د «تعیین» لفظ په دوه وو سیلابونو لکه «تخیيل» او یا هم لکه ورستی «ي» یې چې نه وي، په «تفعیل» تلفظ او ویل کېږي، رېښه یې عربي ده؛ خو فکر کوم پښتو ژبې او کره کتنې ته د عربي او اردو له لارې په خاص ډول د کوزنیو نقادانو پېرزوینه ده، چې اردو ژبي ادبیان او نقادان یې ټوله اصطلاح «تعیین قدر» کاروي، دلته یې زه د خپل کلي مفهوم له مخې «ارزښت ټاکنه» بولم؛ خو د عامېدنې پلوی یې نه یم؛ بلکې د همدغه تعیین لفظ یې هم خوندور راته ښکاري، چې انګلیسي «Determination» لغت یې تقریباً معادل دی.
قلندر صاحب چې د هیډسن کوم تنقیدي تلخیص او ترجمه راټوله کړې، هلته یې د نقد لپاره د محاکمې او پر نقاد یې د قاضي غوندې بحث د همداسې څه مفاهیمو بحث لري او که رښتیا شي دغه تعیین قدر ماته هم د محکمې د هغه قاضي د فیصلې غوندې یو شی ښکاري. البته په دومره تفاوت چې قاضي او محاکمه نهایي وي؛ خو معاصر ادبي نقد د معاصرې تیوری له برکته حرف اخر یا وروستی ټکۍ نه لري؛ بلکې له متونو د ماناوو پرلپسي لهرونه او سمندرونه راتېروي؛ خو قطعي او حتمي نه وي؛ البته خبره، قضاوت، مانیز استخراج یا راویستنه او سپړنه یې د یوه ادبي ارزښت او تعین قدر په اساس ضرور وي. یعنې قضاوت یا فېصله یې باید بنسټ ولري؛ نه مطلقیت!!
د نقد د تعیین یوه ګټه په دې کې ده، چې د یوه تخلیقي متن اساس ته له یوه ارزښت سره د ورننوتلو قایل ده او بیا له دې ورسته د خبرې یا قضاوت پلویتوب کوي، داسې نه کوي، چې بغیر له کوم متعین ارزښت او بې اساسه خبره یوازې د کرښو په راښکنې له غوږه تېروي یا لکه حکمي او تحمیلي غوندي چلن نه ورسره کوي؛ بلکې لومړی د یوه متن لوست کوي، بیا یې غالب تمرکز ګوري او ورپسې بیا که خبره پرې مهمه وي؛ نو د معاصر نقد د ادبي تیوری او ارزښتونو په تله یې تلي او ارزوي او همدې منطقي ارزونې ته په نقد کې «تعین قدر» یا د نقد د ارزښت ټاکنې پروسس او اساس وایي. پروسس مې ورته ځکه ووې، چې مفهوم یې کلي راشي نه جزوي او محدود، مثلاً په ارزونه یا تعیین کې د ارزښت دا حتمي والی هم نشته؛ چې د څه محدودو اصولو او ځانګړنو په اساس دې یې پابند او محدود کړای شي؛ یعنې که د کومو لیکوالو او نقادانو د ادبي تیوری په دننه کې د مخالفو نظریاتو او ځانګړنو ارزښتونه او لیدلوري سره په ټکر کې هم راتلل؛ نو مانا دا نه ده، چې یو بل د نه تعیین په تور بهر او خارج کړي؛ بلکې همدا د ادبي تیوری کلیت یې عمومي او داخلي دواړه دی. مطلب یو ډول د مسلکي میتود غوندې مفهوم او ارزښت لري.
یو بل اسان او عام فهمه درک یې دا هم دی، چې همدا د ادبي نقد تعیین د متونو یوازې سراسري او سطحي تشریح او سپړنه نه کوي؛ بلکې له همدې ادبي تیوری یو اصول، قاعده او ځانګړنه رااخلي او بیا قضاوت یا خبره کوي. بغیر له دې راخیستنې تحلیلي تبصره او لیکنه خو کېدای شي؛ ولې ادبي نقد ورته ځکه نه وایو، چې تعیین د ادبي ارزښتونو ورسره نه وي. په بله مانا دا یو ډول تفسیر او تشریح شو؛ نه نقد ځکه نقد په همدې تعیین قدر او ارزښت خپل قضاوتونه کوي. ممکن پوښتنه وشي چې معاصره تیوري خو د یوې مانا او یوې لوستنې مخالفه ده او په متن کې د ګڼو ماناوو خبره کوي؛ نو څنګه قضاوت یا فېصلې ته اهمیت ورکوي؟ موږ پورته هم وویل، چې د تعیین فېصله یا قضاوت یې حتمي نه ده، بلکې د قضاوت او فېصلې پر ځای یې ورته نوعیت مهم دی، چې زما، ستا او د بل فېصله او قضاوت باید د کوم ارزښت په اساس او بنسټ وي، همدا ځای دی، چې دلته د ذاتي قضاوت او فېصلې خبره همغه ادبي او تیوریکل ارزښت ته سمه کړي او د ټولو هغه بهرنیو نظریاتو او ایډیالوژیو مخه ونیسي او پر ځای یې نقد یوازې همدا داخلي او ادبي ارزښتونه واخلي او دا هیڅ تضاد نه دی، چې ګنې د تیوری پالل په خپله یو ډول د محدودیت او حتمي والي یو شکل دی، ځکه موږ وویل دا یوازې د ارزښت او اساس خبره کوي؛ نه د کومې خاصې مانا او مطلقې نظریې او اصولو؛ بلکې اصولو او ځانګړنو ته د یوه اساس په توګه قایل دی او بس.
یو ځل بیا وایم، چې هغه لیکوال یا نقادان چې په تخلیقي متونو خبرې کوې او د نقد دغه د تعیین یا ارزونې تیوریکه قضاوتي انګیزه یا تله ورسره نه وي؛ نو لیکنه یا مقاله خو یې تفسیري او تشریحي کېدای شي؛ ولې د ادبي نقد برخه نه ده، له دې کرښې موږ هغه جنجال هم پای ته رسولی شو، چې د لیکوالی کومې لیکنې او مقالې نقد وګڼو او کوم ېې ونه وګڼو، عامې مقالې او لیکنې چې په فنپارو یا پنځونو نه وي؛ خو چې ادبي ارزښتونه او مباحث یې دغسې ادبي او معاصر تیوریک وي او خپل قضاوتونه ورسره وي دا هم د ادبي نقد برخه بللی شو او هغه چې دا ځانګړنې نه لري مباحث یې که ادبي هم وي، نقدي یا تنقیدي هغه یې نشو ګڼلی.
د نقد د تعیین یوه محسوسه ګټه دا هم ده، چې د لوست او ارزونې برخه شعوري کوي او کلیشیي یا فرسوده مضامینو او مباحثو ته د پای ټکی ږدي، د سراسري لوست او یو پنځګر ته د ملګریو او څنګزنیو په اساس هسې په هسې مقام او القاب ورکول یا د لیبلونو او ذاتي قضاوتو پر ځای د یوه ادبي ارزښت اساس خبره کوي، دا په یوه حساب د نقادانو لپاره هم یوه دایره جوړول دي، چې ګنې که د متن لوست یا ارزونه کوي؛ نو خپل شخصي او فردي تعصبات او چلن به یوې خوا ته ږدي او په همدې ادبي ارزښتونو به خبره او قضاوت کول وي، په بله مانا د نقاد لپاره هم د نقدي شعور هغه کړکۍ او زاویه ده، چې که بغیر له دې په بله خوا یا په نورو لیدلوریو متونو ته ګورو؛ نو اهمیت او افادیت به یې هغسې نه وي.
زموږ په نقد او کره کتنه کې چې دغسې د معاصرې او منظمې ادبي او نقدي تیوری د تعین او ارزښت اساس ته چندان پاملرنه نه کېږي، ډېری لیکوال مو د خپلو تعصباتو او فردي تاویلاتو او تمایلاتو په اساس لیکل کوي، چې دا اصلاً نه ادبي لیکل دي او نه هم ادبي نقد دی او ځکه خو د لفظ په واقعي مانا په موږ کې د نقد او کره کتنې کار و زیار او انګیزه هم نشته، دغه لږه و ډېر نقد چې وینو دا استثنا ده او په دې خو موږ پوهېږو، چې استثنا په دېرو کې د هیڅ ارزښت وړ نه وي.
زه په پښتو کره کتنه او نقد کې د همدې د «نه تعیین» په وجه د ځینو لیکوالو داسې ډېرې لیکنې هم لولم، چې د خپل تعصب او تمایل په اساس تخليقي متون نه یوازې ریشخندوي؛ بلکې خپلې لیکنې چې اکثر یې ټاپې، لیبلونه او ذاتي یا شخصي قضاوتونه وي، خلکو ته د نقد او کره کتنې په نوم او مفهوم هم ورتېروي، چې دا د نقد او کرکتنې عام او مروج اهمیت ته خاص زیان رسوي او هیڅ له خپلو ادبیاتو سره په واقعي او رښتني خدمت او مینه نشي توجیه کېدای؛ ځکه خو تعیین د ادبي کره کتنې او نقد لپاره مهم او اهمه ځانګړنه، شرط او تګلاره هم کېدای شي.