرودونکی دی. د ترکمنستان د ګازو د دولتي شرکت «ترکمنګاز» مشر مقصد بابایف د اکتوبر په میاشت کې ویلي و چې دغه هېواد د ۲۰۰۹ کال په دسمبر کې د صادراتي نللیکې له پرانیستل کېدو څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې چین ته څه باندې ۴۷۷ میلیارد متر مکعب ګاز صادر کړی دی.
عشقاباد غواړي د جنوبي اسیا بازارونو ته هم لاره پیدا کړي. بابایف ویلي چې «ترکمنګاز» د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ له سرحدي ښارګوټي سرحدآباد څخه د افغانستان تر هرات ښار پورې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د نللیکې (TAPI) د یوې برخې د جوړولو چارې پر مخ وړي.
د دې پروژې له مخې، ټاکل شوې ده چې درې واردوونکي هېوادونه، یعنې افغانستان، پاکستان او هند، هر کال تر ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ترلاسه کړي.
د کسپین سمندرګي د اوبو په تل کې د ګازو د لېږد لپاره د یوې بلې وړاندیز شوې پروژې له مخې، ټاکل شوې ده چې د نللیکې په جوړولو سره د ترکمنستان د ګازو د لېږدولو شبکه له اذربایجان سره ونښلول شي. له هغه ځایه به د ګورجستان او ترکیې د موجوده نللیکو له لارې د ترکمنستان ګاز اروپايي بازارونو ته ولېږدول شي. خو د دې نللیکې د جوړولو چارې لا نه دي پیل شوې.
نړیوال بانک د ترانسپورتي او سوداګریزو اسنادو لپاره د یوه ګډ ډیجیټلي سیستم د جوړولو سپارښتنه کړې، څو د توکو د لېږد پر مهال ځنډونه کم شي. دغه بانک همداراز غوښتي چې د رېلګاډي شرکتونه له بندرونو او سمندري لېږدوونکو شرکتونو سره خپلې همغږۍ پیاوړې کړي.
واشنګټن د «نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره د ټرمپ لارې» (TRIPP) ملاتړ هم کوي. د دې پروژې له مخې، د اذربایجان اصلي خاوره به د ارمنستان د جنوبي برخې له لارې د دغه هېواد له نخجوان جلا شوې سیمې سره ونښلول شي.
دغه لاره به د منځنۍ اسیا د سوداګریزو توکو لپاره د جنوبي قفقاز له لارې ترکیې او اروپا ته د رسېدو بله اسانتیا برابره کړي.
ارمنستان او اذربایجان د نومبر په اوومه په یوه ګډه اعلامیه کې له امریکا سره هوکړه کړې چې د دې پروژې د عملي کولو لپاره دوې کاري ډلې جوړې کړي؛ یوه به د ترانسپورټ او بله به د برېښنا د لېږد په برخه کې کار کوي.
د لاندو تر سفر مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ لار او منځنی دهلېز له ترکمنستان سره د همکارۍ د مهمو برخو په توګه یاد کړي وو.
په عشقاباد کې د خبرو اترو په ورځ د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان اعلان وکړ چې د ټرمپ لارې د پروژې لپاره د چمتووالي او لومړنیو رغنیزو چارو کارونه د ارمنستان په جنوب کې پیل شوي دي.